د فرانسې درېیم جمهوریت

د فرانسې درېیم جمهوریت هغه حکومتي  سیسټم و چې د ۱۸۷۰ز کال د سپټمبر په څلورمه  په فرانسه کې رامنځ ته شو، دا هغه وخت ؤ چې د ۱۹۴۰ز کال د جولای میاشتې په  ۱۰مه  د فرانکو- پروشیا د جګړې په لړ کې د فرانسې دویمه سترواکي ړنګه شوه.  د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې د فرانسې له سقوط وروسته  د ویچي حکومت رامنځ ته شو.

د فرانسې د ۱۸۷۵ز کال اساسي قانون د درېیم جمهوریت جوړښت تعریف کړ چې له وکیلانو او مشرانو جرګې نه جوړه وه او د حکومت مقننه څانګه ګڼل کېده او یو ولسمشر چې د دولت د مشر په توګه ېې دنده ترسره کوله.

درېیم جمهوریت ډېری فرانسوي استعماري ملکیتونه، لکه:  فرانسوي انډوچینا (French Indochina) ، فرانسوي ماداګاسکر French Madagascar))، فرانسوي پولینیشیا French Polynesia))، او لویې سیمې په لوېدیځه افریقا کې  د افریقا لپاره د مبارزې پرمهال رامنځته کړې ، چې دا ټول د ۱۹ مې پېړۍ په وروستیو دوولسیزو کې ترلاسه شوي دي.

د شلمې پیړۍ په لومړنیو کلونو کې د ډیموکراډیک جمهوري غوښتونکي اتحاد واکمني وه، چې په اصل کې د مرکزي چپي سیاسي اتحاد په توګه تصور کیده، مګر د وخت په تیریدو سره د مرکزي ښي اړخ په ګوند بدل شو.

د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیل نه د ۱۹۳۰ز کال لسیزې تر وروستیو پورې د ډیموکراتیک جمهوریت اتحاد او رادیکالي ګروپونو تر منځ په کلکه قطبي سیاست تر سترګو کېده.[۱][۲]

سیاست سمول

په ۱۸۷۰-۱۸۷۱ز کلونو کې د فرانکو- پروشیا جګړه د فرانسې د ماتې او د درېیم ناپلیون او د هغه د دویمې  سترواکي د نسکوریدو لامل شوه، چې د سیډان په جګړه کې د پروشیانو له خوا د ناپلیون له نیولو وروسته (د ۱۸۷۰ ز کال د سپټمبر لومړې )، د پاریس وکیلانو د لیون ګمبیټا په مشرۍ په ۱۸۷۰ز کال کې د سپټمبر په څلورمه د ملي دفاع لنډمهاله حکومت تاسیس کړ. وکیلانو بیا جنرال لویس- جولیس تروچو د ولسمشر په توګه وټاکه چې د درېیم جمهوریت لومړی حکومت د پاریس د محاصرې (۱۹ سپټمبر ۱۸۷۰ز - ۲۸جنوري ۱۸۷۱ز) په وخت کې واکمن شو.

د ۱۸۷۰ز کال د جنوري په میاشت کې د فرانسې له تسلیمیدو وروسته، د ملي دفاع لنډ مهاله حکومت ړنګ شو او ملي ټاکنې د فرانسې د نوي حکومت د جوړولو په موخه وبلل شوې. په دې وخت کې د پروشیا له خوا نیول شوي فرانسوي سیمو، په ټاکنو کې برخه وا نه خیسته چې په پایله کې محافظه کاره ملي شورا، اډولف تیرس د لنډ مهاله حکومت د مشر په توګه وټاکه.

کلیسا او دولت سمول

د درېیم جمهوریت په اوږدو کې (۱۸۷۰ز-۱۹۴۰ز)، په فرانسه کې د کاتولیک کلیسا د دریځ په اړه د جمهوري غوښتونکو، پاچایانو او واکمنانو (لکه ناپلیونیسټانو) ترمنځ جګړې روانې وې. فرانسوي کشیشانو او بشپان د پاچایانو سره نږدې اړیکې درلودې او ډیری یې له شریفو کورنیو نه وو. جمهوري غوښتونکي د مذهبي ضد منځني طبقې پر بنسټ ولاړ وو او دوۍ له پاچایانو سره د کلیسا اتحاد د جمهوریت پر وړاندې د سیاسي ګواښ په توګه لیده او دا ېې د پرمختګ د عصري روح په وړاندې یو ګواښ ګاڼه. جمهوري غوښتونکو د کلیسا د سیاسي او طبقاتي تړاو له امله کرکه درلوده؛ د جمهوري غوښتونکو له نظره، کلیسا د لرغوني رژیم استازیتوب کاوه، د فرانسې په تاریخ کې یو وخت چې ډیری جمهوري غوښتونکو تمه درلوده چې د دوی تر شا به ولاړ وي، خو جمهوري غوښتونکي د پروتستانت او یهودانو په ملاتړ پیاوړي شول.چې وروسته یې د کاتولیک کلیسا کمزوری کولو لپاره ډیری قوانین تصویب کړل، لکه: په ۱۸۷۹ز کال کې، کشیشان (Priests) د  روغتونونو او خیریه بورډونو له اداري کمیټو نه وایستل شول،په ۱۸۸۰ز کال کې، د مذهبي غونډو په وړاندې نوي اقدامات ترسره شول. له ۱۸۸۰ نه تر ۱۸۹۰ز کال پورې په ډیری روغتونونو کې د کشیشي میرمنو پر ځای عامې میرمنې وګومارل شوې او په ۱۸۸۱ز کال کې، حکومت د کشیشانو معاشونه کم کړل.[۳]

جمهوري غوښتونکو ویره درلوده، چې په ښوونځیو کې د مذهبي لارښوونو په ترڅ کې په ځانګري توګه په جیسویټس (Jesuits) او انګیرنې (Assumptionists)  برخو کې ماشومانو ته جمهوریت ضد تبلیغات ونه شي. د دې ویرې  له منځه وړلو لپاره جمهوري غوښتونکو ټینګار کاوه، تر څو د ښوونځیو کنټرول په لاس کې واخلي او له دې لارې اقتصادي او نظامي پرمختګ ته لاره هواره کړي. دا ځکه چې جمهوری غوښتونکو ګمان کاوه چې په ۱۸۷۰ز کال کې د آلمان د بریالیتوب یو له لومړنیو لاملونو نه د دوۍ د لوړو زده کړو سیسټم و، د جرمني په ټولو ښوونځیو کې دیني لارښوونې منع شوې وې او په دیني احکامو کې تدریس کول هم منع شوي ؤ او د دولتي ښوونځیو د جوړولو لپاره له دیني مدرسو نه پیسې اخیستل کیدې. د پیړۍ په وروستیو کې، د فیری د ځاې ناستو له خوا تصویب شوي نور قوانین په فرانسوي ټولنه کې د کلیسا موقف نور هم کمزوری کړ. مدني ودونه اجباري شول، طلاق رسمي شو او د پوځ نه کشیشان او مذهبي خلک لیرې شول.

کله چې دیارلسم لیو (Leo XIII) په ۱۸۷۸ز کال کې د کلیسا پاپ وټاکل شو، هغه هڅه وکړه چې د کلیسا او دولت اړیکې سره جوړې او ارامه کړي. په ۱۸۸۲ز کال کې هغه فرانسوي روحانینو ته وویل چې د دولت په وړاندې په دښمنانه توګه عمل ونه کړي. په ۱۸۹۲ز کال کې هغه فرانسوي کاتولیکانو ته یوه علمي مشوره ورکړه چې جمهوري سیاست ته راوبلل شي او په جمهوري سیاست کې د ګډون له لارې د کلیسا دفاع وکړي.[۴][۵][۶][۷]

بهرنی سیاست سمول

د ۱۸۷۱نه تر ۱۹۱۴ز کلونو تر منځ د فرانسې بهرنی سیاست د آلمان له خوا د احتمالي ګواښ سره د مقابلې لپاره د روسیې او بریتانیې سره د ائتلافونو د جوړونې پر بنسټ ولاړ ؤ. بسمارک په ۱۸۷۱ز کې د السیس او لورین په نیولو سره د تېروتنو مرتکب شو چې دا کار ېې له لسیزو راهیسې د آلمان په وړاندې د کرکې  لامل شو او د غچ غوښتنه یې کوله. بسمارک دغه تصمیم وروسته له هغې ونیو، چې د پوځ له خوا د ځواکمن لومړي خط د رامنځ ته کولو وړاندیز وشو. دا اړینه نه وه، ځکه چې فرانسه د آلمان په پرتله خورا کمزورې وه، مګر د بسمارک دې تصمیم د آلمان د بهرني سیاست پام ځان ته راواړاوه  او کوښښ ېې کاوه، ترڅو د فرانسې د هغو کوښښونو مخه ونیسي چې د لویو متحدینو د رامنځ ته کولو په پار ېې پیل کړي ؤ. [۸]

فرانسې خپل پوځ بیا ورغاوه او په عصري کولو یې ټینګار وکړ، لکه: د نوې توپخانې جوړول او نور،  له ۱۹۰۵ز کال وروسته یې په هوايي ځواک ډېره پانګونه وکړه. د فرانسې د حیثیت په بیا رغولو کې تر ټولو مهم د فرانسوي سترواکي په پیاوړتیا ټینګار ؤ چې د لویو مالي لګښتونو سره سره یې خپل حیثیت لاس ته راوړ. ډېر لږ فرانسوي کورنۍ په مستعمرو کې مېشتې وې او دوی د طبیعي زیرمو او سوداګرۍ په برخه کې خورا بې وزلي وو چې اقتصاد ته یې د پام وړ ګټه رسوله.[۹]

په هرحالت، فرانسه د قلمرو له مخې وروسته له بریتانوي سترواکي نه په دویم ځای که وه، چې دېر ژر ېې د نړۍ په چارو کې خپل حیثیت بیا ځلې اعاده کړاو کاتولیکانو ته یې موقع ورکړه چې په ټوله نړۍ کې د فرانسوي کلتور او تمدن د خپریدو لپاره خپله انرژي وقف کړي. د پاناما کانال په جوړولو کې خورا ګرانه پانګه اچونه د پیسو، د ناروغیو له امله ډیری مړینې، او سیاسي رسوایي له نظره په بشپړه توګه ناکامه وه،، خو کله چې بسمارک په ۱۸۹۰ز کال کې له دندې ګوښه شو، له هغه وروسته د آلمان بهرنۍ پالیسي ګډوډه او ناسمه وه.[۱۰][۱۱]

د فرانسې د درېیم جمهوریت نسکورېدل سمول

درېیم جمهوریت په رسمي توګه په ۱۹۴۰ز کال کې د جولای په لسمه پای ته ورسید، دا هغه وخت و چې د فرانسې پارلمان مارشال فیلیپ پیټین ته بشپړ واک ورکړ، چا چې په راتلونکو ورځو کې د فرانټات فرانسیس "فرانسې دولت" اعلان وکړ، چې په عمومي توګه د "ویچي رژیم" په نامه پیژندل کیده.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

درېیم جمهوریت د خپل اویا کلن تاریخ په اوږدو کې،  له کړکېچ نه کړکېچ ته، له منحل شویو پارلمانونو نه د رواني ناروغ ولسمشر (پاول ډیسانیل) تر ټاکلو پورې جنجالو سره مخامخ شو. په لومړۍ نړیوالې جګړې کې ېې د المان سترواکي په وړاندې سخته جګړه وکړه او د جګړې په کلونو کې ېې د ښي او کیڼ اړخو ترمنځ د مخ په زیاتیدونکو جنجالونو سره ډېر سیاسي جنجالونه هم ولیدل. کله چې فرانسه په ۱۹۴۴ز کال کې آزاده شوه، لږشمېر کسانو د درېیم جمهوریت د بیارغولو غوښتنه وکړه او د اساسي قانون شورا د یوه لنډ مهالې فرانسوي جمهوریت د حکومت له خوا رامنځته شوه، ترڅو د ځای ناستي لپاره د اساسي قانون مسوده جوړه کړي، چې د څلورم جمهوریت (۱۹۴۶ز نه تر ۱۹۵۸ز) په توګه تاسیس شو.

سرچینې سمول

  1. Larkin, Maurice (2002). [[[:کينډۍ:Google books]] Religion, Politics and Preferment in France since 1890: La Belle Epoque and its Legacy] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-52270-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The Night the Old Regime Ended: August 4, 1789 and the French Revolution By Michael P. Fitzsimmons". www.psupress.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Rigoulot, Philippe (2009). "Protestants and the French nation under the Third Republic: Between recognition and assimilation". National Identities. 11 (1): 45–57. doi:10.1080/14608940802680961. S2CID 145338843. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Harrigan, Patrick J. (2001). "Church, State, and Education in France From the Falloux to the Ferry Laws: A Reassessment". Canadian Journal of History. 36 (1): 51–83. doi:10.3138/cjh.36.1.51. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Leo XIII – Nobilissima Gallorum Gens". vatican.va. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (full text)
  6. "Leo XIII – Au milieu des sollicitudes". vatican.va. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (full text)
  7. Benjamin F. Martin, "The Creation of the Action Libérale Populaire: an Example of Party Formation in Third Republic France." French Historical Studies 9.4 (1976): 660–689. online
  8. James McMillan, ed., Modern France: 1880–2002 (2003) pp 104–8.
  9. Jean-Marie Mayeur and Madeleine Rebérioux, The Third Republic from its Origins to the Great War, 1871–1914 (1984), pp 155–61, 168–69, 272–78.
  10. Jeremy D. Popkin, A History of Modern France (4th ed. 2012) pp 170–71.
  11. Mayeur and Rebérioux, The Third Republic from its Origins to the Great War, 1871–1914 (1984), pp. 169–73, 291–95.
  12. Thomas, Martin (1996). Britain, France and Appeasement: Anglo-French Relations in the Popular Front Era. Washington: Berg Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85973-187-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Jackson, Julian (2003). The Fall of France: The Nazi Invasion of 1940. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 38. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-280300-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Weber, Eugen (1994). The Hollow Years: France in the 1930s. New York: W.W. Norton. د کتاب پاڼي 6–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-03671-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Jackson, Julian (2003). The Fall of France: The Nazi Invasion of 1940. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 40, 181. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-280300-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)