عبدالله بن مبارك
عبدالله بن مبارك (١١٨_١٨١هجري قمري)٧٢٦_٧٩٧ ميلادي)د هشام بن عبدالملك د حكومت پر مهال وزیږید،عبدالله رح د خپل وخت ستر اسلامي عالم وو،دى له حديثو سره د زيات شوق او زهد له امله ډېر مشهور وو.ده ته د امير المومنين في الحديث لقب ورکړل شوى ده. د هغه پلار مبارک نومېده.چي د ترکمنستان د خراسان څخه وو.او د ابن مبارک صاحب مور د خوارزم نه وه.ابن مبارک د يوه تاجر له لور سره واده وکړ.ابن مبارک خپل ټاټوبى مروه پرېښووله، همدان او بيا بغداد ته ولاړ.
عبدالله بن مبارك | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۰۷۳۶[۱][۲] |
مړینه | 1 نومبر 797 (60–61 کاله) |
تابعیت | ![]() |
عملي ژوند | |
استاد | ابو حنيفه امام مالک بن انس |
نامتو زده کونکي | ابوداود |
کار/مسلک | شاعر |
کاروونکي ژبه(ي) | عربي[۳] |
د کړنې څانګه | پېښليک فقه |
سمول ![]() |
د علم سره مينهسمول
امام احمد بن حنبل رح د عبدالله بن مبارک په هکله فرمايي چي د علم لپاره له امام ابن مبارک رح نه څوك زيات سفر کوونکى نشته.
استادانسمول
ابن مبارک رح د علم په ترلاسه کولو کي ډېر حريص وو،له همدې امله يې له ګڼ شمېر استادانو څخه علم حاصل کړى، چي مشهور استادان يې سفيان ثوري، امام ابو حنيفه،مالک بن انس،حماد بن زيد،هشام بن عروه،الاعمش،اسماعيل بن ابي خالد،شعبه بن حجاج،عبدالرحمن اوزاعي…
ليکنيسمول
- الزهد والرقائق.
- الجهاد.
- البر وصلة.
وفاتسمول
عبدالله بن مبارک رح د ٦٣کلو په عمر په ١٨١ هجري قمري کال کي وفات شو. == سرچينې ==وېشنيزه:اسلامي علما
- ↑ GND ID: https://d-nb.info/gnd/119312034 — د نشر نېټه: ۱۴ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: CC0
- ↑ General Diamond Catalogue ID: https://opac.diamond-ils.org/agent/5288 — subject named as: عبد الله بن المبارك ابن المبارك، 736‒797
- ↑ Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۶ مارچ ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur