سلیمئ
سلیمئ [۱] یا سلیمي [۲] (په ۱۹۴۰ زیږدیز کال ) یو افغان یاغی واکمن وو، چي یوازي یې په ختیځ افغانستان کي د صافیانو پر سیمه باندي حکومت کاوه.
عمومي مالومات |
---|
واکمني
سمولپه افغانستان کي د قانون د حاکمیت (2011) په نوم د کتاب پر بنسټ په 1944 یا 1945 کي د صافي ټبر شاهسوار د پاچا، سلیمئ د لومړي وزیر او امان الملک د دفاع وزیر په توګه د خپلي سیمي مشران وټاکل. [۱]
د ۱۹۴۵ کال د اکټوبر تر پایه د یو څو مریدانو پرته زیاتره صافيان له افغان حکومت سره موافقې ته ورسېدل، [۳] او په یاد تړون کي د نورو شیانو تر څنګ د صافيانو د شمولیت پریښودل یا ځنډول هم شامل وه، چي دوی یې له سیمه ییز واک څخه په رسمي ډول بې برخي کول. [۳]
د ۱۹۴۶ کال د نوامبر په ۲۳ مه محمد داود خان د صافیانو د سولي شرطونه چي پکښي له دولتي عسکرو څخه نیول سوي ټوپکونه او د وړو وسلو مهمات او د شاهسوار، سید موحد، سلیم خان او الله خان شامل تسلیمي دوی ته وړاندي کړه. دا څرګنده نه ده چي صافیانو دا شرطونه منلي دي که نه [۴] خو ټولي سرچینې په دې اړه یوه خوله دي چي د صافیانو پاڅون د ۱۹۴۶ کال په پای کي بشپړ له منځه ولاړی، او ددوی قبایلي سیمه د افغان حکومت د ځمکني تمامیت یوه برخه وګرځېدل. [۵]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Mason, Whit (2011-04-14). The Rule of Law in Afghanistan: Missing in Inaction (in انګليسي). Cambridge University Press. pp. 85, 86. ISBN 978-1-139-49552-3.
- ↑ Edwards, David B. (2017-05-09). Caravan of Martyrs: Sacrifice and Suicide Bombing in Afghanistan (in انګليسي). Univ of California Press. p. 33. ISBN 978-0-520-29479-0.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Yapp, Malcolm; Preston, Paul; Patridge, Michael; Office, Great Britain Foreign (1999). British documents on foreign affairs: reports and papers from the Foreign Office confidential print. From 1946 through 1950. Near and Middle-East (in انګليسي). University Publications of America. p. 178. ISBN 978-1-55655-765-1.
- ↑ Yapp, Malcolm (2001). British documents on foreign affairs: reports and papers from the foreign office confidential print. From 1946 through 1950. Near and Middle-East 1947. Afghanistan, Persia and Turkey, january 1947-december 1947 (in انګليسي). University Publications of America. p. 136. ISBN 978-1-55655-765-1.
- ↑ See Afghan tribal revolts of 1944–1947#Duration