عربي ادب
عربي ادب ( ALA-LC : الادب العربي ) هغه لیکني دي چي د نثر او شعر په توګه په عربي ژبه کي د لیکوالانو لخوا لیکل سوي وي. خپله ادب کلمه هم چي د یاد علم لپاره کارول کیږي او د آداب معنی لري، عربي ریښه لري.
عربي ادب په پنځمه پیړۍ کي راڅرګند سو چي د لیکل سوي ژبي یوازي ټوټې یې خلکو ترلاسه کړې. عربي ادب د اسلامي طلايي دورې په اوږدو کي زیات پرمختګ وکړ، او تر نن ورځي پوري ژوندئ پاته دی، چي له همدې امله د اسلامي نړۍ تر ټولو غوره او پراخه ادب ګڼل کیږي. [۱]
تاریخ
سمولتر اسلام مخکي
سمولله اسلام څخه وړاندي عربي شعر او ادب ته په عنعنوي عربي ادبیاتو کي د " الشعر الجاهلی " نوم کاریږي، چي د جاهلیت شعر مانا ورکوي. [۲] تر اسلام دمخه به د عکاظ په بازارونو کي شعرونه ویل کېدل او د مکې د قریشو ژبه دلته زیاته په ادب باندي پوښلې وه. [۳]
اسلامي دوره
د رشيدون ، يا راشده خلافت په زمانه کي ادبي مرکزونه په حجاز، مکې، مدينې، دمشق، کوفه او بصره کي جوړ او رامنځ ته سول. [۳] په دې دوره کي ادبي تولید او په ځانګړي ډول شعرونو د اسلام د خپراوي لپاره زیات کار وکړ. [۳] د زړورو جنګیالیو د ستایني، په جهاد کې د سرتیرو د هڅولو او په جګړه کي د وژل شویو کسانو د ماتم لپاره لوی شمېر اشعار ولیکل سوه. [۳] د دې دورې د پام وړ شاعران کعب بن زهیر او حسان بن ثابت دي. [۳]
- ↑ Allen 2005.
- ↑ Miller, Nathaniel A. (2024). The emergence of Arabic poetry: from regional identities to Islamic canonization. Philadelphia: University of Pennsylvania Press. pp. 3–4, 30–31. ISBN 978-1-5128-2530-5.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ الفاخوري, حنا (2014-01-01). تاريخ الأدب العربي (په عربي). DMC.