سټون وال جیکسن

توماس جوناتن «سټون وال» جیکسن (د ۱۸۲۴ د جنوري ۲۱مه ــ د ۱۸۶۳ د مې ۱۰مه) د امریکا د کورنۍ جګړې په پر مهال کنفډریټ جنرال (۱۸۶۱ـ ۱۸۶۳) و او خدمت یې ترسره کاوه. نوموړی د جنرال رابرټ ای لي وروسته د کنفډریټ ترټولو نامتو قوماندان شو. جکسن تر خپل مرګ پورې د جګړې په ختیځ تیاتر کې کابو په ټولو پوځي بوختیاوو کې اړینه وڼډه لوبولی و او د ډېرو مهمو جګړو په ګټلو کې یې مهمه برخه لرله.[۱۱]

سټون وال جیکسن
(انګلیسي: Thomas Jonathan Jackson د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سټون وال جیکسن
سټون وال جیکسن

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Thomas Jonathan Jackson د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۱ جنوري ۱۸۲۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 10 مې 1863 (39 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د متحده ایالاتو پوځي اکاډمي [۹]  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک ښوونکی
پوځي ځواک [۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري د امریکا متحده ایالات (۲۱ جنوري ۱۸۲۴–۱ جون ۱۸۶۱)  د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام جنرال
ډگر جنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د مکسیکو او امریکا جګړه
د امریکا کورنۍ جګړه [۹]  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
سټون وال جیکسن
سټون وال جیکسن

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جیکسن په هغې سیمه کې زېږېدلی چې وروسته د ویرجینیا برخه (په اوسنۍ لوېدیځه ویرجینیا کې) شوه، جیکسن دا فرصت ترلاسه کړ، چې په ویسټ پوانټ کې د متحده ایالاتو په نظامي اکاډمۍ کې استخدام شي او په ۱۸۴۶ ز کال کې فارغ شو. نوموړي په ۱۸۴۶ـ ۱۸۴۸ کلونو کې د مکسیکو او امریکا د جګړې پرمهال د متحده ایالاتو په اردو کې کار کړی او ځان یې په چاپولتیپیک کې مشهور کړ. ښاغلي جیکسن له ۱۸۵۱ ز کال نه تر ۱۸۶۱ ز کال پورې د ویرجینیا په نظامي انسټیټیوټ کې درس ورکاوه، چې په خپلو زده کوونکو کې مشهور نه و. په دې موده کې یې دوه ځله واده وکړ. لومړۍ مېرمن یې د زېږون په وخت کې مړه شوه. دویمه مېرمن  یې مریم انا موریسن نومېده، چې تر ۱۹۱۵ ز کال پورې ژوندۍ وه. ویرجینیا د ۱۸۶۱ ز کال په مې کې د فورټ سمټر تر برید وروسته له اتحادیې بېله شوه، جیکسن له کنفډریټ اردو سره یوځای شو. نوموړي د بیل رن په لومړۍ جګړه کې د یوې لېوا په قومانده کې ځان مشخص کړ، چې په جولای کې ترسره شوه. مهم پوځ یې چمتو کړ او د اتحادیې یو سخت برید یې پر شاه وتمباوه. نوموړی برنارډ ایلیوټ بي جونیر د «تیږو دېوال» سره پرتله کړ، له دې امله دا لقب د تل لپاره ورسره پاتې شو.

جکسن په ۱۸۶۲ کال کې د شیناندوه د درې په عملياتو کې یو غوره استثنايي رول ترسره کړ. سره له دې چې د ناسمو استخباراتو له امله له ابتدايي ماتې سره مخ شو؛ خو د ګړندیو او بااحتیاطه کړنو په واسطه جیکسن وتوانېد، چې د اتحادیې درېوو بېلو پوځونو ته ماتې ورکړي او د پوټومیک اردو د ریچمنډ پروړاندې په خپل عملياتو کې د جنرال جورج بي مک کلیلان د پیاوړتیا مخه ونیسي. جیکسن بیا په چټکۍ سره د ریچمنډ په دفاع کې درې فرقه ای حرکت په دې موخه وکړ، چې د شمالي ویرجینیا د جنرال لي پوځ پیاوړی کړي. نوموړي د پوټوماک د مک کلیلان د اردو په وړاندې په اووه ورځنۍ جګړه کې ضعیفه لوبه وکړه، ځکه چې ناوخته میدان ته راوتلی و. د شمالي ویرجینیا د کمپاین په بهیر کې چې کله په اوړي کې د جیکسن سرتېرو د ویرجینیا د جنرال جان پوپ د اردو لپاره د اکمالاتو یو مهمه ډیپو ونیوه او لمنځه یې یووړه، وروسته د بیل رن په دویمه جګړه کې د پوپ د سرتېرو له پرلپسې بریدونو سره مخ شو. د جیکسن سرتېرو د سپتمبر د مریلینډ په عملياتو کې مهم رول لوبولی و، یو ستټراټیژیک موقعیت یې نیولی و. دا موقیعت د هارپر فیری ښارګوټی و او په انټیټام کې د کنفډریټ پوځ له کیڼ اړخو دفاع وکړه. په ډسمبر کې په فریدریکسبرګ کې د جیکسن قول اردو شاتګ وکړ؛ خو په پای کې د میجر جنرال امبروز برنسایډ په مشرۍ د اتحادیې اردو له خوا برید مات شو. د ۱۸۶۳ ز کال د اپریل په وروستیو او د مې په لومړیو کې د یوې لویې اتحادیې له اردو سره مخامخ شو، چې هغه مهال یې جوزف هوکر په چانسیلورسویل کې مشري کوله، لي خپل ځواکونه په درېوو لارو وېشلي وو. جکسن د مې په ۲مه خپل ۳۰۰۰۰ سرتېري واخیستل او د اتحادیې د ښي اړخ په وړاندې یې ناڅاپي برید پیل کړ، مخالف سرتېري یې شاوخوا دوه میله شاته وګرځول. نوموړی په هغه ماښام په ​​​​تصادفي ډول د کنفډریټ پیکټو له خوا وویشتل شو. د جنرال چپ لاس پرې او ترې بې برخې شو، د لاس د ټپونو له امله کمزوری شوی و او اته ورځې وروسته د سینه بغل له امله مړ شو.

پوځي تاریخپوهان په دې اند دي، چې جکسن د متحده ایالاتو په تاریخ کې یو با استعداده تکتیکي قوماندان و. حتا تکتیکونه یې نن ورځ مطالعه کېږي. د هغه مړینه کنفدراسیون ته یوه سخته ضربه وه، چې نه یوازې د هغه پوځې امکانات یې اغېزمن کړل، بلکې د اردو او عامو خلکو پر مورال یې هم اغېز وکړ. د جیکسن له مړینې وروسته د هغه پوځې کارونې یو افسانوي کیفیت رامنځته کړ، چې د «بایللي لامل» د ایډیالوژۍ مهم عنصر شو.[۱۲][۱۳]

نسب سمول

توماس جوناتن جکسن د جان جکسن او الیزابیت کمینز (د الیزابیت کامینګز او الیزابیت نیډلز په نوم هم پېژندل شوی) (۱۷۲۳ـ ۱۸۲۸) مشر لمسی و. جان جیکسن د ایرلېنډ د کولرین له کاونټي لندنډیري نه د ایرلېنډ پروټسټینټ و. نوموړی چې کله په لندن کې اوسېده، نو ۱۷۰ پونډه یې پټ کړل او د لویې غلا په جرم محکوم شو. قاضي په اولډ بیلی کې په اوه کاله بند محکوم کړ. الیزابیت یوه پیاوړې سپین پوستې ښځه وه، چې شاوخوا ۶ فوټه (۱۸۰ سانتي متره) ونه یې لرله، په لندن کې زېږېدلې، نوموړې هم د ۱۹ برخو د سپینو زرو، ګاڼو او ښې لیسانو د غلا کولو په یوه غیر اړونده قضیه کې د جنایي غلا په تور محکومه شوې وه او ورته سزا ورکړل شوې وه. دوی دواړه د سوداګریزې کښتۍ لیچفیلډ کې لېږدول شوي، چې د ۱۷۴۹ ز کال په مې کې له ۱۵۰محکومو کسانو سره لندن ته لاړل. جان او الیزابیت په کښتۍ کې سره ولیدل او کله چې کښتۍ اناپولس میریلینډ ته ورسېده، دوی د یو بل په مېنه کې ښکېل شول. که څه هم دوی د خپل بانډ د خدمت لپاره په مریلینډ کې بېلابېلو ځایونو ته لېږدول شوي وو او د ۱۷۵۵ ز کال په جولای کې یې واده وکړ.[۱۴][۱۵][۱۶]

جان او الیزابت اته ماشومان لرل. دویم زوی یې اډوارډ جکسن (۱۷۵۹-۱۸۲۸) و او د اډوارډ درېیم زوی د توماس پلار جوناتن جکسن و. د جوناتن مور د ۱۷۹۶ ز کال د اپریل په ۱۷مه مړه شوه. درې کاله وروسته د ۱۷۹۹ ز کال د اکتوبر په ۱۳مه  یې پلار له د الیزابیت ویدر هولټ سره واده وکړ او دوی نهه نور ماشومان لرل.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

لومړنی ژوند سمول

د ماشومتوب لومړني وختونه سمول

توماس جکسن د ۱۸۲۴ کال د جنورۍ په ۲۱ نېټه د ویرجینیا د هریسن کاونټي د کلارکبرګ په ښار کې زېږېدلی و. هغه د جولیا بیک ویت (نی نیل) جکسن (۱۷۹۸-۱۸۳۱) او جوناتن جکسن (۱۷۹۰-۱۸۲۶) درېیم ماشوم و. د جیکسن مور او پلار دواړه د ویرجینیا اصلي اوسېدونکي وو. کله چې توماس زېږېدلی و، کورنۍ یې لا له وړاندې دوه کوچني ماشومان لرل او په کلارکبرګ کې یې ژوند کاوه، چې اوس پکې لوېدیځه ویرجینیا ده. هغه د خپل مورني نیکه لپاره نومول شوی و. د جیکسن د زېږون د اصلي ځای په اړه بېلابېل نظرونه دي. د لوېدیځې ویرجینیا په پارکرزبرګ کې د سېلاب په دېوال کې یو تاریخي نښه کوونکی وايي، چې هغه ځای ته نږدې په یوه خوبخونه کې زېږېدلی، چې مور یې د هغه له موروپلار سره لیدنه کوله چې هلته اوسېدل. داسې لیکنې شته، چې ښیي د جیکسن په ماشومتوب کې نوموړی د «رښتیني مکروني» په نوم یاد شوی، د نوموړي د مستعار نوم ریښه او شتون تر اوسه روښانه نه دی.[۲۱]

د ۱۸۲۶ ز کال د مارچ په ۶مه د توماس خور الیزابیت (شپږ کلنه) له دوه کلن توماس سره د هغې په بستر کې د ټیفایډ تبې له امله مړه شوه. د نوموړي پلار هم د ۱۸۲۷ ز کال د مارچ په ۲۶مه د خپلې خور له نرسنګ او پاملرنې وروسته د ټیفایډ تبې له امله مړ شو. د جکسن مور د جکسن د پلار له مړینې یوه ورځ وروسته د هغه خور لورا این وزېږوله. جولیا جیکسن په ۲۸ کلنۍ کې کونډه شوه، ډېر پورورباندې و او درې کوچني ماشومان (د نوي زېږېدلي ماشوم په ګډون) یې لرل. ددې لپاره چې پورونه ورکړي، نو د کورنۍ ملکیتونه یې خرڅ کړل. هغې د کورنۍ خیرات رد کړ او یوه کوچني کرایه شوي کور ته لاړه، چې یوه خونه یې لرله. جولیا د ګنډلو کار پیل کړ او د شاوخوا څلورو کلونو لپاره یې د ځان او خپلو درېیو کوچنیو ماشومانو د ملاتړ په موخه یو خصوصي ښوونځی پرانیست. [۲۲][۲۳]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Thomas-Jonathan-Jackson — subject named as: Thomas Jonathan Jackson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6cc0xwv — subject named as: Stonewall Jackson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2739 — subject named as: Thomas Jonathan Jackson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/536 — subject named as: Thomas Jonathan Jackson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/jackson-thomas-jonathan — subject named as: Thomas Jonathan Jackson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0034227.xml — subject named as: Thomas Jonathan Jackson — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=jacksont — subject named as: Stonewall Jackson
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/28655 — subject named as: Thomas Jonathan Jackson — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ https://finding-aids.lib.unc.edu/00370/
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12438721k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. Compare: Jackson biography at Civil War Home "Next to Robert E. Lee himself, Thomas J. Jackson is the most revered of all Confederate commanders."
  12. James I. Robertson, Stonewall Jackson: The Man, the Soldier, the Legend (1997).
  13. Wallace Hettle, Inventing Stonewall Jackson: A Civil War Hero in History and Memory (Louisiana State University Press, 2011)
  14. Farwell, p. xi, states that the overwhelmingly common usage of the middle name Jonathan was never documented and that Jackson did not acknowledge it; he instead used the signature form "T. J. Jackson." Robertson, p. 19, states that a county document on February 28, 1841, was the first recorded instance of Jackson's using a middle initial, although "whether it stood for his father Jonathan's name is not known." All of the other references to this article cite his full name as Thomas Jonathan Jackson.
  15. Robertson, pp. 1–2.
  16. Robertson, pp. 2–3.
  17. Edward's second son was David Edward Jackson. Talbot, Vivian Linford (1996). David E. Jackson: Field Captain of the Rocky Mountain Fur Trade. Jackson Hole: Jackson Hole Historical Society and Museum. د کتاب پاڼې 17. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. VMI Jackson genealogy site; Robertson, p. 4.
  19. Talbot, op. cit., p. 18
  20. "Jackson Family Genealogy". Virginia Military Institute. د لاسرسي‌نېټه September 4, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Was Stonewall Jackson born in Parkersburg? – NewsandSentinel.com | News, Sports, Jobs, Community Information – Parkersburg News and Sentinel". NewsandSentinel.com. د لاسرسي‌نېټه September 12, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Robertson, p. 7.
  23. Robertson, p. 8.