سعد محسني (۲۳ د اپرېل، ۱۹۶۶ ز. لندن، انگلستان) د يو شمېر افغان رسنيو خاوند د موبي ډلې، چې په افغانستان کې د رسنيو شرکتونو تر ټولو لوی شرکت دی، مشر دی. هغه د طلوع تلويزون، طلوع نيوز، لمر تلويزون، فارسي۱ او ارمان اف ام خاوند دی. تر دې دمخه چې هغه د موبي ډلې بنسټ کېږدي او مشرتوب يې په غاړه واخلي هغه يو بانکي کارکوونکی و، او د اسټراليا د پانگې اچونې بانکي شرکت کې يې د مالي سلاکار په توگه کار کاوه.

سعد محسني

مخينه

محسيني په اصل کې لندن کې پيدا شوی او هغه د ياسين محسني زوی دی. د هغه پلار يو افغان ديپلومات و چې لندن ته د کار لپاره تللی و. کله چې سعد محسني درې کلن و نو بېرته د خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستون شو. د سعد مور صفيې په هغه وخت کې د ملگرو ملتونو لپاره کار کاوه. کله چې په افغانستان باندې روسي پوځونو يرغل وکړ نو د محسني کورنۍ په ۱۹۸۲ ز. کې آسټراليا کې کډوالۍ ته اړ شول.[۱] هغه دوه کشران وروڼه او يوه کشرۍ خور لري چې هر يو يې زيد محسني ، جاهد محسني او وږمه محسني نومېږي. هغه په دري او انگرېزي ژبو روان غږېږي.

کله چې په ۲۰۰۱ ز. کال کې د طالبانو دولت له مېنځه لاړ، نو سعد محسني او د هغه وروڼه افغانستان ته راستانه شول او د رسنيو په سوداگرۍ کې يې ځان ته لوی مقام جوړ کړ. د رسنيو په سوداگرۍ کې يې ټينگ بنسټ جوړ کړی او د موبي کپټال تر نامه يې يوه رسنيز شرکت جوړ کړی. "زما تل رسنۍ خوښېدې، دا ځکه چې د رسنيو له لارې خلک په رښتيا اغېزمن کېدلی شي، په ځانگړي توگه ځوانان," د محسني گروهه.[۱]

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "Profile: Saad Mohseni, Afghanistan's first media mogul". The New Yorker. 29 June 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

باندنۍ تړنې