روهيله پښتانه

روهیله يا روهيلي په افغانستان، پاکستان او شمالي هند کې یوه توکمیزه ډله ده. روهیلي پښتانه دي، خو له افغانستانه بهر اوس په اردو ژبه خبرې کوي.

د هغو کسانو شمېر چې ځانونه روهیليان ګڼي شاوخوا دوه میلیونه وګړي دي چې ډېری یې په پاکستان کې ژوند کوي. د دوی لوی اکثریت د سني اسلام پیروي کوي. روهیليان د 16 څخه نيولې تر 23 بېلابېلو قبیلو وېشل شوي دي.

روهيل د هغو افغان پښتنو پوځیانو اولادونه دي چې د نوي ډیلي په شمال ختیځ کې سوالکس ته راغلل او د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې د امپراتور اورنګزېب په بلنه هلته مېشت شول. دا سیمه چې د هند د اترپردېش ایالت په شمال لوېدیځ کې ده، نن ورځ د روهیل کنډ په نوم یادیږي چې مانا يې(د روهیليانو ځمکه) ده.

په 1947 کې د هند له وېشلو وروسته، ډېری روهیليان پاکستان ته مهاجر شول او په عمده توګه په سند کې مېشت شول، په ځانګړې توګه د کراچۍ، حیدراباد او سکر په ښارونو کې.

سرچینې سمول

  • Hussain, I.; 1994: The Ruhela chieftaincies: the rise and fall of Ruhela power in India in the eighteenth century, Oxford University Press, کينډۍ:ISBN.