عدنان خیر الله

عدنان خيرالله ( (عربي: عدنان خير الله طلفاح) ; جنوري. 1939 - 4 می 1989) یو عراقي پوځي افسر او د صدام حسین اخښۍ ( د ساجدې طلحه ورور او د خیرالله طلحه زوی) او د تره زوی وو. نوموړي څو لقبونه درلودل او د عراق د انقلابي قوماندې شورا غړی هم وو. عدنان د 1979 کال څخه بیا تر خپلي مړیني پوري د عراق د دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کړه، او په عراق کي د صدام حسین د بریالیتوب څخه څو ورځي وروسته پر وظیفه وټاکل شو. [۱]

هغه په 1989 کي د چورلکي په یوه حادثه کي مړ سو. د عدنان د مړیني مرموزه حالت، د صدام سره د هغه شخړي او د احتمالي کودتا یو شمېر اوازې د دې لامل سوې چي یو شمېر خلکو ګومان کاوه چي نوموړی د صدام په امر وژل سوی دی. [۱]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ https://www.nytimes.com/1989/05/07/obituaries/gen-adnan-khairallah-50-dies-iraqi-defense-chief-and-adviser.html. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help); Unknown parameter |Work= ignored (|work= suggested) (help) Invalid <ref> tag; name "NYT" defined multiple times with different content