سردار نصرالله خان
دا ليکنه د خپلې موضوع اړونده د يوه کارپوه لخوا د کره کتنې او پرمختلنې لارې څاري. د نورو مالوماتو لپاره د خبرو اترو مخ وگورئ. همداراز په نورو ويکي پروژو کې هم د دې سکالو په اړه د شوې غوښتنې پلي کول په پام کې ونيسي. |
![]() ![]() مارشال سردار نصر الله خان (امیر نصر الله) نايب السلطنة اعتواد الدولة (۷ د اپرېل، ۱۸۷۵ ز. - ۳۱ د مۍ، ۱۹۲۰ ز.) د امير عبدالرحمن خان او اصل بېگم زوی، د امير حبيب الله خان ورور او د امير امان الله خان تره و. کله چې امير حبيب الله خان د لغمان ولايت په کله گوش کې ووژل شو نو سردار نصرالله خان په ننگرهار کې ځان د افغانستان پاچا اعلان کړ چې ډېر ژر د امير امان الله خان په امر ونيول شو او بندي شو. زده کړېهغه په دوديزه توگه په دربار کې زده کړې ترلاسه کړي وې بيا يې پوځي زده کړې هم کړي وې. دندېنوموړي خپلې دندې د دربار د خزانه دارۍ نه پيل کړي بيا په ۱۹۰۶ ز. کال کې د کابل ولايت والي شو. ماندينېهغه د سردار محمد يوسف خان لور بلقيس چې لقب يې کوکو جان و واده کړی و. بيا دويم واده يې د سردار فقير محمد خان لور بلقيس بېگم سره وکړ. درېيم واده يې د هرات د يوه پوځي جنرال فرامورز خان لور سره وکړ. څلورم واده يې د ازبکستان لپاره د افغان دولتي پلاوي سردار محمد اسلم خان لور جهان آرا بېگم لقب بوبو گل سره وکړ. پينځم واده يې د سوداگرۍ د وزير او د جلال آباد د والي سردار نور احمد خان امين الوجوحات د لور حبيه عاليه بېگم سره وکړ. شپږم واده يې يوې باميانۍ، ليلا بېگم سره وکړ، اووم واده يې يوې هزاره گۍ شيرين سره وکړ، اتم واده يې يوې شغنانۍ گلشن سره وکړ، نهم واده يې بلې شغنانۍ مرجان سره وکړ، لسم واده يې يوې بلې شغنانۍ سره وکړ. زامنهغه يوولس زامن او پينځه لس لوڼې درلودې
|