ستره لوبه یو سیاسي او دیپلوماتیک مخامخ ټکر و چې د ۱۹مې پېړۍ په ډېری برخه او د شلمې پېړۍ په پیل کې د افغانستان او د منځنۍ او سویلي آسیا د ګاونډیو سیمو پر سر د بریتانوي سترواکۍ او د روسیې د سترواکۍ تر منځ روان و. دې لوبې په پارس او بریتانوي هند هم مستقیم اغېز درلود.

مرکزي آسیا په ۱۸۴۸ کال کی

بریتانیې په هند باندې د روسیې د برید له پلان او په منځنۍ آسیا کې د روسیې د پراختیا له موخې وېره درلوده، په داسې حال کې چې روسیې په منځنۍ آسیا کې د بریتانیې د ګټو له پراختیا نه وېره لرله. په پایله کې د بې باورۍ پراخ چاپېریال او د دوو لویو اروپایي سترواکو ترمنځ د جګړې خبرې رامنځ ته شوې. بریتانیې د هند لور ته د ټولو لارو جوړونه په لومړيتوب کې درلوده، په داسې حال کې چې روسیې په منځنۍ آسیا کې خپل پرمختګ ته دوام ورکاوه. د روسیې ځینې تاریخ پوهان دې پایلې ته رسیدلي دي چې روسیې د ۱۸۰۱ز کال نه وروسته، د هند په اړه لږ موخې او پلانونه درلودل او دا لوبه ډېری د بریتانویانو د شکونو ستونزه وه، که څه هم د ۱۹ مې ز پېړۍ په ترڅ کې ډېر پلانونه، لکه: د دومیل او خرولوف د کریمیا د جګړې (۱۸۵۳-۱۸۵۶ز) پلانونه او نورو وروستيو پلانونو، چې هېڅکله عملي بڼه و نه موندله، تایید شوي دي. [۱][۲][۳] 

ستره لوبه د ۱۸۳۰ ز کال د جنورۍ په ۱۲ مه نېټه هغه وخت پیل شوه چې د هند د کنترول د مشرتابه پلاوي رئیس ایلنبورګ مشر ویلیم بین تینک نایب الحکومت ته د بخارا د امارت پر لوري د نوې سوداګریزې لارې د جوړولو دنده د وسپارله. بریتانیې غوښتل چې د افغانستان پر امارت واک تر لاسه کړي او دا هېواد تر خپل حمایت او څارنې لاندې راوړي او د عثماني او د فارس له سترواکیو او د خیوې له خان میشته سیمې نه د روسیې د پراختیا د مخنیوي پر وړاندې د سپر یا حایل هېوادونو په توګه وکاروي. دې کار کولای شوای چې د فارس خلیج یا د هند سمندر ته د روسیې د لاس رسي په مخنیوي سره هند او د بریتانیا مهمې سمندري سوداګریزې لارې خوندي کړي. روسیې افغانستان د یوې ناپېیلې سیمي په توګه وړاندیز کړ. د دې لوبې پایلي د ۱۸۳۸ز کال د افغان - انګلیس لومړۍ ناکامه جګړه، د ۱۸۴۵ کال د سیک – انګلیس لومړۍ ناکامه جکړه، د ۱۸۴۸ ز کال د سیک – انګلیس دویمه ناکامه جکړه، د ۱۸۷۸ ز کال د افغان – انګلیس دویمه ناکامه جکړه او له روسیې سره د کوکند الحاق کېدل وې.   [۴]

ځینې تاریخ لیکونکي د ۱۸۹۵ ز کال د سپتمبر د میاشتې د لسمې نېټې د پامیر پولې  د کمیسیون د پروتوکول لاسلیک د سترې لوبې پای ګڼي چې د افغانستان او روسیي سترواکۍ ترمنځ پوله وټاکل شوه. ځینې نور بیا د ۱۹۰۷ ز کال د اګست په ۳۱ مه د انګلیس-روسیې د کنوانسیون لاسلیک د هغې پای ګڼي. د سترې لوبې اصطلاح د بریتانوي دیپلومات ارتور کانولي له خوا په ۱۸۴۰ ز کال کې را منځ ته شوه، خو د رودیارډ کیپلینګ له لوري د ۱۹۰۱ ز کال د کیم تر نامه لاندې ناول کې مشهوره شوه او د لویو ځواکونو د سیالي نوی مفهوم یې معرفي کړ. نوموړې اصطلاح، په ۱۹۷۹ ز کال کې د افغان ـ شوروي جګړې له را منځ ته کېدو وروسته نوره هم مشهوره شوه.[۵]

نوم

د ۹۱ یمې پېړۍ نه دمخه "د سترې لوبې" اصطلاح، په پراخه کچه کارول کېده او د خطر له ډکو لوبو، لکه قطعه بازي او کمسایي سره یې تړاو درلود. د دې اصطلاح فرانسوي معادل( Le grand jeu ) لږ تر لږه تر ۱۵۸۵ ز کال پورې مخینه لري چې د خطر، چانس او دوکې په معنا ده.   [۶]

له تاریخي اړخه، دا اصطلاح د نولسمې پېړۍ له نیمایي سره تړاو لري. "ستره لوبه" بریتانوي کپتان ارتور کانولي (۱۸۰۷ –  ۱۸۴۷ز) ته چې د سیاسي افسر په توګه ټاکل شوی و، منسوب شوې ده.  د ۱۸۴۰ ز کال د جولای په میاشت کې کانولي په یوه لیک کې جګړن هینري رالینسن ته چې تازه په کندهار کې د نوي سیاسي استازي په توګه ټاکل شوی و،  لیکلي و: "تاسو په مخ کې یوه ستره لوبه، یوه لویه لوبه لرئ." کانولي په دې باور و چې:  د راولینسن نوې دندې هغه ته دا فرموکه ورکړه چې په افغانستان کې بشرپالنې ته پرمختګ ورکړي او هغه خپلې هیلې په لاندې ډول لنډیز کړې دي: [۷]

که د بریتانیا دولت یوازې لویه لوبه ولوبوي – یعنې له روسیې سره د هر هغه څه لپاره دوستانه مرسته وکړي چې هغه یې تمه لري؛ له فارس سره د دوستۍ لاس ورکړي، له ازبکانو نه ټول خپل ممکنه تاوان(جبران) ترلاسه کړي؛ د بخارا امیر دې ته اړ کړي چې، له موږ سره ریښتینی و اوسې، افغانان او نور ازبک هېوادونه او په خپله سلطنت، نو بیا ولې مخ پر وړاندې ځو. تاسو پوهېږۍ چې دا ټول په یو مفهوم کې، د پراختیا د نظرونو په معنا دي. انشاء الله د دې مصلحت، نه ضرورت به په نظرکې ونیول شي او موږ به هغه لویه ونډه و لوبوو چې یو مسیحي ملت یې باید ولوبوي.

دا اصطلاح، د رودیارډ کیپلینګ، بریتانوي ناول لیکونکي له خوا د کیم تر نامه لاندې د هغه په (۱۹۰۱ز)  ناول کې معرفي شوه. په علمي توګه، دا اصطلاح لومړی ځل د پروفیسور اچ دبلیو سي دېویس له خوا، په آسیا کې ستره لوبه (۱۸۰۰ – ۱۴۴۴ز) تر نامه لاندې پریزنتیشن کې د ۱۹۲۶ ز کال د نومبر په لسمه نېټه وکارول شوه. د " سترې لوبې" اصطلاح، چې په منځنۍ اسیا کې د انګلیس-روسیې سیالي په ګوته کوي، له دویمې نړیوالې جکړې نه وروسته عامه شوه.  [۸]

تاریخ

په ۱۹ پیړی کی روسیی امپراطوری په پراخه کېدلو پېل وکړ او په دی وخت کی روسی پوځ ازبکستان ونیول او د افغانستان سرحد ته ورسېده. انگریزیانو د هند د له لاسه ورکولو څخه وډاریدل. انگریزیانو فکر وکړ چی روسی پوځ غواړی چی افغانستان ونیسی او د دی لپاره یی په ۱۸۳۸ کال کی پر افغانستان برید وکړ. انگریزیانو غوښتل چی په افغانستان کی نوی حکومت وټاکی. انگریزی پوځ په دی کال کی کابل ونیول او د افغاستان حکمران دوست محمد خان مجبور شو چی د کابل څخه ووزی. کابل تر ونیولو وروسته شاه شجاع چی انگریزی علاقمند وو د افغانستان امیر شو. مگر افغانانو د انگریری امپراطوری په خلاف قیام وکړل او انکریزی پوځ د افغانی مخالفینو لخوا ماته وخورله او په ۱۸۴۲ کال کی انکریزی پوځ مجبور شو چی د افغانستان څخه ووزی. په اوس وخت کی دغه جگړه د افغان او انگریز د لومړی جگړې په نوم یادېږی. په ۱۸۷۸ کال کی روسی د افغانستان سره دیپلوماتیکی (سیاست) اړیکی ټینگی کړی او څو تنه دیپلوماتان یی افغانستان ته ولیږل. انگریزیانو هم غوښتل چی د افغانستان سره سیاسی اړیکې ټینگی کړی خو د هغو هیأت د افغانستان څخه وایستل سول نو ځکه انگریزیانو پر افغانستان بیا برید وکړ او شیر علي خان چی د افغانستان امیر وو مجبور شو د کابل څخه مزار شريف ته ولاړ سی. شیر علي خان غوښتل چی د روسی پلازمېنه (Санкт-Петербург - Saint Petersburg) ته ولاړ سی او روسی ځواکونو په مرسته انگریزی پوځ ته ماته ورکړی خو هغه په دی ښار کی مړ شو. انگریزی پوځ په کابل کی نوی حکومت وټاکه او محمد یقوب خان چی د شیر علي خان زوی وو د افغانستان امیر شو. محمد یقوب خان په ۱۹۷۹ کال کی په جلال آباد کی د انگریریانو سره د سولې تروڼ لاسلیک کړ. د دی تروڼ په اساس انگریزی حکومت محمد یقوب خان ته هره کال ۶۰۰،۰۰۰ روپیې ته ورکوله. مگر په افغانستان کی لوی قیام پېل شو او په ۱۸۸۱ کال کی انگریزی ځواکونو مجبور شول چی د افغانستان څخه ووزي. په ۱۹۰۷ کال کی د بریطانیا امپراطوری او روسی امپراطوری یو مهم تروڼ لاسلیک کړ او د دی تروڼ په اساس د افغانستان د بریطانیا امپراطوری لاس ته ورغی. په ۱۹۱۷ کال کی د شوروی تر انقلاب وروسته شوروي حکومت د روسی امپراطوری او انگریزیانو تر منځ پخوانی تړن نقص کړ. په ۱۹۱۹ کال کی د افغان او انگریز دریم جگړه پېل شوه. په دی وخت کی امان الله خان په افغانستان کی خپلواکی اعلان کړه او په هند کی قیام هم پېل شو.

سرچینې

  1. "The Great Game, 1856-1907: Russo-British Relations in Central and East Asia | Reviews in History". reviews.history.ac.uk (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-08-09.
  2. Jelavich, Barbara (1974). St. Petersburg and Moscow : Tsarist and Soviet foreign policy, 1814-1974. Bloomington: Indiana University Press. pp. 200–201. ISBN 0-253-35050-6. OCLC 796911.
  3. Korbel, Josef (1966). Danger in Kashmir. Princeton, N.J. p. 277. ISBN 978-1-4008-7523-8. OCLC 927444240.
  4. Becker 2005، م. 47.
  5. Morgan 1981، م. 231.
  6. Yapp 2000، مم. 183.
  7. Yapp 2000، مم. 181.
  8. Yapp 2000، مم. 180.