ظریف الله خان جمالي

میر ظریف الله خان جمالي (په اردو ژبه: میر ظفراللہ خان جمالی؛ زوکړه د ۱۹۴۴ کال د جنوري لومړۍ-مړينه د ۲۰۲۰ کال د ډېسمبر ۲یمه) یو پاکستانی سیاستوال چې د پاکستان د ۱۵م لومړي وزیر په توګه يې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې خدمت وکړ. هغه لومړنی او یوازینی لومړی وزیر و چې د پاکستان له بلوچستان سیمې سره یې تړاو درلود.

جمالي په اصل کې د پاکستان د خلکو ګوند (PPP) له ملاتړو څخه و، په ۱۹۷۰ کال کې د پوځي قومندان رحیم الدین خان په مشرۍ له بلوچستان څخه په سیاست کې راڅرګند شو. هغه د نواز شریف د دولت د یوې برخې په توګه په ملي څېره بدل شو او د دوو غیر متوالي/ نه پرلپسې (د ۱۹۸۸ کال له جون-ډېسمبر او د ۱۹۹۶ له نوامبر - د ۱۹۹۷ کال فبرورۍ) دورو لپاره د بلوچستان اعلی وزیر و. که څه هم هغه د پاکستان د مسلم لیګ ګوند (PML) له لوړ پوړو مشرانو او د نواز شریف له باوري/اعتمادي کسانو څخه و، د جمالي او شریف تر منځ اړیکې سړې شوې او جمالي د ۱۹۹۹ کال تر کودتا وروسته د جنرال پرویز مشرف په مشرۍ د پاکستان له مسلم لیګ (ق) سره یوځای شو. د ۲۰۰۲ کال په عمومي ټاکنو کې وروسته له دې چې د هغه ملاتړو او همکارانو له هغه څخه د ملاتړ لپاره د ګوند کرښې ماتې کړې جمالي په خپله بولۍ کې د لومړي وزیر بست ته بریالی شو. جمالي د ۲۰۰۲ کال د نوامبر په ۲۱مه د معین-پاکستان ۱۳م لومړی وزیر وټاکل شو. هغه د ۲۰۰۲ کال په نوامبر کې لوړه وکړه، تر هغه چې په ناڅاپي ډول يې په ۲۰۰۴ کال کې خپله استعفا اعلان کړه.[۱]  

د ژوند لومړي کلونه او زده‌کړې سمول

جمالي د ۱۹۴۴ کال د جنوري په لومړنۍ نېټه په یوه سیاسي، مذهبي او د املاکو څښتنه کورنۍ کې د بریتانیوي هند سترواکۍ د بلوچستان د عالي کمېشنرۍ په روجهان کلي کې چې اوس مهال د ناصر اباد ولسوالۍ په نوم یادیږي د پاکستان په بلوچستان کې نړۍ ته راغی. [۲][۳][۴]

جمالي خپلې لومړنۍ زده‌کړې د مري په لارنس کالج کې او د اې/A  (لېسې) کچې زده‌کړې يې د لاهور په ایچیسن کې پای ته ورسولې. جمالي په‌خپل وخت کې د هاکي ستر لوبغاړی و. وروسته يې په یوه دولتي کالج کې د لیسانس کچې زده‌کړې وکړې. او هغه په ۱۹۶۵ کال کې له پنجاب پوهنتون څخه د سیاسي علومو په برخه کې خپله د ماسترۍ درجه ترلاسه کړه. [۵][۶][۷]

سیاسي دنده سمول

جمالي خپل سیاسي فعالیت له ۱۹۷۰ کال څخه پیل کړ او له PPP سره یوځای شو. جمالي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۰ کال کې د پاکستان په عمومي ټاکنو کې ګډون وکړ خو په هغه کې يې ماته وخوړه. [۸][۹]

هغه په ۱۹۷۷ کال کې د پاکستان په عمومي ټاکنو کې د PPP له یو ټیکټ سره د بلوچستان ولایتي اسامبلۍ ته وټاکل شو. هغه په بلوچستان کې د نواب خان بارزوي په ولایتي کابینه کې د ولایتي وزیر په توګه منصوب شو. هغه د لنډې مودې لپاره د خوړو، معلوماتو، قانون او پارلماني چارو ریاستونه پر غاړه لرله.  [۱۰][۱۱][۱۲]

د جنرال ضیاء الحق له‌خوا په پاکستان کې د پوځي حکومت تر وضع کولو وروسته هغه له جنرال ضیاء الحق سره متحد شو. جنرال ضیاء الحق جمالي په فېدرال کابینه کې د دولت د وزیر په توګه وګوماره.  [۱۳]

جمالي د ۱۹۸۵ کال په عمومي ټاکنو کې د ناصراباد له ټاکنیزې حوزې څخه د پاکستان د ملي اسامبلۍ د استازي په توګه وټاکل شو او د جونجو فېدرال کابینې ته یې لار ومونده او د اوبو او برېښنا د فېدرال وزیر په توګه وټاکل شو. [۱۴][۱۵]

جمالي په ۱۹۸۸ کال کې له جونجو دولت څخه د جنرال ضیاءالحق تر ګوښه کېدلو وروسته د بلوچستان د سرپرست وزیر په توګه وګومارل شو. [۱۶]

جمالي په ۱۹۸۸ کال کې د پاکستان په عمومي ټاکنو کې بیاځلي د ولایتي اسامبلۍ د غړي په توګه وټاکل شو او د بلوچستان اعلي وزیر وټاکل شو. [۱۷][۱۸]

هغه په ۱۹۹۴ کال کې او بیاځلي په ۱۹۹۷ کال کې د پاکستان د سنا مجلس د غړي په توګه وټاکل شو. [۱۹]

جمالي په ۱۹۹۰ کال کې د پاکستان په عمومي ټاکنو کې د ملي اسامبلۍ چوکۍ ته نوماند شو، خو د خلکو ګوند د نوماند له خوا يې ماته وخوړه.  [۲۰][۲۱][۲۲]

هغه په ۱۹۹۳ کال کې د پاکستان په عمومي ټاکنو کې د PML له ټیکټ سره بیاځلي د ولایتي اسامبلۍ لپاره وټاکل شو او د PPP یو نوماند ته يې په دې ډګر کې ماته ورکړه. جمالي په ۱۹۹۷ کال کې بیاځلي د بلوچستان د سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو. [۲۳]

د پاکستان لومړی وزیر سمول

جمالي د ۲۰۰۲ کال په جولای کې د پاکستان د مسلم لیګ (ق) له اتحادیې سره چې د پاکستان له مسلم لیګ څخه بېله شوې وه یوځای شو. [۲۴]

هغه په ۲۰۰۲ کال کې د پاکستان په عمومي ټاکنو کې بیاځلي د پاکستان د ملي اسامبلۍ د غړي په توګه وټاکل شو. [۲۵]

جمالي د ۲۰۰۲ کال په نوامبر کې د لومړي ځل لپاره له ۳۴۲ چوکیو څخه د ۱۸۸ رایو په ترلاسه کولو له ساده اکثریت سره د پنځو کلونو لپاره د پاکستان د ۱۳م لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. هغه لومړنی بلوچستانی سیاستوال و چې لومړی وزیر وټاکل شو. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

دا چې هېڅ ګوند انحصاري واک نه درلود، د لومړي وزیر په توګه د هغه ټاکل کېدل تر څو اونیو مذاکرې وروسته وشول. هغه له MQM (د پاکستان متحد قومي غورځنګ)، MMA (د عمل متحد مجلس)، PPPP (د پاکستان د خلکو ګوند پارلمان) او د پاکستان له مسلم لیګ څخه بېلې شوې (ق) اتحادیې سره یو ایتلافي دولت رامنځته کړ. هغه له دوه ګوندي دیموکراسۍ څخه څو ګوندي دیموکراسۍ ته د پاکستان پر انتقال نظارت کاوه. [۳۱]

بهرنی سیاست سمول

جمالي په ۲۰۰۴ کال کې له افغانستان څخه لیدنه وکړه، چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د دولت تر نسکورېدو وروسته چې د پاکستان متحد و، له افغانستان څخه د پاکستاني لوړ پوړي چارواکي لومړنۍ لیدنه وه. جمالي له حامد کرزي څخه د افغانستان د ولسمشر په توګه ملاتړ وکړ او هغه ته يې ډاډ ورکړ چې دواړه هېوادونه به له سوداګرۍ نیولې تر ترویزم په هره برخه کې سره همکار وي. جمالي د ۳۰۰ بسونو، لاریو او افغان زده‌کوونکو ته د تحصیلي بورسونو ورکړې او په افغانستان کې د سړکونو، رېل پتلۍ او روغتونونو په پروژو کې د همکارۍ ژمنه وکړه. [۳۲]

جمالي د ۲۰۰۳ کال په اکتوبر کې له متحده ایالاتو څخه لیدنه وکړه او له ولسمشر جورج ډبلیو بوش سره یې لیدنه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د ترویزم خلاف جګړه کې له متحده ایالاتو څخه ملاتړ کوي. [۳۳]

جمالي ژمنه وکړه چې د بست او تر مناقشې لاندې کشمیر سیمه کې تر اوربند او د سولې هوکړه لیک ترلاسه کولو وروسته به له هند سره اړیکې ورغوي. هغه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه کولو او هغه کړکېچ د کمولو لپاره چې په ۱۹۹۰یمې لسیزې په بهیر او د ۲۰۰۰ مې لسیزې په لومړیو کې رامنځته شوی و، یو ځانګړی استازی ولېږه. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

استعفا سمول

جمالي د ۲۰۰۴ کال په جون کې له پرویز مشرف سره تر یوې درې ساعته لیدنې وروسته په ناڅاپي ټوګه استعفا ورکړه او د دولتي سیاستونو په پلي کولو کې د مشرف او جمالي تر منځ د اړیکو پر ترینګلتیا ګونګوسې موجودې وې. د رسنیو د راپورونو پر اساس استعفا هغه مهال حتمي شوه چې مشرف د جمالي له عملکرد او د مشرف د غوڅو سیاستونو له تاییدولو څخه ناراضه شو. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

د عمل متحد مجلس په لومړیو کې حیران شو؛ د اصلي جریان ګوندونو د جمالي استعفا «اجباري او دیموکراسۍ ته [سپکاوی]» او د «راتلونکې لپاره بد» وبلل. جمالي له خپل حیرانوونکې اعلان سره کابینه منحل کړه او د خپل ګوند رئیس شجاعت حسین يې د لنډمهالي لومړي وزیر په توګه اعلان کړ. د هغه تر استعفا څو اونۍ وروسته دا روښانه شوه چې د هغه استعفا له حسین سره د اړیکو د ترینګل‌والي له امله وه. [۴۴][۴۵][۴۶]

تر لومړي وزیرتوب وروسته سمول

جمالي تر خپلې استعفا وروسته د چمن پر سر د هاکې ډګر ته لاړ. هغه په ۲۰۰۴ کال کې د پاکستان د هاکي فېدراسیون رئیس شو او ژمنه يې وکړه چې د پاکستان د هاکي فېدراسیون پر لار کې موجوده ستونزې به حل کړي او د چمن پر سر هاکې لوبې په برخه کې به د پاکستان د نارینه‌وو ملي لوبډله ورغوي. هغه مخکې د پنجاب ایالت لپاره لوبېده، د ۱۹۸۴ کال د اوړنیو المپیک سیالیو د رئیس په توګه يې دنده ترسره کړه او د ملي ټيم ستر ټاکونکی و. [۴۷][۴۸][۴۹]

سرچينې سمول

  1. . Who were shortest-serving Prime Ministers of Pakistan?. Pakistan, Our Stories
  2. (په 29 October 2009 باندې). Profile: New Pakistani Prime Minister Mir Zafarullah Khan Jamali – 2002-11-22. VOA.
  3. (په 26 June 2004 باندې). Profile: Zafarullah Jamali. BBC Pakistan
  4. (په 1 December 2002 باندې). The Prime of Mr Jamali. Newsline.
  5. (په 29 October 2009 باندې). Profile: New Pakistani Prime Minister Mir Zafarullah Khan Jamali – 2002-11-22. VOA.
  6. (په 26 June 2004 باندې). Profile: Zafarullah Jamali. BBC Pakistan
  7. (په 1 December 2002 باندې). The Prime of Mr Jamali. Newsline.
  8. (په 26 June 2004 باندې). Profile: Zafarullah Jamali. BBC Pakistan
  9. (په 1 December 2002 باندې). The Prime of Mr Jamali. Newsline.
  10. (په 1 December 2002 باندې). The Prime of Mr Jamali. Newsline.
  11. (په 3 December 2020 باندې). Zafarullah Jamali — a politician of reason and accommodation. Dawn.
  12. (په 29 October 2009 باندې). Profile: New Pakistani Prime Minister Mir Zafarullah Khan Jamali – 2002-11-22. VOA.
  13. (په 1 December 2002 باندې). The Prime of Mr Jamali. Newsline.
  14. (په 29 October 2009 باندې). Profile: New Pakistani Prime Minister Mir Zafarullah Khan Jamali – 2002-11-22. VOA.
  15. (په 1 December 2002 باندې). The Prime of Mr Jamali. Newsline.
  16. (په 1 December 2002 باندې). The Prime of Mr Jamali. Newsline.
  17. (په 26 June 2004 باندې). Profile: Zafarullah Jamali. BBC Pakistan
  18. (په 1 December 2002 باندې). The Prime of Mr Jamali. Newsline.
  19. (په 1 December 2002 باندې). The Prime of Mr Jamali. Newsline.
  20. "Senator Mir Zafarullah Khan Jamal". Senate Secretariat of Government of Pakistan. Senate of Pakistan. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 26 June 2004 باندې). Profile: Zafarullah Jamali. BBC Pakistan
  22. (په 1 December 2002 باندې). The Prime of Mr Jamali. Newsline.
  23. (په 1 December 2002 باندې). The Prime of Mr Jamali. Newsline.
  24. (په 3 December 2020 باندې). Zafarullah Jamali — a politician of reason and accommodation. Dawn.
  25. . NA-266 Results. Geo News.
  26. (په 31 December 2002 باندې). Pakistan Prime Minister Wins Parliamentary Vote of Confidence.
  27. (په 24 November 2002 باندې). Jamali, cabinet take oath: PPP, PML-N abstain from ceremony. Dawn.
  28. (په 29 October 2009 باندې). Profile: New Pakistani Prime Minister Mir Zafarullah Khan Jamali – 2002-11-22. VOA.
  29. (په 26 June 2004 باندې). Profile: Zafarullah Jamali. BBC Pakistan
  30. (په 1 December 2002 باندې). The Prime of Mr Jamali. Newsline.
  31. (په 31 December 2002 باندې). Pakistan Prime Minister Wins Parliamentary Vote of Confidence.
  32. (په 13 January 2004 باندې). Pakistan's Premier Visits Afghanistan and Pledges Cooperation.
  33. (په 2 October 2003 باندې). Bush, Jamali vow to fight terrorism: Kashmir, Afghanistan discussed. DAWN.COM.
  34. (په 31 December 2002 باندې). Pakistan Prime Minister Wins Parliamentary Vote of Confidence.
  35. (په 28 April 2004 باندې). Pakistan sincere in talks with India: Jamali. DAWN.COM.
  36. (په 31 October 2003 باندې). Measures helping normalize relations, says Jamali. DAWN.COM.
  37. (په 14 January 2004 باندې). Relations with India to improve: Jamali – Exchange of delegations. DAWN.COM.
  38. (په 24 November 2003 باندې). Pakistan to Begin Cease-Fire in Kashmir.
  39. (په 23 May 2003 باندې). Envoy to Delhi not yet named: Jamali. DAWN.COM.
  40. . Pakistan's Prime Minister Resigns. Voice of America.
  41. (په 27 June 2004 باندې). Pakistan Premier Resigns, Replaced by General's Ally. The New York Times.
  42. . Jamali resigns as Pakistan's Prime minister.
  43. . Jamali resigns as Pak premier – The Economic Times. The Economic Times.
  44. (په 27 June 2004 باندې). Jamali's resignation shocks MMA.
  45. (په 28 June 2004 باندې). Pak parties flay Jamali's 'forced' resignation.
  46. (په 11 March 2007 باندې). Former PM Jamali named PHF president. The Nation
  47. . Jamali appointed PHF president. www.thenews.com.pk.
  48. . Jamali set to be new PHF president. The Nation.