عبدالمالک همت

عبدالمالک همت (۱۳۳۲ لمريز لېږدي کال، (۱۹۵۳ ز)، کندهار) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر، لیکوال او ژباړونکی دی.

مخينه سمول

ښاغلی عبدالمالک همت د مولوي صاحب عبدالرزاق زوی په ۱۳۳۲ لمريز لېږدي (۱۹۵۳ ز) کال د کندهار د سوزنيانو په نامه سيمه کې زېږېدلی دی. هغه د ۱۳ کالو وو چې پلار يې د کندهار له ښاره د روزگان ولايت ترينکوټ ښار ته له خپلې ټولي کورنۍ سره کډه شو. د ۱۳۵۷ ل کال د غويي مياشتې تر کودتا وروسته څه مهال په هېلمند، کابل، کوټه، کراچۍ، ډيلي، کندهار، او بيا کندهار کي اوسېدلی او د ۱۳۸۹ ل کال د غويي مياشتي راهيسې په کابل کې اوسي.

زده کړې سمول

عبدالمالک همت لومړی مروجه ديني علوم او فارسي ادبيات له خپل پلاره، چې مشهور ديني عالم او لوړ شخصيت وو زده کړي دي. بیا يې په نورو ټولنيزو علومو کې له ځينو استادانو په ځاني (خصوصي) توگه زده کړې ترلاسه کړې دي.

دندي سمول

همت د ۱۸ کالو په عمر په روزگان ولايت کې د مدافع وکيل په توگه دنده پيل کړه. هغه دا دنده څه موده په غير رسمي توگه تر سره کړه، خو بيا يې د عدليې وزارت د دولت د قضاياوو د رياست د مدافع وکيلانو د چارو د تنظيم ادارې ته د دې دندې د رسمي جواز اخيستلو لپاره مراجعه وکړه. ددغې دندې د جواز اخيستلو يو شرط دا وو چي مدافع وکيل به د شرعياتو يا حقوقو له فاکولتې فارغ وي، خو که دا نه وي، نو به د عدليې وزارت له خوا ټاکلي پلاوي ته آزموينه ورکوي او جوتوي به چي د دغسې سندونو معادل پوهه لري. نو هغه وو چې هغه دغسې آزموينه ورکړه او تر ازموينې ورکولو وروسته يې رسمي اجازه نامه تر لاسه کړه. همت صاحب دا دنده تر يوڅو مودې پوري پر مخ بوتله، خو څنگه چې يې د هغه مهال د فاسدو او بډې خورو قاضيانو، څارنوالانو او نورو مامورينو سره د بډې خوړلو په چارو کي همکاري نه کوله او له آره په دې کارونو نه پوهېدى او په خټه او طبيعت کي يې دې کارونو ځاى نه درلود، تل او په کلکه به د دې چارو او داسي ډېرو نورو مفاسدو پر ضد ولاړ وو، نو يې چلوټه (دسيسه) ورته جوړه کړه او زندان ته يې واستاوه چې بالاخره د هغه تر ډېرو کړاوونو، ځورونو او د هغه د سپين ږيري پلار او نورو دوستانو تر ډېرو لالهانديو وروسته يې سر د کابل له دهمزنگ زندان څخه راووت.

تر هغه وروسته د وخت د حکومت له قانون سره سم د عسکرۍ د مکلفيت دورې د تېرولولو لپاره جلب سو. هغه له عسکرۍ څخه د معافيت لپاره د مدرسۍ مجلا ترتيب کړه، خو د وخت فاسدو چارواکيو بډې ځنې غوښتې، څنگه چي هغه دومره پيسې نه درلودې او بل د ده وجدان د بډې ورکولو اجازه هم نه ورکوله، نو يې له ده څخه د مدرسۍ ازموينه وانه خيسته، بلکي دى په خپله حاضر سو چي د هېواد عسکري خدمت ته هم په ورين تندي ورودانگي.

تر دوه کاله عسکرۍ وروسته يې د روزگان، فراه او هېلمند د محاکمو په رياستونو کې د اداري مدير په توگه دنده ترسره کړه. تر هغه وروسته په هېلمند کې د حقوقو د مدير په توگه وگومارل سو. خو څنگه چې په دغو ادارو کې کار خوند نه ور کاوه، نو يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته موافقه واخيسته او بالاخره په هېلمند ولايت کې د باختر د خبري آژانس استازی وگومارل شو. هلته تر څه مودې کار کولو وروسته بيا کابل ته د باختر د خبري آژانس مرکز ته وغوښتل شو، خو تر څو کالو کار کولو وروسته يې د وخت له دولتي دستگاه سره مشکلات پيدا شول، نو يې دولتي دنده پرېښووه او د مرحوم ډاکتر نجيب الله د واکمنېدو په لومړيو کي له هېواده د ډېرې اوږدې مودې لپاره گاونډيو هيوادونو، يانې لومړى پاکستان او بيا هند ته کډوال شو. هلته هم د بېلالېلو اقتصادي، نورو ستونزو او محروميتونو تر زغملو وروسته کله چې لا طالبان پر کابل نه ول واکمن شوي، وروسته له خپل کور کهول سره يو ځاى هېواد ته راستون شو. په هېواد کي يې لومړى په کندهار کي خپله سوداگری کوله، خو د گران هېواد پر سپېڅلې اوېجه د امريکايي او نورو لوېديزو هېوادو تر تېري وروسته يې دا ښه وگڼله چې په سوداگرۍ او د پيسو پيداکولو په کار نور بوخت پاتې نه شي. هغه وپتېيله چې په بشپړه توگه د هېواد او هېوادوالو د ژغورلو او د غليمانو له منگولو د هېواد د راايستلو لپاره تر خپل وسه په قلمي خدمت او دعوت بوخت شي. په دې توگه يې د پيسو او ډالرو د ترلاسه کولو په ډېر مناسب وخت کې سوداگري پرېښووه او قلمي سياسي او دعوتي هلو ځلو او د کتابونو ليکلو ته يې مخه کړه، چې تر اوسه يې خپل ځان او وخت دې سپېڅلې دندې ته وقف کړى او همدا اوس يې هم پر مخ بيايي.

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

ښاغلي همت خپلې ډېری ليکنې په پښتو او ځينې يې په دري ژبه ليکلې دي؛ ژباړې يې هم له اردو، عربي او فارسي ژبو څخه کړې دي.

۱- د همت چيغه (شعري ټولگه)، د ١٣٨٠ ل ل كال چاپ.

۲- د سيد جمال الدين افغاني اند او ژوند (ژباړه)، د ١٣٨١ ل كال چاپ. دويم چاپ ١٣٨٩ ل کال.

۳- زموږ د قبلې تاريخ (د مکې مکرمې تاريخ)، د ١٣٨٣ ل کال چاپ. د ١٣٨٥ ل كال دويم چاپ. په ١٣٨٩ کال دريم چاپ.

۴- زموږ د نبي مېنه (د مدينې منورې تاريخ)، د ١٣٨٥ ل كال لومړى چاپ، دويم چاپ ١٣٨٩ کال.

۵- ادب او ادبي كره كتنه، د ١٣٨٥ ل كال چاپ.

۶- د مقالې ليكلو اصول، د ١٣٨٥ ل كال چاپ، دويم چاپ ١٣٨٨ ل کال.

۷- زموږ صحت او آخرت ته تاواني توكي، د ١٣٨٦ ل كال چاپ، د ۱۳۹۰ ل کال دويم چاپ. په پاکستان کې په اردو ژبه ژباړل سوی او چاپ شوی دی.

۸- پوپنا سوي ولسونه (ژباړه)، د ١٣٨٦ ل كال چاپ.

۹- زموږ د دښمنانو تور تاريخ او شومې موخې، د ١٣٨٧ ل کال چاپ.

۱۰- د اسيا نن او سبا، (ژباړه)، د ١٣٨٧ ل كال چاپ.

۱۱- غرور او د هغه علاج (ژباړه)، د ١٣٨٨ ل كال چاپ.

۱۲- د کلمې شريـفې حقيقت (ژباړه)، د ١٣٨٨ ل كال چاپ.

۱۳- اسلام د دوه لارې پر سر (ژباړه) د ١٣٨٨ ل كال چاپ.

۱۴- د حق او باطل جگړې، د ١٣٨٨ كال چاپ.

۱۵- د لوېديځ مشران وايي: اسلام او مسلمانان له منځه يوسئ (ژباړه)، د ١٣٨٩ ل كال چاپ. دويم چاپ ١٣٩٠ کال.

۱۶- د حق او باطل د جگړې په هکله، ٢٥ مقالې (له انټرنيټ څخه د بېلا بېلو راټولو سويو عربي مقالو ژباړه)، د ١٣٨٩ ل كال چاب.

۱۷- د حق او باطل په جگړه کې الهي سنت (ژباړه)، د ١٣٨٩ ل كال چاب.

۱۸- راځئ توبه وکاږو، د ١٣٩٠ ل کال چاپ.

۱۹- زه توبه کاږم، خو...؟ (ژباړه)، د ١٣٩٠ ل کال چاپ.

۲۰- د اسلام د بري زېري (ژباړه)، د ١٣٩٠ ل کال چاپ.

۲۱- پښتو معلم الحجاج (ژباړه او زياتونې)، د ١٣٨٦ ل كال چاپ.

۲۲- د ښځو د حج او عمرې لارښود، د ١٣٨٨ ل كال چاپ.

۲۳- نېکمرغه کورنۍ او د مېړه او مېرمني اختلاف (ژباړه)، د ١٣٩٠ ل کال چاپ.

۲۴- د وروځو او مخ د وېښتانو کښل د اسلام او طبابت له نظره (ژباړه)، د ١٣٩٠ ل کال چاپ.

۲۵- د ښځو د کالو او سينگار په هکله ارزښتناکې لارښوونې (ژباړه)، د ١٣٩٠ ل کال چاپ.

۲۶- آسان تفسیر (د توبې سوره)، د ۱۳۹۵ ل کال چاپ. اوس په څه باندي لسو کلونو کې ټول تفسير پای ته رسېدلی او د بيا کتنې او سمونې کار يې روان دی.

پر دې سربېره نوموړي د اهل سنتو ځينې کتابونه، چې په ايراني فارسي ليکل شوي ول، له انټرنيټه را اخيستي، په افغاني دري ژبه يې اړولي، تصحيح کړي او چاپ ته يې سپارلي، چي نومونه يې دادي:

۱- برداشتن موى ابرو وصورت از ديدگاه اسلام وطبابت.

۲- چگونه قرآن را تفسير کنيم؟

٣- خانوادۀ خوشبخت و اختلاف زوجين.

٤- دشمنى يهود ونصارى با اسلام.

٥- راهنمايی‌ های ارزشمند در بارۀ لباس و آرايش زنان.

پردې سربېره د افغان مجلې ۱۲ گڼې د هغه په مسؤوليت خپرې سوې او له شاوخوا څلوېښتو کالو راهيسې يې د هېواد په دننه او د باندې كې په چاپي او انټرنېټي رسنيو کي ځينې شعرونه او په سلگونو بېلا بېلې مقالې هم خپرې سوې دي.


اخځليک سمول

۱- د Habibullah Ghamkhor فېسبوک پاڼه.

۲-‎