غږيز توري

هغه غږونه چې له مخې يې يوه ژبه د ويل کېدو وړ ګرځي(واوېل توري)

غږيز توري يا غږونه يا څپې چې په انګليسي ژبه کې ورته (Vowel) وايي یو ګروپ یا يو ډول توري يا غږونه دي چې د هغې په کارولو سره د نور ساکن توري په حرکت راځي او غږ پيدا کوي او په غږ کې بدلون راځي کله چي دا د نورو حروفونو سره یوځای کیږي. په انګلیسي ژبه کي موږ واول داسي تعریف کولای سو چي د ادایني په وخت کي یې ږغ له بندښت سره نه مخ کیږي.

کومکي غږونه په پښتو کې پر دوه ډوله دي سمول

يو ډول يې خوځندې (حرکتونه) او بل ډول يې توري دي. موږ ټول اصلي توري د دغو غږونو په کومک او مرسته وايو، ولې چې اصلي يا چوپ توري بې د کومکي غږونو له مرستې نه ويل کيږي. پښتو ژبه کې لاندې غږونه يا خوځندې شته چې مونږ يې د اسانتيا په پار په دوه برخو وېشو:

  1. لنډ غږونه:زور، غړوندی، خج
  2. اوږده غږونه:ا، و، ه، ی (ی، ي، ې، ۍ، ئ)

سرچينې سمول

https://sites.google.com/site/wrazpanna/pashto-alphabetic#h.p_ID_96