عدن (په انګلیسي:  Aden چې په برتانوي لهجه:/ˈeɪdən/ AY-dən او په امریکایي لهجه کې: : /ˈɑːdɛn/ AH-den تلفظ کېږي؛ په عربي کې: عَدَن، په یمني لهجه کې:. [ˈʕæden, ˈʕædæn]تلفظ کېږي) د یمن یو ښار، او له ۲۰۱۵ز کال راهیسې د یمن موقته پلازمېنه ده، چې د سرې بحیرې د ختیځ لوري بندر ته نږدې، د باب المندب آبنا په ختیځ کې شاوخوا د ۱۷۰ کیلومترو (۱۱۰ مایلو) په واټن سره پرته ده. د دې ښار نفوس تقریباً ۸۰۰۰۰۰ وګړي دي. د عدن طبیعی بندر د یو غیر فعال اورغورځوونکي غره په شېله کې پروت دی، کوم چې اوس د یوې کوچینۍ خاکنا (خاوروتړانګې) په واسطه له اصلي خاورې سره نښتې یوه ټاپووزمه جوړوي، دا بندر چې وړاندې خلیج (Front Bay) بلل کېږي، د لومړي ځل لپاره د اوومې او پنځمې مخزېږدې پېړۍ تر منځ د اوسان د ټولواکۍ له لوري کارول شوی و. اوسنی بندر د ټاپووزمې په بله غاړه کې پروت دی. د عدن خلیج خپل نوم د دې ښار له نامه څخه اخیستی دی.

عدن
بە عەرەبی: عدن
رسمي نښهعَدَن
Official languageعربي
هېوادیمن
Capital ofیمن
ځاي د هيواد په برخه کې'Adan Governorate
وختزون موقعيتیوټی‌سی ۳:۰۰+
کوارډينېټي موقعيت۱۲°۴۸′۰″N ۴۵°۲′۰″E
د وگړو شمېر۵۰۷٬۳۵۵
د سمندر له سطحې جګوالی۶ متر
خورلڼې ښارونهDjibouti، Latakia، شانګهای، جده
Significant eventSiege of Aden
سيمه۷۶۰٫۰ کیلومتره مربع
Local dialing code967
Map

عدن د یو شمېر جلا فرعي مرکزونو څخه جوړ شوی دی چې له: کرېتر یا صیرې څخه چې اصلي بندري ښار دی؛ معلا (ٱلْمُعَلَّا) چې اوسنی بندر دی؛ تواهي (التواهي) چې د استعمار په دوره کې د بخار په نقطه مشهور وو؛ ګولډ موهور تفریحی هوټل څخه عبارت دي. خور مکسر چې په هغه خاکنا یا تنګې کې واقع دی چې عدن له اصلي خاورې سره نښلوي، د ښار دیپلوماتیکو ماموریتونو، د عدن د پوهنتون مرکزي دفترونو، او دعدن نړیوال هوایي ډګر ته یې (چې مخکې د برتانوي سلطنتي هوایي ځواک ستېشن یا RAF Khormaksar و) چې د یمن دویم تر ټولو لوی هوایي ډګر دی، ځای ورکړی دی. په اصلي خاوره کې لاندې فرعي مرکزونه شامل دي: د شیخ عثمان، چې یوه پخوانۍ واحه سیمه ده، المنصوره، چې د عربي سویل اتحاد (اتحاد الجنوب العربي) پلازمېنه او اوس د برښنا/ اوبو خوږولو د یوې لویې فابریکې او د عدن د پوهنتون د نورو تاسیساتو لپاره کور دی.

عدن په ختیځه خوا کې یو پراخ بندر لري په کوم کې چې عصري بندر شامل دی. ډېر په پخوا وخت کې دې موقعیت د عدن د اوبو زېرمو، د طویله مخزنونو موجودیت ته اړتیا په ګوته کړې وه. لکه څرنګه یې چې په اړه د ۱۴مې زېږدیزې پېړۍ د پوه ابن بطوطه له خوا توضېحات ورکړل شوي دي، " یادې زېرمې د باران اوبه د دې ښار د اوسېدونکو د څښاک د یوازینۍ موخې لپاره ذخیره کوي. ښار د دلته مېشتو شتمنو سوداګرو او له هند څخه په راتلونکو بېړیو سره ښکلا موندلې ده. "د کوچیني عدن[وضاحت ته اړتیا لري] ولکانیکه (اور غورځوونکې) ټاپووزمه په لوېدیځ لوري کې د لنګرځای او بندر په شاملولو سره د ختځې خوا سره د آینې تناظر رامنځته کوي. کوچینی عدن د نفتو د تصفیې په ساحې او د نفتو د لېږدوونکو بېړیو په بندر باندې بدل شوی دی. یاده ساحه او بندر دواړه د برېتش پترولیم (British Petroleum) شرکت په واسطه رامنځته شوي وو او ورنه د همدې شرکت په واسطه ګټه اخیستنه کېده، تر هغې چې په ۱۹۷۸ز کال کې د یمن د حکومت ادارې ته وسپارل شول. [۱]

عدن تر ۱۹۹۰ز کال پورې مخکې له هغې چې د یمن د عربي جمهوریت سره یو ځای شي، د یمن د خلق جمهوریت پلازمېنه وه، او د حوثیانو له خوا د یمن د نیول کېدو په پایله کې د صنعا له سقوط وروسته د عبد الربه منصور هادي له خوا په رسمي ډول یو ځل بیا د یمن د لنډ مهاله پلازمېنې په توګه ونومول شو. د ۲۰۱۵ز کال له مارچ څخه تر جولای میاشتې پورې د حوثیانو او ولسمشر هادي تر منځ د عدن جګړې زور واخیست. چې ورسره په یاد ښار کې د اوبو، خوړو، او طبي لوازمو کمښت رامنځته شو. د جولای په ۱۴مه نېټه، د سعودي پوځ د یمني حکومت لپاره د عدن د بیا نیولو په موخه عملیات ترسره کړل. چې د دریو ورځو په ترڅ کې حوثیان له عدن څخه وایستل شول. د ۲۰۱۸ز کال له فبروري څخه راهیسې، عدن د سویلي انتقالي شورا (Southern Transitional Council) له خوا ونیول شو، د کومې چې د متحده عربي اماراتو له خوا ملاتړ کېږي، سوېلي انتقالي شورا د عدن د پخواني ښاروال عیدروس الزبیدي وروسته له هغې چې د عبدالربه منصور هادي له خوا له خپلې دندې منفک شو او د کابینې د پخواني منفک شوي وزیر هانی بن بُرَیک له خوا چې سلفي مسلکی دیني رهبر و، جوړه شوه[۲][۳][۴]

تاریخ سمول

یوه سیمه ییزه افسانه څرګندوي چې د عدن لرغونتوب کېدای شي د انسانانو د تاریخ له لرغونتوب سره یو شان وي. همدارنګه د ځینو باور دا دی چې قابیل او هابیل په دې ښار کې د ننه په یو ځای کې ښخ دي. د هند او اروپا تر منځ په سمندری لاره باندې د عدن د بندر مناسب موقعیت دا ښار د هغو واکمنانو لپاره مطلوب ګرځولی دی چا چې د تاریخ په اوږدو کې په بېلابېلو دورو کې هڅه کړې ده چې تر ملکیت یې لاندې وي. عدن چې په لومړۍ مخزېږده پېړۍ کې د اېدامون (په یوناني کې: Ευδαίμων چې معنا یې پوره هوسا او نیکمرغه ده) په نامه پېژندل کېده، د سره سمندرګي د سوداګرۍ لپاره د بېړیو د حمل او نقل یوه نقطه وه، خو په لومړۍ زېږدیزه پېړۍ کې هغه وخت له سختو ورځو سره مخ شو کله چې د بېړۍ چلونې د نوو طرزونو له کبله دا ښار بای-پاس یا پرېښودل شو او د اریتریایي سمندر د مسیر د لارښود (Periplus of the Erythraean Sea) تعقیبولو سره هند ته له وېرې پرته مستقیماً تېرې شوې. یاد لارښود عدن په ساحل کې د یو کلي په توګه تشرېح کړی دی، کوم چې د کرېتر ښارګوټی په لا ډېر تفصیل سره شرح کړی دی په داسې حال کې چې نوموړي ښارګوټي ته په هغه وخت کې ډېره لږ پراختیا ورکړل شوې وه. په دې پړاو کې د استحکام (قلعې په واسطه چاپېرولو) په اړه یادونه نه ده شوې، ځکه عدن په هغه وخت کې  تر ډېره د یوې ټاپو حیثیت درلود، برخلاف د دې چې یوه ټاپووزمه وي، ځکه خاوروتړانګې یا ریګي خاکنا (tombolo) ته دومره پراختیا نه وه ورکړل شوې لکه چې اوس یې لري.[۵]

منځنۍ پېړۍ او د معاصرې دورې لومړي وختونه سمول

که څه هم چې له اسلام نه مخکې د حِمْيَرمدنیت دا وړتیا درلودله تر څو لوی ساختماني تاسیسات اباد کړي، خو په دې پړاو کې ډېر لږ استحکامات تر سترګو کېږي. په مأرب او د یمن په نورو ځایونو او حضرموت کې استحکامات دا په ګوته کوي چې د حِمْيَرمدنیت او صابئینو دواړو کلتورونه د دې جوګه وو چې یادې چارې تر سره کړي. ځکه د هغه وخت ویجاړ شوي د څار برجونه د دې وړتیا ښودنه کوي. په هر ترتیب، عربي تاریخ پوهان ابن مُجاوِر (ابوالفتح نجم‌الدين يوسف بن يعقوب بن محمد بن على شيبانى دمشقي) او ابو مخرمه د عدن لومړنۍ استحکام بندي بني زوره ته منسوبوي. ابو مخرمه همداراز د محمد عظیم سلطان قمربندي نقش تفصیلي شجره هم په خپل اثر تارخ الیمن  کې ځای کړې ده. داسې ښکاري چې د قلعه جوړونې موخه دوه ګونې وه: یو دا چې د دښمنو قوتونو د راننوتو مخنیوی وکړي او دویم دا چې د اجناسو د انتقال په کنترولولو او په همدې توګه د قاچاق په مخنیوي سره له عایداتو څخه ساتنه وکړي. نوموړی اثر په خپله رېښه یی بڼه کې په نسبي ډول کمزوری و.

د ۱۱۷۵ز کال نه وروسته د عدن له سره جوړول په غښتلې بڼه بیا پیل شول، او عدن له هماغه وخته یو مشهور ښار شو چې له مصر، سند، ګجرات، ختیځې افریقا او حتی له چین نه یې بېړۍ وانان او تاجران را جذب کړل. د مقدسي (مُقدّسي) په حواله، په لسمه پېړۍ کې د عدن د نفوس اکثریت فارسیانو (اوسنیو ایرانیانو) جوړاوه.[۶][۷]

په ۱۴۲۱ز کال کې د چین د مینګ سلسلې سترواک یونګ خپل لوړ رتبه استازي لوی وزیر لي زینګ او  د زینګ هي لوی وزیر زو مان ته امر وکړ چې د سترواک یو فرمان د خولیو او زینتي جامو سره د عدن ټولواک ته هدیه کړي. نوموړي استازي د خزانې په دریو بېړیو کې سپاره شول او له سوماترا څخه د عدن د بندر په لور وخوځېدل. دغه پېښه په یینګیای شینګلان (Yingyai Shenglan) کتاب کې ثبت شوې ده چې د ما هوان تالیف دی، البته ماهوان د سترواکي د یادو استازو سره د لارې ملګری و.[۸]

په ۱۵۱۳ز کال کې، پرتګالیانو چې د الفونسو البوکریک له خوا یې مشري کېده، د عدن یو څلور ورځنۍ ناکامه کلابندي په لاره واچوله. عدن د ۱۵۱۳ او ۱۵۳۸ ز کلونو تر منځ او له ۱۵۴۷ز نه تر ۱۵۴۸ز کال پورې د پرتګالیانو له خوا اداره کېده. دا ښار د ۱۵۳۸ز او ۱۵۴۷ز کلونو تر منځ او همداراز د ۱۵۴۸ز او ۱۶۴۵ز کلونو تر منځ د عثماني خلافت تر واکمنۍ لاندې و. [۹]

د عثمانیانو له واکمنۍ وروسته عدن د لحج د سلطنت (Sultanate of Lahej) له خوا د یمن د زیدي امامانو تر فرمانروایی لاندې اداره کېده.

سرچينې سمول

  1. Battutah, Ibn (2002). The Travels of Ibn Battutah. London: Picador. د کتاب پاڼي 87, 307. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780330418799. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 2015-03-21 باندې). Yemen's President Hadi declares new 'temporary capital'.
  3. (په 2015-04-10 باندې). Yemen's Despair on Full Display in 'Ruined' City. The New York Times.
  4. (په 2015-07-25 باندې). Proxies and paranoia. Economist Group
  5. Modern Middle East Nations and Their Strategic Place in the World: Yemen, 2004, by Hal Markovitz. کينډۍ:ISBN
  6. Lawrence G. Potter (2009). The Persian Gulf in History. د کتاب پاڼې 180. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780230618459. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Dr Pirouz Mojtahed-Zadeh (2013). Security and Territoriality in the Persian Gulf: A Maritime Political Geography. د کتاب پاڼې 64. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136817175. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ma Huan Ying-yai Sheng-lan, The Overall Survey of the Ocean's Shores, 1433, translated by J.V.G. Mills, with foreword and preface, Hakluty Society, London 1970; reprinted by the White Lotus Press 1997. کينډۍ:ISBN
  9. Broeze (2013-10-28). Gateways Of Asia. Routledge. د کتاب پاڼې 30. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-16895-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)