عبدالوهاب سرتېر
عبدالوهاب سرتېر (۱۳۲۸ لمريز لېږدي کال، د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالي) (په انگرېزي: Abdul Wahab Sarter) د افغانستان يو پښتون شاعر او اديب دی.
مخينه
عبدالوهاب سرتېر د حاجي عبدالغني زوی، پر ۱۳۲۸ لمريز لېږدي کال د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د موسی زيو په کلي کې زېږېدلی دی.
زده کړې
عبدالوهاب سرتېر خپلې زده کړې د سيد جمال الدين د ښوونې او روزنې په موسسه کې پای ته رسولې دي.
دندې
تر ۱۳۵۸ لمريز کال پورې په حبيبيې او استقلال لېسو کې د پښتوژبې او ادبياتو ښوونکی و. وروسته يې د افغانستان په راډيو ډلويزون کې پر کار پيل وکړ چې هلته د بېلابېلو خپرونو ليکونکی، ويونکی او چلوونکی و.وروسته يې د افغانستان په راډيو ټلويزيون کې په کار پيل وکړ چې هلته دبېلابېلو خپرونوليکونکی ، ويونکی اوچلوونکی وو
چاپ شوي آثار
د عبدالوهاب سرتېر شعرونه له ۱۳۴۳ لمريز کال راهيسې د هېواد په مطبوعاتو کې خپرېږي. د نوموړي څو شعري ټولگې چاپ شوي چې په لاندې توگه دي.
- څيرې گرېوان - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۷۷ لمريز
- د کوثر جام - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۷۷ لمريز
- د څپو ژبه - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۷۸ لمريز
- چينه - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۸۰ لمريز
- سوی ډاگ - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۸۰ لمريز
- هميانۍ - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۸۰ لمريز
- بڼ - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۸۴ لمريز
نوموړی د ۱۹۹۳ زېږيز کال راپدېخوا په آلمان کې د پردېسۍ ژوند تېروي.
باندنۍ تړنې
- په ويکي شعرونه کې د عبدالوهاب سرتېر شعرونه Archived 2016-03-11 at the Wayback Machine.