تا داسې پيغام ما ته ليکلی او ما يې هم ځواب لاندې وليکه

ملګریو ښې چارې او ښې هیلې سمول

دېر خوښ شوم چې تاسو ټولو د پښتو په چوپړ کې ونده اخیستې ده. هیله ده چې ما به هم لکه نوی ملګری په خپله ډله کې ومنئ. وړونو، ما څو ورځې مخکې د ښیښې په اړه یوه وړه لیکنه وکړه چې لینک یې دا دی: http://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%9A%DB%8C%DA%9A%D9%87 اوس بل ملګري هم څه لیکلي او زما په دوهمه لیکنه کې چې د (غبرګه ښیښه) په نامه یادېږي خپل لینک ورکړی. چې ملګري په خپله لیکنه کې څه کوچنۍ ټېروتنې هم کړې دي. خو خیر هغه به سمې شي، خو خبره پر دې کې ده چې د دغسې کاپي لیکونو څخه ډډه وکړو. دا به ښه او ګټوره سیالي نه وي. هو، له یاده مه باسئ چې موخه مو ګرده سره یوه ده. ستاسو د ښیښې لینک: http://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%9A%D9%8A%DA%9A%D9%87 که تاسې خپه کېږی نه زه به ستاسو او زما لیکنه سره یو ځای کړم. ولې ما د ښیښې په لرغونتوب کې څه بې ځنځه توب ښکاره کړی دی. دا زما اند تاسو ته څنګه ښکاره شو؟ هیله ده چې ځواب به راکړئ. mahmudhalim@hotmail.com

په درنښت

محمد حليم صاحب وعليکم السلام. په خير راغلې. خدای دې وکړي چې د نورو غوندې ته مو يوازې پرې نه ږدې. تا وييلي چې ټولو ونډه اخيستې خو خبر دې چې سمه کړم هغه دا ده چې ډېرو ځانونه ثبت کړي چې شمېر يې له ۵۰۰۰ اوښتی خو په دغو کې ۱۰ کسه هم په سيستماتيک ډول ليکنې نه خپروي. يوازې دوه درې د ګوتو په شمار دي چې يو يې وحيدالله کليم دی او بل داريوش دی او درېيم خو مشرپازوال دی. تا ته هم موږ هرکلی وايو هرکله راشې خو چې په نيمه کې مو پرې نه ږدې تر پايه به راسره کار کوې. د ښيښه که شيشه په نوم چې موږ کومه ليکنه کړې وه نو تا به بل سرليک نه جوړولو. هغه سرليک ما اوس ړنګ کړی او د هماغه سرليک ټول متن مې د ښيښې لومړني سرليک د مالوماتو ترلاندې ځای کړی. که چېرته دې کولای شول چې تېروتنې او ناسم مالومات سره سم کړې نو خوشحاله به مو کړې. يوه يادونه دا ده چې که چېرته د يوې ليکنې نه مخکې وګورې چې ليکنه خو به پخوا موجوده نه وي، که موجوده وه نو د هماغه سرليک لاندې خپل مالومات پرې اضافه کړه. د دوه سرليکونو جوړولو سبب دا نه دی چې مطلب موږ دلته کومه منډه شروع کړې او وايو چې هر چا ډېر سرليکونه جوړ کړل، خو دا کار هغه وخت کې چې نابلده کسان دې پاڼې ته راځي نو د سرليک د لټون نه مخکې سرليک په بل متن ټايپوي او هماغه ده چې دوه ورته موضوعګانې په توکبنسټ کې ثبتېږي. خو چې کله موږ پرې برابر شو بيا يې ړنګوو او له دوو نه يوه يې چې کره وي هغه ساتو. ته هم کولای شې چې مخکې له دې چې يوه ليکنه يا يوه موضوع خپره کړې نو اول وګوره چې که سرليک يې موجود وه نو د هماغه سرليک تر لاندې يا په منځ کې هر ځای چې درته مناسب ښکاره شو نو هماغلته دې مالومات ور زيات کړه. ته کولای شې چې همدلته خپل پيغامونه يا که کومه موضوع درته روښانه نه وي بحث ورباندې وکړې. خو د بحث په پای کې د خپل په نوم لاسليکول مه هېروه. دا شو د ښيښې لېنک. والسلام --Khangul 15:28, 21 فبروري 2012 (UTC)

د ليکنو په پای کې لاسليک مه کوۍ، د پيغامونو او خبرو اترو په پای کې لاسليک وکړۍ. سمول

محمود حليمي وردک ته سلامونه لېږم.

مننه چې له موږ سره مو همکاري ته زړه ښه کړی. يوه يادونه درته کړم او هغه دا چې د ليکنو په پای کې لاسليک مه کوۍ. لاسليک يوازې د پيغام او خبرو اترو په وخت کې کارېږي. بله خبر دا چې د پښتو ژبې کوډ ps او بيا د ليکنې نوم په پښتو ليکنه کې مه ورګډوۍ. ځکه چې دا په غير پښتو ويکيپېډياګانو کې کارېږي . --Khangul 15:26, 28 فبروري 2012 (UTC)

يوه بله يادونه هم غواړم وکړم چې Category ته په پښتو کې وېشنيزه وايي. او همدا وېشنيزه که داسې وکاروۍ [[وېشنيزه:هېوادونه]]‎ نو بيا به اړونده سرليک يا ليکنه د هېوادونو په وېشنيزه کې ورګډ شي. --Khangul 15:29, 28 فبروري 2012 (UTC)


پښتو ويکيوراشه سمول

د دې لپاره چې د ويکيوراشې پروژه پيل شي دلته نوې وراشې وليکۍ او د شمېر د ډېرېدو وروسته به دا لړۍ هم پيل شي. --Khangul 06:49, 6 مارچ 2012 (UTC)