د مسلمانانو له خوا د شام فتح
مسلمانانو د خلفای راشدینو د خلافت پر مهال له ۶۳۴ زکال څخه تر ۶۳۸ زکال پورې په بیزانسي سوریه باندې د برید پر مټ شام ونیو. د شام د فتحې جګړه د عربو او بیزانسانو ترمنځ هغو پراخو جګړو برخه وه چې له امله یې شام د مسلمانو عربو تر واکمنۍ لاندې راغی او هغه یې د بلاد الشام په نامه خپل یو ولایت وګرځاوه. د مسلمانانو او بیزانسانو ترمنځ نښتې د بیزانسي سترواکۍ د شام په سویلي پولو کې د اسلام د سپېڅلي پیغمبر د ژوندانه پر مهال په ۶۲۹ زکال کې د موته له غزا څخه پیل شوې. له دې سره هم شام د حضرت محمد(ص) له رحلت وروسته دوه کلونو پورې (۶۳۴ زکال) وه نه نیول شو. د شام د نیولو د هڅو مشري د اسلام دوه خلیفه ګانو ابوبکر صدیق او عمرفاروق وکړه. دغه مهال خالد بن ولید د مسلمانانو په لښکرو کې یو له مخکښو قومندانانو څخه و. [۱]
عمومي مالومات | |
---|---|
ځای |
برخې |
Battle of Dathin (en) Battle of Bosra (en) Battle of Ajnadayn (en) Battle of Fahl (en) Siege of Damascus (en) Siege of Emesa (en) يرموک جګړه Battle of Hazir (en) Siege of Aleppo (en) Siege of Jerusalem (en) |
---|---|
برخه د | |
پيل موده | |
پای | |
ګډونوال |
کورډينېشن |
---|
رومي سوریه
سمولسوریه د عربو مسلمانانو له واکمنۍ اووه پېړۍ وړاندې د روم تر واک لاندې وه چې په دریمې، شپږمې او اوومې میلادي پېړیو کې څو ځله د ساساني فارسیانو تر برید لاندې راغلې وه؛ ورته مهال د ساسانیانو عربو متحدینو یا لخمیانو هم پرې برید کاوه. د روم د دورې پر مهال چې په ۷۰ زکال کې د اورشلیم له سقوط وروسته پیل شوه د دغې بشپړې سیمې (یهودیه، سامریه او الجلیل) نوم فلسطین ته واوښت.[۲][۳][۴]
د روم او فارس د وروستیو جګړو پر مهال چې په ۶۰۳ زکال کې پیل شوې، د دویم خسرو په مشرۍ فارسیان وتوانېدل له یوې لسیزې څخه د زیاتې مودې لپاره سوریه، فلسطین او مصر اشغال کړي، تر دې چې د هراکلیوس په بریاوو سره اړ شول په ۶۲۸ زکال کې سولې ته غاړه کېږدي. له همدې امله د مسلمانانو د فتوحاتو په درشل کې رومیان (یا بیزانسان چې معاصر لویدیځوال تاریخ پوهان یې د هغه مهال رومیان بولي) لا هم په یو شمېر سیمو کې د خپل واک په پراختیا بوخت وو، په داسې حال کې چې په یو شمېر نورو برخو کې یې د شلو کالو راهیسې واک له لاسه وتی و. له سیاسي پلوه د سوریې په سیمه کې دوه ولایتونه شامل وو: سوریې خپله په شمالي لوري کې له انطاکیې او حلب څخه نیولې تر مړه سمندره اوږدوالی درلود؛ لویدیځ لوري او همدارنګه د مړه سمندر سوېل ته بیا د فلسطین ولایت و. [۵]
سوریه تر ډېره پورې له آرامي او یوناني ژب ویونکو څخه جوړه وه، خو ډېر لږ عرب وګړي یې هم لرل چې په ځانګړې توګه په ختیځو او سویلي برخو کې استوګن وو. د سوریې عربان له یمن څخه سوریې ته د غساني پیاوړې قبیلې له کډوالۍ وړاندې بې وسه وګړي و؛ غسانیان دلته عیسویت ته واوښتل او د رومیانو په سترواکۍ کې یې د خپل پاچا په لرلو نیمه کورواکه حکومت وکړ. د غسانیانو لړۍ د دغې سترواکۍ په یوې ویاړلۍ لړۍ واوښته چې بیا یې په بصری کې له خپلې پلازمېنې څخه د اردن او د سوریې د سویل په عربو حکومت وکړ. وروستی غساني پاچا چې د مسلمانو د برید پرمهال یې حکومت کاوه جباله بن الایهم و.
بېزانسي سترواک هراکلیوس له ساسانیانو څخه د سوریې له بېرته نیولو وروسته له غزې څخه د مړه سمندر تر سویلي وروستۍ څنډې پورې نوې دفاعي کرښې جوړې کړې. دغه دفاعي کرښې یوازې د لارنیونکو د اړیکو د پرې کولو په موخه طراحي شوې وې او د هغوی ډېری دفاعي چارو د سوریې په شمال کې د خپلو سنتي دښمنانو یا ساساني فارسیانو پر چارو تمرکز درلود. د دغې دفاعي کرښې ستونزه په دې کې وه، هغه مسلمانانو چې له سویلي صحرا څخه مخکې تګ کاوه، کولای یې شو له بیزانسي منظمو ځواکونو سره له مخ کېدو وړاندې د غزې تر شمال پورې مخکې ولاړ شي.
اوومه پېړۍ په بیزانسي سترواکۍ کې د چټکو پوځي بدلونونو شاهده وه. هغه مهال چې دغه سترواکي د روم او فارس له وروستیو جګړو وروسته د عربستان له لوري له نوي ګواښ سره مخ شوه، د سقوط حالت ته وه نه رسېده؛ خو له دغې ستونزې سره د اغېزمنې مقابلې په برخه کې پاتې راغله. [۶]
د حضرت عمر فاروق د خلاف پر مهال فتحه
سمولله قوماندې څخه د خالد بن ولید ګوښه کول
سمولوروسته له هغه چې د ۶۳۴ زکال د اګست په ۲۲مه نېټه د اسلام لومړي خلیفه ابوبکر صدیق رحلت وکړ، ځای یې عمر فاروق ونیو. عمر فاروق په لومړي ګام کې خالد بن ولید د پوځونو له قومندانۍ ګوښه او ابوعبیده بن الجراح یې د مسلمانو ځواکونو نوی قومندان وټاکه. ابوعبیده ته د کلابندۍ پر مهال د ابوبکر صدیق د رحلت خبر ورسېد، خو هغه دغه موضوع د ښار تر نیولو پورې وځنډوله. له دې وروسته خالد بن ولید د ابوعبیده تر مشرۍ لاندې د یو پیاوړي قومندان رول ولوباوه. وروسته له هغه چې خالد بن ولید د ابوبکر صدیق د وفات خبر واورېد څرګنده یې کړه، «که چېرې ابوبکر وفات شوی وي او عمر خلافت ته رسېدلی وي زه د هغه اوامر اورم او اطاعت یې کوم». [۷]
ابوعبیده په ډېرې کرارۍ سره حرکت کاوه او دغې چارې د سوریې په عملیاتو اغېز درلود. ابوعبیده چې خپله هم د خالد بن ولید د قومندانۍ یو له پیاوړو ملاتړو څخه و هغه یې د سوارو پوځونو قومندان وټاکه او په ټولو لښکر کشیو کې یې له هغه څخه مشورې اخیستې. [۸]
د مرکزي شام فتح
سمولوروسته له هغه چې ابوعبیده د مسلمانو ځواکونو د عمومي قومندان په توګه وټاکل شو؛ هغه یوه کوچنۍ ډله مسلمان جنګیالي د ابوالقدس کلني نندارتون ته ولېږل؛ دا د نن ورځې د ابلح په کلي کې و چې زحله ښار ته اړوند دی او د بیروت ختیځ لوري ته په ۵۰ کیلومترۍ فاصله کې موقعیت لري. دلته نږدې د بیزانسانو او عیسوی عربانو یوې ډلګۍ شتون درلود، چې مسلمانانو ته خبر رسوونکو هغوی په ناسمه توګه محاسبه کړي و. دغو ځواکونو په چټکۍ سره مسلمانان کلابند کړل، خو وړاندې له دې چې دوی ټول شهیدان شي، خالد بن ولید له خپلو سرتېرو سره د دوی مرستې ته ورسېد. ابوعبیده د اطلاعاتو له ترلاسه کولو وروسته د خالد د لېږلو پرېکړه وکړه. خالد د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د جګړې ډګر ته ورسېد او هلته یې مخالف ځواکونه مات کړل، همدارنګه یې له دغه نندارتون څخه په ټنونو غنیمت ترلاسه او همدارنګه یې سلګونه رومي اسیران له ځانه سره راوستل. د مرکزي سوریې په نیولو سره مسلمانانو په بیزانسي سترواکۍ قاطعانه ګذار وکړ. په دې سره د سوریې د شمال او فلسطین ترمنځ اړیکه پرې شوه. ابوعبیده پرېکړه وکړه چې د فهل پر لور چې د سمندر له سطحې ۱۵۰ متره (۵۰۰ فوټه) ټیټ دی حرکت وکړي، ځکه چې هلته د بیزانسانو یوې پیاوړې قرارګاه شتون درلود او همدارنګه د اجنادین جګړې پاتې پوځ هم همالته راغونډ شوی و. دغه سیمه ډېره مهمه وه ځکه له دې ځایه بیزانسي پوځ کولای شو په ختیځ برید وکړي او له عربستان سره د مسلمانانو اړیکه پرې کړي. سربېره پر دې د دغه ډول لویې قرارګاه په شتون کې په فلسطین باندې برید ناشونی و. خالد چې د مخکنیو ځواکونو قومنداني یې کوله له ټولو مخکې فهل ته ورسېد او دې ته یې پام شو چې بیزانسانو د اردن د سیند په تړلو سره دښتې له اوبو ډکې کړې دي. بیزانسي پوځ بالاخره د ۶۳۵ زکال د جنوري په ۲۳مه د فهل په جګړه کې ماته وخوړه. [۹]
د فلسطین فتحه
سمولله دې وروسته د مسلمانانو پوځونو په شام کې خپل شتون لا پیاوړی کړ، ځکه چې شرحبیل بن حسنه او عمار د فلسطین پر لور ولاړل. بت شیان (بیسان) په فبروري میاشت کې د تبریاس په تسلیمۍ له ډېر لږ مقاومت وروسته تسلیم شو. عمر په فلسطین کې د بیزانسي ځواکونو د موقعیت او ځواک اړوند له معلوماتو ترلاسه کولو وروسته هلته خپلو قومندانانو ته مفصلې لارښوونې وکړې او یزید ته یې امر ورکړ څو د مدیترانې سواحل ونیسي. له همدې امله عمار او شرحبیل د پیاوړو بیزانسي اډو پر وړاندې لښکر کشي وکړه او هغوی ته یې د اجنادین په دویمه جګړه کې هم ماته ورکړه. د مسلمانانو جنګیالي په دوه پوځونو ووېشل شول چې عمار د نابلس، آماواس، یافا، حیفا، غزې او یوبنا د نیولو په موخه حرکت وکړ څو فلسطین په بشپړه توګه ونیسي؛ په داسې حال کې چې شرحبیل بیا د عکا او صور ساحلي ښارونو پر لور مخکې ولاړ. یزید د صیدان، آماواس، عرقا، جوبیل او بیروت د بندرونو د نیولو په موخه له دمشق څخه حرکت وکړ. په ۶۳۵ زکال کې یوازې له اورشلیم او قیصریې پرته نور بشپړ فلسطین، اردن او سویلي سوریه د مسلمانانو په واک کې وو. یزید له دې وروسته د عمر فاروق په امر قیصریه کلابنده کړه، دغې کلابندۍ د یرموک د جګړې د ځنډېدو له امله دوام وکړ او په ۶۴۰ زکال کې د قیصریې په سقوط پای ته ورسېده. [۱۰]
د قاموس لیکوني/لغت لیکونکي ډیوېډ بن ابراهام الفاسي (مړینه: له ۱۰۲۶ زکال وړاندې) په خبره د مسلمانانو له خوا د فلسطین نیونه د دغه هېواد د یهودي وګړو د ارامښت لامل وګرځېده ځکه چې بیزانسانو دوی د معبد په غره کې له عبادت څخه منع کړي وو. [۱۱]
سرچينې
سمول- ↑ Sharon, M. (2007). "The decisive battles in the Arab Conquest of Syria". Studia Orientalia Electronica. Vol. 101. pp. 297–358.
- ↑ "Ghassan." Encyclopædia Britannica. 2006. Encyclopædia Britannica Online. 18 October 2006 Ghassan (ancient kingdom, Arabia) – Britannica Online Encyclopedia
- ↑ Kaegi, 1995, p. 41.
- ↑ "Syria." Encyclopædia Britannica. 2006. Encyclopædia Britannica Online. 20 October 2006 Syria – Britannica Online Encyclopedia Archived 14 May 2006 at the Wayback Machine.
- ↑ "Iran." Encyclopædia Britannica. 2006. Encyclopædia Britannica Online. 20 October 2006 Iran – Britannica Online Encyclopedia
- ↑ Nicolle, David (1994). Yarmuk CE 636: The Muslim Conquest of Syria. Osprey Publishing.
- ↑ Waqidi: p. 62.
- ↑ Akram, chapter 31.
- ↑ Jann Tibbetts (2016). "50 Great Military Leaders of All Time". Vij Books India Pvt. ISBN 978-93-85505-66-9.
- ↑ Gil, Moshe; Ethel Broido (1997). A History of Palestine. Cambridge University Press, pp. 634–1099. ISBN 978-0-521-59984-9.
- ↑ Al-Fasi, D. (1936). Solomon L. Skoss (ed.). The Hebrew-Arabic Dictionary of the Bible, Known as 'Kitāb Jāmiʿ al-Alfāẓ' (Agron) (په عبراني). Vol. 1. New Haven: Yale University Press. p. xxxix–xl (Introduction).