نوم يې عبدالله ، کنيت يې ابوبکر , صديق او عتيق يې لقبونه وو . دپلار نوم يې عثمان کنيت يې ابو قحافه او دمور نوم يې سلمى او ام الخير يې کنيت وو . دپلار دلورې د نسب پوره کړۍ يې داده : عبدالله بن عثمان بن عامر بن عمرو بن کعب بن سعد بن تيم بن مُره بن کعب بن لوئ القرشي التميمي . او دمور دلورې دنسب کړۍ يې په دا ډول ده : ام الخير بنت صخر بن عامر بن کعب بن سعد بن تيم بن مُره ( طبقات ابن سعد قسم اول دريم ټوک119 مخ) پدې ډول د ابوبکر صديق رضي الله عنه نسب دمور او پلار دواړو له لورې په شپږم پشت د رسول الله صلى الله عليه وسلم له نسب سره يو ځای کيږي .

ابوبکر صدیق
(اراگونېسي: أبو بكر د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ابوبکر صدیق
ابوبکر صدیق

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ اکتوبر ۰۵۷۳[۱][۲][۳][۴]
مړینه 23 اگسټ 634 (61 کاله)[۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره نبوي جومات  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت P27
نسل عربی [۷]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد عايشه بنت ابي بکر[۸]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
راشدين خليفه ګان (1 )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۸ جون ۰۶۳۲  – ۲۲ اگسټ ۰۶۳۴ 
 
عمر بن خطاب 
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
شاعر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) عربي[۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د احد غزا  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پلار یې

د ابوبکر صديق رضي الله عنه پلار ابو قحافه عثمان بن عامر دمکې له شرفاوو څخه او دډير عمر سړى وو , په پيل کې هغه هم داسلام غورځنگ هسې يوه ټوکه بلله له همدې کبله عبدالله وايي کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم هجرت وکړ نو زه درسول الله صلى الله عليه وسلم په لټه کې د ابوبکر صديق رضي الله عنه تر کوره راورسيدم هلته ابو قحافه موجود وو هغه علي رضي الله عنه پدې لاره دتيريدو په مهال ليدلى وو نو ډير دغصې په حالت کې يې وويل چې دې هلکانو زما زوی هم خراب کړ ( الاصابه 4 ټوک 221مخ ) ابو قحافه دمکې تر فتحې پورې پخپل پلارني مذهب ولاړوو دمکې تر فتحې وروسته يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم په مسجد کې تشريف درلود چې ابوبکر له خپل پلار سره يو ځای درسول الله صلى الله عليه وسلم ليدو ته راغى ,کله چې درسول الله سترگي پرې ولگيدې نو ويې فرمايل اى ابوبکره تا (دلته په راوستو سره)خپل پلار ولې وځوراوه زه به ورغلى وم ,کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دابو قحافه سپين ږيرتوب وليد نو دابو قحافه په حالت يې رحم راغى او خپل دشفقت لاس يې دهغه په سينه ورتير کړ او دښو او مبارکو تورو تلقين يې ورته وکړ او په اسلام يې مشرف کړ هغه درسول الله صلى الله عليه وسلم له رحلته وروسته دابوبکر رضي الله دخلافت زمانه هم وليده اوپه 14هجري کال کې د97 کلونو په عمر مړشو . (اصابه 4 ټوک 222 مخ )

مور

ام الخير سلمى بنت صخر رضي الله عنها له هغو کسانو نه شمير ل کيږي چا چې په پيل پيل کې داسلام حق مذهب قبول کړ,تردې له مخې يواځې 39 کسانو اسلام راوړى وو او هغوی هم په جار دخپل اسلام ښکارندوينه نشوا کولای اونه يې هم داسلام بلنه په ښکاره ډول کولای شوا. ابوبکر صديق رضي الله عنه چې يو ځل له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اجازه وغوښته او مشرکين يې په جار سره اسلام ته راوبلل نو مشرکينو هغه سخت وواهه خو په دې ربړ سربيره ابو بکر صديق رضي الله عنه دخپل کور غړو ته داسلام بلنه ورکوله هماغه وو کله چې سهار شو نو له خپلې مور سره دارقم بن ارقم رضي الله عنه کورته درسول الله صلى الله عليه وسلم ليدو ته راغى او عرض يې وکړ چې اى دخدای رسوله ! زما مو ر حاضره ده هغې ته دحقې لارې لارښوونه وکړئ : نو رسول الله صلى الله عليه وسلم هغې ته داسلام راوړو بلنه ورکړه او هغه په اسلام باندې مشرفه شوه ( الاصابه 8 ټوک 229 مخ ) ام الخير هم دډير عمر ښځه وه د ابو بکر صديق رضي الله تر خلافته پورې ژوندۍ وه ليکن له خپل خاوند نه مخکې مړه شويده . ( الاصابه له طبراني )نه .

څېره

ابوبکرصديق رضي الله عنه ډير دنريو اندامونو څښتن وو ,څهره يې لغږوښي او غنم رنگى وو , تندى يې لوړ او پراخ وو , سترگې يې ور ننوتلي وې او په ويښتانو به يې دنکريزو خضاب لگاوه .

مېرمنې او اولادونه

ابو بکر صديق رضي الله عنه په مختلفو مهالونو کې له يوه نه ډير ودونه کړي وو .له کومو ميرمنو نه چې يې اولادونه شوي دهغوی نومونه دادي : قتيله يا قتله : له دې څخه يې عبدالله او اسماء رضي الله عنهماپيدا شو . ام رمان : دادام المؤمنين عايشې او عبدالرحمن رضي الله عنهما مور وه . اسما : له دې څخه محمد بن ابي بکر پيدا شو . حبيبيه بنت خارجيه : د ابو بکر صديق رضي الله عنه ترټولو کشره لور( ام کلثوم )له همدې نه پيدا شوې وه .

ژوند

ابوبکر صديق رضي الله عنه له اسلام څخه تر مخه يو بډای سوداگر وو چې په ديانت ,ريښتنولۍ او امانت ساتلو کې يې وتلى نوم درلود . د مکې اوسيدونکو به دهغه دعلم , تجربې او ښو کړو وړو له امله دهغه ډير عزت کاوه .دجاهليت په زمانه کې به د خون بها مال د ابوبکر صديق رضي الله عنه په کور کې يوځاي کيده که به دبل چا کره يوځای شو نو قريشو به هغه مال نه مانه .(کنزالعمال 6 ټوک 313 مخ ) دجاهليت په زمانه کې هم ابوبکر صديق رضي الله عنه له شرابو نه همداسې بد وړل لکه داسلام په زمانه کې , اوويل به يې چې دشراب څښل دانسان عزت ته زيان رسوي . له ابو بکر صديق رضي الله عنه سره له ډيره وړوکوالي درسول الله صلى الله عليه وسلم مينه وه او درسول الله صلى الله عليه وسلم دملگرو په ټولۍ کې گډ وو. دسوداگرۍ په ډيرو سفرونو کې به هم له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ملگرى وو (پورتنۍ حواله) کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم نبي وټاکل شو نو هغه په پټه خپل ټول مخلصين او درازملگري پدې حقيقت خبر کړل نو ابو بکر صديق رضي الله عنه ترټولو لومړی سړی وو چې د رسو لله صلى الله عليه وسلم سره دبيعت کولو لپاره يې لاس ور اوږد کړ .که څه هم ځينو مؤرخينو ليکلي چې تر ټولو مخکې خديجې رضي الله عنهااسلام راوړ ځينو بيا علي رضي الله عنه ليکلى ځينو زيد بن ثابت رضي الله عنه ليکلى ليکن له ډيرو اثارو او دلايلوڅخه دا په ډاگه کيږي چې تر ټولو مخکې ابو بکر صديق رضي الله عنه اسلام راوړى , او ددې نورو اثارو او احاديثو تطبيق څيړونکو څه پدې ډول کړى چې : په ښځو کې ام المؤمنين خديجې رضي الله عنها لومړى اسلام راوړى , په ماشومانو کې علي رضي الله عنه ,په غلامانو کې زيد بن ثابت رضي الله عنه او په ازادو او بالغو سړو کې بيا ابو بکر رضي الله عنه تر ټولو ړومبى په اسلام باندې مشرف شوى دى . فتح الباري 7ټوک 130 مخ . د ابو بکر صديق رضي الله عنه له مسلمانيدو سره سم داسلام دپر مخ تللو لړۍ پيل شوه او د عثمان بن عفان , زبير بن عوام, عبدالرحمن بن عوف , سعد بن ابي وقاص , طلحه بن عبدالله , عثمان بن مظعون , ابو عبيده , ابو سلمه , خالد بن سعيد بن العاص رضي الله عنهم په څيرجليل القدره خلک هم د ابوبکرصديق رضي الله عنه دزېارايستلو په پايله کي مسلمانان شول . ابو بکر صديق رضي الله عنه په خپل کور کې دلمانځه کولو لپاره يو ځانگړى مسجد جوړ کړى وو چې ډير په عاجزۍ او خشوع وخضوع سره به يې لمونځ پکې ادا کاوو , صديق رضي الله عنه ډير زړه نرمى انسان وو ,کله چې به يې دقرآن کريم تلاوت کاوو نو له سترگو څخه به يې اوښکې بهيدلې آن تردې چې خلکو به دهغه ژړااوريدله او ټول به رايو ځای شول او له دې اثر درلودونکي منظر څخه به ډير متاثر شول . بخاري باب هجرة النبي واصحابه . ابو بکر صديق رضي الله عنه به دخدای په لاره کې ډير مالونه ورکول په سنه 9 هجري کې رسول الله صلى الله عليه وسلم دغزوۀ تبوک دتيارۍ لپاره دخدای جل جلاله په لاره کې دمالونو دورکولو اعلان وکړ نو عمر رضي الله عنه دخپل کور نيمايي مال دخدای په لار کې دورکولو په بڼه درسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته راوړ او دا گمان يې وکړ چې کيدای شي نن زه په نيک کار کې ابو بکر صديق رضي الله عنه ته ماتې ورکړم خو ابو بکر صديق رضي الله عنه دخپل کور ټول مال راوړ او درسول الله صلى الله عليه وسلم مخې ته يې کيښود , رسول الله صلى الله عليه وسلم له عمر څخه وپوښتل چې تا خپل اولادته څه پريښودل؟ نو عمر وفرمايل چې نيمايي مال مې اولاد ته پريښود او نيمايي مې دخدای جل جلاله په لار کې د صدقه کولو په نيت ستاسې حضورته راوړ , بيا يې له ابو بکر صديق رضي الله عنه څخه وپوښتل چې تا خپل اولادته څه پريښودل؟ هغه ورته وفرمايل : چې اى دخدای رسوله ! ما چې څه په کور کې درلودل نو هغه مې ټول ستاسې حضورته راوړل , اوويي فرمايل چې کور مې الله تعالى او دهغه رسول ته پريښود (هغه به له خپله درباره زما روزي راکوي ) د ابو بکر صديق رضي الله عنه دا وينا درسول الله صلى الله عليه وسلم ډيره خوښه شوه او د ابو بکر صديق ستاينه يې وکړه ,نو عمر رضي الله عنه وايي چې ما له ځان سره وويل چې ريښتيا هم په نيکو کارونو کي تر ابو بکر صديق رضي الله عنه وړاندې کيدل اسان کار نه دى . ترمذي مناقب ابو بکر رضي الله عنه . رسول الله صلى الله عليه وسلم چې تر ټولولومړى دمسجد دجوړولو لپاره دکومې ځمکې انتخاب کړى وو هغه ديتيمانو وه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم نه غو ښتل چې ديتيمانو په ځمکه مسجد جوړ کړي خو ابو بکر صديق رضي الله عنه دهغې ځمکي قيمت هغو يتيمانو ته ورکړ او درسول ا لله صلى الله عليه وسلم له رايې سره سم په هماغې ځمکې مسجد جوړ شو . فتح الباري 7ټوک 193 مخ .

د ابو بکر صديق رضي الله عنه ځانگړتياوې

1- ابو بکررضي الله عنه يو له هغو لسو کسانو څخه وو چې په نړۍ کې ورته د رسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې دجنتي توب زيرى ورکړل شوى وو . 2- داسلام دلومړي خليفه په توگه وټاکل شو . 3- په بالغو نارينه و کې ترټولو لومړى په اسلام باندې مشرف شو. 4- درسول الله صلى الله عليه وسلم دخسرتوب وياړ ورپه برخه شو . 5- په غار حرا کې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دملگرتوب له کبله ورته د(يارغار) دلقب اخيستلو شرف حاصل شو .

په لاندې غزاوو کې ابوبکر صديق رضي الله عنه فعاله ونډه اخيستې وه

  1. غزوۀبدر
  2. غزوۀ احد
  3. غزوۀ بني مصطلق
  4. واقعۀ حديبيه
  5. امارت حج

وفات

کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له دې نړۍ څخه دآخيرت په لورې سفر وکړنو دمرتدينو او په دروغو دنبوت ددعوې کوونکو يو سيلاب راپورته شو له بله پلوه ځينو مسلمانانو دزکوة له ورکړې څخه هم ډډه وکړه نو د ابو بکر صديق رضي الله عنه دخلافت ډيره برخه له هغوی سره په مقابله تيره شوه ايله څه باندې دوه کاله وتلي وو او له داخلي فتنو څخه خلاصون او دفتوحاتو پيل شوى وو چې ابو بکر صديق رضي الله عنه دمرگ په مرض اخته شو . عايشه صديقه رضي الله عنها وايي چې په يوه سړه ورځ ابوبکر صديق رضي الله عنه ولامبل او له هغه وروسته يې سخته توده تبه پيل شوه چې نژدې 15 ورځې يې دوام درلود دمرض په مهال يې وپوښتل چې نن کومه ورځ ده ؟ ورته وويل شو چې نن دو شنبه ده , بيا يې وپوښتل چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په کومه ورځ وفات شو ؟ ورته وويل شو چې ددوشنبې په ورځ نو ويې وفرمايل چې زه هم هيله لرم چې په همدې نن شپه دخپل اجل بلونکي ته ښه راغلاست ووايم هماغه وو چې دسه شنبې په شپه د63 کالو په عمر په 13 هجري کال دجمادى الاولى په پای کې د تل پاتي نړۍ په لورې مسافر شو . انا لله وانا اليه راجعون . له وصيت سره سم يې د شپې په مهال دکفن او دفن تياري وشوه , خپلې ميرمنې اسماء بنت عميس رضي الله عنها ورته غسل ورکړ , عمر فاروق رضي الله عنه يې دجنازې لمونځ اداکړاو عثمان , طلحه , عبدالرحمن بن ابي بکر , او عمر فاروق رضوان الله تعالى عليهم اجمعين قبر ته ورټيټ کړ او پدې طريقه سره درسول الله صلى الله عليه وسلم دژوندوني ملگرى دتلپاتې ملگرتيا په بڼه درسول الله صلى الله عليه وسلم په خوا کي خاورو ته وسپارل شو او پدې څه کولوسره له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دنيوي مينې په پايله کې ابو بکر صديق رضي الله عنه داخروي ملگرتوب لپاره له رسول الله صلى الله علي وسلم سره يوځای جنت ته ننووت . رضي الله عنهم ورضوا عنه .

سرچينه

ټول افغان ويبپاڼه

  1. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Abu-Bakr — subject named as: Abu Bakr — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Abu_Bakr_al-Siddiq — subject named as: Abu Bakr al-Siddiq — سرليک: Store norske leksikon
  3. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb15598577g — subject named as: ʿAbd Allāh Abū Bakr al-Ṣiddīq — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  4. Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/35487 — subject named as: ʿAbd Allāh ibn Abī Quḥafa ʿUṯmān Abū Bakr al-Ṣiddīq
  5. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Abu-Bakr — subject named as: Abu Bakr — د نشر نېټه: ۱۴ فبروري ۲۰۲۰ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  6. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Abu-Bakr — subject named as: Abu Bakr — سرليک: Abu-Bekr — نشرونه لخوا د: Encyclopædia Britannica 11th edition — ارزښت: Abu-Bekr died on the 23rd of August 634.
  7. https://www.encyclopedia.com/people/history/middle-eastern-history-biographies/abu-bakr
  8. سرليک: Аиша бинт Абу Бакр — نشرونه لخوا د: Islamskiy enciklopedicheskiy slovar
  9. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۱ مې ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur