زرغونه انا د لوی احمد شاه بابا مور وه . زرغونه انا په خټه الوکوزۍ وه . د خپل وخت يوه پوهه او هوښياره مېرمن وه . د دې د پاره دا وياړ بس وو چي نه يوازي يې د احمد شاه بابا روزنه په کوچني والي کي کړې وه بلکي په لويوالي کي يې هم کله چي احمد شاه بابا د يوې لويي جرگې له خوا زموږ د هيواد د مشر او ساتونکي په توگه و ټاکل شو د يوې لويي مشاوري په توگه د هغه سره مرسته کوله .

زرغونه انا
اړوند
زېږون نېټه
ناجوت ارزښت ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۷۷۲ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

وايي کله چي په ١١٧٤ هـ ق يا ١٧٦١ م کال کي احمد شاه بابا د دولت مشران راټول کړه څو د کندهار د نوی ښار جوړ کړي او د دښمن د احتمالي حملې د مخنيوي د پاره لازمي چاري و سنجوي نو تر ډېر و خبرو وروسته دا خبره و منل سوه چي د ښار پر شا و خوا دي اوه دېوالونه او اوه خندقونه را و گرځول شي څو لدې لاري د ښار خلک د دښمن د حملې څخه و ژغورل سي .

کله چي زرغونه انا له دې حاله خبره سوه نو سمدستي يې احمد شاه بابا را وغوښت او ورته و يې ويل :

” زويه! دا خبره ټينگه په غوږ کي و نيسه ، چي افغانان هيڅکله د خاورو په دېوالونو او د اوبو په خندقونو ځانونه نه ساتي .

پدې خندقونو او دېوالونو به يوازي زه او ته و ژغورل شو ، هغه ستا نور وروڼه او خويندي چي تر دې دېوالونو او خندقونو څخه د باندي پاتي دي ايا هغه له تا څخه ساتنه نه غواړي او نه هغه افغانان دي ؟ او بل دا چي ته بايد دومره انتظار و نه باسې چي دښمن د ملک تر سرحدونو راتېر شي او ستا ښار ته را و رسيږي ” .

د زرغونې انا د مړيني کال نه دئ معلوم ، داسي ويل کيږي چي د ١١٧٤ هـ ق او

١١٨٦ هـ ق کلونو تر منځ به وفات شوې وي . قبر يې د کندهار د ښار د کوهک په کلي کي دئ .

ښاغلى بېنوا يې داسې راپېژني

استاد عبدالروف بېنوا په دې باب په خپل کتاب (پښتنې مېرمنې) کې ليکي:

زرغونه انا د اعليحضرت احمد شاه بابا مور وه، چې دا پښتنه مېرمن د دې هسكو غرو په لمنو كي د پښتونوالي يوه ښه محركه بلله كيږي. زرغونې انا د دې پاكي خاوري د خدمت او لوړ والي دپاره يو داسي نابغه زوى لكه احمد شاه بابا د پښتانه و ملت ته تقديم كړ.

او لكه احمد شاه بابا چې د "بابا" لقب وړى دى هم دغه رنگه دې پښتنې مېرمني د "انا" لقب گټلى دى. او تر اوسه پوري يې په پښتني دنيا كي نوم ژوندى دى.

زرغونې انا تل د خپل نابغه زوى سره په ښو ښو افكارو كي مرسته كوله لكه په خپلو پاكو شيدو كي چې يې د پښتونوالي غذا وركوله، هم دا شان يې د پښتونوالي او غيرت درس په خوله ورښووه.

په (1174 هـ) چې احمد شاه بابا د پښتنو مشران او نور اركان را وبلل چې د كندهار د نوي ښار د جوړولو دپاره يوه سمه صحيحه نقشه طرحه كړي، تر ډېرو نظريو وروسته دا نظريه خوښه شوه چې ښار بايد اوه ديوالونه او څو خندقونه ولري چې د دښمن له حملې څخه خوندي سي. دا نظريه ټولو و منله مگر په دې حال كي "زرغونه انا" خبره سوه، اعليحضرت احمد شاه بابا يې كور ته و غوښت ورته وې ويل: _ "زويه! دا خبره ټينگه په غوږ كي ونيسه . . . چې پښتون هيڅكله د خاورو دېوالو ته پناه نه وړي، او نه په خندق ځان له غليمه خوندي كوي. پښتون د خداى(ج) په مرسته او په خپل وچ موټ ځان او وطن ساتي.

كه ته پښتون وې _ او په حقيقت كي د پښتانه د غيرته ډكي ويني تر تا پوري را رسېدلي وې، نو په خپل پښتني همت او استقامت به ځان، پښتون او وطن وساتې. . . خوشي دېوالونه او خندقونه مه جوړوه!!

په دې دېوالونو او خندقونو به يوازي زه او ته خوندي شو هغه پښتنې ورېندارگاني او پښتانه وروڼه چې د دې خندقونو او دېوالونو و ها خوا ته دي هغه نو له تا څخه ساتنه نه غواړي؟ او زموږ پښتانه نه باله كېږي؟؟ او ته هم بايد دومره انتظار و نه باسې چې دښمن تر ښاره پوري را ورسېږي!"

هغه و، چې د احمد شاه بابا له مغزو څخه هغه دباندينۍ مفكوره وو تله، او يوه معمولي كلا يې جوړه كړه.

همدا شان نقل كوي چي: _ په 1174 هـ كال د احمد شاه بابا د ماتي ږغ په درواغو (خلاف له واقع) كندهار ته را ورسېد، خلك د احمد شاه بابا له ماتي او د عسكرو د پو پنا كېدو له آوازې څخه وارخطا ښكارېده، څو دا خبره زرغونې انا ته ورسېده، دې مېرمني وويل: _ "برى او ماتې د تقدير په لاس دى، مگر "احمد" ځان وژني او ماتې نه كوي!"

زرغونه انا د الكوزو ټبر ته منسوبه وه كه څه هم د دې انا د مړيني او اوفات تاريخ څرگند نه دى، خو دوني ښكارېږي چې تر(1174 هـ د كندهار ښار د جوړولو تر تاريخ) وروسته او د احمد شاه بابا په ژوند وفات سوې ده. څنگه چې احمد شاه بابا په (1186 هـ) وفات سوى دى نو د دې مېرمني وفات د (1174هـ او 1186 هـ) كلونو تر منځ واقع سوى دى. او د ارغنداو د رود پر غاړه د كوهك په كلي كي يې مزار دى _ (خداى دې وبخښي)

نو كه زرغونه انا د دې د ننگيالي زوى احمد شاه بابا د زېږېدو په وخت (1135 هـ) د شلو كالو و بولو او مرگ يې هم مثلاً د 1180 هجري په حدودو كي و گڼو، نو ويلاى شو چې د دې پښتنې انا ژوند د شپېتو، او د اويا كالو په منځ كي و.