سیف الرحمان مومند

سیف الرحمان مومند (۱۳۴۲ ل خوست-۱۳۹۶ ل خوست) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او ليکوال وو.

مخينه سمول

حاجي سیف الرحمان مومند چې په ادبي کړيو کې یې په سیف مومند شهرت درلود او کورنۍ یې د ننگرهار له مومندرې سره اړوندي درلوده، په ۱۳۴۲ لېږديز لمريز کال کې په خوست ولایت کې زیږیدلی او هلته لوی شوی وو. د شوروي یرغل نه وروسته یې کورنۍ د شمالي وزیرستان میرانشا ته کډواله وشوه. سیف مومند د خپل عمر درې لسیزې همدلته تیرې کړې. نوموړی چې په وزیرستان، بنو، خوست او نورو شاوخوا سیمو کې د ادبي هڅو او مشاعرو سرخېل بلل کیده، د پښتو ژبې ښه شاعر، وياند او کیسه لیکونکی هم وو.

د سیف مومند په هڅو د شمالي وزیرستان په مرکز کې د وحدت ادبي ټولنې په نوم فرهنگي ټولنه جوړه شوه چې په سیمه کې یې د پښتو شعر او ادب په برخه کې د ځوانو استعدادونو په روزلو او د ادبي ذوقونو په خړوبولو کې لوی چار (نقش) درلود.

سیف مومند چې د شاعرۍ په پرتله د سټیج سمبالولو (انانسرۍ) په برخه کې ډېر نامتو وو، په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې به یې په ډیری غونډو او ادبي بانډارونو کې د دریځ چارې سمبالولې چې خواږه غږ او اغیزناکې وياندۍ یې ډېر مینه وال درلودل.

څو کاله وړاندې چې پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم عملیات وکړل او په لکونو کورنۍ یې کډوالۍ ته اړې کړې، سیف مومند چې له خپل وطن خوست څخه یې د شوروي یرغل له لامله کډه کړی وه دا ځل یي د پاکستاني پوځ له یرغله بیرته خوست ته کډه وکړه چې تر مړينې پورې په خوست ولایت کې اوسېده.

مړینه سمول

چاپ شوي اثار سمول

۱- ډکه جولۍ (دیني، ساینسي او نور گټور مالومات په کې رایو ځای شوي دي)

۲- څانگه به نن سبا کې گل شي (ادبي تذکره ده او د شاعرانو د شعرونو بېلگې پکې راغونډې شوې دي.)

۳- سوکونه او ټانکونه (د حماسي اشعارو کوشنی غونډ دی)

ناچاپ اثار يې:

۱- د زړه وینې (د غزلو ټولگه)

۲- تورمخي (د لنډو کیسو او افسانو ټولگه)

۳- رنگین سفر (د ادبي مقالو او نقدي لیکنو ټولگه ده چې د شاعرانو هنرونه پکې تلل شوي)

۴- له اردو نه ژباړل شوی یو ادبي اثر.

۵- د جهادي او حماسي اشعارو یوه بله ټولگه.


د سیف الرحمان مومند د شعر یوه بېلگه:


ناست په شپه کې یم دخپل زړګي پرهارته

داڅراغ به رسومه آن سهارته

دخوارانو له جونګړو لوګي خیږي

یاکه سپاندې ورګوزار کړې چا انګارته

دشین سترګو قافلې ته لارې څاري

که زمری کمین نیولی دی کوم ښکارته

یوخونه دی ټول جهان منصور منصور دی

وخت به کوم یو منصور وخیژوي دارته

دایي نېغ دبرندو سترګو تور باڼه دي

که طالب راکټ سم کړی دی ګزارته

ګوندې تللي زلمي بیاپرې راشي سیفه

غړومه مدام سترګې هغې لارته

اخځليک سمول

۱-https://www.nunn.asia/100985/%D9%84%DB%8C%DA%A9%D9%88%D8%A7%D9%84-%D8%A7%D9%88-%D8%B4%D8%A7%D8%B9%D8%B1-%D8%B3%DB%8C%D9%81-%D9%85%D9%88%D9%85%D9%86%D8%AF-%D9%BE%D9%87-%D8%AD%D9%82-%D9%88%D8%B1%D8%B3%DB%90%D8%AF/