د چين او فرانسې جګړه
د چين او فرانسې جګړه چې د Tonkin جګړې او Tonquin جګړې په نوم هم پېژندل کېږي، يوه محدوده جګړه وه چې د 1884ز کال د اګست د مياشتې څخه د 1885ز کال د اپريل تر منځ پېښه شوې وه. د جګړې هېڅ اعلان نه و شوی. چينايي پوځونو په نولسمه پېړۍ کې د نورو جګړو په پرتله ښه فعاليت وښود، او جګړه په ځمکه د فرانسويانو په شاتګ او د چين په حق کې شوي چلند سره پای ته ورسېده. په هر حال، د بهرني ملاتړ د کمښت له امله، فرانسوي سمندري پیاوړتيا، او په شمال کې د روسيې او جاپان له خوا ګواښونو چين اړ کړ چې مذاکرات پيل کړي. چين په Tonkin (شمالي ويتنام) کې خپل اغېز فرانسې ته وسپاره او Annam (تحت الحماية) سره د فرانسې ټول تړونونه يې ومنل، کوم چې په دې ډول د فرانسې تحت الحماية وګرځېد. دې جګړې په چینايي حکومت د ټولواکمنې «Dowager Cixi» واکمني پياوړې کړه، خو په پاريس کې يې د لومړي وزير «Jules Ferry» حکومت نسکور کړ. دواړو خواوو د «Tientsin» تړون تايید کړ. د «Lloyd Eastman» په وينا "هېڅ دولت ديپلوماتيکه ګټه ونه کړه".[۱][۲][۳][۴][۵]
عمومي مالومات | |
---|---|
ځای |
برخه د | |
---|---|
پيل موده | |
پای | |
ګډونوال |
پيلامه
سمولپه شمالي ويتنام کې د فرانسويانو لېوالتيا د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې پيل شوه، کله چې سياسي کاتوليک پادري «Pigneau de Behaine» د فرانسې او کاتولیکې کليسا لپاره د امتيازاتو تر لاسه کولو په هڅه کې د «Nguyễn Ánh» سره د جګړې لپاره فرانسوي رضاکاران استخدام کړل او له «Nguyễn» واکمنې کورنۍ سره يې مرستې پيل کړې. فرانسې په 1858ز کال کې خپل استعماري فعاليت پيل کړ، په 1862ز کال کې يې ګڼ سويلي ولايتونه سره يوځای کړل تر څو د «Cochinchina» مستعمره جوړه کړي.
فرانسوي مکتشفينو د شمالي ويتنام له لارې د سره سمندر جريان په Yunnan کې د دې تر سرچينې پورې له تګ وروسته، له چین سره د يوې ګټورې سوداګريزې لارې هيلې پیدا کړې، چې کولای يې شول د چينايي ساحلي ولايتونو د معاهدې بندرونه يو اړخ ته پرېږدي. د دې نظر په وړاندې مرکزي خنډ د تور بيرغ پوځ (Black Flag Army) – کوم چې يو ښه منظم خصوصي پوځ و چې مشري يې پیاوړي Liu Yongfu کوله – د Yunnan په پوله د «Sơn Tây» او «Lào Cai» تر منځ د سره سمندر پر سوداګرۍ له حده زيات "مالیات" وضع کول. [۶]
په 1873ز کال کې، د دويم بریدمر «de Vaisseau Francis Garnier» په مشرۍ يو کوچني فرانسوي ځواک، د نوموړي له لارښونو سرغړونه وکړه، او په شمالي ويتنام يې بريد وکړ. د ويتناميانو په وړاندې له يو لړ برياوو وروسته، د ويتنام حکومت د «Liu Yongfu» تور بيرغي راوغوښتل، چا چې د «Hanoi» د ديوالونو لاندې د «Garnier» ځواک ته ماتې ورکړه. Garnier په دې جګړه کې ووژل شو، او وروسته فرانسوي حکومت د هغه د ماموريت له استولو انکار وکړ.[۷]
په Tonkin کې د Henri Rivière اکتشافي سفر
سمولپه 1881ز کال کې، فرانسوي قوماندان «Henri Rivière» له يو کوچني پوځي ځواک سره «Hanoi» ته واستول شو، تر څو د فرانسوي سوداګرو د فعاليتونو په اړه د وينتاميانو د شکايتونو څېړنه وکړي. د خپلو مشرانو د لارښونو څخه په سرغړونې، Rivière د 1882ز کال د اپريل په پنځه وېشته نېټه د Hanoi په کلا بريد وکړ. که څه هم Rivière وروسته دا کلا بېرته د ويتناميانو واک ته وسپارله، خو د نوموړي له خوا د زور استعمال په ويتنام او چين دواړو کې د خطر زنګ وکړنګولو.[۸][۹][۱۰]
د ويتنام حکومت چې د خپل پوځ په مټ يې د Rivière د مقابلې وړتيا نه درلوده، يو ځل بيا يې له Liu Yongfu مرسته وغوښته، چې د هغه ښه روزل شوي او تجربه لرونکي تور بيرغي سرتېري د فرانسويانو لپاره د اغزي په توګه ثابت شول. ويتناميانو همدا راز د چينايي ملاتړ تر لاسه کولو هڅه هم وکړه. ويتنام له اوږدې مودې راهيسې د چين مرستندوی هېواد و، او چين تور بيرغو ته د وسلې ورکولو او ملاتړ او په پټه په Tonkin کې د فرانسوي فعاليتونو په وړاندې مخالفت کولو سره موافقه کړې وه.
د Qing د دربار له خوا فرانسويانو ته یوه پیاوړې اشاره هم واستول شوه، چې چين به اجازه ورنه کړي Tonkin د فرانسويانو په واک کې راشي. د 1882ز کال په دوبي کې، د چينايي Yunnan پوځ او Guangxi پوځ د Tonkin لور ته له پولو واوښتل، Lạng Sơn، Bắc Ninh، Hưng Hóa او نور ښارونه يې ونيول. د چين لپاره د فرانسې وزير، «Frédéric Bourée»، له چين سره د جګړې د احتمال څخه دومره زيات وېرېدلی و، چې د نومبر او ديسمبر مياشتو کې هغه د چينايي سياستوال «Li Hongzhang» سره د فرانسې او چينايي اغېزو په برخو د Tonkin د وېش پر سر د معاملې په موخه مذاکرات وکړل. د دې مذاکراتو هېڅ اړخ له ويتنام سره مشوره ونه کړه.[۱۱][۱۲]
د «Bourée» له خوا د شوې معاملې څخه ناراضه Rivière د 1883ز کال په لومړيو کې پرېکړه وکړه چې د دې موضوع په اړوند سملاسي پرېکړه وکړای شي. نوموړي تازه په تازه له فرانسې څخه د سمندري پلې ځواک يوه لواء استولې وه، چا چې دې لواء ته د Hanoi څخه د وړاندې تګ لپاره پوره کسان ورکړي وو. د 1883ز کال د مارچ په اوه ويشتمه نېټه، له Hanoi څخه تر ساحل پورې د خپلې مواصلاتي ليکې د خوندي کولو په موخه، Rivière د خپلې شخصي قوماندې لاندې د 520 فرانسوي سرتېرو په مرسته د «Nam Định» کلا ونيوله. په Nam Định د هغه د نه شتون پر مهال، توربيرغو او ويتناميانو په Hanoi بريد وکړ، خو د دې لواء قوماندان «Berthe de Villers» د مارچ په اته ويشتمه نېټه د «Gia Cuc» (Gia Quất) په جګړه کې دا بريد په شا وتمبولو. Rivière په خوښۍ سره غبرګون وښود: 'دا به دوی اړ کړي چې د Tonkin موضوع مطرح کړي!'[۱۳][۱۴]
Rivière ښه زمانبندي درلوده. نوموړي تمه درلوده چې د «Nam Định» د نيولو له امله به هغه له پوځ څخه و ايستل شي؛ د دې پر ځای هغه خپل ځان د وخت اتل وموند. هلته په فرانسه کې په وروستيو کې حکومت بدل شوی و، او د «Jules Ferry» نوي حکومت له استعماري پراختيا څخه پیاوړی ملاتړ کاوه. له همدې امله يې له Rivière څخه د ملاتړ پرېکړه وکړه. Ferry او د بهرنيو چارو وزير «Paul-Armand Challemel-Lacour» له «Li Hongzhang» سره د «Bourée» د تړون غندنه وکړه، او بدمرغه فرانسوي وزير يې بېرته راوغوښت. هغوی چينايانو ته دا هم روښانه کړه چې دوی د فرانسې تر خونديتوب لاندې د Tonkin د ساتلو لپاره کلکه اراده لري. د 1883ز کال د اپريل په مياشت کې، دې ته په کتنې چې ويتناميانو د فرانسويانو په وړاندې په اغېزناک ډول د مقاومت پوره سرچينې او وسايل نه درلودل، د چينايي ملکي مسئول «Tang Jingsong» له خوا «Liu Yongfu» قانع کړای شو چې د تور بيرغو سره يوځای د Rivière پر ضد ميدان ته ښکته شي. د دې په پايله کې د «Liu Yongfu» ځواکونه تر يو کال پورې په غېر دوديزه جګړه کې ښکېل پاتې شول.[۱۵][۱۶]
د 1883ز کال د مۍ مياشتې په لسمه نېټه «Liu Yongfu» له پېغوره په ډک يو پیغام کې فرانسويان د جګړې لپاره وننګول، چې دا پيغام په پراخه کچه د Hanoi په ديوالونو نصب کړای شوی و. د مۍ په نولسمه نېټه، Rivière د پيپر بريج په جګړه کې د تور بيرغو سره مخ شو، او فرانسويان له ناوريني ماتې سره مخ شول. د Rivière کوچنی ځواک (شا او خوا 450 سرتيري) د Hanoi په لويدیځ کې په څو ميله واټن سره د «Cầu Giấy» له کلي سره نږدې په يو پياوړي توربيرغي دفاعي سنګر بريد وکړ، کوم چې فرانسويانو د پيپر برج (Pont de Papier) په نوم پېژندلو. له ابتدايي برياوو وروسته، بالاخره فرانسويان په دواړو اړخونو کې سره راونغښتل شول؛ په ډېرې سختۍ سره دوی يوازې دومره وکولای شول چې بیا سره يوځای شي او Hanoi ته شاتګ وکړي. Rivière، Berthe de Villers او ګڼ نور لوړ پوړي افسران په دې جګړه کې ووژل شول.[۱۷]
سرچينې
سمول- ↑ Elliott 2002، م. 194.
- ↑ See, for example, Anonymous, "Named To Be Rear Admiral: Eventful and Varied Career of 'Sailor Joe' Skerrett," The New York Times, April 19, 1894.
- ↑ Twitchett, Cambridge History of China, xi. 251; Chere, 188–90.
- ↑ Eastman, p. 201.
- ↑ Tseng 2016، م. 21.
- ↑ Thomazi, Conquête, 105–107
- ↑ Thomazi, Conquête, 116–131
- ↑ Thomazi, Conquête, 140–157
- ↑ Marolles, 75–92
- ↑ Eastman, 51–57
- ↑ Marolles, 133–144; Lung Chang, 90–91
- ↑ Eastman, 57–65
- ↑ Huard, 26–30
- ↑ Marolles, 178–192
- ↑ Eastman, 62–69
- ↑ John King Fairbank; Kwang-Ching Liu; Denis Crispin Twitchett, eds. (1980). Late Ch'ing, 1800–1911. Vol. 11, Part 2 of The Cambridge History of China Series (illustrated ed.). Cambridge University Press. p. 251. ISBN 0-521-22029-7. بياځلي په 2012-01-18.
For over a year prior to China's 'unofficial' declaration of war in 1884, Liu Yung-fu's 'Black Flag' forces effectively harassed the French at Tongking, at times fighting behind entrenched defences or else laying skilful ambushes.
- ↑ Marolles, 193–222; Duboc, 123–139; Huard, 6–16; Thomazi, Histoire militaire, 55–58