ناافغان پاليسي سلامونه!

تاسو ته به پوښتنه وي چې ولې ناافغان خو زما ځواب دا دی چې پښتو د افغانستان رسمي او ملي ژبه ده. د دې ژبې او د دري ژبې زده کړه په هر افغان نر او ښځه فرض دی چې دې فرض ته افغاني پاليسي هم وييلی شو چې تاسو په سمه توګه نه ده ترسره کړې. که ډنمارکي، انګرېزي او يا نورو ژبو ته راشو نو هغه ژبې مو د مورنۍ ژبې نه هم ډېره ښه زده کړې. خو هغه ژبه چې تاسې ترې خلاصون نه لرۍ او تر څو چې ژوندي ياست ورسره سروکار لرۍ هغه مو بيا سمه نه ده زده. نو د همدې حقيقت په خاطر تاسو ته ناافغان پاليسي وييلی شم. موږ ستاسې نېک نيت ته په درنه سترګه ګورو او دلته په پښتو ويکيپېډيا کې ستاسې ونډو ته هغه وخت هرکلی وايو کله مو چې دا ژبه په سمه توګه زده کړه او ګټورې ليکنې مو پکې خپرې کړې. نو مشوره مې دا ده چې لومړی پښتو ژبه سمه زده کړۍ، بيا يې په خپل کمپيوټر کې د کيبورډ نصبولو وروسته د ټايپولو چل زده کړۍ او موږ به په ورين تندي ستاسې هر ډول ونډې ته په درنه سترګه وګورو. --Khangul (خبرې اترې) 22:58, 27 اکتوبر 2012 (UTC)

ګران کریم پوپل صېب په ډېرې بښنې سره چې ډېر ځنډ ستاسې پاڼه ګورم. تاسې ته ښه راغلاست وایم، او هیله مند یم چې د خپلو پخو تجاربو چې د ویکي په مختلفو پروژو کې یې لرئ، خپله پلرنۍ ژبه هم د خپلې مورنۍ ژبې په څېر بډایه کړئ.

دلته ستاسې د پښتو ژبې لیکلو ستونزه شته، مګر مونږ به تاسې سره پوره پوره همکاري وکړو چې د وخت په تېرېدا سره دا ستونزه درته حل کړو، او ستاسو څخه مونږ ډېر څه زده کړو. په درنښت -- عثمان انصاري اړیکه 18:07, 23 ډيسمبر 2015 (UTC)