سارلينډ

د جرمني فدرالي جمهوريت يو ايالت

سارلينډ (الماني: Saarland) د آلمان یو ايالت دی.[۶] دغه ايالت د آلمان په سهيل لويديځ لوري کې پروت دی او دآلمان د راينلاند فالتز له ايالت او د لوکزامبورګ او فرانسې له هيوادونو سره ګډې پولې لری. له فرانسې سره نژدې والي د زارلند تأريخ ډير تر اغيز لاندې راوستی دی.

سارلينډ
Saarland (جرمني ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
پلازمېنه
ترټولو لوړه څوکه
عامه معلومات
عمومي معلومات
د وګړو شمېر
۹۸۶٬۸۸۷[۲] — ۹۹۵٬۵۹۷[۳][۲] — ۱٬۰۱۷٬۵۶۷[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
غړی د
اداري سیمه
جرمني (۱۹۹۰ – ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
ځایناستی د
کچه او لوړوالۍ
د ځای کچه
۲٬۵۷۰ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور معلومات
وېب‌پاڼه
saarland.de (جرمني ژبه، فرانسوي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۴۹°۲۳′شمال ۶°۵۳′ختیځ / 49.38°شمال 6.88°ختيځ / 49.38; 6.88 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

معلوما ت سمول

  • نفوس: ۱،۰۴ مليونه
  • مساحت: ۲.۵۶۸ کيلومتر مکعب
  • پلازمينه: زاربوکين
  • د تأسيس نيټه: ۱.۱.۱۹۵۷

پېښليک سمول

زارلند لا ډير ځوان ايالت دئ. په ۱۹۲۰ زيږديز کال د فرسيلار د تړون له پايلو سره سم د زار خاوره د لومړي ځل لپاره د يوه سياسی يووالي په توگه (په ژنيوکې) د پرگنود يووالي تر نظر لاندې راوستل شوه.

په ۱۹۳۵ کال ددې ځای اوسيدونکود پرگنيزو رأيو اخيستنو له لارې د آلمان له هيواد سره د يو ځای کيدو پريکړه وکړه. له دوهمې نړيوالې جگړې وروسته تر ۱۹۴۹ زيږديز کاله پورې د فرانسې تر ساتنې لاندې (تحت الحمايه) وو چې حتی خپل د فوټبال ملی ټيم او خپل داليمپيا ملی ټيم يي درلود. بيا په ۱۹۵۷ زيږديز کال زارلند د لسم ايالت په توگه د آلمان له فدرالي جمهوريت سره يوځای کيږی.

د کانونو او اوسپنې صنعت سمول

د سکرو کندې، د اوسپنو فابريکې، لوگی خپروونکی دودکشونه، له ايرو او لوگيو ډکه هوا. د اويايمو کلونو ترپايه د نوينکيرشين او فولکلينگين په شاوخوا صنعتی سيمو کې دکور ميرمنو جرأت نه کاوه چې مينځلي کالي د باندې په تنابونو وځړوی. لوگيو هرڅه تورول. په زارلند کې په ښو وختونو کې ۵۰۰۰۰ تنو په کانونو کې کار کاوه، اوس يواځې ۴۰۰۰ تنه په دغه کار لگيا دی. له مخکينيو دوولسو کانونو څخه تر اوسه يواځې د اينسدورف کان پاتې دئ. دلته هم د ۲۰۰۸ زيږديز کال د فبرورۍ د مياشتې د سختې زلزلې له امله چې د سکرو د رايستلو په وخت کې پيښه شوه دم گړۍ راايستنه نه کيږی.

داقتصاد اهمې څانگې سمول

زارلند سُتره کيږی، دودکشونه نور لوگي نه باسی ـ د فولکلينگين او نوينکيرشين د اوسپنو له هټيو نه ورو ورو صنعتی يادگارونه او د هنری نندارتونونو او کلتوری غونډو لپاره مرکزونه جوړيږی. د اتيايمو کلونو په پای کې زارلند يو بل نوی والی هم راوست. د ماکس پلانک او فراونهوفر د ټولنې نوميالي څيړنيز انستيتوتونه دلته ځای نيسی. ترټولو وړاندې د کمپیوټر، سافت وير(کمپيوټری پروگرامونه) او هنری استعداد.

سرچينې سمول

  1. Reference URL: http://www.saarlandbilder.net/orte/nohfelden/dollberge.html.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ "Das Saarland in Kürze". ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |access-date=, |date= (مساعدة)
  3. Reference URL: http://www.saarland.de/6772.htm.
  4. Reference URL: http://www.zps-online.de/verbandsdaten/. Retrieved: ۱۲ جنوري ۲۰۲۱.
  5. ArchINFORM location ID: 2901. Stated in: archINFORM. Retrieved: ۶ اگسټ ۲۰۱۸. د اثر ژبه يا نوم: جرمني ژبه.
  6. http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4330754,00.html