رابرټ اي. هوارډ

رابرټ اېروین هوارډ (زوکړه د ۱۹۰۶ز کال د جنوري ۲۲مه ـــ مړینه د ۱۹۳۶ز کال د جون ۱۱مه) یو امریکایی لیکوال و. هغه د مغز تخیلي کیسې د بېلابېلو ژانرونو په لړۍ کې لیکلې دي. هغه د بربري کنان (Conan the Barbarian) په توګه د خپل کرکټر لپاره شهرت لري او د تورې او کوډګرۍ د فرعي ژانرونو پلار بلل کېږي.

رابرټ اي. هوارډ
(انګلیسي: Robert E. Howard د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رابرټ اي. هوارډ
رابرټ اي. هوارډ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Robert Ervin Howard د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۲ جنوري ۱۹۰۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 11 جون 1936 (30 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال
سکرين ليکوال
شاعر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه خايالي   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
رابرټ اي. هوارډ
رابرټ اي. هوارډ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هوارډ په تکزاس کې زیږېدلی او رالوی شوی دی. هغه د خپل ژوند ډېره برخه د کراس پلېنز په ښارګوټي کې  تېره کړې ده، چې یوه برخه یې په ورڅېرمه براونووډ کې تېره کړې ده. هغه چې یو په کتاب مین او ځېرک ماشوم و، له بوکسېنګ سره یې هم مینه درلوده او د خپل ۱۳-۱۸ کلنۍ تر منځ عمر (د نوې ځوانۍ)  په وروستیو کې یې یو څه وخت د اندامونو د ښکلا به تمرین کې او بالاخره په غیر حرفه یي بوکسېنګ کې تېر کړی دی. هغه له نهه کلنۍ څخه د عجایبو په اړه د کیسو لیکوال کېدو ته هېله من و اما تر ۲۳ کلنۍ پورې حقیقي بریا ته ونه رسېد. وروسته له هغې، بیا په ۳۰ کلنۍ کې د ځان وژنې له لارې د هوارډ تر مړینې پورې د نوموړي لیکنې په زیات شمېر مجلو، ژورنالونو، او ورځپاڼو کې خپرې شوې، او هغه په څو فرعي ژانرونو کې مهارت وموند. د هغه تر ټولو لویه بریا د هغه له مړینې نه وروسته واقع شوه.

سره له دې چې د هوارډ یو کُنان (Conan) ناول  د ۱۹۳۴ز کال په شاوخوا کې خپور شو، اما د هغه کیسې د هغه د ژوند پر مهال هېڅکله نه وې راټولې شوې. د هغه د کیسو لپاره اصلي مخرج نا اشنا نکلونه وو، چېرې چې هوارډ کُنان بربري رامنځته کړ. هوارډ له کُنان او د هغه د نورو اتلانو سره، هغه ژانر ته په بڼې ورکولو کې مرسته وکړه چې اوس د تورې او کوډکرۍ په نامه پېژندل کېږي، چې زیات تقلید کوونکي یې وزیږول او هغه ته یې د خیال په ډګر کې ډېر نفوذ ورکړ. هوارډ د هغه د تر ټولو غوره اثارو سره چې تر اوسه پورې بیا بيا چاپېږي یو ډېر لوستونکي لرونکی مولف او په تاریخ کې د غوره-پلور لرونکو فانتزي لیکوالانو څخه یو پاتې شوی دی.

د هوارډ ځان وژنې او ورسره تړلو محیطي شرایطو د نوموړي د روحي روغتیا په اړه ګمانونو ته لاره پرانیستې ده. د هغه مور د خپل ټول ژوند په اوږدو کې له نري رنځ ناروغۍ څخه کړېده، او کله چې هغه پوه شو چې مور یې د کوما حالت ته تللې ده او نوره نه راویښېږي، هغه خپل موټر ته منډه کړه او ځان یې په سر باندې په ډزو وویشت.

ژوند لیک سمول

د ژوند لومړني کلونه سمول

هوارډ د ۱۹۰۶ز کال د جنورۍ په ۲۲مه، د تکزاس په پیسټر کې په هېواد د ننه د ګرځندوی ډاکتر اسحاق موردخای هوارډ،  او د هغه د مېرمنې هېستر جېن اېروین د یوازیني ماشوم په توګه زیږېدلی دی. د هغه د ژوند لومړني وختونه د تکزاس د غوا څړونې او د سوداګرۍ  په بېلا بېلو ښارګوټو کې تېر شول: لکه په تور وادي (۱۹۰۶ز کال)، سېمینول (۱۹۰۸ز کال)، برونت (۱۹۰۹ز کال)، پاټیټ (۱۹۱۰ز کال)، اوران (۱۹۱۲ز کال)، ویچيتا فالس (۱۹۱۳ز کال)، باګوېل (۱۹۱۳ز کل)، کراس کټ (۱۹۱۵ز کال)، او برکېټ (۱۹۱۷ز کال) کې.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د هوارډ د ځوانۍ پر مهال د هغه د مور او پلار اړیکو په شلېدو پیل وکړ. د هوارډ کورنۍ له هغو پیسو سره ستونزه لرله چې ګمان کېده د چټکې-بډاینې په برنامو کې د اسحاق هوارډ له پانګه اچونې سره لا هم د خرابۍ لور ته ولاړه. هېستر هوارډ، په عین حال کې، په دې باور شوې وه چې له ځان څخه یې د ښکته چا سره واده کړی دی. دغې جوړې ډېر ژر په فعال ډول جنګونه کول. هېستر نه غوښتل چې اسحاق د دوی له زوی سره هېڅ کار ولري. هغې د دوی د زوی په فکري وده باندې يو په ځانګړې بڼه پیاوړی اغېز درلود. هغې د خپل ژوند لومړني کلونه د خپلو بېلابېلو ناروغو خپلوانو سره په مرسته کې تېر کړي دي چې په دې پروسه کې په نري رنځ اخته شوې ده. هغه خپل زوی ته د شاعرۍ یوه ژوره مینه ور القا کړه، چې هره ورځ به یې شعر لوست او د لیکلو په هلو ځلو کې یې په نه ستړې کېدونکې توګه د هغه ملاتړ کاوه.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

وروسته نورو تجربو د هغه په نثر کې نفوذ وکړ. که څه هم هغه د لوست او زده کړې مینوال و، اما ښوونځی یې یو محدودیت باله او د داسې یو چال له لرلو څخه یې کرکه درلوده چې یو څوک په هغه باندې واکمن وي. د زورواکو د تماشې او له هغوی سره د مخامخ کېدو تجربو، په نړۍ کې د دښمنانو او شر هر اړخیز شتون راڅرګند کړ او د هغه له خوا د بدني پیاوړتیا او ځواکمنتیا د زده کړې لامل شوې. هوارډ د سیمه ییز ډاکتر د زوی په توګه، په کروندو او د نفتو په ساحو کې د پېښو له کبله، او ورسره د نفتو له چټکې ودې سره د تړاو درلودونکو مخ پر زیاتېدونکو جنایتونو له امله، وخت ناوخته د خطرونو او تاوتریخوالیو شاهد و. د وسله والو نښتو، پرته له محکمې وژنو، دښمنیو، او د سور پوستو د یرغلونو لومړی لاس کیسو د نړۍ په اړه د هغه ځانګړي تکزاسي کلک لیدلوري وده ورکړه. سپورتونه، په ځانګړې توګه بوکسېنګ، په یو ولوله یي کسب باندې بدل شول. په هغه وخت کې بوکس، په هېواد کې له اوس څخه د زیات کلتوري نفوذ سره، د تر ټولو ډېرو پلویانو لرونکی سپورت و. جېمز جي. جېفریز، جک جانسن، باب فیتزسیمونز او راوروسته جک دمپسي هغه نومونه وو چې ده ترې د هغه کلونو په ترڅ کې الهام واخیست او د ټولو زورورو نارینه سیالیو مینه وال شو. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

لومړنۍ لیکنې سمول

حریصانه لوستنې ورسره د نثر د لیکلو لپاره طبیعي استعداد او د ښوونکو هڅونې، په هوارډ کې د یو مسلکي لیکوال کېدو لېوالتیا رامنځته کړه. هغه له نهه کلنۍ څخه د کیسو لیکل پیل کړل، چې یادې کیسې تر ډېره د تاریخي افسانو نکلونه وو چې په ویکینګ، عربو، جنګونو او د وینې په تویولو باندې متمرکز وو. نوموړي هغه لیکوالان یو پر بل پسې کشف کړل کومو چې د هغه وروستني اثار تر خپلې اغېزې لاندې راوستل: لکه د جک لندن او د هغه د بیا زیږون او د پخوانیو ژوندونو کیسې روېر ستوری (The Star Rover) (۱۹۱۵ز کال)؛ د رډیارډ کیپلینګ د نیمې قارې د عجایبو نکلونه؛ د توماس بولفینچ له خوا راټول شوي تخیلي نکلونه. هوارډ د خپلو ملګرو له خوا خدای پال (ائېډېټیک-eidetic) بلل کېده، او هغوی یې په اسانۍ سره د اشعارو د اوږدو دستو له یو یا دوه ځله لوستلو وروسته د ده د حفظ کولو وړتیا ته هک او حیران کړل.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

په ۱۹۱۹ز کال کې، کله چې هوارډ دیارلس کلن و، ‌ډاکتر هوارډ خپله کورنۍ د مرکزي تکزاس د کراس پلېنز کلي ته ولېږدوله، او یاده کورنۍ د هوارډ د پاتې ژوند په اوږدو کې هلته اوسېده. د هوارډ پلار د ښار په منځ کې په نغدي تادیې سره یو کور واخیست او په هغه کې یې عمومي نوښتونه راوستل. د هماغه کال په ترڅ کې، کله چې د هغه پلار په نږدې کالج کې د ډاکترۍ یوه دوره تېروله، په داسې توګه چې هوارډ به په نیو اولینز کې په یوه کتابخانه کې ناست و، چې په دې توګه یې د پېکټس په نامه یو کتاب وموند او د لرغوني سکاټلنډ د ځایي کلتور په اړه پکې لږ حقایق او پرېمانه افسانې پکې وې.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

په ۱۹۲۰ز کال کې، د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه د کراس پلېنز په محدوده کې د وېسټال په څا کې نفت راووتل او کراس پلېن د نفتو د چټکې ودې په ښارګوټي باندې بدل شو. په زرګونو خلک یاد ښارګوټي ته د نفتو په شتمنۍ پسې راغلل. نویو کاروبارونو له سره ظهور وکړ او د جرمونو او جنایاتو میزان لوړ شو. د کراس پلېنز نفوس په چټکۍ سره له ۱۵۰۰ څخه ۱۰۰۰۰ ته وخوت. یاد ښارګوټی له حد نه د زیات ازدحام څخه پکو شو، د موټرونو تګ راتګ خام سړکونه تخریب کړل او جرم او جنایت اوج ته ورسېد اما دې ښارګوټي خپله نوې شتمني د یو نوي ښوونځي، د یخ د توليد د یوې کارخونې او د نویو هوټلونو په ګډون په مدني پراختیا کې ولګوله. هوارډ له چټکې ودې څخه کرکه لرله او هغه خلک به یې چې ورسره هممهاله راغلل، توهینول. هغه د نفتو د چټکې ودې په اړه کوم تمایل نه درلود، ځکه چې هغه د نوموړي د ژوند د لومړنیو کلونو د دوامدارو سفرونو لامل ګڼل کېدل، اما دغې موضوع له دې امله چې د نفتو په چټکې ودې باندې یې اغېزه درلوده، شدت وموند.[۳۷][۳۸]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Handbook of Texas — د نشر نېټه: ۱۴ فبروري ۲۰۱۴ — دوتنه: Texas State Historical Association ، Roy R. Barkley او Ronnie C. Tyler — خپرونکی: Texas State Historical Association — ISBN 978-0-87611-151-2
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119078311 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6f193q8 — subject named as: Robert E. Howard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2790 — subject named as: Robert Ervin Howard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?822 — subject named as: Robert E. Howard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Robert E. Howard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Howard, Robert E. (22 January 1906–11 June 1936), fiction writer — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.1603415
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?NumAuteur=301 — subject named as: Robert E. HOWARD — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-6078-BD-.html — subject named as: Robert E. Howard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ subject named as: Robert E. Howard — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF12657
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119078311 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. کينډۍ:Harvtxt
  12. کينډۍ:Harvtxt
  13. کينډۍ:Harvtxt
  14. Burke (¶ 5)
  15. کينډۍ:Harvtxt
  16. کينډۍ:Harvtxt
  17. Burke (¶ 7)
  18. کينډۍ:Harvtxt
  19. کينډۍ:Harvtxt
  20. Burke (¶ 11)
  21. کينډۍ:Harvtxt
  22. کينډۍ:Harvtxt
  23. Burke (¶ 8)
  24. کينډۍ:Harvtxt
  25. Burke (¶ 7)
  26. کينډۍ:Harvtxt
  27. کينډۍ:Harvtxt
  28. Burke (¶ 9)
  29. کينډۍ:Harvtxt
  30. کينډۍ:Harvtxt
  31. کينډۍ:Harvtxt
  32. Burke (¶ 5)
  33. کينډۍ:Harvtxt
  34. کينډۍ:Harvtxt
  35. کينډۍ:Harvtxt
  36. Burke (¶ 19)
  37. کينډۍ:Harvtxt
  38. کينډۍ:Harvtxt