ريچارد اون ويزسېکر

ريچارډ کارل فريهر اون ويزسېکر(Richard Karl Freiherr von Weizsäcker) (جرمني: [ˈʁɪçaʁt fɔn ˈvaɪtszɛkɐ]، د ژوند موده يې د ۱۹۲۰ ز کال د اپرېل له ۱۵ څخه د ۲۰۱۵ ز کال د جنوري تر ۳۱ نېټې پورې) د عيسوي ديموکراتيک اتحاد (CDU) يو الماني سياستپوه و، چې له ۱۹۸۴ ز کال څخه تر ۱۹۹۴ز کال پورې يې د جرمني د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. د Weizsacker په اشرافي کورنۍ کې چې د المان د اشرافيت يوه برخه وو، زېږېدلی دی او خپلې لومړنۍ عمومي هڅې يې د المان په Evengelical کليسا کې تر سره کړې.

ريچارد اون ويزسېکر
ريچارد اون ويزسېکر
ريچارد اون ويزسېکر

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
برلين [۵][۶]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای بازل شتادت (۱۹۲۰–۱۹۲۴)

کوپنهاګن (۱۹۲۴–۱۹۲۶) اوسلو (۱۹۳۱–۱۹۳۳) برن (۱۹۳۳–۱۹۳۶) برلين (۱۹۳۶–)  ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ

تابعیت جرمني   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
عملي ژوند
تعلیم اکسفورډ پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
مورنۍ ژبه جرمني ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
پوځي خدمت
مقام جگتورن   ويکيډاټا کې (P410) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه ،  پر پولنډ برید ،  د بارباروسا عملیات   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
ريچارد اون ويزسېکر
ريچارد اون ويزسېکر

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

له ۱۹۵۴ ز کال راهيسي، د المان د عيسوی ديموکراتيک اتحاد (CDU) د غړي په توګه ، نوموړی د ۱۹۶۹ ز کال ټاکنو کې، د پارلمان د غړي په توګه وټاکل شو. نوموړي تر هغه وخته پورې د Bundestag د غړي په توګه خپل واک ساتلو ته دوام ورکړ، چې د ۱۹۸۱ ز کال ايالتي ټاکنو څخه وروسته د لويديځ برلين د واکمن ښاروال په توګه وټاکل شو. Weizsäcker په ۱۹۸۴ ز کال کې د المان د فدرالي جمهوريت د ولسمشر په توګه وټاکل شو او په ۱۹۸۹ ز کال کې د دويمې دورې لپاره يو ځل بيا وټاکل شو. نوموړی او Theodor Heuss تر اوسه د المان د فدرالي جمهوريت يوازيني دوه ولسمشران دي، چې دوه بشپړې پينځه کلنې دورې يې خدمت وکړ. د ۱۹۹۰ز کال د اکتوبر پر ۳ مه نېټه د ولسمشر په توګه د خپلې دويمې دورې پر مهال، نوموړي د المان ديموکراتيک جمهوريت پينځه ايالتونه په رسميت وپېژندل او ختيځ برلين د جرمني له فدرالي جمهوريت سره يو ځای شو، چې له امله يې Weizsäcker د بيا يو شوي المان ولسمشر شو.

ويزسېکر (Weizsäcker) د المان تر ټولو نامتو ولسمشر ګڼل کېږي، چې په ځانګړي ډول د خپلې بې پلوۍ له امله لوړ درنښت لري. د نوموړي اخلاقو يا کړو وړو زياتره وخت هغه د خپل ګوند له ملګرو په ځانګړي ډول د اوږد مهاله صدراعظم هيلمټ کوهل (Helmut Kohl) سره په توپير او امتياز کې ګاڼه. Weizsäcker د خپلو ويناوو له امله نامتو و، په ځانګړي ډول د هغې وينا له امله چې د ۱۹۸۵ ز کال د می پر ۸ مه نېټه يې د دويمې نړيوالې جګړې د پای په ۴۰ کليزه کې په اروپا کې وړاندې کړه. د نوموړي پر مړينه باندې يې ژوند او سياسي فعاليت په پراخ ډول وستايل شول، چې له ډلې يې نيويارک ټايمز نوموړي ته«د خپل ملت د اخلاقي شعور يوه ساتونکي» نوم ورکړ. [۷][۸][۹][۱۰]

د ژوند لومړي وختونه

سمول

کوچنيوالی، ښوونځی او کورنۍ

سمول

ريچارد اون ويزسېکر (Richard von Weizsacker) د ۱۹۲۰ ز کال د اپرېل پر ۱۵ مه نېټه په نوې ماڼۍ (New Palace) سټټګارټ (Stuttgart) کې زېږېدلی دی، چې د Weizsäcker کورنۍ د يوه غړي Ernst von Weizsäcker او د هغه د مېرمنې Marianne von Graevenitz زوی دی. مور يې (Marianne) د Wurttemberg د پاچهۍ د پلي نظام د يوه جنرال Friedrich von Graevenitz (۱۹۲۲ – ۱۸۶۱ز کلونه) لور وه. Ernst von Weizsäcker يو مسلکي سيستوال او په ۱۹۳۰ ز لسيزه کې په باندنیو چارو وزارت کې يو لوړ رتبه چارواکی و. د څلورو ماشومانو تر ټولو کوچني Weizsäcker دوه وروڼه درلودل، چې يو يې فزيک پوه او فيلسوف Carl Friedrich von Weizsäcker او بل يې Heinrich von Weizsäcker نومېده، چې د دويمې نړيوالې جګړې په پيل کې په پولينډ کې د يوه پوځي په توګه ووژل شو. خور يې Adelheid (۲۰۰۴ – ۱۹۱۶ز کلونه) له Botho-Ernst Graf zu Eulenburg-Wicken (۱۹۴۴ – ۱۹۰۳ ز کلونه) سره واده وکړ، چې په ختيځ پروس کې يو ځمکوال و. د ريچارد نيکه Karl von Weizsäcker د Wurttemberg د پاچهۍ لومړی وزير و او په ۱۸۹۷ز کال کې د اشرافيت درجې ته ورسېد او په ۱۹۱۶ ز کال کې د Baron اشرافي لقب ميراثي سرليک ته پورته شو. په ۱۹۱۸ز کال  کې يې رسمي دنده لږ وړاندې له دې څخه پای ته ورسېده، چې پاچهي د ۱۹۱۹-۱۹۱۸ ز کلونو د المان اوښتون کې له منځه لاړه. که څه هم د راتلونکو کلونو پر مهال، نوموړي په پخواني شاهي ماڼۍ کې يوه څانګه ونيوله، چې لمسی يې هملته په بامبوټۍ کې وزېږېد. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

دا چې پلار يې يو مسلکي سياستوال و، نو Weizsäcker د خپل کوچنيوالي ډېره برخه په سويس او سکندناويا کې تېره کړه. ياده کورنۍ له ۱۹۲۰ز کال څخه تر ۱۹۲۴ز کال پورې Basel کې، له ۱۹۲۴ ز کال څخه تر ۱۹۲۶ ز کال پورې  په کوپنهاګن کې او له ۱۹۳۳ ز کال څخه تر ۱۹۳۶ ز کال پورې Bern کې واوسېدله، چې ريچار په کې د کېرچنفيلډ په نوم د ليسې برابر سویسي ښوونځي (Swiss Gymnasium Kirchenfeld) کې ګډون وکړ. نوموړې کورنۍ په برلين کې د ۱۹۱۹ او ۱۹۳۳ ز کلونو تر منځ او يو ځل بيا له ۱۹۳۶ ز کال څخه د دويمې نړيوالې جګړې تر پايه پورې، د Wilmersdorf د Fasanenstrabe په يوه اپارتمان کې ژوند وکړ. Weizsäcker د خپل لومړني ښوونځي د درېيم ټولګي د پاتې کېدنې وړتيا لرله او د نهه کلنۍ په عمر په Wilmersdorf کې د Bismarkck-Gymnasium په نامه (ننني Goethe-Gymnasium) په نوم منځني ښوونځي ته شامل شو. هغه وخت چې نوموړی ۱۷ کلن و، د اکسفورډ په Balliol College کې د تاريخ او فلسفې د زده کړې په موخه يې انګليستان ته يون وکړ. نوموړي په لندن کې د پاچا څلورم جورج (George VI) د تاج پر سر کولو مراسم وکتل.  Weizsäcker د فرانسوي ژبې د پرمختګ په موخه د ۳۸/۱۹۳۷ ژمني سمستر د فرانسې په Grenoble پوهنتون کې تېر کړ. نوموړی هملته په ۱۹۳۸زکال کې د پوځ لپاره رابلل شوی و او د خپل Reichsarbeitsdienst د پيل کولو په موخه په همدې کال کې بېرته المان ته ولاړ. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

دويمه نړيواله جګړه

سمول

د دویمې نړيوالې جګړې له پيل څخه وروسته Weizsäcker د المان له پوځ سره يو ځای شو او په وروستني ډول په زېرمه (reserve) پوځونو کې د جګړنۍ مرتبې ته پورته شو. نوموړی د خپل ورور Heinrich له کنډک (د Potsdam نهم پلي کنډک) سره يو ځای شو. نوموړی د جګړې په هماغه لومړۍ ورځ له خپل کنډک سره له پولې هاخوا پولينډ ته تېر شو. د Weizsäcker ورور Heinrich د جګړې پر دويمه ورځ له نوموړي څخه سل میتره لرې ووژل شو. Weizsäcker ټوله شپه، د خپل ورور جسد ته تر هغې وکتل، چې راتلونکی سهار يې پر ښخولو وتوانېد. د نوموړي کنډک چې پراخه برخه يې اشراف او د پروس محافظه کاران وو، د جولای د ۲۰ دسيسه کې د هټلر پر وړاندې د خپلو ۱۹ سپاهيانو په ګډون د پام وړ ونډه ولوبوله. په خپله Weizsäcker له خپل ملګري Axel von dem Bussche سره، د ۱۹۴۳ ز کال په ډسمبر کې په ورته [کاليو] پلټنه کې د هټلر د وژلو په هڅه کې مرسته وکړه، چې Bussche يې برلين ته په يون پاڼو سره چمتو کاوه. ياده هڅه بايد هغه وخت له منځه تللی وی، چې ورته کالي د يو هوايي بريد په واسطه له منځه ولاړل. د ۱۹۴۴ ز کال په جون کې د Bussche په ليدنه باندې Weizsäcker هم د جولای د ۲۰ مې لپاره له تهدېدونکو پلانونو څخه خبر و او نوموړي ته يې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ، مګر پلان په پای کې بې پايلې شو. Weizsäcker څه موده وروسته، د جګړې وروستۍ نهه مياشتې د ځور يا کړاو په توګه تشرېح کړلې. نوموړی په ۱۹۴۵ ز کال کې په ختيځ پروس کې ټپي شو او Stuttgart کې خپل کور ته ولېږدول شو، چې د جګړې پای په Constance جهيل کې له کورنۍ کروندې څخه وګوري [وڅاري]. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

زده کړې، واده او لومړنی کاري ژوند

سمول

Weizsäcker د جګړې په پای کې په Gottingen کې د تاريخ برخه کې خپلې زده کړې ته دوام ورکړ او د حقوقو د لوستنې په موخه يې کار پيل کړ، مګر په فزيک او ديني پوهه کې يې هم ویناوې تر لاسه کړې. په ۱۹۴۷ز کال کې هغه مهال چې پلار يې Ernst von Weizsäcker له نيول شوې فرانسې څخه د يهودانو په شړنه يا تبعيد کې د خپلې ونډې له امله د وزارتونو محاکمه کې مدافعه کوونکی و، ريچارد اون ويزسېکر (Richard von Weizsäcker) د نوموړي د مرستيال مدافع سلاکار په توګه خدمت وکړ. نوموړي خپل لومړنی بشپړ وړ حقوقي وکالت [مرتبه] (Staatsexamen) په ۱۹۵۰ ز کال کې او دويم په ۱۹۵۳ ز کال کې تر لاسه او په پای کې يې په ۱۹۵۵ ز کال کې خپله دکتورا (doctor juris) تر لاسه کړه. نوموړي په ۱۹۵۳ ز کال کې له Marianne von kretschmann سره واده وکړ. دوی هغه وخت سره وکتل، چې نوموړې د ښوونځي ۱۸ کلنه نجلۍ او Weizsäcker ۳۰ کلن و. Weizsäcker په ۲۰۱۰ ز کال کې ياد واده، د خپل ژوند د تر ټولو غوره او ځيرکه پرېکړې په توګه بيانوي. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې

سمول
  1. پیوستون : 118766570  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6w23nmn — subject named as: Richard von Weizsäcker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/142036002 — subject named as: Richard von Weizsäcker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ subject named as: Richard Karl Freiherr von Weizsäcker — Merkelstiftung person ID: http://merkelstiftung.de/Familie/Familiendaten/getperson.php?personID=I19954&tree=PWMerkel — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ https://www.bundespraesident.de/DE/Die-Bundespraesidenten/Richard-von-Weizsaecker/richard-von-weizsaecker-node.html
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118766570 — د نشر نېټه: ۲۱ جولای ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  7. Augstein, Franziska (15 April 2010). "Erster Bürger seines Staates" (in الماني). Süddeutsche Zeitung. بياځلي په 20 April 2015.
  8. "Gauck würdigt "großen Deutschen"" (in الماني). Deutschlandfunk. 11 February 2015. بياځلي په 20 April 2015.
  9. Saxon, Wolfgang (31 January 2015). "Richard von Weizsäcker, 94, Germany's First President After Reunification, Is Dead". The New York Times. بياځلي په 1 February 2015.
  10. Schäuble, Wolfgang (11 February 2015). "Er ist immer unser Präsident geblieben". Faz.net (in الماني). Frankfurter Allgemeine Zeitung. بياځلي په 20 April 2015.
  11. "Richard von Weizsäcker (1984–1994)". bundespraesident.de. Bundespräsidialamt. بياځلي په 1 February 2015.
  12. Rudolph 2010، م. 24.
  13. Hofmann 2010، م. 19.
  14. Hofmann 2010، م. 23.
  15. Weizsäcker 1997، مم. 49–51.
  16. Weizsäcker 1997، م. 71.
  17. Hofmann 2010، م. 30.
  18. Weizsäcker 1997، مم. 72–73.
  19. Rudolph 2010، م. 25.
  20. Finker, Kurt (1993), "Das Potsdamer Infanterieregiment 9 und der konservativ militärische Widerstand", in Kroener, Bernhard R. (ed.), Potsdam. Staat, Armee, Regiment, Berlin{{citation}}: CS1 maint: location missing publisher (link)
  21. Weizsäcker 1997، م. 91.
  22. Weizsäcker 1997، م. 95.
  23. Weizsäcker 1997، م. 90.
  24. Rudolph 2010، م. 39.
  25. Rudolph 2010، م. 40.
  26. "Lehrstuhl für Volkswirtschaftslehre – Finanzwissenschaft und Industrieökonomik" (in الماني). Technical University of Munich. بياځلي په 6 October 2015.
  27. "Richard von Weizsäcker: Seine Familie war bis zuletzt bei ihm" (in الماني). B.Z. Berlin. 1 February 2015. بياځلي په 6 October 2015.
  28. "Marianne von Weizsäcker" (in الماني). Bundespräsidialamt. بياځلي په 6 October 2015.
  29. "Richard von Weizsäcker trauert um seinen Sohn". Die Welt (in الماني). 15 June 2008. بياځلي په 6 October 2015.
  30. "Chefarzt: Prof. Dr. med. Fritz von Weizsäcker". schlosspark-klinik.de (in الماني). بياځلي په 6 October 2015.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  31. "Richard von Weizsäcker: Ein Zeuge des 20. Jahrhunderts" (in الماني). Bayrischer Rundfunk. 31 January 2015. خوندي شوی له the original on 6 October 2015. بياځلي په 6 October 2015.
  32. "Odenwaldschule: Familie Weizsäcker bricht Schweigen". Spiegel Online (in الماني). 27 March 2010. بياځلي په 6 October 2015.
  33. "Was wir über den tödlichen Angriff auf Fritz von Weizsäcker wissen". Der Spiegel (in الماني). 20 November 2019. بياځلي په 20 November 2019.
  34. "Son of former German President Richard von Weizsäcker stabbed to death". BBC News. 20 November 2019.
  35. Weizsäcker 1997، مم. 98–102.
  36. Hofmann 2010، م. 88.
  37. Rudolph 2010، م. 61.
  38. Rudolph 2010، م. 54.