فاتح ویلیام

لومړنی ویلیام (د ۱۰۲۸ ز کال د سپتمبر له ۹مې تر ۱۰۸۷ ز کال پورې یې ژوند کاوه) تر ډېره د فاتح یا فتح کوونکي ویلیام او کله هم د حرموني ویلیام په نامه پېژندل کېږي، چې د انګلستان لومړنی نورمن پادشاه و، چې له ۱۰۶۶ ز کال نه د خپلې مړینې تر وخته یعنې تر ۱۰۸۷ ز کاله پورې یې سلطنت وکړ، هغه د رولو دوک له لمسیانو نه و. نورمنډي چې له ۱۰۳۵ ز کال نه وروسته تر ۱۰۶۰ ز کاله پورې د پادشاهۍ او خپل تخت د بقا او استقرار لپاره یې تر یو کاله اوږدمهاله مبارزې وروسته د هغه د واکمنۍ دوره او کنټرول یې په نورماندي کې ډېر خوندي و. په ۱۰۶۶ ز کال کې د ادوارد کنفیسر له مړینې وروسته ویلیام په انګلستان حمله وکړه او د هاستینګز په جګړه کې یې د انګلوساکسون هارولد ګادوینسون ځواکونو په وړاندې د نورمنیانو د پوځ رهبري وکړه، دغه راز د انګلستان تر فتح کولو وروسته د نورمن په نامه د انګلیسانو د نورو پاڅونونو مخه یې ونیوله او پاتې نور ژوند یې په انګلستان او د هغه اړوند لویدیځو سیمو باندې د خپل واک په قوي کولو، له خپل مشر زوی رابرت کورتوز سره د موجوده ستونزو په حلولو تیر شو. [۳][۴]

فاتح ویلیام
(انګلیسي: William I the Conqueror)
(قدیم انگریزی: Wilhelm se Gehīersumiend)
(فرانسیسی: Guillaume le Conquérant)
(Norman: Gllâome lé Counqùéreus د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فاتح ویلیام
فاتح ویلیام

د شخص معلومات
زیږون نوم (فرانسیسی: Guillaume د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۰۲۸[۱]
مړینه 9 سپټمبر 1087 (58–59 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد د انګلستان دویم ویلیام [۲]
د انګلستان لومړی هېنري [۲]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک پوځي ځواک
پاچا   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ویلیام د نورماندي د لومړي دیوک رابرت او د هغه د معشوقې هېرلېوا له واده مخکې نامشروع زوی و. د هغه دې نامشروع حالت او ځوانۍ یې د پلار تر ځایناستي کېدو وروسته ورته ډېرې ستونزې جوړې کړې او دغه راز د هغه د حکومت لومړنیو کلونو ګډوډۍ او بې نظمۍ هم ورته ستونزې جوړې کړې وې. ویلیام د ماشومتوب او ځوانۍ په وخت د نورمن اړوند اشرافي غړي هم د کوچني دوک د ساتنې او کنترول او هم د خپلو موخو لپاره ډېره له یو بل سره جنګېدل. په ۱۰۴۷ ز کال کې ویلیام په دې وتوانېد چې ټول بغاوتونه او پاڅونونه خنثي کړي او خپل اقتدار د دوک په استوګنو ټینګ کړي، چې دا بهیر بیا تر ۱۰۶۰ ز کاله پورې بشپړ نشو. په ۱۰۵۰ ز لسیزه کې له ماتیلدا فلاندر سره یې واده کولو د هغه لپاره په خپل ګاونډ سیمه کې یو ځواکمن متحد برابر کړ. فلاندرز د واده په وخت په دې وتوانېد، چې د نورمن په کلیسا کې د اشقف یا عیسوي ملایانو او مذهبي مشرانو په توګه د خپلو پلویانو د ګومارلو زمینه برابره کړي. د هغه د ځواک پیاوړتیا ورته د دې اجازه ورکړه، چې خپل سیمه او افق یې پراخ کړي او په دې توګه یې تر ۱۰۶۲ ز کاله پورې د مین ګاونډوۍ سیمې کنټرول هم ترلاسه کړ.

په ۱۰۵۰ ز لسیزه او دغه راز د ۱۰۶۰ ز لسیزې په لومړیو کې ویلیام د انګلستان د تخت او پادشاهۍ په یو لوی رقیب بدل شو، چې د بې اولاده ادوارد کنفیسر د هغه د کاکا لومړنی زوی په واک کې و، چې یو وخت ترې ګوښه شوی و. دغه راز یو شمېر نور بالقوه مدعیان هم موجود و، چې لکه د هارولد ګادوینسون په نامه ځواکمن انګلیسي ارل، چې ادوارد هغه د ۱۰۶۶ ز کال په جنوري میاشت کې د مرګ به بستر کې د پادشاه په توګه ونوماوه. ویلیام په دې استدلال سره یوه لویه ودانۍ جوړه کړه، چې ګواکي ادوارد ډېر مخکې د پادشاهۍ تخت د ورکولو ژمنه له هغه سره کړې وه او دغه راز هارولد د هغه د دې ادعا د پلوي کولو او ملاتړ لپاره قسم خوړلی و. هغه د ۱۰۶۶ ز کال د اکتوبر میاشت په ۱۴مه نېټه د هاستینګز په جګړه کې په قاطعانه توګه هارولد ته ماته ورکړه او هغه یې وواژه. د ګڼ شمېر نورو نظامي هلو ځلو وروسته ویلیام د ۱۰۶۶ ز کال د کریسمس په ورځ په لندن کې د پادشاهۍ تاج په سر کېښود، هغه نورماندي ته تر راګرځېدو مخکې د ۱۰۶۷ ز کال په لومړیو کې د انګلستان حکومت لپاره یو شمېر مقدمات چمتو کړل. دې هرڅه یو شمېر بېلابېل ناکام پاڅونونه له ځانه سره لرل؛ خو په انګلستان باندې د ویلیام واکمني او کنټرول تر ۱۰۷۵ ز کاله پورې خوندي وه او هغه ته یې د دې فرصت او اجازه ورکړه چې د خپل سلطنت لویه موده یې د اروپا په قاره کې تېره کړي.

په وروستیو کلونو کې ویلیام په قاره ای حوزو کې او دغه راز له خپل زوی رابرت سره په ستونزو کې ښکېل شو او په انګلستان باندې د دنمارکیانو د حملې کولو ګواښ روښانه شو. په ۱۰۸۶ ز کال کې هغه داسې هدایت وکړ، ترڅو د Domesday کتاب راټول کړي، داسې یوه نظر پوښتنه چې د انګلستان د ټولو ځمکو په شمول د هغو ځمکو چې د ویلیام تر فتحې مخکې او اوسنی حالت یې و، راټول او بیان کړي. هغه د ۱۰۸۷ ز کال په سپتمبر میاشت کې په داسې حالت کې مړ شو، چې د فرانسې شمالي برخې ته د لښکر کشي کولو رهبري یې په غاړه وه. او بلاخره په کان کې خاورو ته وسپارل شو. په انګلستان کې د هغه سلطنت او پادشاهي د بېلابېلو کلاګانو په جوړولو، په دې سیمه کې د نویو نورمنیانو اړوندو اشرافو ځای پر ځای کېدو او د انګلیسي مذهبي ملایانو په ترکیب کې له بدلون سره روښانه او څرګند شو. ویلیام هېڅ هڅه و نه کړه، ترڅو خپلې بېلابېلې حوزې او سیمې یې په یوه سترواکي کې ادغام کړي، بلکې په جلا توګه یې د هرې برخې اداره کولو ته دوام ورکړ. د هغه تر مړینې وروسته یې ځمکې ووېشل شوې؛ نورماندي سیمه رابرت او انګلیند بیا د هغه دویم ژوندي زوی ویلیم روفس ته ورسېده.

مخینه سمول

سکاندنیاویانو د لومړي ځل لپاره د تمې پېړۍ په وروستیو کې د نورماندي په سیمه باندې حملې کول پیل کړل. د سکندنویانو دایمي هستوګنځی له ۹۱۱ ز کال څخه مخکې جوړ شو، یعنې هغه مهال کله چې د رولو په نامه د وایکینګ یو مشر او د فرانسې پادشاه چارلز دې هوکړې ته ورسېدل چې د روئېن سیمه به رولو ته ورکوي. د روئن د شاوخوا سیمې د نورماندي راتلونکو د دوک مېشتو په اصلي هسته بدلې شوې. کله چې د لسمې پېړۍ په پای کې په انګلستان باندې د سکندنویا حملې زیاتې شوې، نورماندي د یوې پایګاه او اډې په توګه وکارول شوه، چې د انګلستان او نورماندي تر منځ اړیکې یې لا ډېرې خرابولای شوې، د دې اوضاع ښه کولو اړوند هلو ځلو لپاره پاچاه اتلرد چمتو نه و؛ خو د دویم ریچارد خور په ۱۰۰۲ ز کال کې دوک نورماندي د خپل دویم خاوند په توګه ځان لپاره وټاکه. [۵][۶][۷]

په انګلستان باندې د ډنمارکیانو بریدونو دوام وکړ او اتلرد له ریچارد څخه مرسته وغوښتنه او په ۱۰۱۳ ز کال کې کله چې د دنمارک د لومړي سوئین پاچاه اتلرد او د هغه کورنۍ له انګلستان څخه و ایستله، نو هغو بیا نورماندي ته پناه یوړه. په ۱۰۱۴ ز کال کې د سوئین مړینه د دې لامل شوه، ترڅو اتلرد بېرته خپل کور ته وګرځي؛ خو د سوئین زوی کنات د اتلرد له بیا راګرځېدو سره مخالفت وکړ. په ۱۰۱۶ ز کال کې اتلرد په ناڅاپي توګه مړ شو او کنات د انګلستان پادشاه شو. خو د ادوارد او آلفرد په نامه د اتلرد دوه زامن نورماندي ته تبعید شول، په داسې حال کې چې مور یې بیا د کناب دویمه ښځه شوه.[۸]

په ۱۰۳۵ ز کال کې د کنات له مړینې وروسته د انګلستان پادشاهي او سلطنت د هارولد هارفوت یعنې د کنات د لومړۍ ښځې زوی ته په لاس ورغی، حال دا چې د هارتاکنوت په نامه زوی یې په دنمارک کې پادشاه شو، انګلستان په دې وخت کې همداسې بی ثباته پاتې شو. آلفرد په ۱۰۳۶ ز کال کې بېرته انګلستان ته راوګرځېد ترڅو له خپلې مور سره وګوري یا شاید موخه یې دا وه، ترڅو هارولد د پاچاه په توګه له ستونزو سره مخ کړي. د ارېل ګادوین ويسېکس یو داستان د آلفرد په مړینه کې دخیل کوي؛ خو نور بیا هارولد په دې هکله ملامت بولي. هغه بیا فلاندر ته تبعید شو، تر دې چې هارتاکنات په ۱۰۴۰ ز کال کې د هارولد له مړینې وروسته پاچا شو او د هغه ناسکه ورور ادوارد هارتکنوت پسې انګلستان ته لاړ. ادوارد د ۱۰۴۲ ز کال پّ جون میاشت کې د هارتکنوت له مړینې وروسته د پاچاه په توګه اعلان شو. [۹]

د ژوند لومړي وختونه سمول

ویلیام په ۱۰۲۷ یا په ۱۰۲۸ ز کال کې او په قوي احتمال سره په ۱۰۲۸ ز کال کې د نورماندي د دوک هستوګنیزې سیمې په فالایز کې زېږېدلی دی. هغه د دویم ریچارد د زوی لومړي رابرت یوازینی زوی و، مور یې هرلېوا د فولبر فالایز لور وه، چې ښایي هغه یو دباغ یا مومیایي کوونکی و. داسې اټکل کېږي، چې هرلېوا د دوک د کورنۍ یوه غړې وه؛ خو رابرت سره یې واده و نه کړ. هغې بیا له هرلېوي دوکونتویل سره واده وکړ، چې له هغه سره یې دوه زامن درلودل، چې بایوکس اودو او کنټ رابرټ مورتین و. دغه راز یوه لور یې هم درلوده، چې نوم یې معلوم نه دی. د هرلېوا یو ورور والټر نومېده چې د ویلیام د اقلیت او یوازېتوب په وخت کې د هغه ملاتړی او ساتونکی شو. همدارنګه رابرټ وایي، چې ما د ادلاید په نامه یوه لور هم درلوده چې زما له بلې معشوقې څخه وه. [۱۰][۱۱][۱۲]

لومړی رابرټ د ۱۰۲۷ ز کال د اګست په ۶مه نېټه د خپل مشر ورور درېیم ریچارد ځایناستی شو. په دې وخت کې د ورور په ځایناستي کېدو باندې د پاتې ورونو تر منځ اختلافات موجود و، او د ریچارد مړینه ناڅاپي وه. [۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Oxford Dictionary of National Biography — سمونګر: Colin Matthew — خپرونکی: Oxford University Press
  2. سرليک: Kindred Britain
  3. Bates "William I" Oxford Dictionary of National Biography
  4. Bates William the Conqueror p. 33
  5. Collins Early Medieval Europe pp. 376–377
  6. Williams Æthelred the Unready pp. 42–43
  7. Williams Æthelred the Unready pp. 54–55
  8. Huscroft Norman Conquest pp. 80–83
  9. Huscroft Norman Conquest pp. 83–85
  10. van Houts "Les femmes" Tabularia "Études" pp. 19–34
  11. Bates "William I" Oxford Dictionary of National Biography
  12. "William the Conqueror" History of the Monarchy
  13. Douglas William the Conqueror pp. 32–34, 145
  14. Douglas William the Conqueror pp. 31–32
  15. Douglas William the Conqueror pp. 35–37