عبدالحنان منيب

د کندهار پخوانی والي

عبدالحنان منيب د حاجي عبدالقادر زوی او د محمدحسن لمسی دی؛ چي په (۱۳۵۹ هـ.ق) کال کي د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي په يوه لويه کورنۍ کي زېږېدلی دی. نوموړۍ د کندهار ولایت سرپرست والي تېر سوی دی. د هغه کورنۍ دامهال د کندهار ښار په دوهمه ناحيه کي استوګن دی.

عبدالحنان منيب
عبدالحنان منيب
عبدالحنان منيب
عبدالحنان منيب
عبدالحنان منيب

د کندهار ولایت سرپرست والي
د واکمنۍ دوران
۲ فبروري ۲۰۱۷ – ۲۱ مې ۲۰۱۷
ولسمشر اشرف غني
همایون عزیزی
زلمی ویسا
د شخص معلومات
تابعیت  افغانستان
عملي ژوند
کار/مسلک دولتي چارواکۍ
مقام والي

د ښاغلي مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب په وينا:

«ځوانان د ټولني تر ټولو ځواکمنه قوه ده چي په يووالي سره يې ژور تغيرات رامنځته کېږي!»

تعلیم او دندې سمول

ښاغلي منيب د ليسانس تر کچي عصري زده کړي حاصلي کړي او د خپلي مورنۍ ژبي پښتو ترڅنګ په دري او انګلېسي ژبو هم خبري کولای سي . مرستيال والي عبدالحنان منيب د ( ۱۳۸۰ هـ.ل ) کال راهيسي د ولايت مقام په بېلابېلو برخو کي دنده اجراء کړې ( آرشيف مديريت، تدارکاتو مديريت، خدماتو آمر، مالي او اداري رئيس ) نوموړی دا مهال د اداري او مالي برخي د مرستيال والي په توګه دنده مخته وړي . [۱]

مرستيال والي سمول

  • په ١٨ اکتوبر، ٢٠١٨ کي کله چې ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزی په شهادت ورسيدۍ، نو والي زلمی ویسا هم زخمي سو. د همهغه نيټې څخه تر ٢٧ فبروري، ٢٠١٩ پورې د کندهار د والي ټولي چاري دده پر غاړه وې.

انعامونه او تقديرنامې سمول

نېټه : ۱۷ / ۰۹ / ۱۳۹۷: د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکي ادارې په وړاندیز د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منیب ته د ښه خدمت کولو په پايله کي تقدير نامه ورکول سوه . عبدالحنان منيب د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکي ادارې له رئيس عبدالمتين بيګ سره وليدل او د کندهار ولايت اړوند يې پر روانو چارو، او ولایتی اداری پر ضرورتونو ګډ بحث وکړ. ښاغلي متين بېګ دمنیب د زيار او هڅو قدر دانی وکړ او د دغه ادارې په وړاندیز یي هغه ته د ښه خدمت‎ په پايله کي د افغانستان د اسلامي جمهوريت تقدير نامه ور کړه.

د کندهاريانو لپاره لاسته راوړنې سمول

سرچینې سمول

  1. د کندهار ولايت مقام. "د مرستيال والي ژوندليک". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)