د چینګ کورنۍ
د چینګ کورنۍ (په انگرېزي کې: /ˈtʃɪŋ/ CHING)، او رسماً لوی چینګ، د مانچو په مشرۍ د چین شاهي یا امپراطوري کورنۍ وه او د چین په تاریخ کې وروستۍ ارتودوکس کورنۍ وه. دې کورنۍ د وروستي جین د کورنۍ له خوا ظهور وکړ، او د جیانژو جورچین Jianzhou Jurchens له خوا رامنځته شوه چې د جورچین نور توکمونه یې سره یو ځای کړه ترڅو د نوي «مانچو» توکمیز هویت رامنځته کړي. دې کورنۍ په ۱۶۳۶ کال کې په رسمي توګه په منچوري (د اوسني شمال ختیځ چین او بهر منچوري) کې ځان څرګند کړ. په ۱۶۴۴ کې يې د بیجینګ کنټرول ترلاسه کړ، او وروسته یې خپلې واکمنۍ ته په ټول چین او تایوان او په پای کې په داخلي اسیا کې پراختیا ورکړه. دې کورنۍ تر ۱۹۱۲ پورې دوام وکړ او بیا د شینهای په انقلاب کې نسکوره شوه. د چیني ارتودوکس په تاریخ لیکنې کې، د چینګ کورنۍ د مینګ کورنۍ نه مخکې وه او تر هغه وروسته د چین جمهوریت و. د چینګ څو توکمیزې سترواکۍ نږدې درې پیړۍ دوام وکړ او د عصري چین لپاره یې ځمکنی بنسټ جوړ کړ. د چین په تاریخ کې دا ترټولو لویه شاهي یا امپراطوري کورنۍ وه او د نړۍ په تاریخ کې په ۱۷۹۰ کې د ځمکې د اندازې له مخې څلورمه لویه امپراتورۍ وه. هغه مهال په ۱۹۰۷ کې د ۴۱۹،۲۶۴،۰۰۰ اتباعو په درلودلو سره د نړۍ ترټولو ډېر نفوس لرونکی هیواد و.
د ایسین-ګیورو د جرګې مشر نورهاچي د شپاړلسمې پیړۍ په وروستیو کې، د «بنرونو» چې نظامي - ټولنیز واحدونه وو او مانچو، هان او مغول پکې شامل وو، تنظیمول پیل کړه. د مانچو د توکمیز هویت د رامنځته کولو په پار نورهاچي متحدې قبیلې رامنځته کړې او په ۱۶۱۶ کال کې یې په رسمي توګه د جین کورنۍ تاسیس کړه. د هغه زوی هونګ تایجي د کورنۍ نوم «لوی چینګ» ته بدل کړ او په ۱۶۳۶ کال کې یې پاچاهۍ پر امپراتورۍ بدله کړه. خو د مینګ جنرال وو سانګویي په ۱۶۴۴ کې، د نایب السلطنه شهزاده دروګون لښکرو ته د شانهای لاره خلاصه کړه، چې یاغیانو ته یې هم ماتې ورکړې، پلازمینه یې ونیوله او حکومت یې هم په لاس واخیست. بشپړه فتحه تر ۱۶۸۳ پورې په جنوب کې د مينګ د وفادارانو مقاومت او د درېيو فيوډاټوریانو پاڅون وځنډوله. د کانګشي سترواک (۱۶۶۱- ۱۷۲۲) کنټرول په لاس واخیست، د مانچو هويت يې وساته، له تبتي بوداييزم نه يې ملاتړ وکړ او د کنفوسيوس واکمن دنده یې په ښه توګه پر مخ یوړه. د هان چارواکو د مانچو چارواکو تر نظر لاندې او یا له هغوی سره په موازي توګه کار کاوه. همدارنګه دغې کورنۍ د باج ورکولو یا خراجي سیسټم هم پر بهرنیو هېوادونو لکه کوریا او ویټنام باندې ددې لپاره پلي کړ ترڅو چې خپله برترۍ یا ځواک وروښيي، په داسې حال کې چې پر تبت، مغولستان او سین کیانګ کې یې هم خپل کنټرول ټینګ کړ.
چینګ کورنۍ د سترواک چيانګ لونګ (۱۷۳۵- ۱۷۹۶) د واکمنۍ پر مهال د خپل عظمت او ځواک اوج ته ورسېده. هغه د لسو سترو لښکر کشیو مشري وکړه او د چینګ کنټرول او ځواک یې تر داخلي اسیا پورې ورساوه او په خپله یې د کنفوسیوس له کلتوري پروژو نه څارنه کوله. کله چې هغه مړ شو نو تر هغه وروسته، دا کورنۍ د نړۍ په سیسټم کې له بدلونونو، بهرنیو لاسوهنو، داخلي بغاوتونو، د نفوس ودې، اقتصادي ګډوډۍ، اداري فساد، او د نوي فکر جوړولو او د ذهنیت د بدلولو لپاره د کنفوسیوس د اشرافو له مخالفت سره مخ شوه. د سولې او سوکالۍ په دورې کې نفوس شاوخوا ۴۰۰ میلیونو ته لوړ شو، خو د دولت مالیات او عواید لږ ټاکل شوي و چې همدا د مالي ناورین د رامنځته کېدو لامل شو. کله چې چین د تریاکو په جګړو کې ماتې وخوړه، نو تر هغه وروسته لویدیځو استعماري ځواکونو د چینګ حکومت دې ته اړ کړ چې «غیر مساوي تړونونه» لاسلیک کړي، او د سوداګرۍ امتیازات او د تړون اړوند بندرونه ددوی تر کنټرول لاندې راغلل. د تایپینګ بغاوت (۱۸۵۰-۱۸۶۴) او په منځنۍ اسیا کې د دونګان پاڅون (۱۸۶۲-۱۸۷۷) ددې لامل شو چې د قحطۍ، ناروغۍ او جګړې له امله تر ۲۰ میلیونو ډېر خلک مړه شي.
په ۱۹۰۰م کال کې د بهرنیانو ضد «بوکسرانو» دېری چیني مسیحیان او بهرني مبلغین ووژل؛ د دې کار غچ اخیستنې لپاره بهرنيو ځواکونو پر چین برید وکړ او د بوکسرانو د کار غرامتي تاوان یې پرې تحمیل کړ. په ځواب کې، دولت بې مخینې مالي او اداري اصلاحات لکه ټاکنې، نوی اساسي قانون او د آزمېښتي سیسټم لغوه کول، پیل کړل. سون یاټ سن او انقلابیانو د کانګ یووي او لیانګ کیچائو په څېر مشروطه سلطنت غوښتونکو او اصلاح غوښتونکو سره د هان یوه مډرن ملت ته د منچو امپراتورۍ بدلولو په هکله خبرې اترې وکړې. په ۱۹۰۸م کال کې د امپراتور ګوانګسو او سیکسي له مړینې وروسته، د مانچو محافظه کاران په ماڼۍ کې د اصلاحاتو مخې ته خنډ شول او اصلاح غوښتونکي او ځایي اشراف یې له ځانه لرې کړل. د ۱۹۱۱م کال د اکټوبر ۱۰مه کې د ووچانګ پاڅون د شینهای انقلاب لامل شو. د ۱۹۱۲م کال د فبروري په ۱۲مه د وروستني امپراتور، پویي لرې کېدلو سره دا لړۍ پای ته ورسېده. په ۱۹۱۷م کال کې، په یوه ځای کې د مانچو انقلاب په نوم په خلاصه توګه ورغول شوه، خو دا د چین جمهوریت د بییانګ دولت او د نړیوالې ټولنې یوه هم په رسمیت ونه پېژنده.
نومونه
سمولد سترې چینګ کورنۍ نوم ایښودنه په ۱۶۳۶ کال کې د هانګ تایجي له خوا ترسره شوه. د Qīng (روښانه «واضح» یا سوچه «خالص») د معنی په اړه رقابتي توضیحات شتون لري. ښايي دا نوم د مینګ کورنۍ (明) د نوم په غبرګون کې ټاکل شوی وي، چې په چیني تورو د «لمر» (日) او «سپوږمۍ» (月) لپاره په نښه شوي، او دواړه د چیني زودیاک اور سیسټم له عناصرو سره تړاو لري. د Qīng خوی یا طبیعت (清) له «اوبو» (氵) او «اسماني رنګ» (青) نه جوړ دی او دواړه د اوبو له عنصر سره تړاو لري. دا ملتیا، یعنې د اوبو په واسطه د اور ماته د چینګ سوبه توجیه کوي. د منچو نوم ډایکینګ، چې د دا چینګ یا دای چینګ د اواز په څېر دی، ښايي له مغولي کلیمې «ᠳᠠᠢᠢᠴᠢᠨ, дайчин» نه اخیستل شوی وي چې معنی یې «جنګیالی» دی. له دې کبله ښايي ډایکینګ ګورون د «جنګيالي دولت» په معنی وي، داسې یو تجنیس چې یوازې د مانچو او مغول خلکو لپاره د پوهیدو وړ وه. که څه هم ددې کورنۍ په وروستیو دورو کې، ان منچوانو هم دا احتمالي معنی هېره کړې وه.[۱]
د «تارتار» اصطلاح پخوانیو اروپایی لیکوالانو له یوه مخه د شمالي اوراسیا ټولو خلکو لپاره کاروله، خو په ۱۷ پیړۍ کې د کاتولیک مذهبي مبلغانو «تارتار» یوازې منچوانو ته د اشارې لپاره او «تارتاري» یې د هغو ځمکو لپاره کاروله چې هلته به دوی حکومت کاوه. [۲]
منچوانو د «ځانګړي یا خاص چین» تر فتحې وروسته، خپل دولت د «چین» (中國، Zhōngguó؛ «منځنۍ پاچاهۍ») په توګه وپېژانده، او په مانچو کې یې د Dulimbai Gurun په نوم یاد کړ (د Dulimbai معنی «مرکزي» یا «منځنی»، او «gurun» د «ولس» یا «دولت» معنی لري). سترواکانو د چینګ ایالت ځمکې په دواړو چینایي او مانچو ژبو کې (د اوسني شمال ختیځ چین، سین کیانګ، مغولستان، تبت او نورو سیمو په ګډون) له «چین» سره معادلې یا مساوي وګڼلې، او چین یې د څو توکمیز دولت په توګه تعریف کړ، او هغه نظر یې رد کړ چې «چین» یې یوازې د هان سیمو په توګه ګڼه. هغوئ به په رسمي اسنادونو کې خپل دولت ته د اشارې لپاره «چین» او «چینګ» دواړه کاروه. د چینګ حکومت د خپلو تړونونو په چیني نسخو او د نړۍ په نقشو کې، «چینګ» او «چین» د یو او بل پر ځای کارول. د چینګ کورنۍ په انګلیسي ژبې کې ځینې وختونه د «مانچو کورنۍ» په نوم هم یاده شوې ده. [۳][۴]
اصلاحات، انقلاب، سقوط
سمولپه ۱۸۹۵ کال کې د جاپان ماتې د ناورین احساس رامنځته کړ، چې په ۱۸۹۸ کال کې د اصلاحاتو ناکامۍ او د ۱۹۰۰ کال ناورین نور هم دې ته شدت ورکړ. سیکسي په ۱۹۰۱ کال کې د بهرنۍ ټولنې د کرارولو په پار خوځښت وکړ، د اصلاحي وړاندیزونو غوښتونکی شو، او د «نویو سیاستونو» ټولګه یې پیل کړه، چې د «چینګ د وروستیو اصلاحاتو» په نوم هم پیژندل کیږي. د راتلونکو څو کلونو په اصلاحاتو کې يې د ملي زده کړې، قضايي او مالي سیسټمونو بیارغونه شامله وه، چې په ۱۹۰۵ کې د سترواکۍ د ازموینې لغوه کول یې تر ټولو خواشینونکی کار و. ټاکنې هم ترسره شوې، چې د چين په تاريخ کې دا لومړنۍ ټاکنې وې. سون یات سین او انقلابیانو له اصلاح غوښتونکو او مشروطه غوښتونکو چارواکو سره لکه کانګ یووی او لیانګ کیچاو سره د مانچو سترواکۍ پر عصري هان چیني ملت د بدلېدو په موخه بحث وکړ. د ۱۹۰۸ کال د نومبر په ۱۴ د ګوانګسو سترواک مړ شو او په بله ورځ يې سیکسي مړ شو.
سرچينې
سمول- ↑ Yamamuro, Shin'ichi (2006). Manchuria Under Japanese Domination. Translated by J. A. Fogel. University of Pennsylvania Press. p. 246. ISBN 9780812239126.
- ↑ Dong, Shaoxin (2020), "The Tartars in European Missionary Writings of the Seventeenth Century", in Weststeijn, Thijs (ed.), Foreign Devils and Philosophers Cultural Encounters between the Chinese, the Dutch, and Other Europeans, 1590–1800, Leiden: Brill, pp. 82–83, ISBN 9789004418929, خوندي شوی له اصلي څخه په 8 May 2021, بياځلي په 14 March 2021
- ↑ Bilik, Naran. "Names Have Memories: History, Semantic Identity and Conflict in Mongolian and Chinese Language Use." Inner Asia 9.1 (2007): 23–39. p. 34
- ↑ "Qing dynasty". Encyclopedia Britannica. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 March 2018. بياځلي په 15 February 2018.