فرانسس ژولیا وېجووډ

فرانسس ژولیا وېجووډ (په انګلیسي: Frances Julia Wedgwood؛ پيدایښت: ۶-فبروري-۱۸۳۳؛ مړینه: ۲۶-نومبر-۱۹۱۳ز)، چې د فلورنس داوسن په نامه هم پېژندل کېږي، یوه انګلیسي فېمینیسته وه چې په فلسفه، داستان، بیوګرافي، تاریخ مذهبي مطالعاتو او ادبي نقد کې ګڼ‌شمېر لیکني لري. هغه د «شدیدو احساساتو او سختو اصولو لرونکي پېغلې انجلۍ» او «یو ځلي یوه پیاوړې استدلال کوونکې او د عقل سرسخته منتقدې» په توګه یاده شوې ده.[۵][۶]

فرانسس ژولیا وېجووډ
د شخص مالومات
پيدايښت ۶ فبروري ۱۸۳۳[۱]
مړینه 26 نومبر 1913 (80 کاله)[۲]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
لندن   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه [۳][۴]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ

ژوند او کاري یون

سمول

ماشومتوب

سمول

د فرانسس ژولیا وېجووډ پلار هنسلي وېجووډ او مور یې فرانسس اېما الیزابېت «فاني» مک‌کینتاش نومېدل او شپږ وروڼه او خوېندي وو چې فرانسس ژولیا تر ټولو مشره وه. مور یې د جېمز مک‌کینتاش لور وه. هغه د کُلال «جوزیا وېجووډ» لمسۍ او د چارلس داروین ورېره وه. د ژوند په لومړیو کلونو کې معلومه شوه چې تېز هوښ لري او لاتین، یوناني، فرانسوي، آلماني او نقاشي یې پرته له ښوونکي څخه، په‌خپله زده کړل او یوازېني رسمي زده‌کړې یې په ۱۳ کلنۍ کې، د لېورپول ښار په راشل مارتینو ښوونځي کې وې. مور یې په کمبرلنډ پلېس کې یو سالون درلود چې مکاولي، تاکرې، ف. د. موریس، روسکین او کارلایل په‌کې حضور درلود.[۷]

لومړي مسلکي او داستاني کارونه

سمول

وېجووډ د وېجووډ–داروین–مک‌کینتاش په لویې کورنۍ کې «د خپل نسل تر ټولو ځیرکه» پېژندل کېده او «د علمي او الهیات‌پوهنې بحثونو خورا لېواله وه او د یوې وتلې ویونکې په نوم مشهوره وه». په شل کلنۍ کې یې د «یو پخوانی پور» او «د فراملي تالار» ناولونه ولیکل چې په هغو کې «فکري تضاد، جنسیتي مغشوش جنسیتي نقشونه، او د خواربرخي جنسي لېوالتیا» راسپړل شوي دي او د لوستونکو له تود هرکلي سره مخ شول. له بلې خوا، پلار یې د هغې له لیکنو او د ناولونو له موضوعاتو سره مخالفت وښود او د مېرمن ګاسکېل (چې له هغې سره یې د «شارلوت برونتي ژوند» په څېړنه کې ډېره مرسته وکړه) له هڅولو سره، سره، وېجووډ خپل درېیم ناول نابشپړ پرېښود. هغه داسې یوې پایلې ته ورسېده چې، «هېڅ کوم تخیلي وړتیا یې نه‌درلوده» او «ذهن یې ‹یوازې شنونکی› ؤ».[۷][۸]

د پلار-لور اړیکه

سمول

د هنسلي وېجووډ او مشرې لور ژولیا ترمنځ د اړیکو په هکله شته نکلونو کې، هنسلي د یوه زوړ ظالم او ځوروونکی وېکټوریایي پلار په توګه معرفي شوی چې د خپلې لور عاطفي هوساینې او په ټولنه کې د یوې روښاندې ښځې په توګه د هغې موقف ته یې ارزښت نه‌ورکاوه. سره له‌دې، د هغو د اړیکې په هکله یو وروستی نکل، پورتنی خبر ننګوي او د پلار-لور اړیکه، له هغه روایت سره چې باوري ګڼل کېږي، په یوې جلا بڼه ښیي. [۹]

خنډونه او غیرداستاني آثار

سمول

وېجووډ په یوې لویې کورنۍ کې اوسېده، واده یې نه‌ؤ کړی او له یوې مزمن او اوږدمهالي کوڼ‌والی څخه رنځمنه وه؛ دا د هغې د کار او فعالیت پر وړاندې ستر خنډونه وو. «لیکل او لوستل یې د سهار پنځه او اووه بجو ترمنځ پای ته رسېدل» او د ژوند ډېري کلونه یې د کورنۍ او خپلوانو د ناروغو ماشومانو په څارنې تېرېدیل. له یوه ورور څخه د څارنې په موده کې یې څو ټوکه کره‌کتنیز کتابونه او وروسته په ۱۸۶۰ او ۱۸۶۱ز کې یې «د ډولونو اصل» د الهیات‌پوهنیز ارزښت په هکله، یو دوه برخه‌ییز فلسفي ډیالوګ خپور کړ. هغې ادعا وکړه چې تکامل او مسیحیت سره جوړ دي. تره یې «چارلس داروین» په ځواب کې لیکي: «باید درته ووایم چې څومره ستا مقاله ستایم (…) فکر کوم چې تاسو په بشپړه زما په کتاب پوهېږئ او هم ګومان کوم زما او زما د منتقدانو ترمنځ یوه نادره پېښه رامنځ‌ته کېږي». وېجووډ او رابرټ برونېنګ د څو کلونو لپاره سره نږدې ملګري وو او له هغو څخه د ۱۸۶۳ او ۱۸۷۰ز کلونو ترمنځ ځیني مکاتبات هم پاتې دي.[۱۰]

په ۱۸۷۰ز کې وېجووډ د جان وېسلي د ژوند او تاریخي اهمیت په هکله یو ډېر ستایلی کتاب خپور کړ. هغې خپله کورنۍ ناتینګ هېل کې ځای په ځای کړه او په راتلونکو کلونو کې یې له خپل تره «چارلس داروین» سره مرسته وکړه ترڅو د لينيوس آثار وژباړي او همدا راز د علم، دین، فلسفې، ادبیاتو او ټولنیزو اصلاحاتو په هکله د دقیقو او څرګندو مقالو یوه ټولګه خپره کړي. وېجووډ په لندن کې، د «له لرغوني پېر څخه د نولسمې پېړۍ نیمایي تر ساینسي اثبات‌پالنې او الهیاتي نومهال‌والي پورې، د نړۍ په سترو تمدنونو کې د اخلاقو د تکامل تاریخ» پر اثر باندې کار وکړ، چې په ۱۸۸۸ز کې د «اخلاقي ارمان: یوه تاریخي مطالعه» تر سرلیک لاندې خپور شو. د دغه اثر د بریا له‌امله یې ناولونه بیاځلي چاپ او خپاره شول.[۱۱]

په ۱۸۸۹ز کې د مور له مړینې وروسته، خپل کور یې پرېښود ترڅو د پلار خدمت او څارنه وکړي. پنځه کاله وروسته یې خپل بل اثر «اخلاقي ارمان» – «د اسراییل پیغام» خپور کړ ترڅو د نومهال‌والي (مډرنیزم) په رڼا کې یهودي دود دستور په انتقادي توګه تفسیر کړي. په ۱۹۰۹ز کې یې «د نولسمې پېړۍ ښوونکي» تر سرلیک لاندې د اصلي مقالو ټولګه خپره شوه. همدا راز، هغه قانع شوه ترڅو خپل د نیکه پر ژوندلیک باندې کار وکړي چې دغه اثر یې مړینې وروسته، د چ. ھ. هېرفورډ له‌خوا بشپړ شو.[۱۱]

دین او د ژوند وروستي کلونه

سمول

وېجووډ د ژوند په اوږدو کې، د علمي پوهې او مذهبي عقیدې ترمنځ پولو ته لېواله وه او د هریت مارتینو، جورج اېلیوت، جېمز مارتینو، الکساندر جان سکاټ او ټوماس اېرسکین څخه متاثره شوې وه. د ژوند په وروستیو کلونو کې یې د انګلستان له کلیساوو سره ډېرې مرستې وکړې. وېجووډ له ۱۸۶۰ز لسیزې راهیسې د هغو ازمایښتونو پر خلاف وه چې پر ژویو باندې د علمي پلټنو په موخه ترسره کېدل؛ په‌دې لار کې یو ښه او فعال ملګری «فرانسس پاور کوب» هم درلود. د ۱۹۱۳ز کال په نومبر کې مړه شوه او ډېر شتمنۍ ورڅخه په میراث پاتې شوه.[۱۲]

د کتابونو نوملړ

سمول
  • یو پخوانی پور (د فلورنس داوسن په نوم)؛ ۱۸۵۸ز.
  • د فراملي تالار؛ ۱۸۵۸ز.
  • د جان وېسلي ژوندون؛ ۱۸۷۰ز.
  • اخلاقي ارمان؛ ۱۸۸۸ او ۱۹۰۷ز.
  • د اسراییل پیغام؛ ۱۸۹۴ز.
  • د نولسمې پېړۍ ښوونکي؛ ۱۹۰۹ز.

سرچينې

سمول
  1. Webb-site person ID: https://webb-site.com/dbpub/natperson.asp?p=64815 — subject named as: Frances Julia "Snow" Wedgwood
  2. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p60634.htm#i606336 — subject named as: Frances Julia Wedgwood — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2015871220 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  4. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2015871218 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  5. B. Wedgwood and H. Wedgwood 1980, p. 259
  6. J. Wedgwood, Personal Life, xx, via ODNB
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ کينډۍ:Cite ODNB
  8. Wedgwood and Wedgwood, 261–2 via ODNB
  9. Madison Marshall (forthcoming), Reading Kinship: Intellectual Influence, Authorial Formation and the Father-Daughter Relationship of Hensleigh and Julia ‘Snow’ Wedgwood
  10. "Letter from Darwin to Wedgwood, 11 July 1861". Darwin Correspondence Project.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ کينډۍ:Cite ODNB
  12. کينډۍ:Cite ODNB