زاکاري ټایلر

زاکاري ټایلر (نومبر ۲۴، ۱۷۸۴ – جولای ۹، ۱۸۵۰ز) یوامریکایی سیاستوال او پوځي مشر و، چې له ۱۸۴۹ ز نیولې بیا په ۱۸۵۰ ز کې تر مرګه پورې د امریکا د ۱۲ ام ولسمشر په توګه خدمت کړی دی. ټایلر د امریکا په پوځ کې یو افسر چې تر بریدجنرالۍ رتبې پورې رسېدلی و او د مکسیکو-امریکا په جګړه کې د بریاوو له امله ملي اتل شو. په پایله کې، که څه هم ده مبهم سیاسي عقاید درلودل، خو بیا يې هم د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې. د ولسمشر په توګه د هغه اساسي لومړیتوب د اتحاديې ساتل و. دی شپاړس میاشتې وروسته له ولسمشر کېدو مړ شو، خو په کانګرس کې پر تر ټولو بېلتون اچوونکې مسئله یعنې غلامۍ باندې کوم پرمختګ ونه  شو.

زاکاري ټایلر
(انګلیسي: Zachary Taylor د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
زاکاري ټایلر
زاکاري ټایلر

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ نومبر ۱۷۸۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 9 جولای 1850 (66 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي [۱۱]
سپينه ماڼۍ [۱۲][۱۳]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل کولرا   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د مکسیکو او امریکا جګړه
د ۱۸۱۲م کال جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
زاکاري ټایلر
زاکاري ټایلر

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ټایلر د امریکا په یوه مخکښه ځمکواله کورنۍ کې زېږېدلی و. دی چې کله ځوان و، کورنۍ یې له ویرجنیا  نه د لویدیځ لورته د کیټاکي ایالت لویس ویلله سیمې ته کډه وکړه. ټایلر د امریکا وروستی ولسمشر دی چې د اساسي قانون له جوړېدو مخکې زېږېدلی و. هغه په ۱۸۰۸ز کال کې د متحده ایالتونو په پوځ کې دنده پیل کړه او د ۱۸۱۲ز کال په جګړه کې د جګړنۍ رتبه ورکړل شوه. هغه په پوځ کې ترفیع ګانې اخیستې، د میسیسیپي سیند په اوږدو کې یې پوځي کلاوې جوړې کړې او په ۱۸۳۲ ز کال یې د بلک هاک په جګړه کې د ډګروالۍ رتبې په درلودلو سره ورننوت. په دویمه سیمینول جګړه کې د هغه بریاوو ته د ملت ورپام شو او د "زوړ زیږ او چمتو" نوم يې پرې کېښود.

په ۱۸۴۵  ز کال کې، د تګزاس د را ضمیمه کولو پر مهال، ولسمشر جېمز کې پالک، ټایلر ریو ګرانډ ته واستاوه، تر څو د تګزاس-مکسیکو په شخړه ییزه پوله له مکسیکو سره د پېښېدونکې جګړې مشري وکړي. د ۱۸۴۶ز کال په اپریل میاشت کې د مکسیکو-امریکا جګړه پیل شوه او ټایلر د پالو التو او رېساکا دې لاپلاما په جګړو کې د جنرال ماریانو اریستا په مشري مکسیکويي ځواکونو ته ماتې ورکړه او له تګزاس  نه يې د ارېستا پوځیان واېستل. ټایلر خپل پوځیان په مکسیکو وروستل او هلته يې د مونټېرې په جګړه کې د پېدرو دې امپودیا په مشرۍ مکسیکويي ځواکونه مات کړل. ټایلر د مرکز امر ته غوږ نه نیوه او خپل ځواکونه يې نور هم جنوب لوري ته بوتلل، که څه هم شمېر يې ډېر لږ و، خو بیا یې هم د بوئېنا ویستا په جګړه کې د جنرال انتونیو لوپېز دې سانتا انا په مشرۍ مکسیکويي ځواکونه سخت وځپل. وروسته د ټایلر د پوځیانو قومانده ډګرجنرال وینفیلډ سکاټ ته ورکړل شوه، خو بیا هم ټایلر خپل ګرانښت وساته.

د وېګ ګوند ټایلر ته قناعت ورکړ، چې د ۱۸۴۸ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د یاد ګوند ټکټ مشري وکړي. که څه هم د ده سیاسي اصول روښانه نه وو او په سیاست کې يې لېوالتیا نه درلوده، خو بیا هم په ۱۸۴۸ز کال د وېګ ګوند په ملي غونډه کې ټایلر د دې ګوند دوو نورو سیالو نوماندانو هر یوه وینفیلډ سکاټ او پخواني سناتور هینرې کلې ته ماتې ورکړه. هغه له نیویارکي سیاستوال میلارډ فیلمور سره یوځای عمومي ټاکنې وګټلې او د دموکراتیک ګوند نوماندانو لیویس کاس او ویلیام اورلانډو بټلر او د خپلواکې خاورې ګوند د درېیم اړخ هلوځلو چې مشري یې پخواني ولسمشر مارټین وان بورېن او مشر چارلېس فرانسیس آډمز کوله، ماتې ورکړه. د ولسمشر په توګه، ټایلر له کانګرس او خپلې کابینې نه خپل واټن وساته او ان ګوندي ترینګلتیاوو د اتحادیې وېشل کېدلو ګواښ رامنځته کړ. په ملي کچه یوازې یو همدا د غلامۍ د حالت پر سر د مکسیکو ایالت د جلاوالي (Mexican Cession) خبره وه او دا چاره د نورو جنوبي ایالتونو د جلاوالي ګواښ له ځان سره لېږداوه. که څه هم ټایلر په خپله د جنوب و او غلامان يې درلودل، خو بیا یې هم د غلامۍ د پراختیا لپاره فشار رانه ووړ او له ټولو نورو اندېښنو ورپورته د سیمه ییز تناسب او همغږۍ په لټه کې و. د غلامۍ د مسئلې  د ډډې په پارهغه ټینګار وکړ چې د نیویارک او کلیفورنیا ایالتونه دې د ځمکني درېځ په کیسه کې نه کېږي او د ایالت کېدو لپاره دې اساسي قوانی تسوید کړي، چې دا چاره بیا د ۱۸۵۰ز کال پخلاینې (Compromise) ته لاره پرانیسته.

ټایلر په جولای ۹، ۱۸۵۰ ز نېټه یوناڅاپه د خېټې ناجوړې له امله مړ شو او د هغه ادارې د کلایتون-بولوېر تړون د تصویب  پرته ډېرې لږ لاسته راوړنې درلودې. د ولسمشر مرستیال فیلمور ولسمشري ترلاسه او د یادې دورې تر پایه ولسمشر پاتې شو. تاریخپوهان او  عالمان ټایلر د امریکايي ولسمشرانو تر منځ د ټېټو نمرو وړ بولي، ځکه ډېره لږه موده (د ۱۶ میاشتو لپاره) ولسشمر پاتې شو او کاږي چې: دی "یو هېرېدونکی ولسمشر و، تر دې چې ناکام هغه وبلل شي."[۱۴]

ماشومتوب او ځواني سمول

 
په کېټاکي، لویس ویلله کې د ټایلر د ماشومتوب کور


زاکاري ټایلر، د نومبر په ۲۴مه، ۱۷۸۴ ز کال کې، په یوه مخکښه ځمکواله کورنۍ کې د ویرجنیا ایالت د اورېنج کاونټۍ په ځمکو کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د هغه د زوکړې ځای ښايي د هار ځنګلو فارم وي چې د هغې د مور د پلار ویلیام سټراتر کور و، خو بیا هم په دې اړه پوره وضاحت نشته. هغه د خپلو پنځو ژوندیو پاتې شوو بچیانو درېم و (شپږم يې په بېخي ماشومتوب کې مړ شوی و) چې درې خویندې يې درلودې. د هغه مور سارا ډابنې (سټراتر) ټایلر نومېده. پلار يې ریچارډ ټایلر نومېده او د امریکا په انقلاب کې يې د ډګرمن په توګه خدمت کړی و. [۱۵][۱۶]

ټایلر د مشر ویلیام بریوسټر او کشر ایزاک الیرټن اولاده وه. بریوسټر د پلای ماوت کالونۍ د راکډه شوو انګلیسانو مشر، د مېفلاور کډوال، د مېفلاور کمپاکټ لاسلیک کوونکی و. کشر ایزاک الیرټن یو استعماري سوداګر، ډګروال او د مېفلاور انګلیسي کډوال ایزاک الیرټن او فییر بریوسټر زوی و. په دې اړیکه کې، د ټایلر دویم د تره زوی جېمز ماډېسن و چې وروسته د امریکا څلورم ولسمشر شو. هغه همدا ډول د ویرجنیا د نوموتې لي کورنۍ غړی او درېیم د تره زوی و چې یو ځل د کنفډرېټ جنرل رابرټ اي لي  نه اېستل شوی و. [۱۷][۱۸]

د هغه کورنۍ د ویرجنیا خرابې ځمکې پرېښودې، د لوېدیځ پر لوري کډه شول او د کېنټاکي ایالت د لویس ویلله سیمې نږدې د اوهایو سیند پر غاړه مېشت شول. ټایلر په یوه کوچنۍ کوډله کې راستر شو چې له پرېمانه هوساینو  برخمن و چې کورنۍ یې بیا د خښتو کور ته لاړه. د لویس ویلله سیمې چټکه وده د ټایلر د پلار له برکته وه، ځکه هغه د ۱۹مې پېړۍ په پیل کې په کېناکي کې ۴۰ کیلومټره مربع ځمکه او ۲۶ غلامان واخیسته، تر څو د خپلو اجاره شوو ځمکو په تر ټولو ښه برخه کې کرکیله وکړي. د ټایلر رسمي زده کړې به کله وې، کله نه، ځکه هغه مهال د کېنټاکۍ تعلیمي نظام نوی په راجوړېدو و. [۱۹]

مور یې لیکل او لوستل ورزده کړل او بیا به هغه ښوونځي ته ته، چې د اېلیشا اېر په نامه د یوې کنیکټیکټۍ ښوونکې له خوا پرمخ بېول کېده. هغه وروسته د مېډلټاون کېنټاکۍ اکاډمۍ ته ته چې مشري يې کېیان اوهارا کوله. اوهارا په اصل کې د ایرلنډ یو کلاسیک روزل شوی عالم او د تیودور اوهارا پلار و. اېر وايي چې: ټایلر یو ناجوړه هلک و، خو درس به یې ژر زده کېده، خو په لومړیو کې یې لیکونه ښيي چې سپېلېنګ او ګرامر یې کمزوري وو او لیک يې هم ښکلی نه و. نور ټول وروسته ښه شول، خو ډېره سخته وه چې یو څوک دې د ده د لاس خط ولوستلی شي. [۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11880152X  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12133919v — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6ks6qm2 — subject named as: Zachary Taylor — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1023 — subject named as: Zachary Taylor — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32327.htm#i323264 — subject named as: Zachary Taylor — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/taylor-zachary — subject named as: Zachary Taylor — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=zacharytaylorz — subject named as: Zachary Taylor
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=zachary;n=taylor;oc=1 — subject named as: Zachary Taylor
  9. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=60598 — subject named as: Zachary Taylor — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  10. The American Presidency Project — د نشر نېټه: ۶ اگسټ ۲۰۲۱ — آرشيف اصل — دوتنه: John T. Woolley
  11. پیوستون : 11880152X  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  12. The American Presidency Project — د نشر نېټه: ۶ اگسټ ۲۰۲۱ — آرشيف اصل — دوتنه: John T. Woolley
  13. http://web.archive.org/web/20210420181204/https://www.loc.gov/collections/zachary-taylor-papers/articles-and-essays/timeline/1848-to-1850/ — د نشر نېټه: ۶ اگسټ ۲۰۲۱ — آرشيف اصل
  14. (په February 16, 2007 باندې). Worst Presidents: Zachary Taylor (1849–1850). U.S. News & World Report.
  15. Geoffrey Henry (March 1991). "National Register of Historic Places Inventory/Nomination: Hare Forest Farm" (PDF). Virginia Department of Historic Resources. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Bauer, pp. 1–2; Hamilton, vol. 1, pp. 21–24, 261–262.
  17. Hamilton, vol. 1, pp. 22, 259.
  18. "Family relationship of General Robert E. Lee and Zachary Taylor via Richard Lee". famouskin.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bauer, K. Jack (1985). Zachary Taylor: Soldier, Planter, Statesman of the Old Southwest. Baton Rouge, Louisiana: Louisiana State University Press. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8071-1237-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Nowlan, Robert A. (2016). The American Presidents From Polk to Hayes. Denver, Colorado: Outskirts Press. د کتاب پاڼې 79. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4787-6572-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bauer, pp. 2–4; Hamilton, vol. 1, pp. 25–29.
  22. Zachary Taylor: Soldier, Planter, Statesman of the Old Southwest، ص. 4.