سيستان او بلوچستان ولايت

(له سيستان و بلوچستان نه مخ گرځېدلی)
سیستان او بلوچستان
د سیستان و بلوچستان ولایت


پلازمینه زاهدان
مساخت ۱۸۱،۷۸۵
د نفوس شمېر ۲،۴۰۵،۷۴۲
رسمي ژبه فارسی
بلوڅي
دین اسلام
مذهب سني
سيستان و بلوچستان


پلازمينه زاهدان
مساحت/ځمکه 181,785 کيلوميټر2 (70,188 مربع ميل)
د نفوس شمېر 2,410,076
ولسوالو شمېر 8
رسمي ژبه فارسي

(بلوڅي غير رسمي)


دین اسلام زياتره سني

سيستان و بلوچستان (په انگرېزي کې: Sistan and Baluchestan) د ایران د ولایتونو څخه یو ولایت دی . مساحت یې 181,785 کيلوميټر2 (70,188 مربع ميل) کیلومتره مربع ده او تقریبا 2,410,076 نفوس لري. د سيستان و بلوچستان د ولایت پلازمينه د زاهدان ښار دی. په دې ولايت کې که د گڼې گوڼې خبره وکړی شي نو 12.6 تنه په يو مربع کيلوميټر کې (33 تنه په يو مربع ميل کې) اوسيږي.په دې ولايت کې ټول 8 ولسوالۍ (کومو ته چې په سيمه ايزه توگه شهرستان ويلی کېږي) دي.

سیستان و بلوچستان (په پارسی: استان سیستان و بلوچستان) د ایران د ولاتونو څخه یو لوی ولایت دی چی د ایران په ختیځ کی پروت دی. مساحت یی ۱۸۱،۷۸۵ کیلومتره مربع ده. د سیستان و بلوچستان ولایت په ختیځ کی له پاکستان سره، په شمال ختیځ کی افغانستان سره، په شمال کی د جنوبی خراسان له ولایت سره او په لویدیځ کی د کرمان او هرمزکان له ولایتونو سره گډې پولې لری. مرکز یی د زاهدان ښار دی.

دبلوڅ خلکو اعدامول او وژنه

بلوڅان په ايران کې د خپلو انساني حقوقو څخه محروم دي،

لکه؛

• ۸۰ سلنه بلوڅان ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري، که څه هم ايراني دي.

• حکومتې دندو, عسکري، معلمي او داسې نورو... کې هيڅ د ونډې اخيستنې حق نه لري، په مورنۍ ژبه زده کړه خو کفر دی د ايران حکومت ته.

• د ايران حکومت تل بلوڅان په يو نوم وژنې او نسل يې ورک کوي,

ايران کې بلوڅان د سخت اقتصادي، علمي، او رواني ستونزو سره ځکه مخ دې چې حتا د زده کړي کولو حق يې لا تري اخيستی.



نور ولولئ