شهید جوستین

شهید جوستین
شهید جوستین
شهید جوستین

د شخص معلومات
پيدايښت ۰۱۰۰[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه کال 165 (64–65 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
روم  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت لرغونی روم  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فیلسوف
دينپوهنه  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) يوناني لهجه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
شهید جوستین ( په انګلیسي: Justin Martyr ، په یوناني: Ἰουστῖνος ὁ μάρτυς، چې لاتیني یې: Ioustinos ho martys ده؛ زوکړه شاوخوا ۱۰۰ز کال ــــ مړینه شاوخوا ۱۶۵ز کال)، چې د فیلسوف جوستین په نامه هم مشهور دی، د عیسویت یو مخکینی دیني مدافع (اپولوجېست) او فیلسوف و. د هغه له اثارو څخه زیاتره یې ورک دی، خو دوه دیني مدافعې او یو ډیالوګ یې پاتې شوي دي. لومړنۍ دیني مدافعه چې د نوموړي تر ټولو مشهور اثر دی، د عیسوي ژوند له اخلاقو څخه په مشتاقانه ډول دفاع کوي، او بېلابېل اخلاقي او فلسفي استدلالونه وړاندې کوي تر څو د روم سترواک انتونیوس قانع کړې چې د کلیسا له ځورونې څخه لاس واخلي. له دې څخه علاوه، هغه همداراز لکه څرنګه چې وروسته په سنټ اګوستین کې ورته اشاره شوې ده، د دې ښودنه کوي چې د عیسویت رېښې (په تاریخ کې عمل کوونکې د الله د کلیمې تجلي) عیسی علیه السلام له بعثت څخه مخکې وې. دا تصور هغه د دې جوګه کوي چې، زیات شمېر یوناني تاریخي فیلسوفان (د سقراط او افلاطون په ګډون)، د چا اثار چې د هغه له لوري ښه مطالعه شوی دی، د بت پرستو عیسویانو په نامه یاد کړي. [۶]

جوستین د هغه له یو شمېر زده کوونکو سره شهید کړای شوی او د کاتولیک کلیسا، ختیځې اورتودوکس کلیسا، مشرقي اورتودوکس کلیسا ګانو او د انګلیکان د اتحادیې له خوا ورته د سېنټ لقب ورکړل شوی دی، [۷][۸][۹]

ژوند سمول

شهید جوستین د ۱۰۰ز کال په شاوخوا کې د سامریه (السامریة) په فلایوا نیاپولیس (اوسنی نابلس) کې زیږېدلی دی. هغه سامريه یي الاصل یونانی و، چې د یوناني کلتور لاروی و. کورنۍ یې ښایي بت پرسته وه، ځکه چې هغه ختنه شوی نه و او ځان یې غیر یهودي باله. نیکه یې، باکیوس، یو یوناني نوم درلود، په داسې حال کې چې د پلار نوم یې، پریسکوس و، کوم چې یو لاتینی نوم دی، چې دې هغو انګېرنو ته لاره هواره کړې ده چې د هغه نیکونه د نابلس له تاسیس کېدو څخه ژر وروسته هلته مېشت شوي دي او یا دا چې د هغو رومي دېپلوماتانو له نسب څخه دي چې هلته استول شوي وو.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ډیالوګ په پیل کې، جوستین خپلې لومړنۍ زده کړې شرح کړې دي، هغه څرګنده کړې ده چې له خپلو لومړنیو زده کړو څخه له دې امله ناخوښ و چې نوموړې زده کړې نه وې توانېدلې چې داسې یو اعتقادي سېستم وړاندې کړي، تر څو ځوانو زده کوونکو ته الهیاتي او مېتافزیکي الهامونه چمتوکړي. هغه وایي چې لومړی یې د یو رواقي فیلسوف په ښوونځي (هلنستي فلسفي ښوونځی چې د زنو په واسطه تاسیس شو) کې زده کړې پیل کړې، چې نوموړی ونتوانېده تر څو هغه ته د خدای شتون تشرېح کړي. هغه وروسته د یو ګرځندوی فیلسوف ښوونځي ته ولاړ اما هغه له دې امله چې یاد فیلسوف د خپل مزد لپاره ډېر حریص و له دندې ګوښه کړای شو. له هغې وروسته نوموړی د یو فېثاغورثي فیلسوف څخه د زده کړې لپاره ولاړ چا چې له نوموړي وغوښتل تر څو په لومړي سر کې موسیقي، ستور پوهنه، او هندسه زده کړي، چې ده نه غوښتل داسې وکړي. ورپسې هغه له یو افلاطوني سره له مخامخ کېدو وروسته چې له نږدې وخت څخه د ده په ښه ښار کې مېشت شوی و، افلاطوني فلسفه ومنله.

او د غیر مادي شیانو درک زه ډېر پیاوړی کړم او د نظریو په اړه مې تفکر زما ذهن په وزرونو سره سمبال کړ، په داسې ډول چې په یوه لنډه موده کې ما داسې ګمان کاوه چې عقلمند شوی یم؛ او دا زما حماقت و، ما نور د دې انتظار کاوه چې په خدای پسې وګرځم، ځکه چې دا د افلاطوني فلسفې پای دی.[۱۵]

لږ موده وروسته، هغه ساحل ته څېرمه له یو زاړه سړي سره مخ شو، چې ښایي له سوريې څخه یو عیسوی و، چا چې له هغه سره په یو ډیالوګ کې د خدای په اړه خبرې اترې وکړې او د پیغمبرانو شاهدي یې د فیلسوفانو له استدلال څخه ډېر معتبره وبلله. [۱۶]

هلته له دغه وخته ډېر مخکې، یو شمېر ځانګړي سړي اوسېدل، چې له قدرمنو فیلسوفانو څخه ډېر لرغوني وو، هغوی هم صالحان او هم د خدای دوستان وو، چې د الهي روح په واسطه یې خبرې کولې، او د داسې پېښو وړاندوینه یې کوله کومې چې به وروسته واقع کېدې، او کومې چې لا اوس هم واقع کېږي. هغوی پیغمبران بلل کېږي، هغویب یوازې حقیقت مانه او خلکو ته یې په اړه دعوت کاوه، نه یې د درناوي تمه درلوده او نه هم له هېچا وېرېدل، نه د مقام لپاره د غرایزو تر اغېز لاندې راتلل، بلکې یوازې د هغه څه په ویلو چې دوی لیدل او اورېدل، له روح القدس څخه ډکېدل. د هغوی لیکنې تر اوسه موجودې دي، او هغه څوک هغه یې لوستې دي د هر څه د پیل (البدایة) او پای (النهایة) په اړه او همداراز د هغو موضوعاتو په پوهه کې چې فیلسوفان باید پرې وپوهېږې، په دې شرط چې باور یې ورباندې کړی وي ورسره ډېره زیاته مرسته کړې ده

هغوی په خپلو رسالتونو کې له دلیل او برهان څخه کار نه دی اخیستی، ځکه له برهان څخه زیات دوی د حقیقت لیدونکي او د اعتقاد وړ وو؛ او هغه پېښې چې واقع شوې دي، او هغه چې واقع کېږي، تا دې ته اړ باسي چې له هغه څه سره چې دوی یې وایي موافقت وکړې، که څه هم چې هغوی په حقیقت کې د هغو معجزو لپاره چې دوی تر سره کړې دي، د باور وړ دي، ځکه دوی هم د خالق خدای او د هر څه د پلار ستاینه کوله، او هم یې د هغه د زوی عیسی چې د ده له لوري [رالېږل شوی ] باله: هغه څه چې په حقیقت کې دروغجنو پیغمبرانو چې له دروغجنې نا سپېڅلې روح څخه ډک دي، نه کړي دي او نه یې هم کوې، بلکې هڅه یې کړې تر څو په تعجب کې د خلکو د اچولو لپاره یو شمېر عجیب کارونه تر سره کړي او د شیاطینو د ناروا ارواحو درناوی وکړي. اما دعا وکړئ چې له هر څه نه پورته، د نور دروازې درته خلاصې شي؛ ځکه چې دا شیان هر څوک درک کولی نشي او هر څوک پرې نشي پوهېدای، بلکې یوازې هغه خلک پرې پوهېدی شي چې خدای او د هغه مسیح هغوی ته حکمت ور اعطا کړی دی. [۱۷]

جوستین د عمر خوړلي سړي د استدلال تر اغېزې لاندې راغی، خپل پخوانی دین او فلسفي مخینه یې پرېښوده، پر ځای یې د خدای خدمت ته د خپل ځان وقف کول انتخاب کړل. د هغه نوي عقاید یوازې د مخکینیو عیسویانو د زاهدانه ژوندونو او د شهیدانو د اتلانه بېلګو په واسطه پیاوړي شول، د چا تقوا چې نوموړی اړ کړ تر څو د عیسوي لارښوونو په اخلاقي او معنوي فضیلت باندې اعتراف وکړي. د پایلې په توګه، نوموړي له هغې وروسته پرېکړه وکړه چې د ده لپاره یوازینی انتخاب، د ځمکې په لر او بر کې سفر، او د رېښتینې فلسفې په توګه د عیسویت د پوهې خورول وو. عیسویت ته د هغه اوښتل داسې فرض کېږي چې په افېسوس کې واقع شوي وي، که څه هم چې ښایي له سوریې فلسطین (Syria Palestina ) څخه تر روم پورې د لارې په اوږدو کې په هره بله نقطه کې واقع شوي وي.[۱۸][۱۹][۱۷]

هغه وروسته پخپله د فیلسوف جامه واغوسته او د ښوونې په موخه یې سفر وکړ. د انتونینوس پیوس د واکمنۍ پر مهال (۱۳۸ز کال-۱۶۱ز کال) روم ته ورسېد او خپله مدرسه یې پرانیستله. تاتیان د هغه له زده کوونکو څخه یو و. د تاتیان په وینا (یونانیانو ته په خطاب کې) او د یوسیبوس په وینا (HE IV 16.7–8) د مارکوز اورلیوس د واکمنۍ پر مهال د کلبي فیلسوف کرېسنس سره له مشاجرې وروسته هغه چارواکو ته په ګوتو ورکړل شو. جوستین له خپلو شپږو ملګرو سره (چې هغوی څخه دوه کسان د یولپیستوس او هیراکس په واسطه روزل شوي وو) د ښار د واکمن جونیوس روستیکوس له خوا محاکمه او  سر ترې پرې شو. که څه هم چې د هغه د وژل کېدو کال مشخص نه دی، خو د روستیکوس د واکمنۍ له دورې څخه (چې له ۱۶۲ز کال څخه تر ۱۶۸ز کال پورې واکمن و) په استدلال سره تعییندېدای شي. د جوستین د شهادت دوسیه، د محکمې په اسنادو کې ساتل شوې ده.[۲۰]

سرچينې سمول

  1. Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0035166.xml — subject named as: Justí — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  2. subject named as: Iustinus — Angelicum ID: https://pust.urbe.it/cgi-bin/koha/opac-authoritiesdetail.pl?marc=1&authid=86269
  3. General Diamond Catalogue ID: https://opac.diamond-ils.org/agent/32484 — subject named as: Justin
  4. Documenta Catholica Omnia author ID: http://www.documentacatholicaomnia.eu/20_30_0100-0160-_Iustinus,_Sanctus.html — subject named as: Iustinus, Sanctus
  5. KANTO ID: https://urn.fi/URN:NBN:fi:au:finaf:000109072 — subject named as: marttyyri Justinus — سرليک: KANTO – Kansalliset toimijatiedot — خپرونکی: National Library of Finland — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  6. "The very thing which is now called the Christian religion existed among the ancients also, nor was it wanting from the inception of the human race until the coming of Christ in the flesh, at which point the true religion which was already in existence began to be called Christian." – St. Augustine, Retractiones
  7. "Justin the Philosopher & Martyr and his Companions". د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "For All the Saints" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ مې ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. کينډۍ:Catholic
  10. Reinhold Plummer,Early Christian authors on Samaritans and Samaritanism, Mohr Siebeck, 2002 p.14.
  11. Allert, ibid. p.28
  12. Craig D. Allert, Revelation, Truth, Canon, and Interpretation: Studies in Justin Martyr's Dialogue With Trypho Brill, 2002). کينډۍ:Isbn p.28.
  13. * Samuel, Samuel (October 1892). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Jews in the Works of the Church Fathers"]. The Jewish Quarterly Review 5 (1): 122-157,123 n.1. 
  14. Hanegraaff, Wouter (2012). Esotericism and the Academy: Rejected Knowledge in Western Culture. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 20. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521196215. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Oskar Skarsaune, The proof from prophecy: a study in Justin Martyr's proof-text tradition:text-type, provenance, theological profile, Brill, 1987 p.246.
  16. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Skarsaune, The proof from prophecy,pp.245–6 and notes 1 and 2.
  17. J. Quasten, Patrology, Volume 1: The Beginnings of Patristic Literature (Allen, TX: Christian Classics, 1983), p.197.
  18. Plummer, 2002 p.15.
  19. J. Quasten, Patrology, Volume 1: The Beginnings of Patristic Literature (Allen, TX: Christian Classics, 1983), p.197.