سيف لودین

کندهاري ليکوال

سیف الدین (لودین) یو کندهاري ځوان چي شاوخوا ٢٢ كاله عمر لري، ښاغلي لودين د کندهار په محل نجات نومي سيمه كي دي نړۍ ته سترګي وغوړولي، په ۲۰۰۷ كال كي د كندهار د ظاهر شاهي عالي ليسي د پاي ته رسولو وروسته دکندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي ته بريالى سو او د پښتو ادبياتو څانګه یي غوره کړه او ددي تر څنګ هغه په سكوت او خاموشي كي ډير لړزانده کس دي.

سيف الدین لودین
سيف الدین
د ښاغلي سیف لودین انځور
د ښاغلي سیف لودین انځور
د ښاغلي سیف لودین انځور

د کندهار د پوهني رياست اداري آمر
د واکمنۍ دوران
۱۷ اپريل ۲۰۱۷ – ٢٢ جون ۲۰۱۷
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۹۶ (۲۷–۲۸ کلن)
محل جات، کندهار ولايت
تابعیت  افغانستان
عملي ژوند
کار/مسلک ټولنیز فعال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د پيژندنې لامل (# نسوی_پوه)
لاسليک
د سيف لودين لاسليک.
د سيف لودين لاسليک.
د سيف لودين لاسليک.

ويبپاڼه
ويبپاڼه د سيف لودین بلاګ

هغه په پښتو ژبه باندي د رسنیو له لاري خلکو ته معلومات نشروي، د ٢٠١٧ کال په اخرو چين ته د تعلیم لپاره ولاړ او په ٢٠١٨ کال کې بيرته راستون سو.

د هغه يو شمېر کړنې

١- د پوهني رياست په ودانۍ کي د افغانستان ملي او د معارف بيرغ زړول.
٢- د پوهني رياست په داخل کي د مراجعينو د سرخوږى پر برابر ټولو شعبو ته لوحې او لارښووني چاپوول او د شعبو پر دروازو موښلول.
٣- د پوهني رياست د خدمتي کارمندانو او ملازمينو د پاره پسله وخته يو استاد مقررول.
۴- د پوهني رياست اداري برخي په موکېټ فرشول.
۵- په ولسواليو او کليو کي د ښځينه استادانو د اقتصادي مشکلاتو پر برابر د ١۴٦ بستونو اعلانول.
۶- د وزارت مقام په همکاري د نتايجو د پاره کمپيوټري سيسټم چي په شهادتنامو کي به د هيڅ ګوتوهني ځاى نه وي، فعاله کول.
۷- د شهيد ملا عبدالحي اخند ديني مدرسې د پاره تعمير.
۸- د پوهني رياست اړوند ساينس مرکز د پاره د ودانۍ تعمير چي تقريبا په ٣١ميلونه افغانۍ به جوړيږي، زما د مالوماتو له مخي چي اوس يې هم کار په شهيد محمد اکرم خاکرېزوال ليسه کي جريان لري.

٩- په پوهني رياست کي د معاشاتو اجراء پر الکترونيکي برخي طرح. [۱]

نور

  • زده کړي: په ٢٠٠٨ ملادي کال کي د مکتب څخه تر فارغېدا وروسته د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځى ته شامل سو، چي هم مهاله يې په کندهار پوهنتون کي د ((اى سي ډي ايل)) انګليسي ژبي شپږ مياشتني نړيوال کورس هم ولوست. د ٢٠٠۶ څخه تر ٢٠٠٧ پوري د کمپيوټر په برخه کي په کندهار کي د شېرزي انستيتوت د هارډوېر د برخي څخه د ٢٠٠٨ څخه تر ٢٠٠٩ پوري يې د افغان کاناډايي ښوونيز مرکز څخه د اداري او منجمينټ په برخه کي زده کړي کړي دي.

سرچینې

  1. ددي ليکنې لومړی سرچينه د سيف لودین فيسبوک پاڼه ده