د یمامه جګړه
د یمامة جګړه یا د عقربا جګړه په ۱۱ هجري سپوږمیز کال کي د ابوبکر صدیق رضی الله عنه د خلافت پر مهال رامنځ ته سوه. یاده جګړه د اسلام د ستر دښمن او نبوت درواغجن دعوه کوونکي مسیلمه کذاب پر خلاف د مسلمانانو له لوري پیل سوه.
ابوبکر صدیق رضی الله عنه ددې جګړې لپاره مشهوره صحابي عکرمه وټاکه خو کله چي نوموړي توان له لاسه ورکړ، د حضرت محمدﷺ بل صحابي شرحبیل بن حسنه یې مرستي ته ځان ورساوه او ورپسې خالد بن ولید هم د ابوبکر الصدیق په امر میدان ته راودانګل چي په دې سره د مسلمانانو شمېر زیات او د جګړې لپاره په مکمله توګه چمتو سول.
د لښکر تر چمتووالي وروسته د مهاجرينو بيرغ ابو حذيفه او د انصارو بيرغ ثابت بن قيس بن شماس ته ورکول سو.
د جګړې له پیل سره د مسلمانانو لمړي بریدونه کمزوري وه خو د خالدؓ جذباتي وینا او منظمه پالیسي بیرته ددې سبب سول ترڅو دوی له سره ځواکمن او خونړي بریدونه پیل کړي. د مسیلمه لښکر د مسلمانانو له دې دویم ځلي بریدونو څخه وترهېدی او په تیښته یې ځان هغه باغ ته ورساوه چي حدیقة الرحمن ورته ویل، خو مسلمانانو دومره وژني پکښي ترسره کړې چي د باغ نوم په وروسته کي له حدیقة الرحمن څخه حدیقة الموت ته بدل سو او مسیلمه د وحشی بن حرب صحابیؓ له لوري ووژل سو. د یادوني وړ ده چي په دې جګړه کي لوی شمېر مسلمانان هم شهیدان سول خو د جګړې په ډګر کي يې غوڅه بریا خپله کړه.
د روایاتو پر اساس د مسیلمه د لښکرو تلفات په دې جګړه کي 14000 ته رسېدل او د مسلمانانو له لوري 1200 تنه شهیدان سوه.