میرګل محمد خان تمندار ( زیب مګسي ) یو له سترو فارسي ژبو بلوڅانو څخه دی چې په ۱۸۸۳ میلادي کال کي پیدا سوی دی. نوموړی د بریتانوي هند د بلوچستان ایالت په جهل مګسي سیمه کي زیږیدلی او په ۱۹۵۳ میلادي کال کي وفات سو. مګسي په فارسي، اردو او سندي ژبو شعرونه لیکلي خو زیاتره شعرونه یې په فارسي ژبه دي.په پاکستان او تاجکستان کي د دغه شاعر احترام دومره ډېر دی چې د ډاکټر معصوم کاسي په وینا دیوان زیب د تاجک په مکتبونو کي د حافظ د دیوان او د نورو فارسي شاعرانو د دیوانونو ترڅنګ تدریس کیږي او د زیب د ستون په نوم یو زیارت هم هلته شتون لري.

مګسي یو له شتمنو، با نفوذه کسانو او مشهوره جنرالانو څخه وو. خپله مګسي د هغه د قبیلې نوم دی چې د پاکستان د بلوچستان اړوند ده او د دې قبیلې یوه څانګه تمندار نومیږي.