ساماني سترواکي

ساماني سترواکي (فارسي: سامانيان) د ساماني سترواکۍ، ساماني واکمنۍ، ساماني امارت يا په اسانه توګه د سامانيانو په نوم هم پېژندل کېږي، دا له ۸۱۹ نه تر ۹۹۹ز کال پورې يوه سني تاجیکو سترواکي وه. دا سترواکي په خپله لوړه کچه کې خراسان او ماوراء النهر ته ننوته، چې اوسنی افغانستان، د ايران ډېره برخه، ترکمنستان، ازبکستان، قرغزستان، تاجکستان  او د قزاقستان او پاکستان ځينې برخې په کې شاملې وې.

څلور وروڼو هر يوه نوح، احمد، يحیی او الياس د ساماني هېواد بنسټ کېښود. له دوی نه هر يو يې د عباسيانو تر واکمنۍ لاندې په يوه سيمه حکومت کاوه. په ۸۹۲ز کال کې، اسماعيل ساماني (۸۹۲-۹۰۷ ز) د سامانيانو دولت د يوه واکمن تر حکومت لاندې سره يو کړ، په دې ډول يې ملوک الطوايفي نظام ته د پای ټکی کېښود، چې سامانيانو کاراوه. د هغه د واکمنۍ پر مهال سامانيان له عباسي واکمنۍ نه خپلواک شول.

د سامانيانو سترواکي د ايراني رنسانس (يا د ايرانيانو منځني پړاو واکمني) ده چې د ايراني کلتوراو پېژندګلو شاهده وه، کوم چې ايراني غږ او دودونه د اسلامي نړۍ په دايره کې راوستل. له همدې سترواکۍ وروسته د ترکي پارسي کلتور په جوړولو کې مرسته وکړه. [۱]

سامانيانو هنر ته وده ورکړه، د علم او ادب پرمختګ يې راپورته کړ او د رودکي، فردوسي او ابن سينا په څېر علماوو پام يې ځان ته راواړاوه. هغه مهال چې بخارا د سامانيانو تر واک لاندې وه، دا ښار په خپل پرتم کې د بغداد سيال و. د پوهانو په وينا: د بويانو او صفاريانو په پرتله سامانيانو پارسي ژبه او کلتور بيا راژوندي کړل، په داسې حال کې چې د علومو او ديني زده کړو لپاره يې له عربي ژبې ملاتړ کاوه. دوی خپل ځانونه د ساساني سترواکۍ لمسيان بلل. په يوه مشهور فرمان کې ساماني سترواک اعلان وکړ چې: «دلته په دې سيمه کې ژبه فارسي ده او د دې قلمرو پاچايان فارسي پاچايان دي».[۲][۳]

تاريخچهسمول

سرچینه(اصلیت)سمول

د سامانيانو واکمني د سامان خدا له خوا جوړه شوې وه چې د اتمې پېړۍ يو شريف سړی، د هغه لمسيان، د سامان کورنۍ بيا د پارس د سيمې واکمن شول چې همدا ساماني سترواکي ده. هغه په بلخ ولایت کې د سامان کلي يو بزګر و چې اوس دا سيمه د افغانستان په شمال کې پرته ده. داسې برېښي چې ساماني کورنۍ په لومړي ځل په لوی خراسان کې راڅرګنده شوه، نه په ماوراء النهر کې. په ځينو سرچينو کې، سامانيانو ادعا کړې چې د بهران چوبين د مهران له کورنۍ نه دي. داسې ادعا هم شوې چې د سامانيانو کورنۍ په اغوز ترکانو پورې اړه لري، خو د دې ادعا کره والی نه برېښي. سامان خدا چې په اصل کې زردشتي مذهبه و، په خراسان کې د اسد ابن عبدالله القصري د واکمنۍ پر مهال مسلمان شو، خپل مشر زوی ته يې د والي په وياړ د هغه نوم اسد غوره کړ. په ۸۱۹ز کال کې، د لوی خراسان والي غسان ابن عباس، د القصري څلورو زامنو ته د باغي شوي رفيع ابن الليث په وړاندې د مرستې له امله انعام وکړ. نوح ابن اسد سمرقند تر لاسه کړ، احمد ابن اسد فرغانه، يحیی ابن اسد تاشکند او الياس ابن اسد هرات تر لاسه کړ.[۴][۵][۶][۷]

واک ته رسېدلسمول

په هرات کې ساماني واکمنه کورنۍ (۸۱۹-۸۵۷ ز)سمول

الياس په ۸۵۶ز کال کې مړشو او د هغه زوی ابراهيم ابن الياس يې ځای ناستی شو. د خراسان لپاره د طاهريانو والي محمد ابن طاهر هغه د خپل پوځ د قوماندان په توګه وټاکه او بيا يې د پراختيا په يوه ماموريت کې په سيستان کې د صفاريانو د واکمن يعقوب ابن الليث الصفاري پر ضد جګړې ته واستاوه. په ۸۵۷ز کال کې له پوشنج سره نژدې په جګړه کې له ماتې وروسته، هغه نيشاپور ته وتښتېد، هلته يعقوب الصفار ونيو او د بندي په توګه يې سيستان ته واستاوه. [۷]

ساماني واکمنه کورنۍ په ماوراء النهر کې (۸۱۹-۸۹۲ ز)سمول

نوح په ۸۳۹  یا ۴۰ ۸ کې په  استپ کې له مېشتو بت پرستو ترکانو نه اسفيجاب ونيو. د ښار په شا او خوا کې يې يو دېوال جوړ کړ، تر څو د هغوی له بريدونو خوندي وي. هغه په ۸۴۱/۲ کې مړ شو، دهغه دوو وروڼو هر يو يحیی او احمد د طاهريانو  له خوا د خراسان د والي له خوا د دې ښار شريک واکمن وټاکل شول. کله چې يحیی په ۸۵۵ز کال کې مړ شو، احمد د چاچ واک په لاس کې واخيست او په دې ډول د ماوراء النهر د ډېرې برخې واکمن شو. هغه په ۸۶۴یا ۸۶۵ کې مړشو، د هغه زوی لومړي نصر فرغانه او سمرقند تر لاسه کړل، په داسې حال کې چې د هغه بل زوی يعقوب چاچ تر لاسه کړ (د اوسني تاشکند په شا او خوا کې سيمې). په ورته وخت کې طاهري واکمني د صفاري واکمن يعقوب الصفار په وړاندې د ګڼو ماتو له امله ډېره کمزورې شوې وه. په دې ډول طاهريانو خپله واکمني د سامانيانو په وړاندې چې تر يو بريده خپلواک شوي وو، وبايلله. لومړي نصر له دې موکې نه د خپلې واکمنۍ د پياوړتيا لپاره ګټه واخیستله، خپل ورور يې اسماعيل بخارا ته واستاوه، کوم ښار چې د افريقايي خوارزميانو د بريدونو له کبله په لړزانده حالت کې و. کله چې اسماعيل ښار ته ورسېد، د ښار اوسېدونکو د هغه تود هرکلی وکړ او هغوی اسماعيل ته د هغه چا په سترګه کتل، چې کولای شي نظم پر ځای کړي. [۸]

له يوې لنډې مودې وروسته، د مالياتو د پيسو د لګولو پر ځای د وروڼو تر منځ ټکر رامنځ ته شو. اسماعيل د کورنۍ په هلو ځلو کې بريالی شو او د ساماني هېواد واک يې په لاس کې واخيست. په هر حال، نصر هغه څوک دی چې په ماوراء النهر يې پانګونه کړې وه او عباسي خلیفه ګانو هم هغه حقيقي واکمن باله. له همدې امله اسماعيل خپل ورور هم په رسميت پېژانده، خو نصر په بشپړه توګه بې واکه شوی و او د ۸۹۲ز کال د اګست په مياشت کې تر مړينې پورې په همدې حال پاتې شو.[۸]

وروستي يو ځای کېدل او د ځواک لوړه (۸۹۲-۹۰۷)سمول

څو مياشتې وروسته يعقوب الصفار هم مړ شو او ورور يې عمرو بن الليث، چا چې خپل ځان د طاهريانو وارث باله، د هغه ځای ناستی شو. په همدې بنسټ هغه په ماوراء النهر، خراسان او د ايران پر نورو سيمو د خپل ځان لپاره ادعا وکړه. له دې وروسته يې عباسي خليفه اړ کړ چې نوموړی د دې سيمو د واکمن په توګه ومني. د ۹۰۰ز کال په پسرلي کې له بلخ سره نژدې د هغه او اسماعيل نښته رامنځ ته شوه، خو ماتې يې وخوړه او بندي ونيول شو. اسماعيل هغه بغداد ته واستاوه او هلته اعدام شو. اسماعيل له دې وروسته، د خليفه له خوا د ټول ماوراء النهر او خراسان د واکمن په توګه ومنل شو. سربېره پر دې، هغه په طبرستان، ری او اصفهان کې هم پانګونه وکړه. دا هغه وخت و چې افريغي کورنۍ تسلميدو ته اړ شوه. [۹]

د صفاريانو په وړاندې د هغه له سترو برياوو مخکې، هغه په ماوراء النهر کې د پراختيا ګڼې لښکرکشۍ کړې وې؛ په ۸۹۲ز کال کې، د ټولو سيمو په نيولو سره يې د اشورسانه واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود. د همدې پړاو پر مهال، هغه په بخارا کې بخار خدا ختم کړ. په ۸۹۳ز کال کې، هغه د قرلق ترکانو پر ځمکو يرغل وکړ، تالاس يې ونيو او نستوري کليسا يې په جومات بدله کړه. [۱۰][۱۱]

په ۹۰۰ز کال کې، اسماعيل د محمد ابن هارون السرخسي په مشرۍ يو پوځ د محمد ابن زيد مقابلې ته واستاوه، څوک چې د طبرستان او ګورګان زيدي واکمن و. دا بريد بريالی و، محمد ابن زيد ووژل شو او طبرستان سامانيانو ونيو، خو لږ وروسته محمد ابن هارون بغاوت وکړ او اسماعيل يې اړ کړ، چې په راتلونکی کال کې په خپله په دې سيمه بريد وکړي. محمد ابن هارون ديلم ته وتښتېد او اسماعيل طبرستان او ګرګان يو ځل بيا ونيو. په ۹۰۱ز کال کې، سامانيانو د بلخ په جګړه کې عمرو الصفاري ته ماتې ورکړه او په دې توګه صفاري واکمني په سيستان کې يوه کوچنۍ سيمې ته راښکته شوه. دا هغه پړاو و چې سامانيان د خپل قدرت په اوج (لوړه) کې وو، واکمني يې په لويديځ کې تر قزوين او په ختيځ کې تر پېښور پورې غځېدلې وه.[۱۲][۱۳][۱۴]

سرچینېسمول

  1. Canfield L., Robert (2002). Turko-Persia in Historical Perspective. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-52291-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. The History of Iran by Elton L. Daniel, pg. 74
  3. Frye 1975، ص. 145-146.
  4. Bosworth, Clifford Edmund. The New Islamic Dynasties: A Chronological and Genealogical Manual p. 162
  5. Frye, Richard N. The Cambridge History of Iran. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 136. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Gibb 1986، ص. 685.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Frye 1975، ص. 136.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Frye 1975، ص. 137.
  9. Frye 1975، ص. 138.
  10. Renee Grousset, The Empire of the Steppes:A History of Central Asia, Transl. Naomi Walford, (Rutgers University Press, 1991), 142.
  11. "Samanids", C. E. Bosworth, The Encyclopedia of Islam, Vol. VIII, Ed. C. E. Bosworth, E. van Donzel, W.P. Heinrichs and G. Lecomte, (E.J. Brill, 1995), 1026.
  12. Bosworth, C. Edmund (15 December 1998). "ESMĀʿĪL, b. Aḥmad b. Asad SĀMĀNĪ, ABŪ EBRĀHĪM". Encyclopædia Iranica. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Bosworth 1968، ص. 35.
  14. Frye 1975، ص. 140.