رحمت الله درد

پروفيسر رحمت الله درد (د ۱۹۳۴ ز کال د ډيسمبر ۴، خيبر پښتونخوا -د ۲۰۱۶ ز کال د اگسټ ۳۱، پېښور) د پښتو ژبې يو شاعر وو.

مخينه سمول

رحمت الله درد د ۱۹۳۴ ز کال د ډیسمبر پر ۴ د خیبر پښتونخوا د جنوبي سیمې لکي مروت په مستي خیل سیمه کې د نظام خان کره زېږېدلی وو. لومړنۍ زده کړې يې تر لسم ټولگي پورې د لکي مروت په های سکول ښوونځي کې وکړې. دولسم ټولگی يې د بنو گورنمت په کالج کې پای ته ورساوه او څوارلسم ټولگی يې هم د ديره اسماعيل خان په گورنمنت کالج کې پاس کړ. وروسته يې د ماسټرۍ او بي ټي سندونه له پېښور پوهنتون څخه تر لاسه کړل.

ارواښاد درد د شاعرۍ تر څنګ په بېلابېلو دولتي ښوونځيو کې د استادۍ دنده هم ترسره کړې وه او په ١٩٩٥میلادي کال کې د لکي مروت دولتي کالج نه د سر معلم يا پرنسپل په توګه تقاعد شوى و. نوموړي رسمي دنده د یو ښوونکي په توگه پيل کړې وه او وروسته بيا د پروفيسرۍ تر رتبې ورسېد.

د شعر بېلگې يې سمول

اور راباندې بل دى ماته پته ده - ستا ديدن‌ يې حل دى ماته پته ده

خلاصه پښه کوڅو کې شرمخان گرځي - ښار نه‌دى، ځنگل دى ماته پته ده

دا چې په رڼا ورځې دهاړې وهي - څوک ورسره مل دى، ماته پته ده

څومره اعتماد به په ژوند وکړمه - مرگه پورې ځغل دى، ماته پته ده

خاندې، بل ته گورې، ما په غوږ وهې - څوک د ديدن غل دى ماته پته ده

زه به هر څه اورم څه به نه‌وايم - دا د يار محفل دى ماته پته ده

بيا يې چې سينگار په مازيگر کړو ځان - ماته‌ يې جوړ چل دى ماته پته ده

ښه غزل چې واوري نو جانان وايي: - دا د «درد» غزل دى، ماته پته ده

_______________________

ناست وي په محفل کې خو تنها لگي - پته د مين سړي صفا لگي

دا واړه اعجاز دې د سرو شونډو دى - ته که دروغ هم وايې، رښتيا لگي

زه‌يې د "خوشال" غوندې په جار منم - ښکلي گنې خلکه! د هر چا لگي

نه‌غواړي، د زړه علاج مې نه‌غواړي - وايه گنې څه د مسيحا لگي

زه چې د چا بل ښکلي صفت کوم - خداى خبر چې ولې بد په تا لگي

ناز او په ستم کې فرق اسان نه‌دى - ښکلي موږ ته ځکه بې‌وفا لگي

غشي چې کاږه وي هدف نه‌ لگي - ستا باڼه کاږه دي خو رسا لگي

وې ليدم، موسکۍ شوه، رو يې وويل - "درد به مې په ټنډه خامخا لگي"

مړینه سمول

پروفيسر رحمت الله درد د ۲۰۱۶ زېږدي (۱۳۹۵ ل ل) کال د اگسټ پر ۳۱ د ۸۲ کالو په عمر له دې نړۍ سترگې پټې کړې او په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

١– غزل (شعري ټولگه).

٢– درد (شعري ټولگه).

٣– منتخب درد (شعري ټولگه).

۴– وفا (شعري ټولگه).

٥– نون نه تر نون (شعري ټولگه).

٦– هغه سترگې چې غږېږي (شعري ټولگه).

٧– ويال سړى (شعري ټولگه).

په دې وروستيو کې يې ټوله شاعري د «کليات درد» په نامه چاپ شوې چې په وروستۍ برخه کې يې د ارواښاد درد اردو شاعري هم ځاى شوې ده.

د شعر څو بېلگې يې سمول

اخځونه سمول

۱. http://www.voadeewaradio.com/a/3487776.html

۲. http://kitabtoon.com/ps/kitabona/shaeri/pakhwani/author/3

۳. http://www.mashaalradio.com/a/27959236.html

۴- https://pa.azadiradio.com/a/27958963.html