سردار عزيزالله خان ضيايي

سردار عزيز الله خان ضيايي (۱۹ د مۍ، ۱۸۹۲ ز. کابل - ۱۰ د مارچ، ۱۹۳۴ ز. کابل) (په انگرېزي:Sardar 'Azizu'llah Khan Ziai) د سردار نصرالله خان او بلقيس چې لقب يې کوکو جان و، زوی وه. هغه له ۱۹۳۰ ز. - ۱۹۳۲ ز. پورې په ايران کې د افغانستان سفير و. نوموړی يو ليکوال هم و. هغه د ايران د شاهي کورنۍ د اعلی درجې همايوني نشان گټونکی هم و.

سردار عزيز الله خان

کورنۍ

نوموړی د سراج الملت و دين امير المومنين امير حبيب الله شاه سرکار والا زوم هم و او د هغه لور رحيمه بېگم يې لومړنۍ ماندينه وه. دويم واده يې د يوې هزاره گۍ، زوبيده بېگم سره کړی و، درېيم واده يې د بهسودو يوې پېغلې، معصومه بېگم سره کړی و. له هغه نه څوارلس زامن او پينځه لورگانې پاتې شوې.

زامن او لوڼې

  1. عزيز الرحمن خان ضيايي
  2. صيف الرحمن خان ضيايي (د رحيمې زوی)
  3. حبيب الرحمن خان ضيايي (د رحيمې زوی)
  4. عبيدالله خان ضيايي (د زوبيدې زوی)
  5. عبدالرزاق خان ضيايي (د زوبيدې زوی)
  6. عبدالحکيم خان ضيايي (د بهسودۍ ماينې زوی)
  7. پوهاند عبدالعظيم ضيايي (د بهسودۍ ماينې زوی)
  8. ډاکټر عبدالرحيم خان ضيايي (د بهسودۍ ماينې زوی)
  9. ضيا الله خان ضيايي (د بهسودۍ ماينې زوی)
  10. حفيظ الله خان ضيايي (د بهسودۍ ماينې زوی)
  11. روح الله خان ضيايي (د بهسودۍ ماينې زوی)
  12. عبدالروف خان ضيايي (د شيرين زوی)
  13. غلام محمد خان ضيايي (د گلشن زوی)
  14. عبدالسلام خان ضيايي (د گلشن زوی)
  15. رابعه بېگم (د زوبيدې لور)
  16. ماهره بېگم (د زوبيدې لور)
  17. مستوره بېگم (د زوبيدې لور)
  18. روح افزا بېگم (د بهسودۍ ماينې لور)
  19. عتيقه بېگم (د بهسودۍ ماينې لور)