عابد شاه عابد

عابد شاه عابد (د ۱۹۳۷ ز کال د اگسټ ۱۴، کوټه - د ۲۰۲۰ ز کال د جون ۲، کوټه) (Abed Shah Abed) د پښتو او اردو ژبو شاعر، لیکوال او د کوټې د پښتو اکېډمۍ پخواني مشر وو.

مخينه سمول

سید عابد شاه عابد له آره د پښین د تورخېل سیدانو له کلي څخه وو، خو په ۱۹۳۷ ز کال کې په کوټه ښار کې زوکړی وو.

هغه شاوخوا ۵۵ کاله د پښتو ژبې او ادب لپاره خدمت وکړ، خو په دې موده کې یې تر اوسه یوازې د "ولسي نکلونه" په نامه کتاب چاپ دی چې د بلوڅستان پوهنتون د پښتو ادبیاتو په نصاب کې هم شامل دی. عابد شاه عابد د شاعرۍ تر څنګ ګڼ شمېر مقالې او ډرامې هم لیکلې وې او لیکلې ډرامې یې وخت په وخت د رېډیو پاکستان کوټې او د کوټې د سرکاري ټیلیویژن له لارې جوړې شوې او خپرې شوې هم وې.

نوموړی د پښتو ژبې پروفیسر او د بلوچستان پوهنتون د پښتو ادبیاتو د څانگې له بنسټ ایښودونکو څخه وو. لیکوال او پروفیسر ډاکټر برکت شاه کاکړ د نوموړي په اړه پر خپل فېسبوک لیکلي:

"د پروفيسر سيال کاکړ په ملگرۍ يې په بلوچستان پوهنتون کې د پښتو څانگې بنسټ کښېود او د پښتو اکيډمۍ کوټې د تنظيمي، اداره جاتي او مالي امورو په اړه يې په څپلواک ډول کار وکړ".

عابد شاه عابد د پښتو شعر تر څنگ په اردو کې هم شاعري کوله او وخت په وخت یې په عامو او د رېډیو او ټیلیویژن په مشاعرو کې هم گډون کاوه خو تر اوسه یې کومه شعري ټولگه نه ده چاپ شوې.

دندې سمول

عابد شاه پرله پسې شپږ واره د اتلسو کلونو لپاره د کوټې د پښتو اکېډمۍ مشر پاته شوی وو، چې په دې موده کې یې ګڼ شمېر پښتو کتابونه چاپ کړي وو. نوموړي په کال ۱۹۹۸ کې د ۶۰ کلو په عمر کې له کوټې پوهنتون څخه د پروفیسر په توگه ریټایرمنټ اخیستی او بیا په راډیو پاکستان او پي ټي وي کوټه کې د پښتو خبرونو برخې ایډیټر په توگه کار وکړ.

همدا ډول هغه د ماشومانو د پوهنې او روزنې لپاره نه یوازې لیکنې کولې بلکې پر ټي وي ډرامه او کویز پروگرامونه يې هم وړاندې کول.

مړينه سمول

عابد شاه عابد د ۲۰۲۰ ز کال د جون په ۲ نېټه د زړه د درېدو له کبله له نړۍ سترگې پټې کړې او هملته د کوټې ښار په کاسي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

اخځليک سمول

۱- https://www.voadeewanews.com/a/5445686.html

۲- https://www.mashaalradio.com/a/30648282.html