السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ! موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو. د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.


-- عثمان انصاري اړیکه 08:13, 29 مارچ 2017 (UTC)

د شاعر ټاټوبى سمول

  مخکې له دې چې د شاعر په شعر خبرې وکړم نو اړينه بولم چې د شاعر په ټاټوبي يو څه خبرې وکړم .
     د کامې ولسوالي د جلال اباد له ښار نه د شمال ختيځ په شلو کيلو مترۍ کې موقعيت لري شمال ته يې د څوکۍ بابا غر جنوب ته يې کونړ سيند شرق ته يې د ګوشتې ولسوالي او غرب ته يې د کونړ سيند او د بهسودو ولسوالي موقعيت لري .
     نوموړى ولسوالي يو ښکلې سرسبزه دره ده چې له يوې خوا ورته د څوکۍ باباغر ،شينکۍ غونډۍ او د وت غونډۍ ښکلا وربخښلې او له بلې خوا ورته د کونړ سيند ډېره په زړه پورې ښکلا ور په برخه کړې ده .
         کامې ته مخکې د زراعتي پيداوار د زيات توليد له امله کوچنۍ امريکا ويله د غلو د ګدام په نامه او د علم له نګاه نه ورته وړوکى يونان ويل کيده .
  د کونړ په سيند په  ( ١٣٤٤ هـ ش ) کال کې لوۍ پل جوړ شوى چې د کامې د پله په نامه ياديږي د کامې ولسوالۍ مرکز سنګر سراى دى مهم حاصلات او پيداوار يې غنم ، جوار ، وريجې ، ګني او داسې نور ......
       په پخوا وختونو کې د کامې په سيمې کې د ګنيو کرهڼه ډېره مروجه وه 
او د ګاڼيو پواسطه به يې د ګنيو څخه ګوړه جوړوله چې د کامې ګوړه ډېره مشهوره وه د دې سيمې خلک د ځمکې څخه ډېر ښه سبزيجات لاسته راوړي 

لکه : فاصله ، بينډۍ ، الو ، کچالو ، بانجان ، مرچک ، تورۍ ، روميان ، پياز او داسې نور .......

        د کامې په ولسوالۍ کې د مراد علي صاحب ليسه ( ١٣٤٣ هـ ) کال کې تاسيس شوه درې ( ٣ ) نورې ليسې هم لري چې يوه قلعه اخوند ، محمد موسى شفيق او سنګر سراى په نامه ياديږي او زيات شمير منځني او لومړني ښوونځي هم لري .
       د کامې ولسوالۍ مشهور کلي د لويديځ څخه مخ په ختيځ سردار کلى ، ده غازي ، ډاګ کلى ، نوى کلى ، ښخي ، ګج ، داربنګ ، شير ګړ ، ککل باجوړي ، لنډه بوچ   ، ارباپان ، زرشوى ، سده ، کندهاري ، مست علي ، انار ګړ ، کندي ، ناله ، دارګلۍ ، ده طاهر ، وټه پور ، پيرزي ، خنجر خيل ،ميرزايې ،شيلام ، صفدرى ، بازيدخيل ، ماماخيل ، ميرزاخيل ، سنګر سراى ، عرب خيل ، ودودکلى ، ګرداب ، شنه کلا ، بيله ، زاخيل او داسې نور ......
مشهور قومونه يې : ساپي ، مهمند ، عبدالرحيمزي ، ابراهيم خيل ، احمد زي ، خروټي ، لودين ، وردګ ، اپريدي ، ارباپان ، عرب ، محمد زايې ، شينواري ، بهرام خيل ، اخند زاده او داسې نور .......
        د دې سيمې خلک پښتانه دي په پښتو ژبه خبرې کوي ډېر ميلمه دوست خلک دي چې زياتره يې حجرې او لوى ديرې لري چې د ميلمنو او دوستانو د ساتلو لپاره ترې کار اخلي .







د ګوجوال لنډه پېژندنه شکرالله ګوجوال په قوم شير پاى او په نصب اخونزاده په ( ١٣٢٧ هـ ل ) کال د ننګرهار ولايت د کامې په ولسوالۍ د ( ګج ) په کلي کې په يوه روښانفکره کورنۍ کې چې پلا ريې دمعلمۍ مقدسه دنده په غاړه درلوده دمعلم صاحب عبدالوهاب خان په کورنۍ کې ستر ګې دنيا ته پرانستلې . لو مړنۍ زده کړې يې دپلار تر سيوري لاندې دکامې دلنډه بوچ په ښو ونځي او ثانوي زده کړې يې دکامې دمرادعلي صاحب په ليسه کې په عالي نمرې سره بشپړې کړيدي ، څرنګه چې نوموړى له وړوکوالي څخه دشعر اوادب سره مينه درلودله او پلاريې هم په کور کې دده په زده کړه کې له پنج کتاب څخه نيولي بيا تر ( مثنوي شريف ) پورې دده مخه نظم اوادب لوري ته رهبري کوله او دهغه ارثي بنيادله مخې چې پلار يې دخپل وخت ښه شاعري کوله ، نو ددې فطرت او روزنې له مخې ، ګو جوال لا ديارلس (١٣) کلن هلک و ، چې د وخت ننګرهار ورځپاڼې يې لومړنى شعر چاپ کړ ، نوموړي همدا اوس سره د دې چې ډېر شعرونه يې د وخت په نابرابره شرايطو کې ورک شوي له فوري شاعرۍ څخه برسېره دوه ټولګې چاپ لپاره اماده لري ، چې کيداى شي په راتلونکي کې يا په خپله ګوجوال او يا د هغه د ذهن پرست يې چاپ کړي ، په هر صورت خداى دې هغه وخت په خير سره راولي چې د دې علمي شخصيت شعري ټولګې هم لکه د ګج ګنج په څېر ټولنې ته وړاندې شي ، زمونږ خبره د ګجوال صيب په زده کړه ، تحصيل او مسلک و ،نوموړي د همدې بې کچه مينې له مخې چې د شعر او ادب سره يې درلودله . د لوړو تحصيلاتو لپاره يې د پښتو ژبې او ادبياتو په برخه کې انتخاب وکړ او پدې توګه په ( ١٣٦٢ ) هجري لمريز کال د پښتو ژبې او ادبياتو ديپارتمنټ څخه د علمي کدر په موقف کې فارغ او ټولنې ته د پښتو ژبې او ادبياتو د دېپارتمنټ د استاد په توګه وړاندې شو ، خو لا ډېر وخت نه و وتلى چې د وخت نابرابرو شرايطو ګوجوال دېته اړويست چې نوموړى د دندې په اړه خپله لاره بدله کړي ، نو لحاظه يو ښه افسر ترې جوړ شو .

      او د افسرۍ په چارو کې تر ( ١٣٧٤ ) کال پورې د مختلفو برخو تر رهبرۍ پورې په ډول ډول  څوکيو ګمارل شويدى ، نظامي رتبه يې ( ډګرمني ) ده .

خو له ١٣٧٤ کال راپديخوا رسمي دنده نه لري ، او په شخصي مزدورۍ بوخت دى ، د نوموړي شعري او نثري اثار وخت په وخت د کابل د انيس ، هيواد ورځپاڼو کابل راډيو او تلويزيون ، ننګرهار ورځپاڼې ، د پيښور د معتبرو ورځپاڼو ( وحدت ) له لارې ډېر ځلې خپاره شوي ، همدارنګه د هيواد پښتنو محلي او ملي وتلو هنرمندانو يې شعرونه کمپوز کړي او وئيلي دي .

نوموړي د ژبو او ادبياتو د پوهنځي له پښتو څانګې څخه د فراعت په موقع له خپل کادري او علمي موقف څخه د دفاع په وخت د محترم استاذ شاه ولي خان تر نظارت لاندې لومړى اثر د محبوب سنګر او د هغه ادبي خدمتونو تر عنوان لاندې ټولنې او په خاصه توګه د کابل پوهنتون په علامه کتابتون کې د پښتو ژبې او ادبياتو د محصلينو د مطالعې لپاره وړاندې کړي . 





د ښاغلي ګوجوال د شاعرۍ لومړنۍ بېلګه ګوجوال ديار لس کلن ( ١٣ ) و ، لومړنى شعر يې چې د وخت ننګرهار ورځپاڼې چاپ کړى و هغه داسې و :

     چې هغه وخت کې د ګوجوال تخلص ( شکر ) و . 
نن اسرائيلو پيدا کړى دى ډېر زور    === جنګيږي په هر لور 
                                            خبر شه مسلمانه 
       د همدې شعر د کسر بند داسې و .

شکــره نـن په دې جــهــان چې اسرائيل کوي ګذران نه کاميابيږي له هيڅ شان ګوره په لږ وخت کې شرميږي په مخ تور === جنګيږي په هر لور

                                                      خبر شه مسلمانه 








د ګوجوال ليکلي اثار الف : منظوم آ ثار : ( ١) _ وريتې هيلې : شعري لومړى ټولګه ده ( ٢ )_ ګلپاڼه : دوهمه شعري ټولګه ده . د ګوجوال دغه منظوم اثار ناچاپ دي .

ب : منثور آثار : ګج ګنج دى . چې لنډې لنډې وجيزې پکې ځاى شويدي . دا کتاب په ( ٢٢٨ ) مخونو کې په ١٣٨٤ کال چاپ شويدى . د محبوب سنګر او د هغه ادبي خدمتونه د مونوګراف په شکل کې دا اوس د کابل پوهنتون په عامه کتابخانه کې د نني محصلينو د مطالعې وياړ لري .

نورې مقالې مضامين او شعرونه يې د هيواد ، انيس ،حقيقت انقلاب نور ننګرهار ورځپاڼې د پيښور وحدت او غازي ورځپاڼو کې چاپ شوي .







د ګوجوال منظوم اثر وريتې هيلې وريتې هيلې : د ښاغلي شکرالله ګوجوال منظوم اثر دى چې ټوله برخه يې غزلي دي ، دا اثر ( وريتې هيلې ) د ګوجوال لومړنۍ شعري ټولګه ده ،چې له بده مرغه د اقتصادي يا نورو مشکلاتو له امله تر اوسه له چاپه نده راوتلي پدغه اثر کې ټول شعرونه د غزل په فورم کې ليکل شوي ، چې پکې عشقي ، حماسي او ملي او د وطن سره مينه پکې ليدل کيږي . چې ليکوال دغه ټول اړخونه پکې څيړلي دي او لوستونکو مخې ته يې ايښي دي ، چې قضاوت پرې د لوستونکو له خوا وشي د ګوجوال د غزلو زياته برخه د هنرمندانو له خوا په محفلونو کې زمزمه شويدي ، او د محفل د ليدونکو او اوريدونکو لخوا منل شوي او د زياتې خوښۍ وړ يې ګرځيدلي دي . د ګوجوال د غزلو يا شاعرۍ اړخونه : شکر دى الــحــمــد الله دا وطــن دا د پښتون خاوره دا زمـا وطن يو وطن يوه خاوره زيــبـــا وطــن دا د پښتون خاوره دا زما وطن ليکوال ( ګوجوال ) ځان پر وطن مئين او د خپلې خاورې ( وطن ) زيات توصيف يې کړې دى . شــکـره نــن پـــه دې جــهــان چې اسرائيل کـوي ګــذران نه کاميابيږي په هيڅ شان

        ګوره په لږ وخت کې شرميږي به مخ تور  === جنګيږي په هر لور 
                                                       خبر شه مسلمانه 

له دې څايه معلوميږي چې د ليکوال لومړنى تخلص ( شکر ) دى . پدې بيتونو کې خپل ملت يا مسلمانانو ورونو ته خبر دارى غوندې اعلانوي . تر څو د هغه استعمار ګرو د منګولو څخه ځان او نړۍ ازاد وښايې . ژر کــــوه تادي کـــوه چـــې يـــار دې شــم کله به شــي څنــګــه به شي ځار دې شم شم خـــو ايـــره ايـــره خـــځــــل دې شــــم ستا د قدم خاورې دې شم زار دې شم دلته ليکوال ځان د خپلې معشوقې لپاره مخاطب احساسوي او ځان د معشوقې د مينې لپاره ليوال بولي .








غزل ته زمونـږ کــــلـــي تـــــه کـــــلـــه راځــــې چې په کې نه يم بيا بـــــه هــــله راځــــې لارې دې ډېــــرې زه بــــه کـــومـــه څارم چې به پدې کـــه بــــه پـــــه بــــله راځــــې مالګې پرې مه دوړوه را چـــې نــه شي زخمي زخمي زړه ته مې څلــه راځـــــې په ما يــــې ډېــــرې خــــاورې واړولــــې ته به ديــدن تــه لــه کابـــــلــــه راځـــــې (ګج واله ) ترې لاړه څه بي غمه شولي اوس به د خپل کلي ته خپــــلـه راځـــې


په پورته غزل کې ( کله ، هله ، بله ، څله ، کابله ، خپله ) د قافيي کلمې دي . او( راځې ) يې رديف دى .






غزل ژونـــــده تـــر ژونـــده مــــــې ډېــــرې حســـابــــۍ پـــاتــــي دي په تا مې دا په مـــا دې تــشې دووه ســـلــــګــــۍ پـــاتــــي دي قرض به دې خلاص پور به دې خلاص شي وارخطا ولې يې صبر خو وکړه ورځې شـپــــې مـــې دځــــوانــــۍ پــــاتــــې دي ګريــوان دعــمـــرکـــه شلـــيـدلـــــى خــــو لـــويـــدلـــى نـــه دى لا څـــــو تـــــارونــــه خــــو مــــې غــــاړې تــــه زنــدۍ پـاتې دي ګوره چې ټېـټ يې په ســـــجدو نشـــــې دظــــلــــم پـــه نــــــوم لا خـــــو تنــــدېــه څـــــه پــښتـــــو پــښـــتـــونـــولــــۍ پاتې دي زړګيـــــه دا خــــو لا شــــــوروار دى دومــــره مــــه ورانــــيـــــږه ســــوال خـــو يــې ســـوال دى زورورو تـــه خـــولـــۍ پاتې دي لکـه هــــوســـــۍ زخــــم د زړه پــــه مـــــوميــــايــــې رغــــووم ځــکــــه مــــې هــيــلـــې غـــريــبــــانـــې لا ژونـــدۍ پــاتــې دي ته دې په خپـــل رنګــيــن وطــــن کــــې مــيخــــانې جــــــوړوه ګــوجـوال تـــه ډېـــرې غـــمخانې ورانې کوډۍ پاتې دي پدې غزل کې ( حسابۍ ، سلګۍ ، ځوانۍ ، زندۍ ،پښتونولۍ ، خولۍ ،ژوندۍ ،کوډۍ ) د قافيي کلمې دي او ( پاتې دي ) يې رديف دى . پورتنى غزل ( ستوري د ادب په اسمان کې ) تذکره کې راغلى دى د تذکرې ليکوال استاذ محمد داود ( وفا ) دى . چې د نوموړي غزل د ليکوال لنډه پېژندنه د نظم او نثر څو بېلګې يې په سلسله واره توګه راخيستې او په دغه تذکره کې ځاى کړې .



غزل

ما چې قـــــسم خـــــوړلـــــى تـــا پســـې د ليونـــــو ستـــــرګـــو ګــنــــاه پـــســـې ما چې دا دومــــره خيـــراګــانـې کړې هغه د ټـــولــــې شـــــي پـــه مــا پســــې خدايه چې کوم ښکلـــــى د وژاړمـــــه يو دوه خونه دي چــــې بـــلا پـــســـــې قبول دې نشې کــــه درواغ بـــه وايــم مازيګر لمونځ مې پـــه مــــلا پـســـې تپه تياره لحـــد چــــې بريښ ونکړې اور دې شه پــورې پــــه رڼـــــا پســــې ګوجوال چې څومره ژړاګاني وکړې ستا ددې سپينې خولې خندا پسې پدې غزل کې ( تا ، ما ، بلا ، ملا ، رڼا ، خندا ) د قافيې کلمې دي . او ( پسې ) يې رديف دى .



غزل يار مــــې زلـــفــــې بيا په بله اړوي پـــــرمخــــه دنـيــــا پــــه بــلـــه اړوي وګوره قسمت ته ښـــه مــې پـېــژني سترګې مې اشنـــا پـــه بـــلــــه اړوي بل غرض يې نشــــــــه اړولـــو کـــــې زړه پــــکــــې زمــــا پـــــه بــــلــه اړوي من من خوشبويې ترينه راتويې شي پيـــوى چــــې د ســتـــــا بــــلـــــه اړوي وګوره وژل هــــم رغـــيـــــدل کـــــــوي دغـــســـې خــنــــدا پــــه بــــلـــــه اړوي پوه شومه ګوجوال چې دا سپينه شوه رنګ لکه چې ستــا پــــه بـــلـــــه اړوي په پورته غزل کې د (دنيا ، اشنا ،زما ، دستا ، خندا ،ستا ) د قافيې کلمې دي . او( په بله اړوي ) د رديف کلمې دي .






غزل يـــــوه شيبــــــه بــــــې لــــــه تـــا نـــــــــه تيريږي ته څه خبــــــــر يې پـــه ما څــــــه تيـــــريـــــــږي ولــــــې بـــه نـــــه ژاړم چــــــې نـــــه راګــــورې ډيرې خبـــــــرې مــــــې پـــــه زړه تيـــــريـــــږي ته دې خوشال يې خپـــــلې شپــــې جــــوړوه په ما دې ســــــر پــــه ځنــــــګانه تيـــــريــــږي سيـــــل ديـــادونـــو عنـيـمـت شــي دومــــره لکه پـــه لــلــــــمه چــــې اوبــــه تيـــــريــــــږي دمينې ژوند په سوزاو سازګـوجوالــه څومره چې سخت شي هومره ښه تيريـــږي په پورتني غزل کې (نه ،څه ،زړه ،ځنګانه ،اوبه ،ښه ) دقافيې کلمې دي

 (تيريږي ) يې رديف دى . 













غزل ژر کــــوه تـــادې کـــوه چــې يار دې شم کلــــه بــه شي څنګه به شي زار دې شم شــم خـــو ايــره ايـــره خـــځــــل دې شـــم ستــــا د قدم خاورې دې شم لار دې شم مـــه مــــې بخښه خوښه دې ما څه کوي ورک دې شمه مړ دې شم په دار دې شم توره جــــنــــډه ګـــــوره نـــــظـــرمـــاتـــي ته دومـــــره خـــــو راګــــوره پــــه کـار دې شم نه دې شم امير ګوجوال فقـير ښـــه يــــم ما کلــــه ويـــلــــي چــــې بـــادار دې شــــــم

په پورته غزل کې د ( يار ،زار ، لار ، دار ، کار ، بادار ) د قافيې کلمې دي او ( دې شم ) د رديف کلمې دي .






د ګوجوال دوهم منظوم اثر ګلپاڼې


ګلپاڼې د ښاغلي شکرالله ګوجوال منظوم اثر دى چې ډېر شمير نظمونه ( آزاد نظمونه او دنظم نور ډولونه ) يې په خورا وخت سره پکې ځاى کړي دي . پټه دې پاتې نه وي چې په ياد شوي اثر کې د ولسي ادب يو صنف ( لوبه ) هم په درونداکثريت سره شامل ده چې اثر ته يې لا ښکلا ورکړې ده .


نوموړي ښې ښې تشبه ګانې او ښکلې استعارې او نور شعري تلازمات په خپلو اشعارو کې ځاى کړې چې لوستونکي ترې خورا خوند اخلي . دغه اثر چې تر اوسه لا چاپ نه دى او د چاپ لارې څارې خو ډېر شمير نظمونه او لوبې يې د هنر مندانو له خوا په ډېرو مخفلونو او ځايونو کې ويل شوي چې ډېر خلک يې د ګوجوال د شاعرۍ سره بلد کړي دي . زما په نظر که د نوموړي دا اثار چاپ شي او لوستونکو لاسونو ته ورسيږي نو بيا به د نوموړي شاعر په هکله قضاوت شوي وي ، چې څنګه شاعر دى . د يو نوښتګر شاعر همدا وظيفه وي چې د ولسونو ترجماني وکړي او د ولسونو هغه هيلې پوره کړې چې د هغوى په زړونو کې وي ،چې شکرالله د همدغې لارې سرلارې دى چې دا کار يې له هيچا څخه پټ نه دى زه ډېر نه غږيږم او ستاسې قيمتي وخت نه نيسم بلکې تاسې ته بلنه درکوم چې د هغه اثار ولولۍ او خپل ذوقونه پرې خړوبه او تاند کړئ .



داستان داستان د هنري ( ادبي ) نثر يو اهم ډول دى چې کيسه هم روته ويل کيږي . داستان د کيسو تر ټولو لرغونى او پخوانى شکل دى . داستان په لغت کې ويل او بيانول دي په اصطلاح کې داستان بيا هغه کيسه ده چې بنسټ يې په تخيل ،رومان او مافوق الطبيعت عناصرو باندې ولاړ وي . داستان هم د رومان غوندې په ( ١٩ ) نولسمه پيړۍ کې ډېر پر مخ ولاړ . داستان په منظوم او منثور دوواړو شکلونو سره ليکل کيږي . په پښتو ادب کې لومړنى منظوم داستان د ليلا او مجنون دى چې په ( ١٠٩٠ هـ) کال کې نظم کړې .


داستان زه به ګورم ته به ګورې خداى دې خير کړي

                                                     خپل وطنه قيصې نورې خداى دې خير کړي 

لوټ خو لوټ يې په تقسيم دې نه پوهيږي

                                                    دغه نوم مه شه در پورې خداى دې خير کړي

تور بورانو درته نوي غاړې وکړي

                                                  بلاګانې تکې تــورې خـــداى دې خــيــر کــــړي  

څه د بورې د بدنامې چارې وشوې

                                                اورم خوشې سپکې سپورې خداى دې خير کړي 

د لوستوڼى ماره دم دوا دې نشته

                                              معلوميږي قسم خور يې خــداى دې خــيــر کـــړي

دم نفس را پاتې نه دى را پسې يې

                                            په مرګونې ځان مې مروړې خداى دې خـيــر کــړي

نور مې غم د خواخوږۍ درسره نشته

                                           سوک څپيړې ته مې جوړ يې خداى دې خير کړي 

کوم پېغور دى چې ککړ ورباندې نه شو

                                          بې حسابه تورې بــورې خــــداى دې خــيـــر کـــــړي

ښه پوهيږم چې مې نه پريږدې رقيبه

                                       په ولاړې په نســـکـــورې خــــداى دې خــــيـــر کـــــــړې    

خپل کاله خپلو بچو ته دې خداى ړوند کړه

                                      لکه مونږ ته چې شبکور يې خـداى دې خـــيـــر کــــړي 

اوس مــې بــلـــه وســــه نــشتـــه لــه ژړا نـــه

                                      خيراګانې پـــه ســـرتــــورې خــــداى دې خــيــــر کـــــړي

تشې اوښکې خو څه نه دي دا به سيال شي

                                       ته به  هم وهې خــاپــــوړې خــــداى دې خـــيــــر کــــــړې 

نه پوهيږم نه به هېــرې شـــي ګــوجـوالـه

                                    دومره منډې پورې اورې خـــــداى دې خــيــــر کــــــړي






لو به ( سندره ) لوبې هم د ولسي خاصو سندرو يو ځانګړې او جلا شعري ډول دى چې له بګتيو څخه هم چابکه ويل کيږي . لوبې تر ډېره حده د لنډيو په خم کې رنګ شوي کله کله يې بندونه لنډيوته ورته جوړښت خپلوي ا وکله بيا په وزن او رواني جوړښت کې لنډيو ته ورته بندونه لري . د بېلګې په توګه : د وطن په ياد لوبه زمــــاخــــوار وزار وطنــــه مـــــابـــــه نــــه درتـــــه ژړلــــــى يا خو کوڼ په سترګو ړوند واى ته مې هيڅ نه پيژندلى په ديره کې په حجره کې ستا د خاورې په سينه کې *

                      د خــــــــاپـــــــــوړو لارې لارې    *    راته يادې دي کوڅه کې   

نه مې ته ځان ته غوښتې شي نه د ې زه ځان ته غوښتلى يا خو کوڼ په سترګو ړوند واى ته مې هيڅ نه پيژندلـــى ستا د غيږي مينه مينه * ښکلي ښکلي ګلورينه لمسوى شي تښڼوى شي * په رګ رګ کې راته وينه زړه مې وران شي په ورانۍ دى سترګې نه شم غړولـى يا خو کوڼ په سترګو ړوند واى ته مې هيڅ نه پيژندلى ياخو داسې يو جهان واى * لکه ستا په پشانې وران واى يا خو ټول په ګلو پټ واى * تـه هـــم هــاغســـې ودان واى يا خو هېر واى رانه هېر واى نه مې زړه کې تيريــدلـــى يا خو کوڼ په سترګو ړوند واى ته مې هيڅ نه پېژندلى څه پرديو راته وران کـړى * څه مو خپل منځ کې تالان کړى د بدنامې بورې کار شو * په موږ خوارو يـې تــاوان کـــړى چې به نور څومره ورانيـږي پتـــه نــه شـــي لـــږيـــدلـــــى يا خو کوڼ په سترګو ړوند واى ته مې هيڅ نه پيژندلى خپــــل وطنــــه خــپلــــې مـــــورې * اورم خوشي سپکې سپورې خداى دې خير کړي درپسې دي * بــلاګـــانـــې تـــــکــــې تــــــورې خداى دې پوه کړه زور دى يو شه غليمانو ته غښتلــى يا خو کوڼ په سترګو ړوند واى ته مې هيڅ نه پيژندلى خدايه خپل وطن مې جوړ کړي * له جنګونو نه يې ســــوړ کــړى بس په دومره پت ګوجوال چې * په سابه سو کړک يې موړ کړى په پردې وطن کې کډې نورې نـــــه شـــــم ګـــرځــــولـــــى يا خو کوڼ په سترګو ړوند واى ته مې هيڅ نه پيژندلى




منظوم طنز طنز دعربي ژبې کلمه ده چې لغوي معنا يې فرهنګونو ،ناز اوکرشمه ،پيغور ،مسخره کول اوسرزنش ښودلې ده اوپه ادبي اصطلاح دهنري ادب له ژانرونو څخه يو ژانر اودليکنې ځانګړې لاره ده چې اصلي مقصداوهدف پکې ګوتنيونه (انتقاد ) وي لکه لاندې بيلګه : بل غرض مې نشته بس دخپلې خيټې ياريمه څنګه خدمتګاريمه يــــــــــم خو به وړوکــــــــى خودغټو رشته داريمه څنګه خدمتګار يمه حق نا حق يې څه دى خوزما خيټه چې غوړه شي شل ځله دې جړه شي څنګه معامله چـــې وي زمــــا امضاء ته اړه شـــــي شل ځلې دې جړه شي زه چې ورتـه درونــــد ښـکارم دهغه طرفـــدار يـــمه څنګه خدمتګاريمه ګوره احتياط چې په کاعذ دې اوښکې توۍ نشي څوک درباندې پوۍ نشي داوړوکى کار ګوره چې وروسته درته لوۍ نشي څوک درباندې پوۍ نشي ځه چې زړه دې نه وي نه مامور يم نه اوزګار يمه څنګه خدمتګار يمه نوم دې اوريدلى په خالي نوم يې خوشاله يې څه ساده ګج واله يې ولي نه پوهيږي ته په حال يې که بې حاله يې څه ساده ګج واله يې زه خپله قانون يم د مادو دې ضمه واريمه څنګه خدمتګار يمه














ادبي صنايع طباق :هغه ادبي صنعت دى چې په يو بيت کې دووه متضادې کلمې راشي طباق بلل کيږي . لکه په لاندې بيتونو کې : نه دې شم امير ګج وال فقير ښه يم ما کـلـه ويـلـي چـې بـــادار دې شــم په پورته بيت کې دووه کلمې چې ( امير ،فقير ) متضادې کلمې دي يا يو د بل ضد کلمې دي نو ددې دوواړو کلمو تر منځ طباق موجود دى . بله بيلګه : ستا د کوڅو ،محلـونو په څيـر نـدي خام کورونه خو په سطر کې پاخه دي پدې بيت کې هم دووه کامې چې ( خام ،پاخه ) متضادي کلمې دي او تر منځ يې طباق موجود دى . مبالغه :هغه ادبي صنعت دى چې په يوه کلام يا شعر کې يو څيز دومره اوچتول يا دومره غورځول چې د هغې شان کيدل تقريباً نا ممکنه وي . مبالغه په درې ډوله ده ١- تبليغ ٢- اعراق ٣- غلو

لومړۍ بېلګه يې : يار مې زلفې بيا په بله اړه وي پړ مخه دنيــــا پــــه بلـــه اړه وي په پورتني بيت کې د مبالغې يو ډول ( اعراق ) موجود دى . اعراق :يو څيز دومره اوچتول يا راښکته کول چې په عقلي طور سره امکان ولري اما واقعتاً ممکن نه وي نو په پورتني بيت کې شاعر دومره عرق تللى چې وايې کله چې محبوبه زلفې په بل اړخ واړوي نو ده ته داسې بريښي چې ټوله دنيا يې په بل مخ واړوله . دويمه بېلګه : پــــه مـخــــه ورشـمــــه اوبـــه اوبــــه شــــــم خداى خبر څـــــه راباندې وشـــــي وشــــي سترګې مې تور واخلي رانجه رانجه شي نه ستړي مشــــي خــــواره مشــــي وشـــــي پدې بيت کې هم شاعر اعراق کړيدى او وايې چې د محبوب يا محبوبې په ليدو سره اوبه اوبه ( ويلې ويلې ) کيږم او په ليدو سره مې سترګې دومره تور واخلي چې د رانجو په څير ډکې شي نو دا کار زمونږ عقل يو څه مني ځکه چې مروج اصطلاحات اما واقعتاً نشي کيداى چې سړى دې په ليدو سره اوبه شي او يا دې د رانجو په څير سترګې ډکې تورې شي .

تجنيس : هغه ادبي صنعت دى چې په کلام کې دووه لفظونه داسې راشي چې تلفظ ، وزن ،ترتيب او شکل يې يو شان وي او معناوې يې سره جداوي تجنيس په څو ډوله دى چې دلته يې يو څو ډوله تثبيتوؤ . ١ _ زايد تجنس : هغه تجنس ته وايې چې دووه لفظونه داسې راوړل شي چې حرکات او سکنات يې يو شان وي او په قسم کې هم يو له بله جدانه وي خوپه يو کې دبل حروف زيات راغلي وي . بېلګه يې : تر دې دمه ديار غمه * ستا په طمعه تا په طمعه دپورتني بيت په وروستي نيم بيتي ( ستا ، تا ) په کلمو کې زايد تجنيس موجود دى يواځې د ( س ) تورى پکې زياتوالى کړيدى اما نور په هر حالت کې يو شان دي . يا دا چې : تا خو وليد ه خېبره تله راتلـــه دربـــانــــدې وشــــو لر او بر خو دې يو نه کړ چې دا څه درباندې وشو د دې بيت هم په لومړني نيم بيتي کې ( تله ، راتله ) په کلمه کې زايد تجنيس موجود دى . ٢ _ مضارع تجنيس :هغه تجنيس ته وايې چې دوه لفظونه داسې راوړې چې د حرفو تعداديې يو شان اما يو حرف پکې مختلف وي . ژرکوه تادي کوه چــې يـــاردې شــم کله به شي څنګه به شي زار دې شم په پورتني بيت کې د(يار ،زار ) کلمو کې مضارع تجنس موجود دى . دحروفوتعداديې يوشان اما په ( ي ، ز ) حروفو کې تغير موجود دي . بله بېلګه يې : ته به زمونــږ کلـي ته کـله راځـې چې پکې نه يم بيا به هله راځې پدې بيت کې هم په ( کله ، هله ) کلمو کې مضارع تجنس مو جود دى . چې په ( ک ، هـ ) حرو فو کې تغير موجود دى .

مطرف تجنس :هغه تجنس ته وايې چې دمتجانسو کلمو په اخر کې د يو حرف کمى يا زياتى راغلى وي . لکه : خړ خېبر د خړو شا ځلمـــو لــــــرې دا په غرونو پټ د پښتونخوا لرې په پورته بيت کې په ( خړ ، خړو ) کلمو کې مطرب تجنيس موجود دى يعنې د خړ او خړو په کلمو کې د ( و ) زياتى راغلى دى ځکه ورته مطرب تجنيس وايو . تلميح :هغه ادبي صنعت دى چې کومې تاريخي پيښې يا واقعې ته پکې اشاره يا بيان راغلى وي . لکه : څه پرديو راته وران کړې * څه مو خپل منځ کې تالان کړې

               د بد نامې بورې کار شو          *  په موږ خوارانو يې تاوان کړې 

په پورته بيتونو کې په لومړيو نيم بيتيو کې وخشي انقلاب ته اشاره شويده چې زمونږ خوږ او په زړه پورې وطن يې راته لوټې لوټې کړ . بله بېلګه يې : نه پوهيږم نه به هيــرې شــي ګـــوجــــوالــــه

                                         دومره منډې پورې اورې خداى دې خير کړي

پدې بيت کې هم يو مشهورې پيښې ته پکې اشاره شويده هغه دا چې زمونږ ټولو وطنوالو له خپل وطن نورو ګاونډي ملکونو ته کډې وکړې او له خپله وطنه مسافر او کډوال شول .





د ګوجوال منثور اثر( ګج ګنج ) ته لنډه کتنه ادبيات په حقيقت کې د ژوندانه مالګه ده ، ځکه چې ادب د ژوند په ارزښتونو خبرې کوي او د هوساينې په راز وګړي پوهوي . او داسې هنري تابلو په هکله ، چې سړى پرې قضاوت وکړي . او د ټولنې د ګډې ښکلا انځورونه يې وګڼې . هغه تابلو د ګوجوال د ( ګج ګنج ) ده ،چې يو هنري او ښوونيزه نثري ټولګه ده ،چې د ژوندانه هر اړخيزه توګه د ژوندون ريښتني هنداره ده . دده په دې اثر کې هنري ادبي ټوټې دي چې د معقولو او لنډو ويناؤ په څير ليکل شوي د دې اثر بنسټيزه منځپانګه د ژوندانه د هر اړخ په هکله د تجربو او مهارتونو ليږدونکې ده . د دې اثر په ليکنه کې ډېرې درندې استعارې او کنايې د ادبي ذوق د ويښتابه په موخه راوړل شوي دي. دا چې د ښاغلي ګوجوال د کتاب ټوله برخه ادبي ټوټې ،معقولې او لنډې ارزښتناکې جملې دي .او ډېر هر اړخيز معلومات ده په خپلو کلماتو ، جملو او عباراتو کې ځاى کړيدي . لکه څرنګه چې ادبي ټوټه د داستان ،ناول ،رومان او لنډې کيسې پرمختللى شکل دى . او هغه څه چې په داستان ،ناول ،رومان او لنډه کيسه کې په تفصيل سره واضح او وړاندې کيږي . هغه ګوجوال په ډېرو لنډو الفاظو او ادبي ټوټو کې واضح کړي . چې لوستونکې پرې ډېر زر خپل مقصد او غايې ته رسيږي . او لوستونکى کولاى شي چې په ډېر لږ وخت کې ډېره مطالعه او زيات معلومات لاس ته راوړي ، لنډه داچې د ګوجوال دغه اثر يو هنري اثر دى او ډېر په زړه پورې او زړه وړونکي معلومات يې پکې ځاى کړيدي .


بېلګه  : نيکې کول که غواړى چې له هر راز پښيمانۍ څخه پرته له خپلې نيکۍ څخه لذت واخلي ، فقط له معذول او معذور سره مرسته وکړۍ ، د دوى په اړه دا ضرور نه ده ،چې هغوى وپوهيږي چې دا مرسته ورسره چا کړيده . دنړۍ ټول بشرته په بېلا بېلو ډګرونو کې بېلا بېل مشکلا ت مخامخ دي خو ځينې خلک ددې ستونز و څخه خلاص دي او دژوند ټول خواږه يې په لاس کې دي ، دوى دومره هو سا او ارامه ژوند لري ،چې دبې وسواوغريبو خلکو له حاله بې خبراوځانو نه يې پرې ړانده کړې دي ، د دوى د وسه دا نه وه پوره چې يو غريب سره نيکې وکړي او يا دهغوى د درد دوا شي . دوى دنيکې په خوند باندې نه دي روږدي شوي ، دوى به تل ړانده اوبې خبره وي . نو په نړۍ کې داسې خلک هم شته چې په خپله يې نه خوري او د خپلې خولې مړۍ غريب او بې وسه ته ورکوي ،او په دې خوشاله وي چې په خپله يې ونه خوړه خو ي يو غريب او بې وسه يې وږى پرې نه ښود . ځکه خو وايې چې نيکې سيند ته وغورځوه سيند يې هم نه وړي ، او خوږ نبى مصطفى صلى الله عليه وسلم د نيکې په باره کې فرمايې : (( خير الناس من ينفع الناس )) ژباړه : هغه څوک غوره دى په تاسو کې ، چې خلکو ته ګټه ورسوي ،( نيکې له يو چا سره وکړي )



د ګج ګنج په اړه د پوهانو نظريات

د کوزې پښتونخوا ليکوال ميا فاروق ( فراق ) د نوموړي اثر په اړه ليکې چې : بېلګه : قلم او پوهه : (( په کومه ټولنه کې چې قلم شته ، هلته د ټولنيزې ښېګڼې لپاره شعار شته دى او کله چې داسې ده نو په وګړنېزه سطحه د جذب او د رفع تر مينځه رابطه شته او ژوند شته . )) د ښاغلي شکرالله ګوجوال دغه پورتنۍ وجيزه يا قول که په ظاهره په دوو درېو کرښو کې ځاى شوې دى خو ولې د معنويت له لحاظه دا جمله يا قول په خپله غيږه کې د سوچ او فکر يو وېړ جهان لري . يو داسې جهان چرته چې انسان په طلب او جستجو کې ډوب دى ، خپل ځان پېژندل غواړي ،خپل ماحول پېژندل غواړي ،خالق پېژندل غواړي ،تخليق پېژندل غواړي ،موجودات پېژندل غواړي او هغه پټ رازونه او اسرار راسپړل غواړي د کومو لپاره چې لوئ خالق انسان تخليق کړي دى او دغه (( پېژنده )) که څه ته اړتيا لري نو هغه قلم دى چې لوئ خالق تعالى قسم خوري .قلم د کايناتو د تسخير او تشهير ذريعه ده . قلم د پوهې او رڼا وسيله ده ،په کومه ټولنه کې چې قلم شته نو يقيناً چې هغه ټولنه کې رڼا شته ،علم ، پوهه ، مينه ،محبت او پېژندنه شته خو د قلم په وسيله د علم او پوهې په دروند منصب د فايز کيدو د پاره دومره فنکاري وساتلى شي ،ګوتې هم په کار دي چې هغه د قلم عفت او تقدس په ځاى او د خلکو زړونو ته خپل افکار ،خيالات او د زړه خبرې د قلم په وسيله په غوره ډول منتقل کړي او که په دغه تناظر د ښاغلي شکرالله ګوجوال د اقوالو يا وجيزو دې مجموعې ته موږ وګورو ،نو ښاغلي ليکوال راته په خپل سپيڅلي مقصد کې سل فيصده بريالى راښايې . په پښتو کې د نظم او نثر لمنه ډېره ډکه ده ،خو ولي هغه نظم يا نثر چې د يو سپيڅلي اجتماعي مفاد او مقصد د پاره يې وجود موندلى وي ،يقيناً چې ډېر کم تر سترګو کيږي او په دې لړ کې د ښاغلي ګوجوال دا کوشش يوه ښه ابتدا ده . زه دا منم چې په دې مجموعه کې به ځينې داسې اقوال هم ستاسو له نظره تير شي چې د هغې سره به په مختلفو حوالو اختلاف کيداې شي ،خو ولې په نظرياتي نړۍ کې د نظرونو قدر د پوهه باشعوره او علمي طبقې خاصه ګڼل کيږي .

مونږ که په موجوده وخت کې دا توقع نه شو کولى  چې د ښاغلي ګوجوال دا قول دې هم هر څوک لکه د خليل جبران د اقوالو په ژبه زمزمه کړي ،خو دا اميد ضرور لرلى شو  . چې که وخت راغى او پښتانه وګړي د پوهې او علم په ګاڼه سينګار شول نو کم از کم پښتانه به د خپلو پوهانو په فهرست کې د ګوجوال نوم ته هم په ډېر درناوي ځاى ورکړي .زه ورته په دې غوره مجموعه تخليق کولو مبارکي او افرين وايم او د نوى کاميابى دعايې په لويې خالق څخه غواړم .







د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړى سرمحقق عبدالله (( بختانى )) د ګوجوال د ګج ګنج په اړه ليکي .

(( ... ګج ګنج ما تر ډېره ځايه په غور سره ولوست نوموړى ليکوال پدې بريالى شوېدى چې په خپلو دغو لنډو لنډو ليکنو کې ډېرې پراخې ټولنيزې مسئلې طرحه کړي او په ډېر برخو کې يې د چا خبره يو سمندر په کوزه کې ځاى کړېدى چې د داسې کتابونو د لوستلو په وخت ،زموږ په ګټه ده چې د((ګج ګنج )) د ليکوال هيله ومنو او داسې کتاب په فکر ،غور او دقت سره ولولو ، د ذهن ور ورته بيرته کړو او هلته يې د شعور او تحت الشعور په صندوقچه کې خوندي کړو ،نه دا چې يوازې پاڼې يې واړوو ،تيرې بيرې يې کړو .

        زه په خپله د (( ګج  ګنج )) له ليکوال ښاغلي (( ګوجوال )) سره په شخصي توګه بلديت نه لرم يوازې د مطبوعاتو او راډيو تلويز يون له لارې دهغه له اشعارو او اثارو سره بلد يم ،چې دا دى د ټولنيزې درملنې لپاره يې ((ګج ګنج )) له نسخو ( وجيزو) سره دا اوس اوس اشنا شوم .







د کوزې پښتونخوا نوماند ليکوال نورالبشر (( نويد )) د نوموړى اثر په اړه ليکې چې : ((... په يوه ټولنه کې چې هر کله داسې پوهان او زيرک خلق ژوند ته د خپلې پوهې او ادراک په ائينه کې وګوري نود شکرالله ((ګوجوال )) افکار، تجربې او انديښنې به ورته د انساني حس او شعور صحيح استعمال ښکاري ځکه چې ده په لږه خبره کې ډېربا مانافکر ځاى کړى دى .

   دا کمال او هنر دځينې ځينې با کماله تخليق کار وي چې هغوې لويه واقعه ، غټه خبره په لږو لفظونو کې داسې په هنر بيان کړې چې د لوستونکو په ذهنونو نقش هم شي او هم با مانا هم !!
      د شکرالله (( ګوجوال )) تخليقي اثارو په هکله به زه هم په لنډو ټکو کې دا ووايم چې ښاغلي ((ګوجوال )) واقعي چې د لفظونو صحيح استعمال کړى دى !! . ))










د کوزې پښتونخوا شير شاه (ترخوي )) د ګج ګنج په اړه ليکي :

        (( ... دښاغلي شکرالله ګوجوال دا زير نظر کتاب (( ګج ګنج )) د هغه ښکلو ښکلو پر مغز نصيحتونو او کار د خبرو په نوى انداز کې د ليکنو مجموعه ده چې انسان مثبت اړخ ته راکاږي نو په دې حقله که هر څومره تعريف يې او شي نو حق لري .
     دعا کوم چې الله تعالى دى ښاغلي شکرالله ګوجوال ته د دې نيک کار جزايې خير ورکړي او دا هم يقين لرم چې په ادبي نړۍ کې به يو مقام بيا مومې . ))












دوهمه بېلګه مرګ :

         مرګ بل شى نه دى ،هغه فقط د ژوند له لاسه ورکول دي ،او دا چې ژوند له لاسه ورکول ګران کار دى که انسان ،د دې ځواب وئينه د اشخاصو په سطحه ځکه فرق درلودلاى شي چې د ژوند سطحه د اشخاصو په تفتيک فرق کوي .

تشريح :

        د ژوند لپاره بېلا بېلې معناوې راغلي ،ځينې مذهبي علماء يې د اخرت لپاره يوه تخفه ګڼي چې د اخروي ژوند لپاره يوه کرونده ده ،چې د خوارۍ او محنت نتيجه يې په دارالبقا ته د ورتګ نوم دى ،چې ځينې انسانان يې په اخروني ژوند قانع او ځينې نه دي .
        يو خارجي ليکوال ليکي :  ( چې ژوند د مرګ په لور مزل دى مګر د اخروي ژوند په باره کې څه نه وايې چې قانع دي او که نه )

يو بل ليکوال مترلينګ د مرګ په باره کې داسې وايې : که مرګ په دنيا کې نه واى . هيچا به د ژوندانه بارته غاړه نه واى ايښى همدغه د مرګ وېره ده .چې موږ ژوند کوؤ او دغه ډار په وجه تر زړښته پورې د ژوندانه پيټى په اوږو وړو .

       مګر د پښتو د ليوني شاعر (( غني خان )) نظردادى چې ژوند هيڅ معنا نه لري، مګر مرګ په موږ قدرمن کړي .

مګر زمونږ شاعر مرګ ته دژوند د لاسه ورکولو په مقصد قانع دى ،خو دژوند سطحه او دژوندڅخه خونداخستل دافرادو په نظرفرق کوي ، لکه څنګه چې ښکلا خوښه نه ديوې ټولنې نه دبلې ټولنې دذوق پورې بدلون مو مي ، همدارنګه ښکلا د افرادو په نظر هم فرق کوي . په دې ډول ژوند هم دطبقاتو په اندازه فرق کوي ،ځنې يې د اخرت په طمعه شپه او ورځ سجدې کوي او خوند ترې اخلي ،او ځينې يې د عيش عشرت څخه د هر ډول او هرې لارې د خوند لټولو په هڅه کې دي . او د ژوند څخه په يو ډول نه يو ډول خوند اخلي ، مګر د غريب او فقير ژوند ته د خوارۍ او فاميدۍ په سترګه ګوري زموږ شاعر د ژوند د طبقاتو په اندازه هر يوه ته د خپل اندازه په خوند قانع دي .


درېمه بېلګه کلا نکاري :

       د يوه کلانکار په اړه ،د لږ څه دقت څخه وروسته ،ډېر ژر پيدا کولاى شۍ د يوې خاليګاه له مخې ، هغه داسې يو خاصيت را خپل کړي دي .

تشريح : ښکاره خبره ده چې انسان سره لويې او کلانکارې نه ښايې ، انسان الله تعالى د خاورې نه پيدا کړ او د خاورې خاصيت عاجزي ده نه لويې . لويې او کلانکارې د اسلام د مقدس دين له مخې يوه لويه ګناه ده .

       په حديث قدسي کې راغلي دي چې الله تعالى فرمايې : (  الکبرياء رداءى ) يعنى لويې زما قادر دى . الله تعالى څخه پرته بل هيچا ته دا نه ښايې چې لويې اظهار وکړي .
شيخ سعدي په دې اړه څه ښه وايې .

تکبر غرازيل را خوار کرد بزندان لعنت ګرفتار کرد شيطان چې کله کلانکارې وکړه نو الله تعالى لغنتي کړ او د جنت نه يې وويست په همدې ډول الله تعالى په قران عظيم الشان کې انسانانو ته د عاجزى خاکسارۍ او ترخم درس ورکوي او فرمايې : ( ولا تمش فى الارض مرحاً انک لن تخرق الارض ولن تبلغ الجبال طولا . ) ژباړه :په ځمکه باندې په کبر او کلانکارۍ سره مه ګرځه نه خو ته ځمکه شلولى شي او نه هم په لوړوالي کې غره ته رسيدلى شي .

            آدم عليه السلام الله تعالى د خاورې نه پيدا کړى ؤ او د مرګ نه پس انسان يو ځل بيا خاورې کيږي .فنا کيدونکى مخلوق هيڅوک دائمي په دې دنيا نه پاتې کيږي او مري نو لازمه ده چې خاکساره او عاجزي کوونکى اوسې .
   په دې اړه يو سالک فرمايلي دي .

ز اول خاک بودى و آخر خـــاک مـــا شـــي پس خاک را نشايد که زند لاف من مني پس خـــاک منـــي چـــرا لاف مـــې زنـــــي د پښتو ژبې يو شاعر هم په دې اړه ويلي دي . اى د خاورو جــوړه پـــه دنيـــا پســـــي نــــا جـــــوړه هله به ته جوړ شي چې په خاورو باندې موړ شي

څلورمه بېلګه غچ اخستل : غچ اخستل د يو درد لپاره دوا نه ،بلکې د درد زياتول دي ، که غواړۍ چې خپل منځى ټولنيز دردونه دريښې څخه له منځه يوسئ لومړى هغه تشخيص او بيا يې يوې منطقي درملنه درک کړى . تشريح : غچ يا انتقام اخيستلو سره د دواړو مخالفو خواو تر منځ نفرت او دښمني نوره هم زياتيږي نو ښه خبره دا ده چې عفوه او بخشش نه کار راخيستل شي چې پدې کې د دواړو جهانونو کاميابي ده . له يوې خوا دښمني او نفرت په محبت بدل شي او له بلې خوا الله تعالى عفوه کوونکې ته زيات اجر ورکوي . په دې اړه الله ( ج ) په قرآن عظيم الشان کې فرمايې : ( ادفع باالتى هى احسن ط فاذالذى بينک د بينه عداوة کانه ولى حميم .) ژباړه : په احسان او نيکى سره بدي لرې کړئ پدې ډول به ستاسو دښمنان ستاسو ډېر کلک دوستان شي .

      د اسلامي ورورګلوى له مخې ټول مسلمانان سره ورونه دي او د دوى تر منځ د هيڅ مخالفت او دښمنۍ جواز نشته ،د اخوت معنا هم همدا ده چې يو بل ته ضرر ونه رسوو .

نبى کريم صلى الله عليه وآله وسلم مسلمان هغه چا ته ويلي چې د لاس او ژبې نه يې بل مسلمان په امان وي او ضرر ورته ونه رسوي چې په لاندې حديث کې ذکر شوي . حديث : ( المسلم من مسلم المسلمون من لسانه ويده .)

   موږ ټول مسلمانان ښه پوهيږو چې د عفوې مقام ډېر لوړ دى .

رسول الله صلى الله عليه واله وسلم د مکې د فتحې څخه وروسته هغه خلکو ته عفوه وکړه چې دوى ( ص) يې د وطن څخه هجرت ته مجبور کړى وو.

       تر دې حده چې ( هنده ) چې د ابو سفيان ښځه وه او د نبى (ص ) تره حضرت حمزه يې د احد په غزا کې په شهادت رسولى ؤ. هغې ته يې هم عفوه وکړه .او د غچ اخيستلو څخه تېر شو .
            په پښتو ژبه کې يو مشهور متل دى (  چې کومه غوټه په لاس خلاصيږي نو غاښ ته يې حاجت نشته .) 
         که چيرې مونږ د خبرو اترو ،افهام او تفهيم له لارې يو مشکل حل کړو او د يو بل څخه دغچ اخستلو مفکوره د خپل ذهن نه وباسو ،نو يو ځاى ژوند کولى شو چې په نتيجه کې اتفاق او اتحاد رامنځته کيږي . 
   او د خلکو د غلامۍ څخه خلاصون مومو .





پايله ( نتيجه دا چې هر محصل دلسانس د بشپړيدو په خاطر يوه ليکنه کوي او ادارې ته يې سپاري چې داد محصل په فراعت تصديق کوي . نو ما هم پخپل وار سره دغه ليکنه وکړه چې ستاسو مخې ته مې کيښوده اګر چې دا زما لومړنۍ ليکنه ده که هر څومره غلطي او نيمګړتياولري نو ډېره زياته بخښنه غواړم .

         د ټولو دوستانو څخه کورودانى او مننه کووم چې له سره يې د مونوګراف په ليکنه کې پوره پوره مرستې کړيدي .
         په اخره کې بايد بيا هم يادونه وکړم چې له ښاغلي استاد محمحد داود (وفا) څخه زياته مننه چې ما سره يې هر اړخيزه مرسته کړې .
          او الله تعالى دې موږ ته داسې قوت راکړي چې دوامداره ليکنې وکړ.

والسلام

                                                                                                                                                                                                                         په درنښت 
                                                                                                         و من الله التوفيق 
                                  روح الله       (  عاطف )



ماخذونه ١_ يوسفزى مشتاق مجروح ،زرکاڼى ،دويم ټوک ، دانش خپرندويه ټولنه پيښور (١٩٩٨ ع ) کال ٢ _ مسلم دوست عبدالرحيم ،خوږه ژبه ، دانش خپرندويه ټولنه ، ( ١٣٨٦ هـ )کال ٣ _ ګوجوال شکرالله ، ګج ګنج ، قلم کار پرنټنګ سروس پيښور ( ١٣٨٤ هـ ) کال ٤_ الفت ګل پاچا نثري کليات خپروونکى الفت اکيډيمي او دانش خپرنځى دويم چاپ ( ١٣٧٨هـ ) کال ٥ _يون پوهيالى محمد اسمعيل ،د پښتو شعر هندسي جوړښت ،دانش خپروندويه ټولنې تخنيکي څانګه پيښور (١٣٧٧ ل ) کال ٦ _ وفا پوهيالى محمد داود، ستوري د ادب په اسمان کې ،دانش خپرونديه ټولنه ( ١٣٧٩ هـ ) کال

د نازو انا یاد سمول

د نازو انا یاد پوهنمل اصف بهاند

د پښتو په لرغونو ښځمنو شاعرانو کې د نازو انا دريځ

کلونه پخوا علامه عبدالحى حبيبي په ټولنيز ژوند کې د پښتني مېرمنې د رول په باب ليکلي وو: (( پښتنه مېرمن د پښتنو د ټولنې او اجتماعي سازمان شمرى وه.))(1) خو د پښتنو د ژوند په تاريخ کې داسې وختونه هم راغلي دي، چې پښتنه مېرمن کله کله د نورو قومونو تر ښځو زياته نازول شوې او کله يې بيا حقوق تر پښو لاندې شوي دي. سره له دې چې د ټولنيز ژوندانه پېښو پښتانه له ادب او هنر څخه لرې ساتلي وو، خو بيا هم دوى ليک او لوست نه دى هېر کړى، د هنر او علم په ډګر کې يې د قدر وړ تجربې کړې دي. که د پښتو ادب په تاريخ کې په ځير سره وکتل شي د مېرمنو برخه په کې ځلنده ده. په دې مقاله کې به په لنډ ډول د پښتو ژبې او ادب د سترې وثيقې يعنې پټې خزانې په استناد د پښتنو د لرغونو ښځمنو شاعرانو په ډله کې د نازو انا پر دريځ خبرې وشي. د پټې خزانې د روايت له مخې د پښتو ادبياتو په لرغونې دوره کې دغه مېرمنې شاعرانې تېرې شوې دي: ١- زرغونه کاکړ ٢- رابعه ٣- نيکبخته ٤- نازو انا ٥- حليمه حافظ ٦- بي بي زينب خو پرته له دغو ښځمنو شاعرانو د پښتو ادبياتو په لرغونو شاعرانو کې نورې ښځمنې شاعرانې هم تېرې شوې دي، چې ښايي تراوسه پورې يې حال موږ ته معلوم نه وي او يا د نورو ماخذونو په ارتباط هغه وپېژنو لکه شهزاد ګله چې دحالنامې له مخې يې پېژنو. د پښتنو په لرغونو ښځمنو شاعرانو کې تر ټولو قديمه شاعره زرغونه کاکړ ده، چې دکندهار په پنجوايي کې اوسېده.(1) ددغې سترې شاعرې د ژوندانه موده تر ٨٥ هجري څخه وروسته اټکل شوې ده. زرغونې کاکړې د نورو ادبي کارونو ترڅنګ په ٩٠٣هـ کال د شيخ سعدي بوستان په پښتو نظم واړاوه.(١) د پښتو ادب د لرغونو دورې ددې شاعرې نور څه نه دي راپاتې، يوازې محمد هوتک يې له ژباړل شوي بوستان څخه يوحکايت رانقل کړى دى، چې د زرغونې د ادبې قدرت څرنګوالى ورنه ښه ترا څرګندېدلاى شي. بله پښتنه شاعره چې د پښتو ادب لرغونې دوره کې اوسېده رابعه نومېده. د پټې خزانې د روايت له مخې دغه شاعره د بابر په زمانه کې په کندهار کې اوسېده(٢) له بده مرغه چې پرته له يوې رباعي څخه يې بله څه نه دى راپاتې. ددې دورې بله شاعره او پوه ښځه نېکبخته وه چې په اشنغر کې اوسېدلې ده. د ژوندانه زمانه يې د ٩٦٠ هجري په شاوخوا کې اټکل شوې ده.علامه حبيبي ليکي چې ددې مدبرې او پوه مېرمنې احوال شيخ امام الدين په خپل کتاب اولياى افغان کې ليکلي دي.(٣) نېک بختې د خپل ادبي ژوند په موده کې يو شمېر موعظې او پندونه نظم کړل چې له هغه څخه يو کتاب جوړ شو او نوم يې ارشاد الفقرا ورباندې کېښود. د پټې خزانې د روايت له مخې دغه کتاب د محمد هوتک په لاس کې و او له هغه څخه يې په خپله تذکره کې يو څو ټوټې خوندي کړې دي.(١) د پښتو ادبياتو په لرغونو ښځمنو شاعرانو کې بله شاعره بي بي زينبه ده چې د ميرويس خان لور او يوه هوښياره او عالمه ښځه وه. دغې اغلې مېرمنې د نورو پښتنو مېرمنو په تدريس کې لويه برخه درلوده. له بي بي زينبې څخه يوه مرثيه راپاتې ده، چې پټې خزانې خوندې کړې ده. له دغې مرثيې څخه د زينبې ادبي ځواک ښه څرګندېدلاى شي. شهزاد ګله ددې دورې بله باتدبيره او پوهه ښځه وه چې شعرونه يې هم ويل د ((فرهنګ ادبيات پښتو)) ليکوال ليکي چې پلار يې د روېښ داد نومېده او د تيراه له اوسېدونکو څخه و، چې د جلال الدين اکبر په زمانې کې يې ژوند کاوه.(٢) ددې باتقوا او پرهېزګارې ښځې د کلام نمونه استاد هېوادمل په فرهنګ ادبيات پښتو کې خوندي کړې ده. ددغو ښځمنو شاعرانو په څنګ کې د پښتو ادب او پښتنو لويه شاعره او مدبره ښځه نازو انا نومېده. نازو انا د پښتو ادبياتو د لرغونو ښځمنو شاعرانو په ډله کې ډېره مشهوره، مدبره او پوهه ښځه وه. پلار يې د پښتنو مشر و. دى هم په خپله سپېڅلې غېږه کې لکه ميرويس نيکه ستر لارښود وروزه. نازو د علم ادب او تورې خاونده وه او د خپل پلار د رياست په قلمرو کې په شجاعت او سخاوت مشهوره وه، لوست يې په خپل محيط کې له لويو علماوو څخه کړى وى.(1) د نازو انا د مېړانې، سخاوت او خلاص لاس توب ذکر نور اثارو او ليکوالو هم ثبت کړى(2) نازو انا که له يوې خوا د قيادت، پوهې او وطن دوستۍ ښه سمبول وه، نو له بلې خوا د لوړ او نفيس ادبي ذوق خاونده هم وه. د پټې خزانې ليکوال د نازو انا د ادبي دريځ په برخه کې داسې ويلي دي: (( زما پلار هسې ويل چې نازو انا علاوه پر سخاوت او شجاعت او عبادت هسې ارتينه وه چې د خداى تعالى څخه په مناجات يې ډېر اشعار ويل او يو ديوان يې درلود چې دوه زره بيتونه په کې وو او هلته يې ښه نکات ادا کړي وو او داسې يې ويلي و چې نارينه يې هم نه شي ويلاى.))(١) د نازو انا د راپاتې رباعي په برخه کې که چېرې د نورو ليکوالو او ځينو اثارو له توصيفي خبرو تېر شو او د نازو انا د ادبي توان د معلومولو لپاره په خپله رباعي تر څېړنې لاندې ونيسو ښه به وي: سحر ګه وه د نرګس ليمه لانده څاڅکي څاڅکي يې له سترګو څڅېده ما ويل څه دي ښکلي ګله ولې ژاړې دې ويل ژوند مې دى يوه خوله خندېده.

په دې رباعي کې نازو انا د ژوند يو عمومي انځور په هنرمندانه ډول وړاندې کوي. د نرګس د ګل غوړېدل او تر غوړېدو نه يو څو لنډې شېبې وروسته يې د ژوند پاى ته رسېدل، ددې سبب شول چې نرګس د خپل ژوند پر لږه موده باندې وژاړي. که چېرې د نازو انا په دې شعر کې د شعر د جوليز جوړښت له مخې شعري انځورونه ولټول شي داسې به وي: په دې شعر کې ګل له انسان سره تشبيه شوى دى. ګل مشبه انسان مشبه به، ښکلا لطافت نازکي او لنډه موده ژوند يې وجه شبه ده، چې يو عالي شعري انځور يې بللاى شو. دغه راز په دې شعر کې ژوند له يوې خولې خندا سره تشبيه شوى دى. ژوند مشبه، يوه خوله خندا مشبه به، لنډوالى او لږوالى يې وجه شبه کېدلاى شي. څنګه چې دغه انځور د تشبيه له اداتو پرته راوړل شوى دى، ځکه لوړ او عالي يې ارزيابي کولاى شو. د نازو انا په دغه شعر کې هم معنى او مفهوم شته، هم د شعري انځورونو له پلوه غني دى او د تخيل رنګيني او بداعت په کې ښه ښکاري، ځکه نو د نازو انا ادبي دريځ د نورو ښځمنو شاعرانو په ډله کې لوړ ارزيابي کوو. که چېرې نازو انا د هغه وخت له نورو ښځمنو شاعرانو سره په جلا جلا ډول پرتله شي هلته هم د نازو انا دريځ څرګند او ښکاره دى. نازو انا له نورو ښځمنو شاعرانو څخه ځکه لوړه او ښه ارزيابي کېږي، چې دا له يوې خوا په يوه ستره ادبي او سياسي کورنۍ کې زېږېدلې او لويه شوې ده، ځکه يې ښوونه او روزنه ضروري او ډېره ښه وه، چې د لوړې پوهې او ښې مطالعې درلودونکې وه، له بلې خوا دې ته ډېر ښه علمي ادبي او سياسي چاپېريال مساعد و او دغه چاپېريال ددې سبب شو، چې نازو انا د لوړې او ښې قريحې او ښه شعري ذوق خاونده شي، په دې صورت کې نو ښکاره خبره ده، چې دغسې يوې پوه او با مطالعې او د ښې قريحې خاوندې تخليق به هم ښه او لوړ وي. نازو انا که له يوې خوا دلوړ ادبي ذوق خاونده وه، له بلې خوا د خپل قام او خلکو په روحيه پوه او په درد يې متالمه وه او ددغه حالت انعکاس ددې په تخليقاتو کې څرګند و، چې ددې په راپاتې رباعي کې يې ښه ليدلاى شو، ځکه نو د پښتنو په لرغونو ښځمنو شاعرانو کې د نازو انا دريځ ډېر لوړ او ښه ارزيابي کوو.

(1) پوهاند عبدالحى حبيبي، د زېري کالنۍ ، په پښتو ادب کې د مېرمنې برخه، پښتو ټولنه، ١٣٥٧کال، ١ مخ (1) عبدالحى حبيبي، د پښتو ادبياتو تاريخ، دويم ټوک، پښتو ټولنه، ١٨٧مخ. (١) محمد هوتک، پټه خزانه، څلورم چاپ، د کابل پوهنتون خپرونې، ١٣٥٦کال، ١١١مخ. (٢) همدا اثر، ١١٣مخ. (٣) د زېري کالنۍ، ١٣٥٧ کال، ١٤مخ. (١) پټه خزانه، ١٠٦ مخ. (٢) زلمى هېوادمل، فرهنګ ادبيات پښتو، د چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې خپرونه، ١٣٦٥ کال، ٢٦٧ مخ. (1) د زېري کالنۍ، ١٣٥٧کا، ١٤-١٥ مخونه. (2) کبرا مظهري ملو رو، پښتني ليکوالې او شاعرانې، لومړى ټولک د علومو اکاډمي خپرونه، ١٣٦٦ کال، ٦٠مخ. (١) پټه خزانه، څلورم چاپ، ١٠٣مخ.

افضل ټکور

د نازو انا په کورنۍ کې د پښتو شاعرۍ عنعنه

نازو انا د پښتنو د ملي قايد او مشر ميرويس خان نيکه عالمه او فاضله مور ده. دا د خپل وخت د پښتو مېرمنو يوه مېړنۍ او باتوره څېره وه او د ژوند تر پايه پورې يې د پښتنو د يووالي او برياليتوب مينې په زړه کې ټوپونه وهل. زه ددغې تلپاتې پښتنې مېرمنې د ژوند او کار نامو په باب ددې لپاره نه غږېږم، چې يو خو زما د بحث موضوع نه ده او بله دا چې دا کار ډېر زيات لټون ته اړتيا لري، زه يوازې ددغې فاضلې مېرمنې په شمول ددې د کورنۍ د پښتنو شاعرانو په باب څو لنډې يادونې کوم. د نازو انا په کورنۍ کې که د پښتو شاعرۍ د مطالعې او څېړنې تکل وکړو، نو پيلامه يې په خپله له همدې فاضلې او عالمې مېرمنې نه راشروع کېږي. نازو انا په خپله يوه خوږژبې او نازکخياله شاعره وه. په پټه خزانه کې ددغې مېرمنې په هکله لولو: (( هسې نقل کا: چې نازو د سلطان ملخى توخي لور وه چې تولد يې په ١٠٦١ هجري کې هغه ځاى ته نږدې و، چې تازى نومېږي. سلطان ملخى په هغه وخت د غزني تر جلدکه د اقوامو مشر و او په استقلال يې حکومت کا. معارض او سارى يې نه درلود او نازو په کوچنيوالي له مېرمنو پښتنو او سپين ږيرو علماوو څخه لوست وکا او مېړ مخى ارتينه وه چې نارينه يې مېړانې اوشجاعت ته حيران و.(١) نازو انا په دغسې يوه عالمه او فاضله کورنۍ کې زېږېدلې وه او د خپل وخت مروج علوم يې لوستلي وو. د پټې خزانې په حواله نازو انا په پښتو ژبه شاعري هم کوله او ددې يوه مشهوره رباعي يې د بېلګې په توګه هم ثبت کړې ده. دا ډول د پټې خزانې مولف د خپل پلار په حواله د نازو انا د شاعرۍ په هکله ليکي: (( چې نازو انا علاوه پر سخاوت او شجاعت او عبادت هسې ارتينه ده. چې د خداى تعالى څخه په مناجات يې ډېر اشعار ويل او يو دېوان يې درلود چې دوه زره بيتونه په کې وو او هلته يې ښه نکات ادا کړي وو او داسې يې ويلي وو چې نارينه يې هم نسي ويلى او دغه رباعي چې د نازو انا ده ما له خپله پلاره اورېدلې وه الحق چې ښه رباعي ده.)) (٢) د نازو انا د شاعرۍ د دوه زره بيتو څخه موږ ته يوازې يوه رباعي راپاتې ده او هغه هم په پټه خزانه کې خوندي ده، خو د هغې د دېوان پته تراوسه نه ده لګېدلې د هغې دغه رباعي د شعري تلازماتو له مخې دومره قوي او زړه وړونکې ده، چې که هغې نوره شاعري هم نه وي کړي موږ يې د پښتو ژبې د ښو شاعرانو په کتار کې درولى شو. سحر ګه وه دنرګس ليمه لانده څاڅکي څاڅکي يې له سترګو څڅېده ما ويل څه دې ښکلي ګله ولې ژاړې؟ ده ويل ژوند مې دى يوه خوله خندېده.(٣)

ددغې رباعي د شعري قوت له مخې ويلى شو، چې نازو انا به د خپل عمر په اوږدو کې ښه او په زړه پورې شاعري کړې وي، لوى استاد ارواښاد علامه حبيبي ددغې پښتنې مېرمنې د شاعرۍ په هکله په خپله يوه ليکنه کې داسې ليکي: ((دنازو ادبي مقام او هنري لياقت هم د کتلو وړ دى. محمد هوتک په پټه خزانه کې د نازو انا فقط يوه رباعي د خپل پلار له خولې رانقل کړې ده، خو دغه يوه رباعي هم د نازو د ادب او هنر ارزښت ښکاره کوي او هم د معنا او مفهوم له پلوه ښه شعر دى هم د صفت په ښکلا مزين دى، د تخيل رنګيني او بداعت په کې ښکاري، سلاست يې په لوړه پوړۍ کې دى.)) (٤) د نازو انا په کورنۍ کې که د پښتو شاعرۍ د عنعنې جاج اخلو نو ددغې کورنۍ دويم پښتون شاعر د دغې عالمې او فاضلې نوميالى زوى ميرويس خان نيکه دى. تر ډېره وخته پورې ميرويس نيکه يوازې د يوه پښتون ملي قايد او نوميالي په توګه د پښتنو تاريخ ليکونکو له خوا د تاريخ په پاڼو کې ثبت و او هغه د خپلو پښتني خصوصياتو او کارنامو له مخې زموږ د تاريخ پاڼې ښکلې کړې وې، خو له نېکه مرغه د محترم استاد زلمي هېوادمل د لټون او زيار له مخې دا ثابته شوه چې دغه باتور پښتون د خپلو سياسي او ملي مبارزو په څنګ کې ځينې منظوم اثار هم ليکلي او شعرونه يې هم ويلي دي. ددغه نوميالي پښتون مشر د شاعرۍ په هکله استاد هېوادمل د ژوندون مجلې د ١٣٦٨ ل کال په په دويمه او درېيمه ګڼه کې يوه ګټوره او ارزښتناکه مقاله کښلې ده، چې موږ د همدغې مقالې په حواله ميرويس نيکه د خپل وخت ډېر ښه شاعر بللى شو. محترم استاد زلمى هېوادمل په خپله مقاله کې يوځاى کاږي: (( ... لنډه دا چې د ميرويس نيکه اسلاف او اخلاف ټول له شرقي او اسلامي فرهنګ سره اشنا وو او په يوه فرهنګي ماحول کې رالوى شوي او دوى ددې فرهنګ په وده کې برخه درلوده، خپله يې هم له فرهنګي مشاغلو سره مينه ښووله او نور يې هم دې خواته هڅول، د شاعرې او فرهنګيالې نازو انا زوى ميرويس چې پر سياسي او ملي کارنامو يې نه يوازې زموږ د هېواد، بلکې د سيمې دهېوادو تاريخونه ډک دي تر سياسي او ملي مسايلو سربېره يې له فرهنګي مسايلو سره هم مينه درلوده او اوس ځينې داسې څرکونه له موږ سره شته چې دا ترې ښکاري چې زموږ دغه ملي مشر په خپله ملي ژبه ځينې منظومې هم ويلې وې چې يوه نيمه بېلګه لا د ځينو خطي اثارو په زړونو کې خوندي ده.(٥) محترم استاد زلمي هېوادمل په خپله دغه مقاله کې د ميرويس نيکه يو بيت هم راوړى، چې زه يې دلته دده د شاعرۍ د نمونې په توګه رانقلوم بيت دادى: عرض مې نه لګي پر ناتمام پاچا څو به کومه پر يادونه (٦) دا ډول ليکوال په خپلې ليکنې کې د ميرويس نيکه د شاعرۍ په هکله ځينې ګټورې خبرې هم کړې دي ددې ليکنې په يوه برخه کې يې داسې لولو: اما دا يو بيت هم موږ ته ډېر غنيمت دى او دا ځکه چې د پښتو تاريخ د يو لوى قهرمان د سخنورۍ څرک ځينې ايستل کېږي او دا موږ ته ښکاروي چې زموږ مرحوم ملي قايد حاجي ميرويس نيکه د شعر طبع درلوده او په پښتو يې نظمونه هم ويل، موږ د ميرويس نيکه د همدې يوه ترلاسه شوي بيت په استناد دده د شاعرۍ په باب خبرې وکړې....(٧) ددغو ويناوو په حواله ويلى شو، چې د نازو انا د کورنۍ دويم شاعر ددې نوميالى او فرهنګيالى زوى ميرويس نيکه دى او دده دغه يو بيت او د ده مينه د فرهنګيانو او شاعرانو سره دا ثابتوي، چې دغه لوى او تلپاتې پښتون به د خپل ژوند په اوږدو کې زيات شعرونه ليکلي وي، چې له بده مرغه د زمانې ناخوالو لاتراوسه له موږ نه لرې ساتلى او که پلټنه وشي، نو هغه د محترم هېوادمل خبره چې دده زياته منظومه وينا به وموندل شي او دده شعري عظمت به هم پښتنو ته څرګند او روښانه شي. د نازو انا په کورنۍ کې بله ادبي او فرهنګي څېره چې هم يې ژوند او هم يې شعر د ډېرې ستاينې او يادونې وړ دى هغه شاه حسين هوتک دى. دى د نازو انا لمسى او د حاجي ميرويس خان نيکه زوى دى. دى د خپل وخت يو عالم، عادل او فاضل پاچا و په خپل دربار کې د علم او ادب د ودې او پرمختګ لپاره يو فرهنګي مرکز هم جوړ کړى و او شاعران او ليکوال به يې په کې روزل. محمد هوتک چې پټه خزانه کښله نو دغه لوى پښتون پاچا دعمر له پلوه ځوان و د پټې خزانه مولف د شاه حسين هوتک په هکله ليکي: ((پادشاه جمجاه ضل اللـه شاه حسين ښالم خېل هوتک او د مغفور جنت مکان حاجي ميرخان زوى دى چې اوس په ځوانۍ کې پادشاهي کا او پښتانه يې په سيوري ارام دي، پادشاه عالم پناه په ٢٣ د ربيع الاول په ١١١٤ سنه هجري په سيوري کې د کلات پيدا شو، هغه وخت چې ميرخان د بيت الله او اصفهان سفر وکا، پادشاه ضل الله کوچنى و او له اعلم علما ملا يارمحمد هوتک څخه يې درس ولوست. او تر دولسو کالو پورې د عمر يې د فقه او تفسير او منطق او د بلاغت کتب ولوستل او په کندهار کې له پلاره يې مصالح د امور زده کړل...)) (٨) دا ډول د پټې خزانې مولف زياتوي: (( د پادشاه عالم پناه په دربار کې تل علما او صالحان لار لري افضل العلما ملا يارمحمد هوتک چې د پادشاه استاد دى لوى عالم دى، په فقه کې يې کتاب مسايل ارکان خمسه کښلى دى... پادشاه عالم پناه په ارګ کې د قندهار هغه قصر چې نارنج باله شي هلته په هفته کې يوه ورځ دربار کا په کتب خانه کې او شعرا او فضلاء ټولوي، زه محمد هوتک کاتب ددې کتاب هم په دې مجلس کې يم او د پادشاه ضل الله اشعار او ادبيات په قلم کاږم او کتاب د دېوان يې مرتب شوى دى. کله په پښتو اشعار وايي او کله فارسي ژبې ته هم ميل کا او استاد العلما ملا يارمحمد ته يې قرائت کا چې سهو وسقم ځنې زايل کا او د پادشاه په اشعارو کې لږ سهوه ليده سي او علما يې ټول په بلاغت او فصاحت قايل دي او سماع ته مايل.)) (٩) دا ډول لوى استاد علامه عبدالحى حبيبي په پښتانه شعرا لومړى ټوک کې هم ددغه لوى شاعر د ژوند او اثارو په باب خبرې کړي او دده يوه سندره يې هلته ثبت کړې. په پښتانه شعرا کې لوى استاد حبيبي د شاه حسين د شاعرۍ په هکله ليکي: ( دا زموږ مړنى او ننګيالى پاچا د ملي ژبې يو ښه شاعر هم دى، چې په ملي لهجه يې بدلې ويلې دي. دده اشعار عشقي دي او سپېڅلتوب او خوږ والى په کې ليدل کېږي.)) (١٠) د پټې خزانې مولف د وينا له مخې شاه حسين هوتک د شعرونو يو مکمل دېوان درلود او هغه يې ترتيب کړى هم و چې له بده مرغه تراوسه ورک دى. دده يوه شعري بېلګه يې په پټه خزانه کې خوندي کړى چې دلته يې راوړل ضروري بولم. بېلتانه دې د غمو په چپاو چور کړم په تيارو کې د هجران يې له تا دور کړم بېلتانه دې هسې اوښکې راخپرې کړې ستا د فکر په ګرداب کې تل عبور کړم د فراق پړى مې کښېوت و مرۍ ته په جهان کې يې رسوا لکه منصور کړم په وصال دې هم ناښاد يمه دلبرې د بېلتون فکر په زړه کې ناصبور کړم د باڼو عشى مې وخوړ په ځيګر کې غمازانو په غمزو غمزو مهجور کړم خلق ياد زما د عشق په لېونو کا زه حسين محبت هسې مشهور کړم(١١)

د ميرويس نيکه نوم او دده کورنۍ د پښتنو د تاريخ يو رنګين او سمسور څپرکى دى د دوى مبارزې او سرښندنې د پښتون ولس په زړونو کې خاص ځاى لري. دغې عالمې او فاضلې کورنۍ د خپلو سياسي جدو جهد او هلو ځلو په څنګ کې د پښتو ادب لپاره نه هېرېدونکې کارنامې موږ ته په ميراث پرې ايښي دي. ددغې کورنۍ بله عالمه او فاضله مېرمن زينبه هوتکه ده، لوى استاد علامه حبيبي په خپله يوه ليکنه کې کاږي: (( د هوتکو په دغه درنې کورنۍ کې موږ دوى د علم او ادب خاوندې مېرمنې هم پېژنو، چې يوه مېرمن نازو د حاجي ميرويس خان مور وه... بله عالمه او اديبه مېرمن بي بي زينبه د حاجي ميرويس خان لور ده، چې د ملا نورمحمد غلجي څخه يې لوست کړى و او د محمد هوتک په قول يوه هوښياره او عالمه ښځه وه... دې مېرمن د خپل عصر مروج علوم او ادبي او ديني کتب ټول لوستي وو د شعراو پر دېوانو او اشعارو يې پوره عبور لاره او د موذونانو او شاعرانو قدردانه وه.)) (١٢) دا ډول محمد هوتک په پټه خزانه کې ددغې خوږ ژبې شاعر د ژوند او شاعرۍ په هکله ګټورې خبرې کړې دي. ددغو خبرو په يوه برخه کې لولو: (( هسې روايت کا: چې بي بي زينب ډېره هوښياره او په مهماتو د امورو عالمه ښځه وه او د پادشاه جمجاه شاه حسين په امورو کې تدبير کا او هر کله په راى صايب مشکلات د امورو حل کا او پادشاه د زمان يې په خبرو عمل کا او نصايح يې اوري دا درشهوار د صدف عظمت ښه ښه شعرونه هم وايي او د موزنانو او شاعراو قدر کا دو او ين د شعرا هم کله لولي او له مضامين شيرين بى کام شيرين کا...(١٣) ددغې پښتنې مېرمنې په هکله که پلټنه وشي، داسې ښکاري چې دې به هم د خپل عمر په اوږدو کې ډېر شعرونه ويلي وي د پښتو شعر په تاريخ کې ددې مقام ځکه زيات روښانه او ځلېدونکى دى، چې دې د خپل ورور په مړينه داسې ويرنه کښلې چې د پښتو ويرنو په تاريخ کې هم زيات ارزښت لري. موږ به دلته ددغې پښتنې مېرمنې د شعر د بېلګې د راوړلو په خاطر ددغې مرثيې څو بيتونه راوړو:

ږغ سو چې ورور تېر له دنيا سونا قندهار واړه په ژړا سونا زړه مې په وير کې مبتلا سونا چې شاه محمود له ما جلا سونا دا روڼ جهان راته تورتم دى نا زړه د بېلتون په تېغ کړم دى نا هوتک غمجن په دې ماتم دى نا د پاچهى تاج مو برهم دى نا چې شاه محمود تېر له دنيا سونا قندهار واړه په ژړا سونا...(١٣)

په لنډيز سره ويلى شو، چې د نازو انا په کورنۍ کې ددې په شمول څلور تنه پښتانه شاعران نازو انا، ميرويس نيکه، شاه حسين هوتک او زينبه هوتکه تېر شوي، چې موږ په ډېره مختصره توګه ددغو څلور تنو خوږ ژبو شاعرانو يادونه وکړه.

اخځونه ١- هوتک، محمد، پټه خزانه لومړى چاپ، ١٣٥٦ل کال، د ادبياتو او بشري علومو پوهنځى، ١٠١مخ. ٢- همدغه اثر ١٠٢مخ ٣- همدغه اثر ١٠٣ مخ ٤- د زېري کالنۍ، د افغانستان د علومو اکاډمي ١٣٥٧ل کال چاپ، په پښتو ادب کې د مېرمنې برخه د لوى استاد علامه حبيبي مقاله، ٥١مخ ٥- زلمى، هېوادمل، ژوندون مجله د افغانستان د ليکوالو انجمن خپرنى ارګان، ١٣٦٨ل کال دويمه او درېيمه ګڼه ٢٨مخ. ٦- همدغه اثر همدا مخ ٧- همدغه اثر ٢٩ مخ ٨- پټه خزانه، ياد شوى اثر، شاه حسين هوتک ٥٧ مخ. ٩- همدغه اثر ٥٨ مخ ١٠- حبيبي، عبدالحى، پښتانه شعرا لومړى ټوک، ١٣٢٠ل پښتو ټولنه ١٢٨مخ. ١١- پټه خزانه، ياد شوى اثر ٥٨مخ ١٢- د زېري کالنۍ ياد شوى اثر ياد شوى مخ. ١٣- پټه خزانه ١٠٧ مخ.


اسمعيل يون

د هوتکيانو په باب چاپ شوي پښتو کتابونه

(١١١٩- ١١٥١هـ ق) کلونه د هوتکيانو د واکمنۍ عصر دى. له نوموړې نېټې څخه بيا تر ننه پورې د هوتکيانو د عصر د سياسي، فرهنګي او ټولنيزو پېښو په باب بېلابېل اثار ليکل شوي دي. په دې کې د کورنيو ليکوالو اثار هم شته او د بهرنيو هغو هم. پر پښتو او دري ژبو سربېره په انګليسي، جرمني، فرانسوي او روسي ژبو هم په دې برخه کې اثار ليکل شوي دي. زما د مقالې نوم دى، د هوتکيانو په باب چاپ شوي پښتو کتابونه. څرنګه چې پر ١٣٥٧ل کال د ((هوتکيان کتابشناسى توصيفى)) په نوم يو کتابښود ترتيب شوى او په هغه کې يې ټول هغه اثار چې د هوتکيانو په باب په پښتو، دري او هم په بهرنيو ژبو ليکل شوي، معرفي شوي، نو زه د هغو کتابونو بيا معرفۍ څخه ډډه کوم، يوازې هغه اثر چې ((د خپلواکۍ لمر څرک)) نومېږي او د هوتکيانو په باب نسبتاً جامع اثر دى او نوى چاپ شوى، معرفي کوم. لومړى به په خپله د (هوتکيان کتابشناسى توصيفى)) اثر معرفي کړم او بيا به ((د خپلواکۍ لمر څرک)). هوتکيان کتابشناسى توصيفى: دا د هغه اثر نوم دى، چې د محمد ابراهيم ستوده او احمدضيا مدرسې له خوا تاليف شوى دى. دا کتاب پر ١٣٥٧ل کال د کابل پوهنتون له خوا د پوهنتون په چاپخونه کې چاپ شوى دى. د کتاب د ټوکونو شمېر څرګند نه دى، خو د مخونو ټول شمېر يې ١٥٦ مخونو ته رسېږي. په دې اثر کې هغه اثار، سرچينې او ماخذونه ښودل شوي، چې د هوتکو د سياسي او ادبي کارنامو په باب په کې څه راغلي دي. د اثر په پيل کې د ((مقدمه)) په نوم په دوو مخونو کې د پوهندوى دوکتور عبدالرشيد جليلي يوه ليکنه راغلې ده. ورپسې (( دهوتکيانو توصيفي کتابښود)) په نوم په دوو مخونو کې د لوى استاد پوهاند علامه عبدالحى حبيبي ليکنه راغلې، چې د کتاب پر څرنګوالي، لنډې خو جامع خبرې کوي. بيا د کتاب د څرنګوالي په باب د ((پيشگفتار)) په نوم په لسو مخونو کې په خپله د محمد ابراهيم ستوده او احمدضيا مدرسې خبرې راغلې دي. دغه کتابښود په څلورو برخو کې سره اوډل شوى دى: لومړۍ برخه: کتابونه او کتابګوټي (رسالې). دويمه برخه: مجلې، جريدې او ورځپاڼې. درېيمه برخه ضميمي: ١- د ملا خيرالله هوتک کتابښود، چې سرڅېړونکى محترم زلمى هېوادمل ترتيب کړى دى. ٢- د مولوي صالح محمد کتابښود، چې محترم عبدالکريم پتنګ ترتيب کړى دى. ٣- د شېرمحمد کتابښود، چې محترم حبيب الله رفيع ترتيب کړى دى. څلورمه برخه: ځينې انګرېزي، جرمني، روسي، فرانسوي او نورې خپرونې دي. په لومړۍ برخه (د کتابونو) په برخه کې (١٠١) ټوکه بېلابېل کتابونه، چې د هوتکيانو په باب يادونې په کې راغلي، معرفي شوي دي. په دويمه برخه (جريدو، مجلو او ورځپاڼو) کې ټولو (٥٧) ماخذونو ته ګوته نيول شوې ده. د اثر درېيمه برخه (ضميمې): ١- لومړۍ برخه د ملا خيرالله کتابښود دى، چې سرڅېړونکى محترم زلمي هېوادمل د ملا خيرالله پر ژوند ليک سربېره، د هغه د دېوان لومړى، دويم او درېيم ټوک، د دېوان قلمي نسخه او همدارنګه د ملا خيرالله ازبکى پښتو فرهنګ هم معرفي کړي دي. ٢- د شېرمحمد هوتک کتابښود، چې محترم رفيع صيب ترتيب کړى، د شېرمحمد هوتک پر ژوند ليک سربېره يې د هغه دا لاندې اثار معرفي کړي دي: ١- اسرار لسالکين يا (اسرار العارفين). ٢- تجويدالافغانى، ٣- رساله ميت، ٤- د مستخلص د ادبياتو شرح، ٥- د بردى د قصيدې ژباړه، ٦- معجزات. ٣- د مولوي صالح محمد هوتک کتاب پېژندنه. محترم عبدالکريم پتنګ لومړى د مولوي ژوند ليک ليکلى او بيا يې د هغه دا لاندې اثار راپېژندلي دي: الف- منظوم اثار: ب- منثور اثار: ١- پښتو مثنوي. ١- لومړى کتاب د پښتو ٢- پاشلې ويناوې. ٢- دويم کتاب د پښتو ٣- پښتو عسکري لنډۍ ٣- دريم کتاب د پښتو ٤- پښتو اطاعت اولى الامر ٥- پښتو ژبه لومړى ټوک ٦- پښتو ژبه دويم ټوک ٧- حصه اول رهنما يا خود اموز پښتو. ٨- حصه دوم رهنما يا خود اموز پښتو.

د کتاب په وروستۍ برخه کې د هغو (٤٦) اثارو معرفي راغلې، چې په انګليسي، جرمني، فرانسوي او روسي ژبو ليکل شوي دي. يو بل ټکى چې ددې اثر په باب يې يادول ضروري دي، هغه دادى، چې هغو کتابونو او ليکنو ته يې د انتقاد ګوته نيولې، چې د بهرنيو ليکوالو خصوصاً د ايراني ليکوالو له کينې، تعصب، جعل او غلبېل څخه منځته راغلى او د هوتکو د دورې پېښو ته يې بل ډول رنګ ورکړى دى. د خپلواکۍ لمر څرک: لمر څرک د هوتکيانو په باب ډېر نوى او جامع اثر دى، چې د محترم الحاج امان الله هوتک له خوا ليکل شوى، ددې اثر د بشپړېدو نېټه د ١٣٦٨ل کال د وري د مياشتې ٨مه نېټه ښودل شوې او پر همدې کال په افسيت ډول په کوزه پښتونخوا کې چاپ شوى دى. د کتاب د چاپ معين ځاى (چاپخونه) او د ټوکونو شمېر معلوم نه دى. د مخونو شمېر يې ٣٣٣ دى، په معياري ليکدود او د ليکوال په خپل سيمه ييز ګړدود ليکل شوى. دا اثر د هېواد تاريخ د (١١١٩- ١١٥١هـ . ق) يانې د هوتکو د افغاني دولت عروج او نزول تر څېړنې لاندې نيسي. دا اثر د خپلواکۍ د لارې مبارز ((د غازي سپه سالار سيدال خان ناصر په نوم چې د افغاني عزمت په لاره کې يې توره او قلم په مېړانه او ايماندارۍ چلولي دي) اهدا شوى دى. په دې تاريخي اثر کې ليکوال د کورنيو او بهرنيو اخځونو له نويو سرچينو او هغو رواياتو څخه چې د هوتکو له وخته بيا تر ننه پورې سينه په سينه رارسېدلي، ګټه اخيستې ده. د ليکوال له ليکنې څخه ښکاري، چې په زياته کچه د بېطرفې او بې غرضې تاريخ ليکنې اصل ته وفادار پاتې شوى او پېښې، چې څنګه پېښې شوي، ده په همغه ډول ثبت کړې دي. حاجي صيب امان الله د هغو بهرنيو ليکوالو په ځانګړي ډول د ايراني ليکوالو له غرض او کينې نه ډکې ليکنې، چې د افغانانو د اتلوليو او وياړونو د نه زغملو له کبله منځته راغلي، تر انتقاد لاندې نيولې او د قناعت بښوونکو دلايلو په راوړلو يې، هغه رد کړې دي. ددې اثر په پيل کې په دولسو مخونو کې د هېواد د نوښتګر ليکوال او څېړونکي حبيب الله رفيع يوه ګټوره سريزه راغلې، وايي: (( پخوانى او غير عادي حالات که له يوې خوا ملتونو ته زيانونه اړوي او ورانې ويجاړې ورپېښوي له بلې خوا همداسې حالات د ملي قهرمانانو او اتلانو د تبارز او ودې لپاره لاره هواروي او د ملي بهير د مخکښۍ په لاره کې ملي مشران او نوابغ رامنځته کوي... د ميرويس نيکه مبارزې د افغانستان د اسمان له افق نه د دونيمو پېړيو په اوږدو کې غايب شوى د ازادۍ لمر يو ځل بيا ددې هېواد په يوه برخه کې وځلاوه او ملي، د عدل او د ولس د خپلې خوښې حکومت پيل شو، د صفوي بې کفايته او حريصو واکمنو غچ اخيستونکې وسله والې هڅې يې هم وار په وار شنډې کړې او د ملي او جمهوري حکومت د ودې او پرمختګ په لور يې ګامونه اخيستل. زموږ د تاريخ دا روښانه دوره ډېره تاريکه پاتې وه، لکه د هر ناکام شوي نهضت خاصه چې ده، د هغه ډېرې کارنامې پټې شوې دي، په دې باب افغاني اسناد ډېر لږ وو او هغه هم زياته برخه يې ورک وو، چې ورو ورو رابرسېره شول او لا د رابرسېره کېدو په حال کې دي، ايرانيانو چې په دې باب څه ليکلي وو مغرضانه او دښمنانه او حتى کله کله لوچکانه او بې ادبانه وو، دخارجيانو اثار زموږ په لاس کې نه وو او اوس که په لاس کې شته هم د ايرانيانو تر غلبېل راتېر شوي يعنې د هغو له خوا له ناروا تصرف سره ژباړل شوي او خپاره شوي دي. چې پر دې کتاب کې پرې خبرې کېږي.)) دا اثر چې د هوتکو په باب نسبتاً جامع معلومات په لاس راکوي، په دې لاندې موضوعګانو بحث کوي: لومړى څپرکى: د ميرويس نيکه پاڅون، افغانستان په لويديځ کې د ازادۍ هلې ځلې، شجرة النسب، ميرويس نيکه، ميرويس څوک و او څه يې وکړل، د نازو انا خوب ليدل، د ميرويس نيکه ازدواج، د ميرويس نيکه کسب و کار، د ميرويس نيکه شخصي صفتونه، دميرويس نيکه مقام د پښتنو په نزد، ګرګين څوک و او څنګه کندهار ته راغى، حج ته د ميرويس نيکه تګ، د ميرويس نيکه خوب ليدل، د حاجي ميرويس نيکه بېرته راګرځېدل له حج څخه، له موقع څخه د ميرويس نيکه استفاده، د ملي قايد راتګ قندهار ته، د حاجي ميرويس نيکه رسېدل قندهار ته، دوهمه ملي جرګه، په کار پيل، په اصفهان ددې اقدام تاثير، د ملي قايد مراوده د هند له دربار سره، د پارس ٣١ زره عسکر د خسروخان تر قوماندې لاندې، د خسرو خان نفاق اچول، د ميرويس نيکه اماده ګي، د پارسيانو د بل لښکر ماتې، د ملي قايد وفات، د ملي قايد وروستۍ خبرې، د حاجي ميرخان نيکه ورور عبدالعزيز. دوهم څپرکى، د شاه محمود هوتک سوبى: د اصفهان محاصره، د محاصرې شدت، د شاهي سراى سنګ باران، د شاهي اشپزخانې چور کول، په اصفهان قحطي، خارجي سفيران، د اصفهان د مړو شمېره، د محاصرې په دوران کې جګړه، د شاه حسين ګوښه کېدل، د قحطۍ اثارو له منځه وړل، د افغانانو له خوا د اصفهان شاوخوا سيمو نيول، د شاه محمود سلطنت، د شاه محمود د حکومت لومړۍ شپې، د شيراز فتح، د ګل يګان فتح، د کاشان فتح، د امان الله خان مرورېدل، د پادشاه د خپلوانو وژل، په ايران کې روسي مداخله، دترکانو او روسانو ترمنځ د تشنج زياتېدل، د خطرناک جنګ سيورى، د ايران په شمال کې د روسانو نور اقدامات، د اعليحضرت شاه اشرف د سلطنت دوره، اعليحضرت شاه اشرف هوتک، له صفوي شاه حسين سره د شاه شرف وضع، طهماسپ ته د شاه اشرف خط ليکل، بېرته افغانستان ته د امان الله خان تګ، د شاه اشرف او طهماسپ جنګ، له ترکانو او روسانو سره د شاه اشرف جنګونه، د شاه اشرف او روسانو ترميان جنګ، طهماسپ ځان روسانو ته سپاري، د نادر او طهماسپ اختلاف، د ابداليانو تعهد او د صفوي حکومت تجريد، له نادر او طهماسپ سره د مقابلې ترتيبات. درېيم څپرکى: د نادر يرغل، اشرف خان توخى، د ولس خلک له خپلو کورو را ايستل. د هوتکي دورې مشاهير. ضميمه: له جميل بيګ سره دميرويس نيکه ملاقات.



نصر الله (حافظ)

مخمس

څوک زما د زړه په خوږ څه پوهېده چې جانان زما له خوا نه بېلېده را په برخه شول د عمر کړېده په نصيب مې بېلتانه کړه سوزېده رود د اوښکو مې ګرېوان کې بهېده.  نه يې ومنل زما زاري عذرونه په ژړا مې کړه کاڼه اشنا غوږونه که مې لاړل تر اسمانه فريادونه ستورو ووهل زما په غم مخونه خو د يار غوږ ته مې غږ نه رسېده.  د سره اور لمبه زما په زړه شوه بله شنه ډډوزه مې د دود تله له ګوګله سوزېدم په دغه اور لکه خځله د فراق چغه زما له خولې وتله چې په سرو سترګو جانان رخصتېده.  په زړه سخت په هېڅ رنګ نه شو مهربانه په دې خپله جفا هېڅ نه شو ستومانه هى توبه شه له دې هسې مسلمانه چې د غم پېټى وا نه خلي له انسانه ما ژړل ورته او دى روانېده.  کور مې وران مال مې تالا ژوند مې تبا شو چې د عمر وفادار مې بې وفا شو د ګونګي ټپوس وزر راته هما شو هغه څه چې چا ويلي وو رښتيا شو دا چې يم د غم په نم ليمه لامده.  نه پوهېږم چې مړ نه شوم څه بلا يم چې ګل لاړه زه ژوندى په دنيا پايم د هغه ساعت له خوږه به څه وايم پوښتې څه چې ولې هسې نيمه خوا يم د غم غر زما په سرو نړېده  لاهو شوى د غمونو په درياب يم بې بنياد او بې بقا لکه حباب يم د فراق د سرو لمبو په سر کباب يم يم ژوندى کنه د مړو په حساب يم دي هېر کړي مې د عمر خندېده.  پاس اسمان او لاندې ځمکه راته اور شوه رابيداره شاوخوا زما په شور شوه چې مې چغه د بېلتون د زړه په کور شوه د کور شپه مې له ناکامه نن په ګور شوه څومره سخت دى له ژوندونه تېرېده.  دواړه سترګې مې لمدې ښکاري په اوښکو ځاى پر ځاى په کې تغمې ښکاري د اوښکو په ګرېوان مې هم ولې ښکاري د اوښکو په ژېړ مخ مې سلسلې ښکاري د اوښکو کاڼى هم راسره سم وژړېده. 

د هجران څپو اخيستى يم ډوبېږم لاس وهم پښې وهم کله خلاصېږم وار و پار مې خطا شوي دي پوهېږم چې له دې بلا مې نه شته خلاصېده.  لېونى لکه مجنون ګرځم له غمه يم لوېدلى مينې ستا له جوش و جمه په اور وسوزې زما نصيبه کمه چې يوه شېبه مې جوړه نه شوه دمه په شپه ورځ مې شو په دښتو ګرځېده.  چې رسوا يې راز زما د يارانې کړ رادوڅار يې نوى غم د زمانې کړ رانه بېل يې ګران زما د پيمانې کړ زما نوم يې سر د هرې افسانې کړ رقيب خپله په دې کار وشرمېده.  نا ارام چې د پارې په رنګ ته ښورم د فراق دا اوږد مزل په مخکې ګورم دين دنيا د يار د مخ په بها پلورم بې له مينې هر چې وايي هغه اورم په سکروټو مې ده ناسته پاڅېده.  راته ياد چې هغه ناز هغه مکېز شي په هغه دم مې برباد واړه پرهېز شي که يې ورک رانه د عشق دست اويز شي د غرور بب به مې مات او رېز مرېز شي چاته پېښ مه شه په عشق کې ماتېده.  لاس مې څه نيسې طبيبه نه رغېږم هر قدم د نيستۍ خواته نږدې کېږم ستا دارو مې په کار نه دي نه جوړېږم زه د خپل زړه په مرض باندې پوهېږم چې له دې رنځه مې نه شته رغېده.  خدايه! کور د غماز وران کړې مخ يې تورکړې د دوزخ له اوره ډک يې ورته ګور کړې پرې نازله له اسمانه هسې اور کړې لولپه يې په دې اور کې د زړه کور کړې چې زما پر حال هېڅ ونه رحمېده.  د ځوانۍ د بڼ ګلان مې شول خزلې د پيري خزان پرې کېښودې منګولې نه بورا ورته راځي او نه بلبلې نه پرې وايي اوس خوږې خوږې بدلې نه پرې شته دي د توتيانو چغېده.  اى دنيا دا مې ژوندون دا مې انجام دى د ساقي په لاس کې تش د ميو جام دى دا له کومې خوا په ما راځي الهام دى دا چې خوږ دى د نازو انا کلام دى چې د خيال په غوږ زما ولګېده سحرګه و د نرګس لېمه لامده څاڅکي څاڅکي يې له سترګو څڅېده ما وې څه دي ښکلى ګله ولې ژاړې ده وې ژوندې مې دى يوه خوله خندېده. ١٣٧٠/٧/٧ راديو

اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد

د يونس د يوې معما حل

د دولسمې هجري سدۍ په لومړۍ نيمايي کې د پښتو ژبې يو شاعر و، محمد يونس نومېده، دېوان يې درلود، دده د دېوان يوه خورا نفيسه او طلا کاره خطي نسخه د افغانستان د پايتخت (کابل) د پاچاهۍ ارګ په کتابتون کې خوندي وه، دا نسخه د فيض طلب خان اشنغري(1) په پرمايښت پېښوري خطاط زين الدين(2) په ١١٧٦هـ.ق کال کښلى وه. (3) ددغې نسخې له مخې څخه د يونس دېوان په ١٣٥٦ل (١٩٧٧ع) کال د پښتو ټولنې له خوا د کابل په دولتي چاپخانه کې چاپ شوى دى، خطاط يې نصير هنر پښتون دى، سريزه او حاشيه ښاغلي څېړندوى (سرمحقق) عبدالله خدمتګار بختاني پرې ليکلې ده او دده په قول يې له خپله انده سره د متن ځينې تېروتنې هم سمې کړي او سهي کړې دي(4) ښاغلى څېړندوى خدمتګار په سريزه کې دا هم ليکلي دي: (( ( په اصل کې) دعلت د تورو هېڅ مراعات نه دى سوى ناسخ کله ليکلي دي کله نه، موږ د ليک دغه برخه هم د چاپي نسخې لپاره سمه کړې ده.)) (5) د يونس ددغه چاپي دېوان په دولسم مخ کې د شپاړسمې غزلې مقطع داسې چاپ شوې ده: (( چه سل شپږ پنځوس و دوه اويا دوه نام که هــغــه يــــوه ګـــڼه يــونــسه پـــه ابـــجبــد ستا)) دا بيت يوه معما ده او له معموله سره سم هېڅ ناسخ حق نه لري چې په معما کې لاس ووهي او د خپل وخت له ليک دود سره يې سمه کړي، خو ما باور نه درلود چې دغه معما به د يونس په چاپي دېوان کې له لاس وهلو خوندي پاته سوې وي، ځکه مې نو د يونس د دېوان خطي نسخه وکتله، هلته چې دا بيت د شپاړسم مخ درېيم بيت دى، ما وليد، چې د چاپي نسخې ((دوه)) ((دوه)) کلمو پرځاى په دغه خطي نسخه کې ((دو)) ((دو)) ليکلي دي، زما په خيال د بيت په لومړي نيم بيتي کې د دوهم ((دو)) تحريف د معما حل ته څه کړکېچ هم ورپېښ کړى دى. د يونس په دېوان کې نورې معماوې هم شته، ددغو معماوو حل ته تر ټولو دمخه د څمکنو ميامحمدي صاحبزاده رحمة الله عليه (١٢٢٠ هـ ق مړ) ځير سوى او د ځينو معماوو حل ته يې وخت موندلى دى، خو زموږ تر بحث لاندې معما په هغو معماوو کې ده، چې نوموړى ميامحمدي صاحبزاده(رح) نه ده حل کړې او د يونس د چاپي دېوان حاشيه ليکونکى ښاغلى څېړندوى خدمتګار د دولسم مخ په پنځمه حاشيه کې ددغې معما د پرانيستلو په باب داسې کښلي دي: (( دا بيت هم د يونس په نامه معما ده(6) او په دې توګه حلېږي: که يو سل و شپږ پنځوس له دو اويا سره يوځاى کړو، نو دوه سوه اته ويشت ترې راوځي، که د ابجد کلمې تورى (اب ج د) د ابجد په حساب وګڼو لس ترې جوړېږي، چې دا لس په پورتني عدد واچوو دوه سوه اته دېرش کېږي، د يونس د کلمې تورى (ى و ن س) د ابجد په حساب يو سل و شپږ ويشت کېږي چې دوه ځلې يې وګڼو نو هماغه دوه سوه اته دېرش ترې جوړېږي، يعنې: ١٥٦+ ٧٢+ ١٠= ٢٣٨ تقسيم (٢)= ١٢٦= ((يونس)) زما خيال دادى، چې د ښاغلي څېړندوى خدمتګار د فکر نوکانو د يونس ددغې معما غوټه ښه نه ده سپڼلې، دده په حل کې يوه کمزوري او يوه تېروتنه سته، کمزوري يې داده چې د تاريخي مادې د عددونو (١٥٦+٧٢) پر مجموعه (٢٢٨) باندې چې يې د ابجد کلمې ابجدي ارزښت يعنې لس زيات کړى دى، د هغه لپاره هېڅ قرينه نه شته او نه ده ښوولې ده، تېروتنه يې داده چې د دوه سوه اتو دېرشو نيمايي يو سل و شپږ ويشت نه کېږي، بلکې يوسل و نولس کېږي يا په بل عبارت د يونس د نامه ابجدي ارزښت، چې يوسل و شپږ ويشت کېږي که دوه چنده کړو، دوه سوه دو پنځوس ځنې جوړېږي، مګر د تاريخي مادې لپاره د ښاغلي څېړندوى خدمتګار تکميلي عدد دوه سوه اته دېرش دى(7) چې تر دوو سوو دوه پنځوسو څوارلس کمېږي او محتاج اليه عدنه پوره کوي. د يوه پېښوري ليکوال ښاغلي قلندرخان مومند هم دغې تېروتنې ته پام شوى او په يوه مقاله کې يې چې د يونس د دېوان شهادت يې عنوان دى ددغې معما د پورتني حل تېروتنه داسې په ګوته کړې ده: (( دا حساب په دې لحاظ بېخي غلط دى، چې د يونس د نامه (8) عدد چې دوه ځلې وشمارلى شي نو دوه سوه دو پنځوس ترې جوړېږي او چې د شعر دوه سوه اته دېرش په دوو ووېشلى شي نو يو سل و نولس کېږي.))(9) ددې تېروتنې د ښوولو په څنګ کې ښاغلى قلندر خان مومند د معما هغه حل هم وړاندې کوي، چې ده را ايستلى او په خپل خيال يې سهي ګڼلى دى، په دغه باب د نوموړي ليکنه داسې ده: (( په دې شعر(10) کې د يونس د اب (پلار) او جد (نيکه) د نومونو عدد ښيلى شوي دي(11) که د ترتيب په رعايت سل شپږ پنځوس د هغه د پلار نوم دى نو دوه اويا يې د نيکه نوم دى او که د شعر وزن له کبله ترتيب ساقط شوى وي، نو بيا دو اويا يې د پلار او سل شپږ پنځوس يې د نيکه نوم دى... د شعر مضمون کې ((دوه نام)) هم په دې دلالت کوي، چې يو سل و شپږ پنځوس او دوه اويا دوه نومونه دي، (اوس نو څېړنه په کار ده چې) دا يو سل شپږ پنځوس او دوه اويا د چا نومونه دي؟ هسې خو ددې عددونو ځينې ډېرې نامې جوړېدى شي خو هر کله چې د دېوان په حاشيه دمعمو حل د محمدي په دستخط شوى دى، نو په کار دي، چې ددې عدد اولنى تعلق ((محمدي)) سره فرض کړى شي او په دې لحاظ چې موږ حساب وکړو، نو محمدي جان ټيک يوسل و شپږ پنځوس راووځي او دا هم حسن اتفاق دى، چې د احمد جيو اعداد دوه او يا دې له دې نومونو سره د جان او جيو لاحقي دا څرګندوي چې احمد جيو مشر او محمدي جان کشر دى، نو په دې حساب احمدجيو د يونس نيکه او محمدي جان د هغه د پلار نوم کېدى شي او که د دوه او يا نه مطلب يو سل و څلوېښت واخيستى شي نو سل شپږ پنځوس نه يوسف او سل و څلوېښت نه يسع راوتى شي(12) چې د يونس په شان د هغو نبيانو نومونه دي چې قران کريم کې يې ذکر راغلى دى.)) زموږ تر بحث لاندې معما چې ښاغلي قلندرخان پر دوو برخو وېشلې او د يونس شاعر د پلار و نيکه نومونه يې ترې زېږولي دي، ماته د بيا غور وړ ښکاري، زه ګومان کوم د ((نام)) په کلمه کې چې کومه توريه سته، هغې د ښاغلي قلندر خان فکر له لارې ايستلى او د ((نام)) غير مقصودي مګر نژدې معنا ته يې متوجه کړى دى، وړاندې تر هغه چې ددغې معما په باب زما حل، د مقالې ګرانو لوستونکو ته وړاندې کړم لازمه بولم د ((نام)) کلمې پر توريه او ايهام وغږېږم ځکه چې زما په حل کې ددغې توري لويه برخه شته: نام کلمه د عربي ((اسم)) په معنا په خورا جزوي بدلون په ډېرو انډو اروپايي ژبو کې باب ده، حتى په جاپاني ژبه کې هم name د نامه معنا لري، زما په خيال په دغه تر بحث لاندې معما کې د نام کلمې دغه معنا غير مقصوده معنا ده. ((نام)) ( د ميم په زور) په عربي ژبه کې د ((بيده سو)) معنا لري په عربو کې متل دى: نام عصام ساعة الرحيل. يعنې عصا د کوچ په وخت کې بيده شوه (13) عربان خوب ته نوم وايي، د نوم بله معنا بيده کېدل دي چې ((غشى)) يې هم بولي، نائمه مرګ ته هم ويل کېږي(14) عربان وايي نومت النار يعنې اورمړ شو، نومت الابل: اوښ مړ شو، نومت الريح: باد ودرېدى، (نومه) او (نوم) د ګمنام او بې اعتباره سړي معنا لري، نام الثوب: جامه زړه شوه، نامت السوق: د پلاني شي بازار ولوېدى ارزانه شو، څوک يې نه رانيسي د نوم کلمې دغه وروستي معنا ګانې مجازي دي(15) . زما په خيال په دغه تربحث لاندې معما کې د نام کلمې د عربي معنا مجازي اړخ مقصوده ده خو دا معنا يې دومره لرې پرته ده چې د ډېرو ادبي څېړونکو له سترګو يې ځان نهام کړى دى او بې له ډېره تتبعه چاته اسانه په لاس نه ورځي. د يونس ددغې معما حل زما په خيال داسې دى: تاريخي ماده يوازې په لومړي نيم بيتي کې ده، دوهم نيم بيتى په تاريخي ماده هېڅ اړه نه لري. د لومړي نيم بيتي سل شپږ پنځوس او دواو يا چې سره يوځاى کړو دوه سوه اته ويشت لاسته راځي، ( دمرګ، ګمنامۍ، بې اعتبارۍ، نام قرينه ده، چې په عربي کې مجازا ارزاني، کوټه کېدلو (کساد) معناوې لري او دلته د نفى، ايسته کولو، له منځه وړلو او له اعتباره لوېدلو حکم کوي موږ به ددغه حکم (دونام که) په اغېزه د ((دو کلمې يونس ابجدي ارزښت چې لس دى، له دوو سوو اتوويشتو څخه وباسو دوه سوه اتلس به پاتې شي(16) او د محمد ابجدي ارزښت چې لس دى، لاس ته راسي، د معما د حل صورت به په اعدادو داسې وي: ١٥٦+ ٧٢= ٢٢٨- (دو=١٠) = (٢١٨= محمديونس). په پاى کې ددغې معما د حل په باب، د پښتو ادب د ښاغلو څېړونکو نظرونو لار څارم، په درناوي.

لمن لیکونه : (1) د اشنغر د سيمې لوى خان فيض طلب خان محمد زي ( دتاريخ احمدشاهي محمود زي) د عبدالصمد خان (١١٧٤ هـ ق شهيد) درانى احمدشاه (٤١٩مخ) کې فيض تالاب خان چاپ سويدى، د سمون وړ املايي تېروتنه ده، فيض طلب خان د پلار تر مرګ (١١٧٤هـ ق) وروسته، د لوى احمدشاه بابا(رح) (١١٦٠- ١١٨٦هـ ق) له خوا د اشنغر د خان په توګه ومانه سو، د تيمورشاه سدوزي د پاچاهۍ (١١٨٦- ١٢٠٧ هـ ق) تر وروستيو کلو پورې د اشنغر خاني دده وه، په پښتانه شعرا (١- ٢٠٢ مخ کې فيض طلب خان توپچي باشي ليکل شوى سهي خبره نه ده، فيض طلب خان توپچي باشي ( د پښتني شاعرۍ د دراني عايشې ځوانيمرګ زوى د يونس ددغه ديوان تر امتنساخ شپږ ويشت کاله وروسته (په ١٢٠٢هـ ق) په کابل کې زېږېدلى دى. (2) د دولسمې هجري سدۍ په دوهمه نيمايي کې زين الدين د پېښور له نامتو خطاطانو څخه و، د پېښور د پښتو اکاډمۍ په کتابتون کې د سکندر خان خټک دېوان او د ټونک د پښتنو نوابانو په کتابخانه (اوس د ډهلي په موزيم) کې د ملا علم اپريدي دېوان دده په خط خوندي دى. (3) د يونس د ديوان دغه نفيسه خطي نسخه اوس د افغانستان په ملي ارشيف کې ساتله کېږي. (و گ. فهرست نسخ خطي پشتو ارشيف ملى افغانستان ١١١گڼه ٧٥مخ) (4) و گ. د يونس د دېوان سريزه دېرشم مخ. (5) و ګورئ د يونس د دېوان سريزه يودېرشم مخ. (6) د يونس د نامه يوه بله معما تر دغې وړاندې ( د چاپي دېوان په لسم مخ کې) تېره سوې ده. (7) د معما د حل په عمليو کې يو عمل تکميلي نومېږي، د تکميلي عمل يو راز دادى چې تاريخي ماده د څو کلمو يا څو عددونو له يوځاى کولو څخه لاسته راشي. (8) په اصل کې: نوم (9) ددغه اقتباس په وروستۍ جمله کې چې د شعر کلمه راغلې ده، له هغه څخه د قلندرخان مراد د ښاغلي څېړندوى خدمتګار تکميلي عدد دى. (10) له شعره څخه د قلندر خان مراد زموږ تر بحث لاندې بيت او معما ده. (11) ښاغلى قلندرخان د خپل فکر په چاړه ابجد کلمه پر منځ دوه ځايه کړې ده له ((اب)) څخه يې د پلار او ((جد) څخه يې د نيکه معنا اخيستې ده، اب او جد دواړې عربي کلمې دي چې د پلار ونيکه معناوې لري. (12) د پښتو په نومونو کې ((يسع)) ما تراوسه پورې نه دى اورېدلى، ښايي د پېښور په سيمو کې داسې نوم وي. (؟) (13) و گ. فوائد الاداب فى الامثال والاقوال السائرة عندالعرب او مجمع الامثال ( د ابوالفضل ميداني تاليف. (14) په عربو کې متل دى: النوم اخ الموت (وگ. خزينة الامثال) په دغه متل کې نوم (خوب) مشبه او قوت (مرګ) مشبه دى. (15) و گ مخترالصحاح، صرائح، منتهى الارب فى لغات العرب، المنجد، لاروس المعجم ١٣٢مخ القاموس العصرى ٧٤٤مخ او نور... (16) دغې عمليې ته تخرجه ويله کېږي، د يونس د نامه په دوو نورو معماوو کې هم دتخرجې له عمليې څخه کار اخيستل شوى دى. ( و گ. د يونس د چاپي دېوان ١٠- ١٨٨مخونه.



پوهنيار اکبر کرګر

د شيخ متي يو شعر:

د پښتو ادب ځلانده عرفاني نمونه

زموږ په لرغوني فرهنګ کې تصوفي- عرفاني فکري جريانونه په دوو پړاوونو کې د څېړنې او مطالعې وړ دي. يو تصوفي، عرفاني فکري جريان په عامه او کُلي مانا چې تر اسلام څخه دمخه فرهنګونو د اغېزو او تاثيراتو مثالونه لري او بل د اسلامي فرهنګ تر خپرېدو وروسته تصوفي، عرفاني جريانونه چې تر زياته حده د اسلامي او عربي فرهنګ او قراني اياتونو او احکامو پر بنسټ تفسير او توجيه شوي دي. لومړى پړاو: په تاريخي لحاظ زموږ فرهنګ او فرهنګي شتمني زموږ د ولسونو په مغز او روان کې د پېړيو پېړيو له خوا مدينتونو، فرهنګونو، مذهبونو، کيسونو، نړۍ ليدونو، اسطورو او افسانو داسې ترسب دى، چې د پلټنو په ترڅ کې د هغو په منشاء او سرچينو پوهېدى شو. تصوفي عرفاني فکري جريانونه د شرقي فلسفي نړۍ ليد سره په ترکيب کې راڅرګند شوي. هېڅکله يې خالص او ناب شکل نه دى غوره کړى، بلکې يو په بل کې او په ګډه سره د يوه فکري سيستم په توګه منځته راغلي، دوام يې کړى او د تر منځه تللو وروسته يې اوس هم نښې نښانې او اغېزې ليدلى شو. په دغه پړاو کې زردشت د چوپاني دورو د افکارو له تکوين څخه راهيسې د زروان (Zar vana) يا ناپايه زمان راهيسې چې نور او ظلمت، رڼا او تورتم د هغه مولود بولي او په فکري لحاظ د اهورا او اهريمن يا اهورا مزدا (يواځينى پوه خداى) او اهريمن د هغه تخليق بولي، يو ډول مونيزم يا يووالي جوتوي، د څلورو پړاوونو ((يعنې د نېکو افکارو مقام، د ښو خبرو مقام، د ښو کارونو مقام، د ابدي عظمت لومړنى پيغام دى، چې ددې سيمې په فرهنګ کې ډېر لوړ او عالي مقام لري او انسان ښو چارو ته رابولي، انسان په دغو مراحلو کې اهورا ته نژدې کوي. د زردشت د افکارو د ټوکېدو خاوره د بودايي مدنيت لپاره ښه کرونده شوه. بودا هم د نېکو چارو وعظ وکړ او د هغه زده کړي او تعليمات له هندوکش څخه اخوا تېر شول، کلونه کلونه يې دوام وکړ. بودا ويل: (( اى زاهدانو هغه څوک چې ټول وخت سهار، غرمه او شپه يوازې يوه شېبه خپل زړه له نېکۍ ډک کړى، هغه ثواب چې ترلاسه کوي يې د هغه چا تر ثواب نه ډېر زيات دى چې سهار، غرمه او شپه هره شېبه د خوړو سل لوښي خيرن کړي. ددغې نېکۍ لپاره مينه او غماض لازم دى.)) (٣، ٢٠) د بودا دغه اخلاقي زده کړې د يوه صوفي او عارف لپاره چې خپل زړه يوازې د خداى کور بولي ډېر ښه درس دى. زموږ په فرهنګ کې له اسلامي مدنيت څخه دمخه د يوناني فلسفي افکارو افلاطوني او نوى افلاطوني افکارو له اغېزو هم سترګې نه شو پټولى. لنډه دا چې شرقي افکارو له هند، چين، ايران، يونان او نورو فرهنګونو او مدنيتو څخه زموږ په فرهنګ او تاريخ کې هم ترسب کړى او خپله اغېزه يې پرې ايښې ده. دويم پړاو: زموږ له فرهنګ سره د اسلامي مدنيت او فرهنګ يوځاى کېدنه او په دې سيمه کې د اسلام خپرېدل او نفوذ زموږ د سيمې په فکري جريانونو کې يو بل پړاو پيل کړ. دا پړاو د اسلامي فرهنګ پيل دى. په دويمه او درېيمه هجري پېړۍ کې په بغداد يعنې د خلافت په مرکز او نورو مراکزو کې تصوفي او عرفاني افکار منځته راغلل. په اسلامي نړۍ کې مشهورو عارفانو او صوفيانو د قراني احکامو پر بنسټ د خپلې لارې او طرقيت لپاره د ستاويزونه و پلټل د مثال په ډول: په قران کې د ميثاق په باب ايت دى، چې صوفي ورته د ((مينې پيمان)) وايي چې د انسان او خداى ترمنځ موجود دى. همدارنګه په قران کې ((امانت)) ته اشاره ده چې نړيوالو ته وړاندې شو (انسان). ځمکې او اسمانونو دغه امانت نه شو ساتلى، بلکې انسان ومانه. په قران کې مومن ته د ديدار وعده ده، چې د قيامت په ورځ خداى له انسان سره ګوري، له دې پرته خداى په دې نړۍ کې هر چېرته وي، په مشرق کې په مغرب کې او هرځاى ته چې انسان مخه کړي خداى شته او دا هغه ټکى دى چې انسان هر چېرته مخه کړي، کولاى شي دغه مفکوره په انسان کې وګوري او انسان ته د شاه رګ څخه هم نږدې دى. خو کله چې په پښتو ادب کې دا مساله مطالعه کوو، پښتني فرهنګ هم په دغه پراخه سيمه ييز فرهنګي چوکاټ کې مطالعه کېدى شي او په دغه فرهنګ کې فکري جريانونه هم ګوښي نه شي مطالعه کېدى. شيخ متي يو له دغه ډول مبتکرو عارفانو او د شور او وجد خاوند معلومېږي چې کېدى شي د هغه په يوه شعر کې د وخت د لاسبرۍ فکري جريان اندازه ولګول شي. لوى استاد مرحوم عبدالحى حبيبي د پټې خزانې په حواله ليکي: (( شيخ متي د عباس زوى و چې عباس د عمر او عمر د خليل زوى و. خليل د غوريا او غوريا د کند ابن خرښبون زوى و. دا مشهوره کورنۍ د خرښبون تر مرګ وروسته په ارغستان، پښين او پېښور کې خپره شوه او شيخ متي دوه ورونه نور هم درلودل چې حسن او امران نومېدل د امران مزار تراوسه د کوږک پر غره دى چې هغه غر دده په نامه (( خواجه امران غر)) هم بلل کېږي او يوه خور يې (( بي بي خالده نومېده چې قبر يې تراوسه هم په پښين کې مشهور دى او په کلات کې د ترنګ پر غاړه د ((خالاکلي)) هم ددې په نامه تراوسه باله شي چې دا په ژوند هلته اوسېده. شيخ متي پر (٦٢٣هـ) زېږېدلى او د (٦٥) کالو په عمر د ترنګ پر غاړه پر ٦٨٨هـ کال وفات شوى دى، دده مزار تراوسه هم د کندهار شمال شرقي خواته تقريباً (٥٠) ميله لرې پر يوې غونډۍ واقع دى چې کلات يې بولي او دى په کلات بابا مشهور دى، ده خپل ژوند هم د ترنګ پر غاړو او د غونډان په غره او د کلات په حدودو کې تېر کړى دى.)) (٤، ١٦). دغه راز استاد حبيبي د نعمت الله هروي دمخزن افغاني په قول چې يو بل مشهور کلاسيک اثر دى را نقلوي چې : (( ان طالب حقايق و کاشف معاني زبده ابراو خلاصه اصرار شيخ متى خليل صاحب عبادت و رياضت بود. ايشانرا سر حلقه دوازده سړبن ميگويند و افغانان بسيار ارادت مى اوردند و مريد ميشدند چنانچه غلغله کرامت ايشان در تمام منتشر شد.)) (٤، ١٦٤) دغه راز استاد د شيخ متي عارف د عرفاني شخصيت او مقام د اثبات په ترڅ کې په پټه خزانه کې له ((افضل الطرايق)) څخه يو حکايت په دې عبارت رانقلوي: ((يوه ورځ شيخ متي پر لار تېرېده، چې هلته ډېرې ډبرې پرتې وې او لار يې بنده کړې وه. چې دغه ځاى يې وليد، نو څو شپې متواتر راغى او له هغې لارې څخه يې ډبرې او کاڼي ايسته کړل. يوه دهقان د شپې خپله ځمکه اوبوله ده ته يې وويل: ته د خداى دوست يې او ټول خلق ستا احترام کوي. نو دونې زحمت ولې پرځان تېروې او دغه لار پاکوې شيخ متي هسې ځواب ورکړ،چې يوه ګړۍ د خلقو خدمت تر هرڅه ښه دى.)) (٤، ١٦٥) دپټې خزانې مولف زياتوي، چې شيخ متي يو اثر هم کښلى و چې نوم يې و (( د خداى مينه)) دغه کتاب په کلات کې د شيخ متي په زيارت پروت و او زيارت کوونکو به لوستلو، په دغه اثر کې مناجاتونه او دعائيه شعرونه و، خو دغه اثر تراوسه تر لاسه شوى نه دى. اوس ددې لپاره چې د عارف شيخ په يواځينۍ لاسته راغلي شعر څه ووايو او د هغه د عارفانه او صوفيانه افکارو جاج واخلو نوموړى شعر رانقلوو:


پر لويو غرو هم په دښتو کې په لوى سهار په نيمو شپو کې په غاړو ږغ او په شپېلکو کې ياد ويرژليو په شپېلو کې ټول ستا د ياد نارې سورې دي دا ستا د مينې نندارې دي

جنډې زرغون که په بيديا دى د بربڼ خواته په خندا دى ترنګ چې خړ دى په ژړا دى دا ټول اغېز د مينې ستا دى ټوله ښکلا دې ستا له لاسه اى د پاسوالو پاسه پاسه

که لمر روښانه مخ يې سپين دى ياد سپوږميه تندى ورين دى که غر دى ښکلى پرتمين دى لکه هنداره مخ د سين دى ستا د ښکلا دا پلوشه ده دا يې يو سپکه ننداره ده

دلته لوى غرونه زرغونېږي د ژوند وږمې په کې چلېږي بوراوې شاوخوا کړېږي سترګې ليدو نه يې هيښېږي تل د نړۍ په ښکليده يې! لويه خاونده! ټوله ته يې!

خاونده ښکلى ستا جمال دى ښکاره يې لور په لور کمال دى که ورځ که شپه که پېړۍ کال دى ستا دقرت کمکى مثال دى ستا د لورونو يوه رڼا ده دلته چې جوړه تماشاه ده

زړه مې دا ستا د مينې کور دى سوى د عشق په سوځند اور دى رپي و تاته ستا پر لور دى بې له دې هېڅ دى ورک يې پلور دى ستا د جمال په ليدو ښاد دى که نه وي دغه نور برباد دى

په غرو کې ستا د عشق شپېلکى دى ددې نړۍ په عشق سهى دى که غټ که وړ که پڼد نرى دى ستا د جمال ځرى هر شى دى چې پر دنيا مې سترګې پرې سوې ستا د جمال په نندارې سوې

نه هسک نه مځکه وه تورتم تياره خپره وه ټول عدم و نه دا ابليس نه يې ادم و ستا د جمال سوچه پرتم و چې سوښکاره ښکلې دنيا سوه د پنځ پر لوري يې رڼا سوه

زه چې څرګند پر دې دنيا سوم د ښکلي مخ په تماشا سوم ستا پر جمال باندې شيدا سوم له خپلې سټې را جلا سوم

په ژړا ژاړم چې بېلتون دى يمه پردېسي بل مې تون دى

وګړيوالي (متي) ژاړي سورې يې دورې غاړې غاړې څه غواړې څه وايې څه باړي خپل تون او کور و کلى غواړي چوڼي چې بېل سي نيمه خوا سي تل يې د بڼ په لور ژړا سي


د شيخ متي شعر څو اړخونه لري؟ _ د شيخ متي د شعر پوخوالى او شعريت. _ دشعر تصوفي او عرفاني اړخ _ د شعر فلسفي- عرفاني اړخ

د شعر پوخوالى: د شعر دا اړخ موږ ته راجوتوي چې په پښتو شعر او شعري کلام کې فکري غنا ان له پخوا موجوده وه. په دې شعر کې موږ داسې پوخوالى او فکري غنا ليدلى شو، چې د يوې پياوړې فرهنګي غنا نماينده ګي کوي. دا خبره هم راجوتوي، چې پښتانه شاعران له تصوف او عرفان سره اشنا و. په دې برخه کې يې زياتې شتمني درلودې، خو دا چې لاتراوسه نه دى ترلاسه شوي، يو عمده دليل دا کېدى شي، چې د پښتنو سيمه تل د لويديځ او ختيځ او منځنۍ اسيا له خوا د يرغلونو او تاړاکونو د تېرېدو لاره ده او د اوسني جنګ په څېر، په تېرو جنګونو کې هم زرګونه فرهنګي اثار د اسونو او کاروانونو په پښو کې لتاړ شوي او له منځه تللي دي. پر دې اساس ده چې موږ د فکري جريانونو د تحليل له پلوه لږ مواد او اثار لرو.

د شعر تصوفي او عرفاني اړخ: د شيخ متي په پورتني شعر کې يو ډول نه، بلکې په پوره ډول شرقي تصوفي فکري جريان ليدل کېږي. شعر د مولانا د مثنوي په تقليد په ((غاړه ږغ)) يا ((نى)) د فراق په سندره پيل کېږي او ټول موجودات د واحد او يواځيني ذات د موجوديت شهادت ته رابولي. استاد حبيبي هم ددې خبرې يادونه کوي چې: (( شيخ متي له هغو لومړيو حلقو څخه دى، چې پښتو شعر ته يې يو فلسفي ښکلى رنګ ورکړى او د جماليت ټکى يې ښه روڼ کړى دى مګر دده فکر تل له مادي خوا څخه معنوي او الهي افکارو ته ميل لري. له مادي اشعارو څخه تل معنوي او مافوق الطبيعه نتايج اخلي او يوازې د مادې په ستاينه کې ځان نه ډوبوي.)) (٤، ١٦٨) سره له دې چې د شيخ متي ټول اثر نه شته، خو موږ کله چې د حد اقل تحليل په لټه کې يو. په همدې مطلوب شعر کې چې له طبيعت او د طبيعي ښکلا له ستاينې پيل کوي، په جزئياتو غرونه، شپه او ورځ (زمان) غاړه (نى) د غمجنو اوازونه، شنه شوي، بڼونه، ترنګ سيند او هر څه چې ښکلا او جمال لري، په واقعيت کې يو تمثيل کوي. دغه راز د لمر مخ، د سپوږمۍ ورين تندى، پرتمين غرونه، د سيند د هندارې په څېر مخ، زرغون غرونه، د ژوند وږمه، بوراګان او د هغو سندرې ټول او ټول د لوى ذات د يو واحد وجود په هستۍ شهادت ورکوي. شاعر له دغه توصيف او تمثيل څخه د لوى ذات خاوند تعالى جمال، ښکلا، زمان او مکان د خداى له قدر ته بولي. کوم چې ځاى يې زړه کې دى، زړه چې د سير او ((قلب)) د خاوندانو په فکر دخداى د مينې کور دى. خو د شاعر ټوله اندېښنه او غمنامه په دې کې ده چې له بېلتونه ژاړي. بشنو از نى چون حکايت ميکند از جدايى ها شکايت ميکند

په ژړا ژاړم چې بېلتون دى يمه پردېسي بل مې تون دى

نوموړى هم په فراق کې د چوڼي (بلبل) په څېر په دې خاطر په ژړا او ماتم کې دى، چې جلا دى او دغه فراق او جلاوالى د هغه د رواني رنځ او نارامۍ منبع ده چې يوازې په وصال سره رفع کېدى شي.

د شعر فلسفي- عرفاني اړخ: پورتنى شعر په شرقي دود فلسفي رنګ هم لري. لکه څرنګه چې د ډاکټر عبدالحکيم په قول مولانا هېڅ کله د لرغونو يوناني فلاسفه وو لکه ارستو، اپلاتون نوم نه يادوي او نه هم له قران پرته په بل څه استناد کوي. د شيخ متي په شعر کې هم په ظاهر کې هېڅ نه شته خو بيا هم لولو:

نه هسک نه ځمکه وه تورتم و تياره خپره وه ټول عدم و نه دا ابليس نه يې ادم و ستا د جمال سوچه پرتم و چې سو ښکاره ښکلې دنيا سوه د پنځ پر لوري يې رڼا سوه.

(( په اريايي افکارو کې چې روح او فکر يې د واحد خداى اهورا مزدا په باب و، په ستاينه يې پيل وکړ واحد خداى يې د (اهورا) او پوه (مزدا) وباله چې ځمکه او اسمان يې هست کړه. د هخامنشيانو په کتيبو کې لولو چې اهورا مزدا ځمکه دلته... اسمان هلته... انسان... او د انسان لپاره خوښي هست کړه، زردشت د سينا په ٤، ٤٤ بند کې هغه د اوبو، ګياوو، باد، اسمان، رڼا او تورتم او په لنډه توګه د ټولو موجوداتو هستوونکى بولي.)) (٥، ١٠٥) افلاطونيان هم نړۍ او موجودات مثل بولي. نور فلاسفه هم دغه ډول عقايد وړاندې کوي. يوناني فلسفه په شرقي تصوف کې بې اغېزې نه ده ان په اسلامي فرهنګ کې يې ژورې ريښې درلودې، په دويمه او درېيمه هجري پېړۍ کې زيات شمېر يوناني فلسفي اثار په بغداد او اسکندريه کې په عربي وژباړل شول، زياتره فلاسفه وو په ارسطو او فلسفي افکارو د توضيح او تشريح کار وکړ، ستر اسلامي پوهان له ابن سينا، فارابي امکندي، مهر وروى او نور د يوناني- اسلامي فلسفې افکارو ښه متشرحين وو، خو تصوفي او عرفاني افکارو په اسلامي نړۍ کې د ازادۍ غزونې وس درلود. شعر او ادب دغه ډلې يعنې عارف او صوفي د خپل پيغام بستر کړ. شعر فلسفه، عرفان او تصوف وروزه، چې د شيخ متي شعر يو له دغو دى. اوس چې خپلې خبرې راټولې کړو ويلى شو چې: پښتني فرهنګ په فکري او معنوي لحاظ د ډېرو ژورو فلسفي، عرفاني او تصوفي افکارو جوګه دى، چې کتبي اثار يې په دې سيمه کې د کوچېدلو، لېږدېدنو او جنګونو او خونړيو پېښو په ترڅ کې له منځه تللي، هر کله چې د راوروسته فرهنګ د بيا زرغونېدو لپاره بيا او بيا ماضي ته اړه پيدا شوې ده. فرهنګي جريان له انقطاع سره مخامخ شوى او تر کلونو وروسته راټوکېدلى دى. پښتو شعر د لسيزو او پېړيو په جريان کې د فکري جريانونو حاصل و او دى. دې شتمنۍ په خپله ځولۍ کې درې سيمې او د فرهنګي حوزې افکار له ځانه سره ساتلي، روزلي او وروسته نسلونو ته يې انتقال کړي دي. په دې ترڅ کې د شيخ متي مناجات داسې کوچنۍ نمونه ده، چې هم عرفاني او تصوفي رنګ لري او هم فلسفي مفاهيم او فکري فلسفې جريان راڅرګندوي. موږ په نهايت کې دې ته رابولي، چې په پښتو کتبي کلاسيکو متونو کې د فکري جريانونو څېړنه، د معنوي خوندي ارزښتونو په نوي مطالعې موږ لاسبري کوي. نويو نتايجو ته مو رسوي هغه څه چې تراوسه پورې ورته لږه پاملرنه شوې ده. يادښتونه ١- داکتر محمد اقبال، سير فلسفه در ايران. ((ترجمه امين حسين اريانپور)) تهران ٢٤مخ. ٢- هنر و مردم شماره سي ويکم ، تهران ٣- عبدالحسين زرين کوب، ارزش ميراث صوفيه، (تهران) ٤- عبدالحى حبيبي، د پښتو ادبياتو تاريخ ٢ ټوک (کابل: پښتو ټولنه، (١٣٨٢)ل کال. ٥- ديانت زردشتى، ترجمه فريدون وصحن ? مقاله دوم، تهران، بنياد فرهنگ، ١٣٤٨.



کانديد اکاډميسين محمد رحيم الهام محمد هوتک او محمد يو شاعر دى که بېل کسان دي؟

سرمحقق زلمى هېوادمل د ليننګراد د ختيځ پوهنې د انستيتيوت په خطي کتابونو کې د فوايدا شريعت د يوې خطي نسخې په پاى کې د ((محمد)) په نامه د يوه شاعر يوه غزله موندلې ده.(1) ده دا غزله ((د پښتو ادبي تاريخ خطي منابع)) په رساله کې رانقل کړې او ويلې يې دي، چې ښايي دغه ((محمد)) د ((پټې خزانې)) مولف ((محمد هوتک)) وي چې دغه يوه غزله يې په دې نسخه کې نقل او خوندي شوې ده. هېواد مل دغه غزله له هغې غزلې سره پرتله کړې ده، چې محمد هوتک د پټې خزانې په پاى کې د خپل شعر د نمونې په توګه راوړې ده او دې نتيجې ته رسېدلى دى، چې د فوايدا شريعت د قلمي نسخې غزله چې دده د کتاب ((د پنځمې برخې يوولسمه نمره غزله ده، له محمد هوتک څخه پرته د بل شاعر نه شي کېدى.))(2) خو سره له دې هم، ښاغلى هېوادمل چې يو دقيق او ځيرک سرمحقق دى، غواړي چې دغه مساله نوره هم وسپړله شي چې مبادا ده په خپل دغه قضاوت کې اشتباه کړې وي. نو له مانه يې هم وغوښتل چې خپله رايه په دې باب کې څرګنده کړم، چې که دى په خپل قضاوت کې تېروتلى وي خپله سهوه اصلاح کړي. ما د سرمحقق هېوادمل دا غوښتنه ومنله او دا دى هڅه کوم چې که وکولاى شم د پرتليزې سبک پوهنې د اصولو په رڼا کې دغه مساله وڅېړم. سوال: ايا هغه غزله چې هېوادمل په ليننګراد کې د فوايدا شريعت په خطي نسخه کې موندلې ده د پټې خزانې د مولف محمد هوتک ده که د کوم بل محمد چې لاتراوسه پېژندلى شوى نه دى؟ دې سوال ته د يوتقريبي سم ځواب د موندلو لپاره لومړى د هغه ميتود چوکاټونه راوړم چې دلته يې تطبيقول غواړم. د ځينو پوهانو په عقيده، د سبک پوهنې ساحه پر نهو برخو باندې په دې ډول وېشله کېږي: ١- سيمه ييز واحد سبک ٢- ملي سبک ٣- په يوه دوره کې د يو ملت د سبک شريکې ځانګړتياوې ٤- د يو دريځ، مکتب يا نهضت سبک ٥- د يو ليکوال فردي سبک ٦- د يو ليکوال فردي سبک د ليکوالۍ په يوه خاصه دوره کې. ٧- د يو اثر سبک ٨- د يو اثر د يوې برخې سبک ٩- د يو عصر سبک چې پر ټولو يادشوو هنري پوړيو باندې اغېزه کوي. ددغه دوو غزلونو په برخه کې د دوو فرضيو د اقامې امکان شته: لومړۍ فرضيه: دا دوې غزلې به د دوو تنو وي. دويمه فرضيه: دا دوې غزلې به د يوه شاعر وي. د دواړو فرضيو د ازمويلو لپاره له عين ميتود نه کار اخيستلاى شو. زموږ لومړۍ هڅه به دا وي چې په پاسنيو نه ګونو ساحو کې هغه چوکاټ پيدا کړو، چې دغه دوې غزلې د قرينې، منطق او کميت له مخې په کې واچولاى شو. پاتې دې نه وي، چې د يوې علمي فرضيې د سموالي او نا سموالي د ثابتولو لپاره د data کميت ډېر اهميت لري. يعنې هر څومره چې data زيات وي، همغومره د څېړنې نتيجه ډاډمنه وي. خو له بده مرغه data ډېر کم دى، يعنې صرف له دوو لنډو غزلونو څخه د سبکي عناصرو او ددغو عناصرو دجوړښت د کليت پشانتيا او بېلوالى په يقيني توګه نه شو معلومولاى. خو موږ به خپله هڅه ونه سپموو. اوس خپله data رانقلوو: د محمد هوتک غزل:

ساقي، پاڅه، د سرو ملو ډک يو جام را ستا له غمه نا ارامه يم، ارام را بې له ميوو د سهار نندارې څه کړم؟ پسرلى شو، د خوښۍ ښه پيغام را دنيا پاته ده، ښادي مو يو ګړۍ ده يو ګړۍ مې خوښ که، مى کړى انعام را د بېلتون په تاريکو کې مې زړه شين شو رڼا لمر د جام د ميوو په ظلام را ناکاميو د دنيا مې کام راتريخ کا چې مې خوږ کا کام، ترخه و مانا کام را نه نشاط شته، نه مستي سته، نه رندي سته چې سم رند هغه اوبه على الدوام را په اوبو مې سوړ زړګى لږ څه راتود که محمد ته د اور ډک يو هسې جام را.

د محمد غزل:

نه کړې په هېچا باندې صرفه هجرانه، ته يار دې له ما بېل کړ ما په دوه سترګو کاته دا ترابه ما نه ول چې به يار له ما جدا کا ځکه مې په ځير د يار و مخ وته کاته مه وايه خندان ګل دې بېل کړى له بوستانه ولاړه په ارمان بلبل له ګلو الواته تور باڼه دې غشي ناوکي کړه ما په وژنې ولې صرفه نه کړې، تر زړګي مې وخاته نجونه زلمي واړه تورو خاورو لره درومي تور اوبل و څڼې و لحد ته پرېواته ولاړه د ... کړه ولاړه نه ستنېږې يار يې ځنې بېل کړئ محمد يې وناته

اوس، راشئ وګورو چې خپله data په کومو چوکاټونو کې ازمويلاى شو: ١- سيمه ييز واحد سبک: زموږ data په دې چوکاټ کې څېړل کېدى شي. ٢- ملي سبک: په دې چوکاټ کې څېړل کېدى نه شي. ٣- په يوه دوره کې د يو ملت د سبک شريک خصوصيتونه: په دې چوکاټ کې هم څېړل کېدى نه شي. ٤- د يو دريځ، مکتب، يا نهضت سبک: په دې چوکاټ کې هم نه شي څېړل کېدى. ٥- د يو ليکوال فردي سبک: په دې چوکاټ کې څېړل کېدى شي. ٦- د يو ليکوال فردي سبک د ليکوالۍ په يوه خاصه دوره کې: په دې چوکاټ کې نه شي څېړل کېدى. ٧- د يو اثر سبک: په دې چوکاټ کې هره غزله لومړى جلا څېړل کېدلاى او بيا دواړه سره پرتله کېدى شي. ٨- د يو اثر د يوې برخې سبک: په دې چوکاټ کې نه شي څېړل کېدى. ٩- د يو عصر سبک چې پر ټولو ياد شوو هنري مرحلو باندې اغېزه کوي. په دې چوکاټ کې هم څېړل کېدى نه شي. لومړى: د سيمه ييز واحد سبک په چوکاټ کې. دواړه غزلې د ژبنيز جوړښت له مخې په لهجوي لحاظ په دې لاندينيو پوړيو کې تحليل او پرتله کوو: ١- فونو لوژيک جوړښت. ٢- لګزيک جوړښت ٣- مورفولوژيک جوړښت ٤- سنيتا کتيک جوړښت موږ پوهېږو، چې د محمد هوتک لهجه د کندهار داده، چې په خپله د پټې خزانې د نثر متن يې ثابتوي. الف- فونولوژيکه پرتله: د پښتو په ګرافيمي سيستم کې ددې ژبې ټولې فونتيکي ځانګړتياوې نه شي منعکسېدى. په غزله کې ، سره له دې هم، د پټې خزانې د قلمي نسخې د ليک دود له مخې يوازې يوه کندهارۍ ځانګړنه موندلاى شو: ((پسرل سو، زړه شين سو، نه نشاط سته، نه مستي سته، نه رندى سته، چې سم رند.)) دکندهار په لهجه کې د ((سول)) د مادي ټول مشتقات په (س) ويل کېږي او دغه فونيم په همدې کلمه کې د نورو لهجو له (ش) سره تقابل لري: کندهار نورې لهجې سوم شوم سوو شوو سوى شوى سواست شوئ سو شو سول شول

خو د محمد په غزله کې د کندهار د لهجې د فونيميک جوړښت بېلګې نه شته. ب- لګزيکه پرتله: د محمد هوتک په غزله کې د کندهار د لهجې خاص لګزيکي عناصر نه ليدل کېږي. خو د محمد د غزلې د دويم بيت په لومړۍ مصرع کې د ((ترا)) کلمه او د ((مانه ول)) جمله چې د نورو لهجو له ((ما نه ويل)) سره تقابل لري، د کندهار د لهجې څرګندې لګزيکې بېلګې دي. همدغسې د محمد دغزلې په مقطع کې چې وايي: يار يې ځنې بېل کړئ محمد يې وناته د کندهار د لهجې دوې نورې بېلګې شته دي: ((کړئ)) او ((ناته)). په کندهار کې د ((کړئ- کى)) شکل ( چې مورفولوژيک خصلت هم دى) د واحد غايب د صيغې لپاره د نورو لهجو له ((کړ- که)) سره تقابل لري او ((ناته)) د ((نتل)) له مادې څڅه ما په خپله په نورو لهجو کې نه دى اورېدلى او زما له پوهې سره سم دغه شکل هم د کندهار د لهجې مميزه ګڼل کېدى شي. ج- مورفولوژيکه پرتله: د محمد هوتک په غزله کې د ((کا)) او ((را)) شکلونه د ((کړ)) او ((راکړه ? راکه)) په ځاى؛ ((پاته ده)) د ((پاتې ده))؛ ((دبېلتون په تاريکو کې)) د ((بېلتانه په تاريکيو کې)) په ځاى ((کاته، الواته، وخاته، پرېواته، وناته)) د ((کوت، الوت، وخوت، پرېووت، وکوت ( چې مانه دى اورېدلى) په ځاى او ((وما ناکام را)) د ((ما ناکام ته راکه)) په ځاى ټول د کندهار د لهجې مورفولوژيک مميزات څرګندوي. په دې غزله کې ((کا)) او ((کړ)) دواړه راغلې دي. په همدې توګه ((نجونه زلمي واړه)) بايد د نورو لهجو په شان ((نجونې زلمي واړه)) وي. نو د مورفولوژيک جوړښت له مخې د محمد شعر د کندهار د لهجې خورا زيات مميزات لري. د- سنتاکتيکه پرتله: د محمد هوتک په غزله کې ((يو ګړۍ دى)) د ((يوه ګړۍ ده)) په ځاى؛ او بله پلا ((يوګړۍ)) د ((يوه ګړۍ)) په ځاى؛ ((رڼا لمر)) د روڼ لمر)) په ځاى، (( ناکاميو ددنيا)) د ((دنيا دناکاميو)) په ځاى ( چې په پټه خزانه کې ډېر زيات راغلى دى) کارونې د کندهار د لهجې او د محمد هوتک د سبک له مميزاتو څخه دي. د محمد په غزله کې (( په دوه سترګو)) د (( په دوو سترګو)) په ځاى؛ (( د يار ومخ وته)) د (( د يار مخ ته) په ځاى ((يار له ما جدا کا)) د ((يار له مانه (څخه شکه) )) په ځاى او ((ولحد ته)) د ((لحد ته)) په ځاى کارونې د کندهار د لهجې د عباراتو د جوړونې مميزې دي. له دې پرتلې څخه دا نتيجه لاس ته راځي چې: د محمد په غزله کې د کندهار د لهجې فونولوژيک عنصر نه شته، مګر د لګزيک، مورفولوژيک او سنتاکتيک جوړښتونو او عناصرو له مخې د سيمه ييز واحد سبک دومره کافي ځانګړنې لري چې په پوره يقين سره ووايو: محمد د محمد هوتک په شان کندهارۍ لهجه لرله او نو ځکه کندهارى دى. دويم: د فردي سبک په چوکاټ کې الف- شکلي جوړښت: په متعارفه معنا دواړه ټوټې غزلې دي. د محمد هوتک غزله ((٧)) بيته او د محمد دا ((٦)) لري او وزن له مخې د عبدالحميد مومند د هغې غزلې غبرګون دى چې داسې شروع کېږي: الــهي د مــحبت ســــــوزو ګــــــــذار را په دې اور کې د سهي سمندر ساز را چې د فاعلاتن فاعلاتن فاعلاتن عروضي وزن لري. خو د محمد غزله بېل وزن او بېله قافيه لري او د مفتعن مفتعن مفتعن فع په عروضي وزن که ده. د محمد هوتک د غزلې د مطلع لومړۍ مصرع او د مقطع وروستۍ مصرع د ((جام)) شايګانه قافيه او د محمد د غزلې مطلع او دويم بيت د ((کاته)) شايګانه قافيه لري. د محمد هوتک د غزلې د دويم بيت دويمه مصرع، يعنې ((پسرلى سو د خوښۍ ښه پيغام را)) د وزن سکته ګي لري او بايد داسې ولوستله شي: پسرلى سو د خوښيه ښه پيغام را)). د محمد د غزلې د پنځم بيت دويمه مصرع، يعنې: ((تور اوربل و څڼې و لحد ته پرېواته)) ګرامري نيمګړتياوې لري: لومړى دا چې ((تور اوربل و څڼې)) بايد ((تور اوربل او څڼې)) ولوستل شي او دويم دا ((پرېواته)) فعل دوه فاعله: ((تور اوربل او څڼې)) لري، خو فعل مفرد دى او د عدد له نظره د جملې ددې دوو توکونو ترمنځ مطابقت نه شته. د ګرامري جوړښت په لحاظ بايد دغه مصرع په دې ډول وي: ((تور اوربل او څڼې و لحد ته پرېوتل)). نو دشکلي جوړښت په لحاظ دواړه شعرونه نيمګړتياوې لري، په تېره بيا په دواړو غزلو کې د شايګانه څخه د ځان ژغورلو پروا نه ده ساتل شوې. ب- محتوايي جوړښت: دواړه غزلې لريک خصلت لري؛ خو د دواړو اصلي تيمونه سره توپير لري. د محمد هوتک په شعر کې، شاعر ساقي ته خطاب کوي او شراب ترې غواړي او ډېر شراب غواړي او مدام يې غواړي او شراب ځکه غواړي چې شاعر د ساقي له غمه غمجن دى، نو په پسرلي کې هم له ښادۍ نه برخه نه لري. د بېلتانه په تاريکو کې يې زړه شين دى. په دنيا کې ناکامه دى، نشاط، مستي او رندي نه لري او دنيا هم بې بقا ده. په شعر کې د عرفاني روحيې سوز او صميميت منعکس شوى دى. د غم او ښادۍ د تضاد موضوع د شعر محتوا ته فلسفي رنګ او د دنيا بې بقاتوب ورته ديني، عرفاني پرداز ورکوي، دغه ټوټه که څه هم غزله ده او په غزلو کې عرفاً د موضوع وحدت، چې شراب غوښتل او ددغې غوښتنې دلايل دي، په ډېره ښه وجه ساتل شوي دي او شعر ته يې منطقي- عاطفي قوت ورکړى دى. خو محمد په خپل شعر کې ((هجران)) ته خطاب کوي او سر ترپايه دغې موضوع ته انکشاف ورکوي. دغه ټوټه په حقيقت کې ((مرثيه)) ده، ځکه د شاعر محبوبا داسې تللې ده، چې بيا نه راستنېږي: تور اوربل او څڼې يې په لحد کې پرېوتې دي. په دغه شعر کې ((هجران)) د ((مرګ)) سمبول دى. شاعر هم د خپلې محبوبې په مرګ کې غمجن دى او هم په خپله خپل ځان ته تسل ورکوي. په دې شعر کې هم عرفاني روحيه منعکسه ده او دا چې وايي نجونې او زلمي واړه تورو خاورو لره درومي د خپل ځان د تسل لپاره منطقي استدلال کوي او د محمد هوتک په شان خپل شعر ته منطقي- عاطفي قوت ورکوي. په دې شعر کې هم د موضوع وحدت او تماميت ساتل شوى دى. نو دواړه شعرونه په سبکي لحاظ عمومي پشانتياوې لري او دا فرضيه قوي کوي، چې دواړه شعرونه به د يوه سړي وي. درېيم هنري جوړښت: په دې برخه کې بايد ددغو دواړو غزلو د خيال صورتونو (يعنې ايماژونو) چې تشبيهاتو، استعاراتو، کناياتو، اساطيرو سمبولونو او تشخيصاتو (يعنې د بېځايه شيانو ذيروح انګارلو) شرحه او پرتله وشي. د محمد هوتک په شعر کې طباق، تجنيس او استعارې، مګر ډېر لږ راغلي دي، يعنې ايماژونه په کې کم دي، خو د شعر ژبه، وزن، د الفاظو انتخاب او رواني په دې حد کې دي، چې دغه ټوټه ماته سهل محتنع غوندې برېښي او په نسبي صورت يو ښه مکمل شعر دى. خو د محمد غزل ايماژونه ډېر لري. سمبول لري، تشخيص لري، د اشعات صفت په کې شته او په عمومي توګه د محمد هوتک تر شعر هنري بډاليتوب لري، مګر د محمد هوتک د شعر په شان رواني نه لري. زه د اختصار د رعايت په خاطر له تفصيل نه تېرېږم. نتيجه:

١- محمد هوتک او محمد د يوه سيمه ييز سبک پيروان، يعنې دواړه د خپلو شعرونو د فونولوژيک، مورفولوژيک، سنيتا کتيک او لګزيک جوړښتونو په لحاظ بېخي مشارکت لري. نو دواړه د يوې سميې، يعنې د کندهار دي. ٢- دواړه د غزلو په ويلو کې پوره مهارت لري او دواړو د شعر په دې ډول کې د موضوع تماميت او کليت سالتى دى. ٣- دواړه په خپلو شعرونو کې په قافيو کې ((شايګان)) لري، يعنې په دې برخه کې بې پروا دي. ٤- د دواړو د غزلو په محتوا کې په فکري، عاطفي لحاظ يو ډول طرز ليدل کېږي. دغه مشترک وجوهات دې فرضيې ته قوت ورکوي، چې ګوندې دغه دواړه غزلې د يوه شاعر وي. يعنې دواړه د محمد هوتک د قريحې محصولات دي. ددې فرضيې قوت عجالتاً په سلو کې اتياو ته رسېږي، شل په سلو کې نور هغه وخت اثباتېدى يا زموږ دغه فرضيه بالکل نفې کېدى شي، چې د محمد هوتک او د محمد نور منظوم يا منثور اثار هم پيدا شي او زموږ د کميت د څېړنې لپاره دومره کافي شي، چې د غوڅ قضاوت علمي امکان ميسر شي. د مامورينو کارته کابل (1) زلمى هېوادمل، د پښتو ادبي تاريخ خطي منابع، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبياتو مرکز، پښتو ټولنه، ١٣٦٦، ١٤٩-١٦٤مخونه. (2) زلمى هېوادمل، د پښتو ادبي تاريخ خطي منابع، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبياتو مرکز، پښتو ټولنه، ١٣٦٦ل کال، ١٤٩-١٦٤مخونه.

اسلام عليکم وروره سمول

تاسو ډيري په زړه پورې ليکنې کوي، خو د ليکنو په مخ کې لاسلیک مه پرېږدئ ډيره مننه او ښه راغلاست! بلوڅ خان (خبرې اترې) ۲۳:۵۳, ۱۹ فبروري ۲۰۱۸ (UTC)

انګلیسي سمول

د الله شکر چې و مې کولای شو په دوولسم ټولګي کې اول نمره شم 203.171.101.35 ۱۹:۰۸, ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۱ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)