د کندوز د ٢٠١٥م کال جگړه

د کندوز ښار د نیولو لپاره جګړه

د کندوز جگړه سپټمبر په ۲۸مه نیټه سهار مهال پیل شوه چې د مازدیگر مهار د طالبانو وسله واله ډله په دې وتوانېدله چې له افغان ملي پوځ څخه د کندوز ښار یو شمېر برخې لکه محبس، عامه روغتون، پوهنتون، او مهم څلور لاری ونیسي.

د کندوز جگړه
برخه د  د افغانستان جگړه

     هغه سيمې چې افغان ځواکونو کنټرول کړي دي      هغه سيمې چې طالبانو نيولي دي
نيټه24 اپرېل 2015 - تردې دمه روانه ده
ځایکندوز، کندوز ولايت، افغانستان
پايله
  • طالبانو د کندوز ښار قبضه کړو
جنګیالي

افغانستان د افغانستان حکومت

امداد کونکي:

کينډۍ:د هېواد مالومات NATO آر ايس (ناټو)
افغانستان طالبان
قومندانان او مشران
افغانستان ملا اختر محمد منصور
(مشر قومندان)
ځواک
7,000 ~500
تلفات او زیانونه
100,000 بې ځایه شوي

خو د سپټمبر په ۲۹مه نیټه د شپی نهه بجی د یو لړ هوایي عملیاتو په پایله کې د طالبانو له خوا اړوند ولایت ته نومول شوی والي ملا عبدالسلام اخوند له خپل تش په نامه مرستیال والي او د لشکر طیبه ډلې پاکستانی مشر حارث له ۲۵ وسله والو سره یو ځای ووژل شول.

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په کندوز ولایت کې د یوه هوايي برید پر مهال د دغه ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي سلیم، هغه مرستیال ذبیح الله، د لشکر طیبه مسؤول کمانډر حارث او ۱۵ نور طالب قوماندانان وژل شوي دي. د جمهور آژآنس د خبر له مخې ملي امنیت د طالبانو والي د خپلو ملگرو په مرسته غوښتل چې پر هوايي ډگر برید وکړي؛ خو له ملي امنیت سره په هغمږۍ پر دوی هوايي برید شوی دی. د ملي امنیت عمومي ریاست خبر پاڼه کې ویلي چې په برید کې د لښکرطیبه وژل شوی مسئول د پاکستان د پنجاب ایالت اوسېدونکی و. بل خوا د افغان پوځ چارواکي وايي، د کندوز په عملیاتو کې یې تر اوسه لږ تر لږه ۱۶۰ تنه طالبان د هغوی د لوړ پوړو قوماندانو په گډون وژل شوي او افغان ځواکونه د پرمختگ په حال کې دي.[۱] د دغه عملیاتو مشري جنرال عبدالحمید وردگ کوي او ویل کېږي، چې افغان پوځیانو د ښار د کلابندۍ پر مهال درنه مرگ ژوبله هغه مهال وسله والو ته واړوله، چې وسله والو غوښتل له ښاره پښې سپکې کړي خو د افغان ځواکونو په کمین کېوتل. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له کندوز ولايت نه رارسيدلي رېپوټونه وايي، چې امنيتي ځواکونه د کندوز ښار ته ننوتلي او د طالبانو سره سخته جگړه روانه ده.

ځينې سرچينې وايي، چې افغان امنيتي ځواکونو امنيه قومانداني هم نيولې ده.

د يو بل خبر له مخې، د کندوز د پل الچين سيمه او د امام صاحب بندر، د قوماندان ميرعلم د ميلشو لاسته ورغلي. د کندوز د پیل شویو جگړو په درېیمه ورځ د امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو جگړه مارو ځواکونو له نیول شوې، چې د اړوندې ولسوالۍ ولسوال هم د ولسوالۍ د سقوط پخلی کړی.[۲]

د عامې روغتيا وزير وايي چې څه باندې ٣٠ مړي او له ٢٠٠ زيات ټپيان د ‫کندوز‬ حوزوي روغتون ته وروړل شوي ، چې ډيرى يې ملکي کسان دي.[۳] د امام صیب ولسوال امام الدین قریشي ازادي رادیو ته وویل چې شاوخوا لس دقیقې وړاندې نوموړې ولسوالۍ سقوط کړی او ټول امنیتي چارواکي د شیرخان بندر ته راغلي. ښاغلي قریشي اندیښنه وښوده چې که تازه دمي ځواکونه د مرستې لپاره رانشي ممکن شیرخان بندرهم سقوط وکړي. امام صاحب ولسوالۍ د کندز د یوه سرحدي ولسواليو څخه ده چې د شیرخان بندرله لارې له تاجکستان سره گډه پوله لري.

سرچینې سمول

  1. http://jomhornews.com/doc/news/fa/71367/
  2. http://pa.azadiradio.org/content/article/27279844.html
  3. http://www.pajhwok.com/ps/subscription-required?redirect_from=433703