شکیبا هاشمي
شکیبا هاشمي (د ۱۹۴۷ ز کال د مۍ په ۲۰مه زېږېدلې) یوه افغان فیمینیسټ او لیکونکې ده. نوموړې لومړنۍ افغانه مېرمن وه چې په ۲۰۰۱ز کال کې یې د ډیپلومات لقب خپل کړ. نوموړې د ازاد افغانستان د نادولتي سازمان مشره او بنسټ اېښودونکې ده.
شکیبا هاشمي | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۲۰ مې ۱۹۷۴[۱] کابل |
تابعیت | افغانستان |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | مبارز ، ليکوال |
کاروونکي ژبه | فرانسوي ژبه |
سمول |
وړکتوب او لوړې زده کړې
سمولشکیبا هاشمي په ۱۹۴۷ز کال کې په کابل کې زېږېدلې. نوموړې په ۱۹۸۶ز کال کې د شوروي له خوا د افغانستان د اشغال په درشل کې له افغانستان څخه مهاجره شوه او په ۱۱ کلنۍ کې فرانسې ته ولاړه. نوموړې خپلې لوړې زده کړې په پاریس کې په سوداګریز پوهنتون École supérieure de commerce کې پای ته ورسولې.
د ښځو د حقونو فعاله او ډيپلوماته
سمولشکیبا هاشمي، په ۱۹۹۶ ز کال کې د طالبانو د رژیم تر چتر لاندې د افغان ښځو او جنکیو د حقونو د وضعیت د خرابوالې په غبرګون کې د آزاد افغانستان سازمان جوړ کړ. په تیرو څه باندې ۲۰ کلونو کې د آزاد افغانستان د سازمان موخه دا وه تر څو په کلیوالي سیمو کې د زده کړې، روغتیا او مسلکي زده کړو ته د افغان ښځو او جنکیو لاسرسی اسانه کړي تر څو هغوی وکولای شي په خپل ژوند کې خپلواکې واوسي او همداشان وکولای شي چې نړۍ د افغان ښځو د ژوندانه له حالت څخه خبره کړي. دغه سازمان همداشان د ۱۰ کلونو لپاره د روز تر نوم لاندې یوه مجله چاپوله، چې د هېواد په کچه لومړنۍ ښځینه خپرونه وه.
شکیبا هاشمي په اروپا او د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانستان په اړه د لاندنیو ګڼو فعالیتونو د پر مخ وړلو په حال کې ده: رسنیز کمپاینونه، له شرکتونو، سیاسي څېرو او نهادونو (د ملګرو ملتونو د وخت له عمومي منشي کوفي عنان سره کاري ډلې، په ILO او UNHCR کې په جینیوا کې د ښځې په ورځ افتخاري میلمنه) سره لابي ګري کول.
د افغانستان په لنډمهاله حکومت کې لومړنۍ ښځینه افغانه ډيپلوماته، نوموړې د ۲۰۰۲ ز کال په جنوري کې په اروپايي ټولنه کې د افغانستان د لومړنۍ سفیرې په توګه وګومارل شوه. نوموړې د کابل حکومت له خوا د ۲۰۰۵ ز کال د جولای په میاشت کې د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال د ځانګړې سلاکارې او د ملي اولویت لرونکو پروژو د مسوولې په توګه وګومارل شوه. نوموړې د ۲۰۰۷ ز کال په مارچ کې د ولسمشر حامد کرزي له خوا په پاریس کې د سفیرسلاکارې په توګه وټاکل شوه. په ۲۰۰۹ز کال کې د افغانستان په حکومت کې د روان فساد له امله له خپلې دندې استعفا ورکړه.
نوموړې په ۲۰۰۹ ز کال کې له ماري فرانسواز کولومباني سره د ایپوک کونسل (Epoke Consel) په نوم مشورتي شرکت جوړ کړ، تر څو په فرانسه کې د ښځو او نارینه وو تر منځ برابري دود کړي. مېرمن شکیبا همداشان د CH په نوم مشورتي شرکت جوړ کړ چې په شرکتونو کې یې د ښځو د دریځ اړوند ټولنیزې پروژې په تخصصي بڼه سره طراحي او مطالعه کولې. نوموړې همداشان د ۲۰۱۹ ز کال د مارچ په میاشت کې د لوګزامبورګ د ستر دوشس (Grand Duchess of Luxembourg) سره د «ودریږئ، خبرې وکړئ او جګې شئ» تر نوم لاندې په یوه نړیوال کنفرانس کې د ستراتیژئ د سلاکارې په توګه دنده تر سره کړې، تر څو د لوګزامبورګ په ماتیدونکې چاپېریال کې جنسي زورزیاتي ته د پای ټکی کېږدي. دغه کنفرانس د موږ د جګړې وسله نه یو او د ډینیس مکویګي د بنسټ په همکارۍ تر سره شو. [۲][۳][۴][۵]
آثار
سمولمېرمن شکیبا هاشمی د بېچاره کابل د خاطراتو (L'Insolente de Kaboul) د کتاب لیکواله ده چې په ۲۰۱۲ ز کال کې چاپ شو. نوموړې له صدیقې مسعود سره په ګډه د احمدشاه مسعود؛ د صدیقه مسعود روایت (Pour l'Amour de Massoud) کتاب لیکواله ده چې په ۲۰۰۵ ز کال کې چاپ شو او د پریکس ویریټي (Prix Vérité) جایزه یې تر لاسه کړه. نوموړې همداشان له لطیفې سره د Visage volé, avoir 20 ans à Kaboul کتاب په ګډه لیکلی دی. [۶][۷]
شکیبا هاشمي د خپل مسلک په ترڅ کې د ښځو او بشر د حقونو پر وړاندې د خپل کار له امله ګڼ شمېر جایزې تر لاسه کړې دي:
- ۲۰۱۹: د La France s'engage بنسټ له خوا د «ښځو، ډیجیټل، کارموندنې» نړیواله جایزه
- ۲۰۱۷: د مثبتې سیارې بنسټ له خوا د د مثبت ځواکنمتیا جایزه
- ۲۰۱۶: د تحصیلي او ټولنیزو فعالیتونو لپاره د راجا د ښځو جایزه
- ۲۰۱۴: د بشر د حقونو په مجمع کې د سرو زرو مېډال «Crans Montana»
- ۲۰۱۴: د فرانسې د وړتیا د ملي شوالیې نښان
- ۲۰۱۲: د فرانسې د جمهوري بشر حقونو جایزه
- ۲۰۱۲: د Trofémina رسنیزه جایزه
- ۲۰۰۸: د ښځو د اقتصادي مجمع نه «د تحصیل لپاره د ښځو جایزه»
- ۲۰۰۱: په سرو زرو کې د ښځې جایزه «Femme en or»
سرچينې او ياداښتونه
سمول- ↑ https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb13762840z — خپرېدونېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۹ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ "STAND SPEAK RISE UP TO END SEXUAL VIOLENCE IN FRAGILE ENVIRONMENTS". /www.womens-forum.com. 27 March 2019. خوندي شوی له the original on 2019-04-05. بياځلي په 2018-12-20.
- ↑ "Réunion de travail "Stand Speak Rise Up" avec Dr Mukwege et Céline Bardet". Maria Teresa, Grande-Duchesse de Luxembourg (in انګليسي). بياځلي په 2018-12-20.
- ↑ "Accueil". www.notaweaponofwar.org.
- ↑ "Mukwege Foundation".
- ↑ Hachemi, Chékéba (2011). L'Insolente de Kaboul. Paris: Editions Anne Carrière. ISBN 978-2-8433-7570-5.
- ↑ Massoud, Sediqa (2005). Pour l'amour de Massoud. XO éditions. ISBN 2845632436.