عصمت الله برهان

حافظ مفتي شیخ ستر داعي عصمت الله برهان چي له اوڅارو او نوموتو داعیانو څخه دی کوم چي په افغانستان او پاکستان کي و سپېڅلي توحیدي عقیدې ته بلونکی، د بدعتونو ختموونکی او د الهي شریعت نافذوونکی دی .

برهان صاحب هغه څوک دی چي په کندهار ولایت کي د بولدک په ولسوالي کي يې د تعلیم الاسلام راډیو بنسټ کښېښود .

زېږېدنه سمول

برهان صاحب د افغانستان او پاکستان تر مینځ په یوې قبایلي سیمي کي په یوې درنې کورنۍ کي ۱۹۷۸ عیسوي کي وزېږېد چي ۱۴۰۰ سپوږمیز کال سره سمون خوري .

علمي اسناد او درجې سمول

برهان صاحب په اوو علمي او دیني اسنادو بریالی شوی دی :

  • د قرآن کريم په یادولو کي یې علمي سند (شهادت نامه) تر لاسه کړی دی .
  • د فنونو د کتابونو د زده کړي سند یې په چمن ښارګوټي کي له جامعه اسلامیه علامه ټاون څخه تر لاسه کړی دی .
  • د باکالوریا سند یې په کابل پلازمېنه کي تر لاسه کړی دی .
  • د لغت عربي او ادبي فنونو سند یې په کابل کي له بهرنیو چارو وزارت څخه تر لاسه کړی دی .
  • همدا ډول د سیاسي او ډپلوماسي علومو سند یې هم له یاد وزارت څخه تر لاسه کړی دی .
  • د انګریزي ژبي د زده کړي سند یې له چیلنجر سنټر challenger center څخه په کوټه پاکستان کي تر لاسه کړی دی .
  • د افتاء او شرعي قضاء سند یې له جامعه رحیمیه یې څخه تر لاسه کړی دی کوم چي د کوټي ښار د سرکي سړک په ژۍ مېشته ده .

دیني چوپړونه او وظیفې سمول

برهان صاحب بېلابېلو هیوادونو ته د سپېڅلي دین خپرولو لپاره سفرونه کړي او زیات وګړي د ده په اسلامي بلني و سمي لاري ته برابر شوي دي .

  • او په ځانګړې توګه سعودي عربستان او دبۍ ته یې هم په دې موخه سفرونه شوي .
  • د افغانستان د اسلامي امارت د طالبانو په ځینو شخړو کي سیاسي پلازوال دی .
  • په بولدک کي د تعلیم الاسلام راډیو بنسټګر دی .
  • په افغانستان کي د ځینو نوموتو عالمانو د نشراتو خپرونکی دی .
  • همدا ډول د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي یې د ځینو اسلامي مراکزو او مدارسو بنسټ ایښی دی .
  • او همدا ډول په تبلیغي دعوت کي ستري کارنامې لري .
  • متعال څښتن جل جلاله دي یې بریالی او سرلوړی لري آمین .

همد ډول وګوره ! سمول

او داسي نور

سرچینې سمول

https://web.facebook.com/hafezburhan