زید بن خطاب
زید بن الخطاب (چي په ۱۲ هجري کي شهید سوی دی) د اسلام له لومړنیو اصحابو څخه وو، او د خپل پلار له اړخه د دویم خليفه عمر بن الخطاب ورور وو.
زېږونځای | |
---|---|
مړينې نېټه | |
مړينې ځای |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
دین |
جګړه |
---|
برخه د |
---|
زید هم د نورو اصحابو په څېر له مکې څخه یثرب ته هجرت وکړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په ټولو غزاوو کي ګډونوال پاته سو. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت وروسته یې د ارتداد په جګړو کي برخه واخیسته او د یمامه په جګړه کي په شهادت ورسېدی.
ژوندلیک
سمولزیدؓ له عمرؓ څخه مشر وو. [۱] نوموړي د خپل ورور عمر څخه مخکي اسلام قبول کړ او یو له لومړنیو مهاجرینو څخه وو چي یثرب ته راغی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو تر منځ د ورورګلوۍ د تړون پر بنسټ دی د معن بن عدي ورور وګرځاوه. [۲] [۳]
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته زید د ارتداد په جنګونو کي برخه واخیسته، څو چي د یمامه په جګړه کي د ابو مریم حنفي په نوم یو شخص له لوري شهید کړل سو. د یادوني وړ ده چي ابو مریم تر یادي جګړې وروسته اسلام راوړ. [۲] [۳] د یمامه خلکو د زیدؓ پر مزار باندي یوه ګنبده ودانه کړه چي څو پېړۍ وروسته د محمد بن عبدالوهاب د پیروانو له لوري ویجاړه سوه.
د عمر رضی الله عنه له خپل ورور زید سره ډیره مینه وه، خو دا چي ابو مریم تر یمامه وروسته ایمان راوړ، عمرؓ هم څه ورته ونه ویل او د اسلامي ورورګلوۍ لمخي یې ورسره ښه ژوند کاوه.
- ↑ أبو نعيم الأصبهاني (1998). معرفة الصحابة. Vol. الثالث (الأولى ed.). دار الوطن. p. 1141.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedالذهبي
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ أسد الغابة في معرفة الصحابة - زيد بن الخطاب Error in webarchive template: Check
|url=
value. Empty. [مړه لينکونه]