سندي (انګلیسي: sɪndiClosing </ref> missing for <ref> tag[۱۰][۱۱] په هند کې، سندهي یوه له ټاکل شویو ژبو څخه ده چې په رسمي توګه د مرکزي حکومت لخوا پېژندل شوې، که څه هم سندي د هند د هیڅ ایالت رسمي ژبه نه ده. د پاکستان د ۲۰۱۷ کال د سرشمیرنې د لومړنیو پایلو له مخې، سندي د ۳۰.۲۶ میلیونو وګړو لومړنۍ ژبه ده، چې د پاکستان د نفوس ۱۴.۵۷٪ جوړوي، په "[هند]" کې دا د ۲۰۱۱ د سرشمېرنې له مخې د 1.68 ملیون وګړو لومړنۍ ژبه وه.

سيندي ژبه
سِنڌِي‎ (سېندي)[۱]
सिंधी (سېندي دېوا)
સિંધી (کينډۍ:ISO 639 name sd-gujr) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
سیمييزتوب د
ليکدود
ويونکو شمېر
۲۴٬۶۰۰٬۰۰۰ (۲۰۱۹)
۲۱٬۰۰۰٬۰۰۰[۳] (۲۰۰۵)
۲۵٬۰۰۰٬۰۰۰[۴] (۲۰۱۰)
۲۳٬۸۴۵٬۵۰۰[۵] (۲۰۱۴) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د توکمپوهنې ژبې حالت
آيسو ۶۳۹-۱ کوډ
sd[۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ژبې کوډ
sd ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد

حالت او کارونه

سمول

له دې امله چې سندي ليکدود معیاري نه دی او د سکریپټونو کارولو په اړه شخړې شتون لري، ډېری سندیان دا غوره ګڼي چې اصلي فارسي-عربي ليکدود چې 52 توري لري د سندي ژبې د ليکلو لپاره وکاروي چې په سند ایالت کې په پراخه کچه کارول کیږي په داسې حال کې چې په هند کې هندي سندیان د مختلف ډولونو کارولو ته ترجیح ورکوي. اوسمهال په هند کې د سندي ليکلو لپاره له: خدابادي، خوجکي او ګورمکي ليکدودونو څخه کار اخيستل کيږي. ډېری سنديان ډياسپورا په شمول له فارسي-عربی ليکدود څخه ګټه پورته کوي، ځکه چې دا د پېړیو راهیسې په پراخه کچه کارول کیږي ، هېره دې نه وي چې د ياد ليکدود سکریپټ د عبدالمجید بهګري لخوا ډیجیټل شوي [11] او یونیکوډ ته اضافه شوي.

د هند حکومت سندي دراجستان ایالت د یوې ژبې په توګه په قانوني ډول غوره کړې، ترڅو زده کوونکي سندي ژبه زده کړي. سندهي هم د هند په راجستان ایالت کې د لږکیو یوه مشهوره ژبه ده.[12]

د پاکستان له جوړېدو وړاندې، سندهي د سند ملي ژبه وه.[13][14][15][16] د پاکستان سند پارلمان د سند په ټولو خصوصي ښوونځيو کې د سندي ژبې د لازمي تدریس امر کړی دی. د سند خصوصي تعليمي ادارو فارم ب (ضابطو او کنټرول) 2005 کال د قواعدو له مخې، "ټول تعليمي ادارې اړ دي چې ماشومانو ته سندي ژبه ورزده کړي.[18] د سند د پوهنې وزير سيد سردار علي شاه او د ښوونځيو د پوهنې رئيس قاضي شاهد پرویز د سند په ټولو خصوصي ښوونځيو کې د سندي استادانو د ګمارلو امر کړی، چې دا ژبه په اسانۍ او پراخه توګه تدریس شي. .[20]

په پاکستان کې د سندي ژبې ډېری تلویزیوني چینلونه شتون لري لکه د وخت نیوز، KTN، سند ټلویزیون، آواز تلویزیون شبکه، مهران ټلویزیون او دھرتي تلویزیون. د دې تر څنګ د هند د عالي محکمې له خوا د هندي ټلویزیوني شبکې دوردرشن څخه وغوښتل شول چې په هند کې د سندي ژبو ویونکو لپاره یو خبري چینل پیل کړي.[21][22]

تاريخ

سمول

"سندهي" نوم د سندو څخه اخیستل شوی، چې د سیند اصلي نوم دی.[23] د دې کورنۍ د نورو ژبو په څېر، سندي هم د زاړه هند آریایي (سنسکرت) او منځني هند آریایي (پالي، ثانوي پراکریت، او اپبرمشا) د ودې له مرحلو څخه تېریږي. د شلمې پېړۍ لوېدیځ پوهان لکه جورج ابراهیم ګریرسن په دې باور وو چې سندي په ځانګړي ډول د اپابرمشا د وراکډا له ژبې څخه راوتلې ده (د مارکنډیا لخوا تشریح شوې چې په سندو - دیشا کې ویل کیږي) خو وروسته بيا دا نظر رد شو.[24] د 10 پېړۍ په شاوخوا کې سندي د نوي هند - آریایي پړاو ته ننوته.[25][26]

د سندي دود له مخې، په سندي ژبه د قرآن لومړنۍ ژباړه په 883 مېلادي / 270 هجري قمري کال کې د سند په منصوره کې بشپړه شوه. د سندي لومړنۍ پراخه ژباړه اخوند عزاز الله متلوي (۱۷۴۷-۱۸۲۴ ع/ ۱۱۶۰-۱۲۴۰هـ ق) کړې وه او لومړنۍ یې په ۱۸۷۰ کال کې په ګجرات کې خپره شوې وه. چې د محمد صدیق له خواپه (لاهور ۱۸۶۷) چاپ شوه.[27]

کله چې سند د برتانوي پوځ تر ولکې لاندې راغی او له بمبۍ سره ونښلول شوه، نو د صوبې والي سر جارج کلرک په ۱۸۴۸ کې امر وکړ چې سندي دې په صوبه کې رسمي ژبه شي. سر بارټل فریر، د سند هغه وخت کمشنر، د اګست په 29، 1857 کې حکمونه صادر کړل چې په سند کې دولتي مامورینو ته مشوره ورکړي چې په سندي کې امتحان پاس کړي. هغه دا هم امر وکړ چې سندي دې په ټولو رسمي اړیکو کې وکارول شي. په سند کې د اوو ټولګیو تعلیمي سیسټم چې په عام ډول د سندي-فائنل په نوم یادیږي معرفي شو. د سندي فاینل د عوایدو، پولیسو او تعلیم په څانګو کې د دندې لپاره یو شرط جوړ شوی و.[28]

په 1868 کې، د بمبي پریزیډنسی نارائن جګنات ویدیا ته دنده وسپارله چې په سندي کې کارول شوي ابجد د خدابادی ليکدود سره سم ځای په ځای کړي، . خدابادي ليکدود د بمبي پریزیډینسی لخوا یو معیاري سکریپټ اعلان شو چې پدې توګه په مسلمان اکثریت سیمه کې ګډوډي رامینځته شوه. یو زوروره ناکراري پیل شوه، چې وروسته د برتانوي چارواکو لخوا دولس ګرځبنديز نافذ شو.[29]

سرچينې

سمول
  1. سرچينې تړی: https://github.com/unicode-org/cldr/blob/main/common/main/sd.xml.
  2. سرچينې تړی: https://iso639-3.sil.org/code/snd.
  3. ذکر کېدنه: اېتنولوګ. Publisher: SIL International. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. ISSN: 1946-9675.
  4. ذکر کېدنه: Nationalencyklopedin. اثر ژبه: سویډني ژبه.
  5. د مرکزي استخباراتو اداره (CIA). "The World Factbook" (په انګرېزي ژبه). د مرکزي استخباراتو اداره (CIA).{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  6. "اېتنولوګ" (په انګرېزي ژبه). SIL International. نه اخيستل شوی 10 مې 2019.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  7. "Language".
  8. "ScriptSource - Pakistan". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  9. "ScriptSource - India". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  10. "Sindhi". The Languages Gulper. نه اخيستل شوی December 27, 2013.
  11. "Encyclopædia Britannica". Sindhi Language. نه اخيستل شوی December 29, 2013.