سټینلي بروس

سټینلي بروس
(انګلیسي: Stanley Melbourne Bruce د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سټینلي بروس
سټینلي بروس

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵ اپرېل ۱۸۸۳[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 25 اگسټ 1967 (84 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن[۶]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آسټراليا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د استرالیا لومړی وزیر (8 )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۹ فبروري ۱۹۲۳  – ۲۲ اکتوبر ۱۹۲۹ 
بیلي هیوز 
جیمز سکولین 
عملي ژوند
دنده سياستوال[۷]
ډیپلوماټ  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د برتانيا فوځ  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
سټینلي بروس
سټینلي بروس

سټینلي میلبورن بروس او د میلبورن لومړی وایکونټ بروس (اشرافي لقب)، (د ۱۸۸۳ز کال د اپرېل له ۱۵مې- د ۱۹۶۷ز کال د اګسټ تر ۲۵مې) له ۱۹۲۳ز کال نه تر ۱۹۲۹ز کال پورې د اسټرالیا ۸م لومړی وزیر و. هغه لوی اصلاحات رامنځته کړل او په حکومت کې یې د ملت جوړونې پراخه کړنلاره پیل کړه، خو په صنعتي اړیکو کې یې مخالف چلند د دې لامل شو، چې د ۱۹۲۹ز کال په ټاکنو کې یوه ډراماټیکه ماتې ومني. بروس وروسته په (۱۹۳۳ز- ۱۹۵۱ز) کلونو کې د بریتانیې لپاره لوړپوړی کمیشنر وټاکل شو او په (۱۹۴۶ز- ۱۹۵۱ز) کلونو کې د خوړو او کرنې د سازمان د رئیس په توګه یې خپله اوږده او اغېزمنه ډیپلوماټیکه کارکړنه تعقیب کړه.

بروس د میلبورن په شتمنه کورنۍ کې زېږېدلی و، په کیمبریج پوهنتون کې یې زده کړې وکړې او خپل لومړنی ژوند یې د خپل ارواښاد پلار د واراداتو او صادراتو سوداګرۍ ته ځانګړی کړی و. هغه په لومړۍ نړیواله جګړه کې د ګالیپولي کمپاین په لومړیو کرښو کې فعالیت کاوه او په ۱۹۱۷ز کال کې په ټپي حالت کې اسټرالیا ته ستون شو او هلته د حکومت د استخدامي هڅو ویاند شو. هغه د نشنلیست ګوند او لومړي وزیر بیلي هیوز پام ځان ته راواړاوه، چې دوی د سیاسي مخینې هڅوونکي وو. هغه په ۱۹۱۸ز کال کې پارلمان ته وټاکل شو، په ۱۹۲۱ز کال کې خزانه دار او بیا په ۱۹۲۳ز کال کې له هېواد ګوند سره د ائتلاف په مشرۍ، د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

بروس په دفتر کې یو ځواکمن او متنوع اجنډا تعقیب کړه. هغه د فډرالي حکومت پر ادارې بشپړه بیاکتنه وکړه او د کینبرا نوې پلازمېنې ته یې د لېږد په اړه فکر وکړ. هغه د اسټرالیا په فډرالي سیسټم کې د مشترک المنافع د سهم د پیاوړي کولو لپاره بېلابېل اصلاحات پلي کړل او د اسټرالیا د فډرالي پولیسو او CSIRO په وده کې یې مرسته وکړه. د بروس «وګړي، پیسې او بازارونه» طرحه د لویې دولتي پانګونې او له بریتانیا او پاتې بریتانوي سترواکۍ سره د نږدې اړیکو له لارې، د اسټرالیا د نفوس او اقتصادي ظرفیت د چټکې پراختیا لپاره یوه هیله بښونکې هڅه وه. په هر حال د اسټرالیا د صنعتي اړیکو د سیسټم د بیاکتنې لپاره د بروس هڅې د دې لامل شوې، چې د کارګرانو خوځښت یې له دولت سره مخالفت وکړي او په ۱۹۲۹ز کال کې د مشترک المنافع د منځګړیتوب د لغوه کولو لپاره د بروس راډیکالي وړاندیز د هغه د ګوند غړي دې ته وهڅول، چې حکومت ته ماتې ورکړي. لومړی وزیر د راتلونکي کال په ټاکنو کې له سترې ماتې سره مخ شو او خپله څوکۍ یې لاسه ورکړه، دا په اسټرالیا کې یوه بې سارې پېښه وه، چې تر ۲۰۰۷ز کال پورې بیا تکرار نه شوه.

بورس په ۱۹۳۱ز کال کې پارلمان ته راستون شو، خو د لیونز په حکومت کې یې لنډمهاله دنده وکړه او پر ځای یې د نړیوال مسلک په لټه کې و؛ نو همدا و، چې په ۱۹۳۳ز کال کې په انګلستان کې د لوړپوړي کمیشنر په توګه وټاکل شو. بورس د برتانوي حکومت په کړیو او د ملتونو په ټولنه کې یو اغېزمن شخصیت شو. د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په اړه د نړیوالې همکارۍ لپاره د نه ستړي کېدونکي مدافع په توګه راڅرګند شو، په ځانګړې توګه هغه ستونزې، چې مخ پر ودې نړۍ ورسره مخ وه. بروس د نړیوالې تغذیې د ښه والي لپاره لېواله و؛ نو همدا و، چې د خوړو او کرنې سازمان په جوړولو کې یو له مهمو شخصیتونو نه و او د دې ادارې د لومړي رئیس په توګه یې هم دنده ترسره کوله. هغه لومړی اسټرالیايي و، چې د اسټرالیا مشرانو جرګې ته وټاکل او همدارنګه د اسټرالیا د ملي پوهنتون لومړی رئیس شو. که څه هم د هغه ډیپلوماټیکه مخینه په اسټرالیا کې له پامه غورځول شوې وه، خو بیا یې هم په لندن کې د اسټرالیا د ګټو (په ځانګړې توګه د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې) کلک ملاتړ کاوه.

د ژوند په لومړیو کې سمول

سټینلي میلبورن بروس د ۱۸۸۳ز کال د اپرېل په ۱۵مه د میلبورن د ویکټوریا په سیڼت کلیډا کې زېږېدلی او دی د پلار و مور په پینځو ماشومانو کې تر ټولو کشری و. خپل نوم یې نه و خوښ او غوښتل یې چې په «S.M» وپېژندل شي آن د خپلو ملګرو په منځ کې یې هم د همدغه نوم اخیستلو ته ترجېح ورکوله. مېرمنې یې ورته په ساده ډول «س» ویل. کله چې بروس لومړی وزیر شو؛ نو مطبوعاتو ته یې یادښت ولیکه، چې په ورځپانو کې یې د خپل نوم پر ځای د نوم لومړي توري ولیکي.[۸][۹][۱۰]

د بروس پلار جان منرو بروس د ایرلنډ په کاونټي لیټریم کې له سکاټلنډي پلار و مور نه زېږېدلی و او په ۱۸۵۸ز کال کې د ۱۸ کلونو په عمر اسټرالیا ته کډوال شوی و. د هغه مور ماري ان هینډرسن ایرلنډۍ وه، چې په ۱۸۷۲ز کال کې د ۲۴ کلونو په عمر اسټرالیا ته لاړه او هلته یې د تره له زوی جان سره واده وکړ. جان بروس بااستعداده سوداګر شو، چې «د پېرېدلو او پلورلو وړتیا یې لرله». همدغو وړتیاوو ته په کتو بروس د میلبورن په یوه وارداتي شرکت کې شامل شو، چې په ۱۸۶۸ز کال د پیټرسن، لینګ او بروس په نامه پېژندل کېده. د دوی د کورنۍ له پریزبیټیرین شالید سره سره، سټینلي بروس د انګلستان د میلبورن کلیسا د ګرامر ښوونځي (اوسمهال د میلبورن د ګرامر ښوونځي په نامه یادېږي) ته واستول شو، چې سټینلي وروسته د انګلیکن په توګه وپېژندل شو. بروس یو متوسط زده کوونکی و، خو په سپورتي ژوند کې ډېر فعال و، د ښوونځي د فوټبال لوبډلې لوبډلمشر و او وروسته په ۱۹۰۱ز کال کې یې په خپل ښوونځي کې هم فعاله ونډه لرله.[۱۱][۱۲][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ۱۸۸۰ او ۱۸۹۰ز  لسیزو اقتصادي ناورین د بروس کورنۍ برخلیک ته زیان ورساوه. جان بروس په ۱۸۸۴ز کال کې د ویکټوریا د بانک له سقوط سره خپله ډېره برخه له لاسه ورکړه او په ۱۸۹۷ز کال کې د وارداتو په سوداګرۍ کې د پېرېدلو لپاره لوی پورونه واخیستل. دا کورنۍ په راتلونکو لسیزو کې له لویو غمیزو سره مخامخ شوه. د سټینلي ورور ویلیم په ۱۸۹۹ز کال کې د رواني ناروغۍ له درملنې لږ وروسته ځانوژنه وکړه. دوه کاله وروسته جان بروس پاریس ته د سوداګرۍ د سفر په لړ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغه په سوداګرۍ کې له ژور خپګان سره مخ شوی و. د هغه خور ماري په ۱۹۰۸ز کال کې له اوږدمهالې ناروغۍ وروسته مړه شوه او مور یې هم په ۱۹۱۲ز کال کې مړه شوه. [۱۹][۲۰][۲۱]

لومړی وزیر ۱۹۲۳- ۱۹۲۹ز کلونه سمول

نشنلستانو د ۱۹۲۲ز کال په ټاکنو کې په پارلمان کې یوولس چوکۍ او خپل اکثریت له لاسه ورکړ. له دغو چوکیو نه درې یې د کارګر ګوند له خوا اخیستل شوې وې، چې دغه ګوند تر هغه مهاله د حکومت د جوړولو لپاره لازم شمېر نه درلود. بله خوا، د هیوز ضد لیبرال ګوند پینځه حکومتي څوکۍ ترلاسه کړې په داسې حال کې، چې د هېواد ګوند د دوی شمېر ۱۴ ته لوړ کړ او د واک انډول یې وساته. د نشنلستانو لپاره په واک کې د پاتې کېدلو لپاره یوازینی حقیقي سیاسي انتخاب د هېواد له ګوند سره موافقې ته رسېدل و. په هر حال د هېواد ګوند مشر ایرل پیج د لومړي وزیر په توګه له هیوز سره د نشنلست حکومت له ملاتړه ډډه وکړه او د جنوري او فبروري په اوږدو کې یې ونه شو کولای چې دغه ټکر له منځه یوسي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

هغه مهال چې والټر میسي ګرین د ۱۹۲۲ز کال په ټاکنو کې خپله څوکۍ له لاسه ورکړه، نو هیوز بروس ته ورغی، چې د ګوند مشر شي، بروس تر یو څه بې میلۍ وروسته موافقه وکړه، خو هیوز وروسته په  خپلې دغې پرېکړه پښېمان و او د نوي لومړي وزیر له کلکو مخالفینو نه شو. [۲۶]

بروس په چټکۍ حرکت وکړ، ترڅو د خپل حکومت لپاره کاري اکثریت خوندي کړي. هغه د هیوز د اوږدې مودې سیاسي متحد جیورج پیرس قانع کړ، چې په وزارت کې یې شامل شي. بروس د ملي کارګر د ګوند د هغو پخوانیو غړو ملاتړ ترلاسه کړ، چې په ۱۹۱۶ز کال کې له هیوز سره یوځای له کارګر ګوند نه وتلي وو.[۲۷]

د لومړي وزیر په توګه د بروس ټاکل د اسټرالیا په سیاسي تاریخ کې یو مهم ټکی و. هغه لومړنی لومړی وزیر و، چې د فدراسیون په خوځښت کې یې برخه نه وه اخیستې، د استعماري یا ایالاتي پارلمان غړی نه و او په ۱۹۰۱ز کال کې د لومړي فډرالي پارلمان غړی هم نه و. پر دې سربېره هغه لومړنی لومړی وزیر و، چې د داسې کابینې مشري یې کوله، چې په ټوله کې په اسټرالیا کې زېږېدلي وزیران په کې شامل وو.[۲۸][۲۹]

په انګلستان کې لوړپوړی کمیشنر ۱۹۳۳ز- ۱۹۴۵ز سمول

بروس د ۱۹۳۳ز کال په سپټمبر کې د لیونز له خوا د ناروغ سر ګرینویل ریري پر ځای انګلستان ته د لوړپوړي کمیشنر په توګه وټاکل شو او هغه ته یې د سفیر رتبه هم ورکړه. هفه د ۱۹۳۳ز کال د اکټوبر په ۷مه په رسمي ډول له پارلمان نه استعفا ورکړه. بروس د نوي موقف لپاره غوره شو او د محافظه کارو سیاستوالو په منځ کې باوري او د برتانوي حکومت په کړیو کې یوه پېژندلې څېره شوه، دا د دې لامل شو، چې بروس په رسمي ډول د برتانیا سیاست ته ننوځي. بروس په ځانګړي ډول لومړي وزیر سټینلي بالډوین ته، چې هغه ته یې مشورې ورکولې، ډېر نږدې و او په ۱۹۳۶ز کال کې د اتم اډوارډ د استعفا لپاره د فشار په راوستو کې اغېزمنه څېره وه. په لندن کې د هغه ارزښت او ځواک د هغه د ازادې واکمنۍ له امله وو، چې لیونز هغه ته ورکړي وو. دا په تاریخ کې یو نادر دریځ دی. د مشترک المنافع د بهرنیو چارو په وزارت کې له ګډوډۍ او پرله پسې بدلونونو سره سره، بروس په ټوله کې د اسټرالیا تر ټولو بانفوذه او د باور وړ نړیوال استازی ګڼل کېږي، چې په بهرنۍ تګلارې پورې اړوند مسائل یې په یوازې ځان ټاکل.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

مړینه سمول

بروس په تدریجي ډول د کوڼ والي له پیل سره سره د خپل تقاعد په لړ کې فعال او د ښې روغتیا خاوند و، خو د ۱۹۶۷ز کال په مارچ کې د هغه د مېرمنې ایتل مړینې پر هغه ژوره اغېزه وکړه. هغه د ۱۹۶۷ز کال د اګسټ په ۲۵مه د ۸۴ کلونو په عمر ومړ. بروس د بیلي هیوز د کابینې وروستی ژوندی پاتې غړی و. د هغه د یاد غونډې مراسم په سنټ مارټین ان دې فیلډز کې ترسره شول او د شاهي کورنۍ ډېرو استازو په کې برخه اخیستې وه. د هغه ایرې د کینبرا په برلي ګریفین جهیل کې واچول شوې. د بروس د کینبرا سیمه او د بروس انتخاباتي څانګه، چې په سویل ختیځ میلبورن کې پرته ده، دواړه د بروس په نامه ونومول شوې.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6dn5fgn — subject named as: Stanley Bruce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8480146 — subject named as: Stanley Melbourne Bruce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p18527.htm#i185268 — subject named as: Stanley Melbourne Bruce, 1st and last Viscount Bruce of Melbourne — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/bruce-of-melbourne — subject named as: Bruce of Melbourne — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000003733 — subject named as: Lord Bruce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. GND ID: https://d-nb.info/gnd/139322787 — د نشر نېټه: ۱۲ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  7. Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/mr-stanley-bruce — د نشر نېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲
  8. (په 20 September 2018 باندې). Just a regular Joe (or Bill or ScoMo): How our leaders work hard at being 'ordinary'. ABC News
  9. Cumpston، ص. 1.
  10. Carroll، ص. 105.
  11. mgs.vic.edu.au
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Lee، صص. 3–4.
  13. Lee، ص. 3.
  14. Edwards، صص. 8–9.
  15. Edwards، صص. 9–10.
  16. Edwards، ص. 8.
  17. Lee، ص. 2.
  18. Lee، صص. 1–2.
  19. Lee، صص. 4–5.
  20. Lee، ص. 4.
  21. Stirling، ص. 162.
  22. Lee، صص. 24–25.
  23. Fitzhardinge، صص. 515–517.
  24. Fitzhardinge، صص. 511–517.
  25. Barber، ص. 27.
  26. Edwards، ص. 75.
  27. Reid & Forrest، صص. 37–38.
  28. Crase, Simon (1 May 2008). "ABC Ballarat". Abc.net.au. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Australian Dictionary of Biography.
  30. (په 7 October 1933 باندې). Mr. Bruce Resigns.
  31. P.G. Edwards، صص. 40–47.
  32. P.G. Edwards، صص. 39–41.
  33. Edwards، صص. 249–254.
  34. Lee، ص. 120.
  35. "Bruce (Suburb)". ACT Planning and Land Authority. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  36. "Division of Bruce". Australian Electoral Commission. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Lee، ص. 183.
  38. Cumpston، ص. 265.