رابرټ اي لي

رابرټ اي لي
(انګلیسي: Robert Edward Lee د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رابرټ اي لي
رابرټ اي لي

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Robert Edward Lee د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۹ جنوري ۱۸۰۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه 12 اکتوبر 1870 (63 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات (۱۹ جنوري ۱۸۰۷–۸ جون ۱۸۶۱)
د امریکا متحده ایالات (۱۳ جون ۱۸۶۵–۱۲ اکتوبر ۱۸۷۰)[۱۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د متحده ایالاتو پوځي اکاډمي (۱۸۲۵–۱۸۲۹)[۱۳]  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده پوځي افسر
پوځي ځواک[۱۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري د امریکا متحده ایالات  د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د مکسیکو او امریکا جګړه
د امریکا کورنۍ جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
رابرټ اي لي
رابرټ اي لي

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رابرټ اډوارډ لي هغه شخص و، چې د ۱۸۰۷ ز کال د جنورۍ له۱۹مې نېټې یې د ۱۸۷۰ ز کال د اکتوبر تر ۱۲مې پورې ژوند وکړ. نوموړی د امریکا یو کانفیډیریټ جنرال و، کله چې د امریکا کورنۍ جګړه روانه وه، نوموړی د متحدو ایالتونو د اردو عمومي قوماندان وټاکل شو او دغه دنده یې پرمخ وړله. نوموړي په ۱۸۶۲ ـ ۱۸۶۵ کلونو کې تر هغې د شمالي ویرجینیا د پوځ مشري کوله، چې تر ټولو ځواکمن پوځ لا نه و تسلیم شوی. لي چې کله جګړه کوله، نو په دې مشهور شو، چې نوموړی یو مهارت لرونکی جنګي متخصص دی او همدا لامل و، چې خپلو افسرانو او کسانو به یې ډېر عزت کاوه اود مخالفې اتحادیې پوځ ورځنې ډېر وېرېده.

لي د انقلابي جګړې د افسر هنري « لایټ هارس هیري» درېیم لي زوی و، چې د متحده ایالاتو له نظامي اکاډمۍ په لوړه درجه فارغ شوی و او د متحده ایالاتو په اردو کې یې ۳۲ کاله استثنایي افسري او نظامي انجینري وکړه. نوموړي هغه وخت خپل ځان معلوم کړ، چې د مکسیکو- امریکا جګړه روانه وه او د متحده ایالاتو د نظامي اکاډمۍ سرپرستي یې کوله. نوموړي کابو د متحده ایالاتو په ټولو سیمو کې خدمت وکړ. لي د مارتا له لمسۍ مریم انا کاستیس لي سره واده وکړ، مارتا د جورج واشنګټن مېرمنه وه. کله چې ۱۸۶۱ ز کال و او ویرجینیا اعلان وکړ، چې د ریچمنډ کنوانسیون له اتحادیې نه جلا کېږي، سره لدې چې لي ته لوړ پوړې قوماندان وړاندیز او غوښتنه وکړه؛ خو نوموړي پرېکړه وکړه، چې خپل کورنی ایالت به تعقیبوي. د کورنۍ جګړې لومړی کال و، چې نوموړي په ​​کوچنیو جنګي عملیاتو کې برخه واخیسته او دنده یې دا وه، چې دکنفډرېټ دولسمشر جیفرسن ډیوس لوړپوړی پوځي سلاکار شي.

د ۱۸۶۲ ز کال په جون میاشت کې جوزف اي جانسټن ټپي شو، نو ښاغلي لي د ټاپو وزمې د کمپاین پر وخت دا دنده واخیسته، چې د شمالي ویرجینیا د اردو قوماندان شي. هغه په اووه ورځینۍ جګړه کې په دې بریالی شو، چې د جورج بي مک کلیلان په مشرۍ د پوټومیک اتحادیې اردو د کنفډریټ له پلازمینې ریچمنډ نه لرې کړي، که څه هم په دې ونه توانېد، چې د مک کلیلاناردو لمنځه یوسي. نوموړي وروسته په اګست کې هغه وخت چې د بیل رن دویمه جګړه وه، د اتحادیې ځواکونو ته یې د جان پوپ په مشرۍ ماته ورکړه. کله چې بېرته ویرجینیا ته لاړه، دا وخت د سپتمبر میاشت وه، نوموړي پر مریلینډ برید وکړ او دا برید د انټیټام په نامناسب جنګ ختم شو. بل ځل د ۱۸۶۳ ز کال اوړی کې او ليپر شمالدویم برید لا نه و کړی، چې دا وخت یې په فریډریکسبورګ او چانسلرسویل کې دوه پرېکړه کوونکي بریاوې ترلاسه کړې، هلته یې مشري جورج میډ کوله او د ګیتیسبرګ په جګړه کې ورته د پوټومیک اردو سخته ماتې ورکړه. نوموړي هغه وخت د خپلې اردو مشري کوله، جې د بریسټو په کوچني کمپاین کې یې ونډه لرله، بل وار د ۱۸۶۴ ز کال پسرلی کې، چې د جنرال یولیسس ایس گرانټ له خوا ورته د اتحادیې د اردو د قوماندې مسؤلیت وسپارل شو، د ۱۸۶۵ ز کال په اپریل میاشت کې، چې ریچمونډ ونیول شو، د لي زیاتره اردو تباه شوه او بالاخره مجبور شو، چې په اپوماتوکس محکمه کې ګرانټ ته تسلیم شي.

په ۱۸۶۵ ز کال کې، لي په لیکسینګټن ویرجینیا کې د واشنګټن کالج مشري پر غاړه واخیسته، چې وروسته بیا د واشنګټن او لي پوهنتون رییس شو. کله چې دې موقف ته ورسېد، ددې پلوي یې وکړه، چې د شمال او سویل ترمنځ پخلاینه وشي. په دیارلسمې تصحیح کې «د غلامۍ له منځه وړل» ځای پرځای شول، چې لي ومنل؛ خو ددې کار مخالف و، چې د افريقایي امريکايانو لپاره دې توکمیز مساوات رامنځته شي. کله چې لي مړ شو، په ۱۸۷۰ ز کال کې نوموړی په سویل کې کلتوري الګو شو، نوموړی د کورنۍ جګړې د لویې کچې له جنرالانو شمېرل کېږي. نوموړی د شمالي ویرجینیا د اردو قوماندانو او په بېلابېلو جګړو کې یې له ډېرو پوځونو سره جنګونه وکړل او په ډېرو جګړو کې بریالی شو. نوموړي د داسې باصلاحیته کسانو ټولګه رامنځته کړه، چې ترلاس لاندې یې وو. په دې کسانو کې جیمز لونګسټریټ، سټون وال جیکسن، او جې ای بی سټوارټ شامل وو، چې لي ته ډېر مهم وو او د کنفدراسیون د جګړې په بریا کې یې ډېر رول درلود. سره له دې چې نوموړې ډېرې بریاوې هم لرلې؛ خو د اتحادیې په خاوره کې یې چې کوم دوه بریدونه کړي وو، له ناکامۍ سره مخ شول. لي جارحانه او خطرناک تاکتيکونه لرل، چې خلکو پرې نیوکې وکړې، په تېره بیا هغه وخت چې په ګيتسبورګ کې له ډېرو تلفاتو سره مخ شو او وګړي کم وو.[۱۶][۱۷][۱۸]

لومړنۍ ژوند او زده کړه سمول

د ۱۸۰۷ ز کال د جنورۍ په ۱۹مه نېټه، لي د ورجینیا د ویسټمورلینډ کاونټي په سټراټفورډ هال پلانټیشن کې زېږېدلی و، د نوموړي زېږېدنه د درېیم هینري لي او این هیل کارټر لي په کور کې شوې و. په ۱۶۳۹ کال کې یې پلار لومړی ریچارډ لي د انګلستان له شورپشایر نه ویرجینیا ته مهاجر شو.[۱۹][۲۰]

د لي پلار په پانګونه کې ناکام شو او ډېر تاوان یې وکړ، چې له امله یې د پوروړو په زندان کې بندي کړل شو. کله چې په راتلونکي کال کې له زندان نه خوشې شو، نو کورنۍ یې تصمیم ونیو، چې د الکساندریا ښار ته لاړه شي. دا ښار په هغه وخت کې د کولمبیا د ولسوالۍ برخه وه (۱۸۴۷ ز کال کې بېرته د ویرجینیا اړوند شوه)، ځکه هلته داسې ښوونځي وو، چې په لوړ معیار تدریس پکې کېده او په نږدې سیمې کې دانیز دلویې کورنۍ څو غړي اوسېدل. په ۱۸۱۱ ز کال کې یې کورنۍ د نوي زېږېدلي شپږم ماشوم میلډرډ په ګډون هغه کور ته لاړه، چې د اورونوکو په کوڅه کې یې موقعیت درلود.[۲۱][۲۲]

په ۱۸۱۲ز کال کې، د لي پلار د تل لپاره ویسټ انډیز ته ولاړ. لي د ورجینیا په فوکویر کاونټي کې د ختیځ لیدلوري او د ځوانو ښاغلو لپاره په ښوونځي کې شرکت وکړاو وروسته یې د الکساندریا په هغې وړیا اکاډمۍ کې برخه واخیسته، چې د محلي هلکانو لپاره جوړه شوې وه، نوموړي په دې اکاډمۍ کې له ریاضي سره لېوالتیا څرګنده کړې وه. که څه هم نوموړی ددې لپاره لوی شوی و، چېع یسوي تمرین وکړي؛ خو په ایپیسکوپل کلیسا کې تر۴۶ کلنۍ پورې تایید شوی نه و.[۲۳][۲۴]

هینري فټزوګ د اني هغه خپلوان و، چې د نوموړي د کورنۍ ملاتړ یې کاوه. د هینري کور په اورونو کوڅه کې و. نوموړي لیز ته دا اجازه ورکړه، څو په رېوانسورت کې پاتې شي، چې دا یې هېوادنی کور و. فیټژګ د متحده ایالاتو د جګړې وزیر جان سي کالهون ته لیک لېږلی و، په لیک کې راغلي وو، چې په ویسټ پوانټ کې یې رابرټ ته د متحده ایالاتو نظامي اکاډمۍ کې د لیدو وخت برابر شوی دی. فیتژګ هغه شخص و، چې ځوان رابرټ ته یې لیک استولی و. کله چې د ۱۸۲۵ ز کال داوړي موسم و، دا وخت لي ویسټ پوانټ ته لاړه. د متحده ایالاتو د اردو د انجینرانو د قول اردو مشر هغه شخص و، چې د ښوونځي نظارت یې کاوه او د انجینرۍ سرپرست افسر و. د نظامي کارونو زده کوونکو دا اجازه نه لرله، چې ورخصتي وکړي،نوموړيپه دې وخت کې خپلې دوه کلنې زده کړې بشپړې کړې، د اکاډمۍ د کارونو پر وخت یې ‌کمه اجازه لرله. لي په خپل ټولګي کې دویم شخص و، چې له چارلس میسن وروسته فارغ شو(نوموړي له فراغت یو کال وروسته له اردو استعفا وکړه). نوموړي د خپلو څلور کلنو زده کړو پر وخت له کومې نیمګړتیا سره نه و مخ شوی، د نوموړي په ۴۵ ټولګیوالوکې یوازې پنځه کسان و، چې دا تشخیص یې شریک کړی و. د ۱۸۲۹ ز کال د جون میاشت وه، چې ښاغلی لي د انجینرانو په قول اردو کې دویم مرستیال شو. کله چې فارغ شو، د دندې په لټه کې و او دا وخت بېرته ورجینیا ته راستون شو. کله چې ویرجینیا ته رسېږي، نو مور یې د مرګ په بستر کې پرته وه. د ۱۸۲۹ ز کال د جولای ۲۶مه نېټه وه، چې مور یې په رېونسورت کې مړه شوه. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123205195 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Robert-E-Lee — subject named as: Robert E. Lee — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6qz282z — subject named as: Robert E. Lee — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/615 — subject named as: Robert E. Lee — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/570967 — subject named as: Robert E. Lee (2) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p17992.htm#i179919 — subject named as: General Robert Edward Lee — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/lee-robert-edward — subject named as: Robert Edward Lee — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Kindred Britain ID: http://kindred.stanford.edu/#/kin/full/none/none/I17722 — subject named as: Gen. Robert Edward Lee — سرليک: Kindred Britain
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0036809.xml — subject named as: Robert Edward Lee — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=robertedwardleer — subject named as: Robert E. Lee
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=35822 — subject named as: Robert Edward Lee — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  12. General Robert E. Lee's Parole and Citizenship — د نشر نېټه: ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۸ — خپرونکی: National Archives and Records Administration
  13. https://archive.org/details/jstor-25101921 او https://archive.org/details/jstor-25101921/page/n1/mode/1up — ارزښت: R. E. Lee entered the United States Military Academy in the summer of 1825
  14. https://finding-aids.lib.unc.edu/00370/
  15. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123205195 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  16. Bunting, Josiah (2004). Ulysses S. Grant. New York: Time Books. د کتاب پاڼې 62. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8050-6949-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Jay Luvaas, "Lee and the Operational Art: The Right Place, the Right Time," Parameters: US Army War College, September 1992, Vol. 22#3 pp. 2-18
  18. Bonekemper, Edward (2014). Grant and Lee. Washington, D.C.: Regnery Publishing. د کتاب پاڼې xiv. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-62157-302-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Harrison Dwight Cavanagh, Colonial Chesapeake Families: British Origins and Descendants, Vol. 2 (Dallas, Tex.: p. p., 2014), 118-125, esp. 119.
  20. Pryor, Elizabeth Brown (October 29, 2009). "Robert E. Lee (ca. 1806–1870)". Encyclopedia Virginia. Retrieved February 18, 2011.
  21. Davis, William C.; Pohanka, Brian C.; Troiani, Don (1997). Civil War Journal, The Leaders. Rutledge Hill Press. د کتاب پاڼې 135. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-517-22193-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Thomas 1997, pp. 30–32
  23. Thomas 1997, pp. 32–34
  24. Thomas 1997, pp. 38–45
  25. Fellman 2000, pp. 13–14
  26. Davis 1999, p. 21
  27. Thomas 1997, pp. 48–54
  28. Thomas 1997, p. 56