عبدالحکيم خان ضيايي

عبدالحکيم خان ضيايي (۱۹۱۵ ز. کابل - ) د سردار نصرالله خان لمسی او د امير عبدالرحمن خان کړوسی و. هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په حبيبيه ليسې کې ترسره کړې بيا يې کابل پوهنتون کې د ساينس پوهنځي ته ومنل شو او زده کړې برياليتوب سره پای ته ورسولې، نورې زده کړې يې د جاپان په ټوکيو پوهنتون کې بشپړې کړې او د ساينس په څانگه کې يې ماسټري واخيستله تر دې وروسته د پاريس سوربون پوهنتون ته لاړ او هلته يې خپله دوکتورا واخيستله. کله چې بېرته هېواد ته راستون شو نو د پلان په وزارت کې يې د رياست دنده پرمخ بووله تر دې وروسته د ښوونې او روزنې وزارت ته لاړ او هلته يې هم د ريس په توگه دنده ترسره کړه. بيا د ښوونې او روزنې د وزير مرستيال شو. تر دې وروسته له ۱۹۶۴ ز. - ۱۹۶۷ ز. پورې د پلان وزير شو او د خپل د عمر په وروستيو کالونو کې د افغانستان د سترې محکمې ريس شو.