د یرموک جګړه

د عربو او بازنتينيانو جګړه

د یرموک جګړه چي په ۱۵ هجري ( ۶۳۶ زیږدیز کال ) کي د مسلمانانو او رومیانو ( بازنطینی امپراتورۍ ) تر منځ وسوه، د ځینو تاریخپوهانو له نظره د نړۍ په تاریخ کي یو له مهمو جګړو څخه ګڼل کیږي. یاده جګړه د عربي ټاپووزمې څخه دباندي د مسلمانانو لپاره د بریالیتوبونو ستره څپه، او په شام کي د اسلام د چټک پرمختګ نښه وه. یرموک جګړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څلور کاله وروسته د حضرت عمرؓ په خلافت کي ترسره سول.

يرموک جګړه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
فزیکي ځای
ځای
نور اړين مالومات
برخه د
پيل موده
۱۵ اگسټ ۰۶۳۶ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پای
۲۰ اگسټ ۰۶۳۶ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۲°۴۸′۵۱″شمال ۳۵°۵۷′۱۷″ختیځ / 32.8142°شمال 35.9547°ختيځ / 32.8142; 35.9547 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د اسلامي لښکرو د پلان اړوند دوی دمشق ښار ته څېرمه له الجبیه څخه د یرموک پر لور حرکت وکړ ترڅو د رومي لښکر سره مخامخ سي. د تاریخونو پر اساس خالد بن الولید د ابو عبیده بن الجراح له ګوښه کیدو وروسته د پوځ عمومي قومانداني په غاړه واخیسته، او د مسلمانانو د لښکر شمیر 36 زره ته رسېدی، خو د رومي لښکرو شمیر 240 زره تنه وو.

د لښکرو جوړښت

سمول

د یرموک په جګړه کي د بازنطیني لښکرو ډیرئ توکمونو لکه د روسیې ، سلاو ، فرانک ، رومیان ، یونان ، ګرجستان ، ارمنیان او عیسوی عربانو ګډون درلود. د دوی لښکري په مساوي ډول پر پنځو برخو ویشل سوي وې، او مشران یې واهان (د ارمنستان پاچا) د ارمنیانو د لښکر پر سر، د بازنطیني لښکرو مشر قناتیر (روسی شهزاده) د روسانو پر سر، جبله بن الاحیام ( د غسانیانو پاچا) د عرب عیسویانو د لښکر پر سر او ګریګوري او درجان د دوو اروپایي لښکرو پر سر مشران وه. د یرموک په جګړه کي د روم د لښکرو د شمېر په اړه تاریخ پوهانو ډېر اختلاف کړی دی، چي ځینو یې شمېر 100000، ځینو 200000 او ځینو بیخي 400000 ښودلی دی.

د رومي لښکر په مقابل کي مسلمانانو 24000 تنه درلودل چي پر څلورو لیواګانو باندي وېشل سوي وه. د رومي لښکر په څېر دلته هم د اسلامي تاریخ ځینو پوهانو دغه شمېر 27000 او ځینو بیخي 46000 ګڼلی دی، چي په دوی کي زر تنه صحابه او شاوخوا سل تنه یې د بدر د جګړې شاهدان اصحاب وو.

نښته

سمول

د لښکرو تر جوړښت وروسته دواړه لوري د مبارزې لپاره ډکر ته داخل او خونړۍ جګړه یې پیل کړه. یاده جګړه چي تردغه وخته یې مسلمانانو سارۍ نه وو لیدل شاوخوا 6 ورځي یې دوام وکړ او په لمړیو کي یې یو شمېر مسلمانان دومره تر فشار لاندي کړه چي نږدي وو ماته وخوري، خو د خالد، ابوعبیده، عکرمه بن عمرو او په عمومي توګه د مسلمانو ښځو قوي هوډ چي د لښکر شاته یې د مسلمانانو مرسته کول د اسلامي لښکرو پښې بیرته ټینګي کړې او په شپږمه ورځ یې د لوی شمېر شهیدانو په ورکولو سره رومي لښکر ټوله دړي وړي کړ.

پایله

سمول

د یرموک د جګړې په پایله کي د مسلمانانو نفوذ د شام پر ټوله سیمه وغوړېدی او ددې سیمي او فلسطین په فتحه کولو یې ځانونه تر اوسنۍ ترکیې او شمالي افریقا تر څنډو ورسول. د مسلمانانو د شهیدانو شمېر په دې جګړه کي 3000 تنه وو چي یو شمېر مشهوره اصحاب کرامو هم پکښي شتون درلود، او رومیانو د وژل سویو هغه تر 70000 یاهم 120000 پوري وو.[۱]

  1. https://www.aljazeera.net/encyclopedia/2024/4/27/%D9%85%D8%B9%D8%B1%D9%83%D8%A9-%D8%A7%D9%84%D9%8A%D8%B1%D9%85%D9%88%D9%83-%D9%81%D8%A7%D8%AA%D8%AD%D8%A9-%D8%A7%D9%84%D8%A5%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85-%D9%81%D9%8A-%D8%A7%D9%84%D8%B4%D8%A7%D9%85