شیرعلي اپریدی

شيرعلي اپريدی (زوکړه؟، مړینه، د ۱۸۷۳ زېږدي کال د مارچ ۱۱، تورې اوبه) د افغانستان يو ملي مبارز وو.

مخينه سمول

د جمرود شیرعلي اپریدی د خپل هېواد د خپلواکۍ په پار انگریزانو د تورو اوبو (کالا پاني) په جیل کې قید کړی وو. انگریزانو هغه ته په نوموړي جیل کې د نایتوب کسب ورښوولی وو. د هند مرستيال واکمن (وایسرای) لارډ میو د ۱۸۷۲ زیږدي کال په فبرورۍ میاشت کې د دغه زندان لیدلو ته ورغلی وو. شیرعلي اپریدي د نایتوب په چړې سره پر لارډ میو گوزارونه وکړل او هغه یې وواژه. په پای کې انگریزانو شيرعلي اپريدی د ۱۸۷۳ کال د مارچ میاشتې پر ۱۱ نېټه په هماغه زندان کې سولۍ کړ. انگریزانو د شیرعلي قبر ځکه پټ وساته چې څوک پرې د یادگار په توگه کوم څلی جوړ نه کړي. ښایي هغه په دوایپر په ټاپو کې ښخ وي.

ښاغلي ليکوال لطيف ياد پخپله فېسبوک پاڼه کې د شيرعلي اپريدي په اړه لنډه ليکنه خپره کړې. تر دغې ليکنې لاندې کومېنټ کې محمد مصطفی احمد د شېرعلي اپريدي په اړه ليکي: «په حسن خېل سب ډويژن پېښور (سابقه ایف آر پېښور، د اپريدو د ادم خېلو سیمه) کې د شیرعلي نيکه په نامه يو کېڅ (قبر) دی. د سیمې مشران وايي چې دا کېڅ د همدغه شهيد قبر دی.»

اخځليک سمول

۱- د ليکوال لطيف ياد فېسبوک پاڼه.